د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

وايګل وال:باالخره ولسي پاڅون ته مجپور سول

میرویس
23.07.2013

اسلام علیکم، ګرانو لوستونکو
د نورستان دولایت د وانت وایګل ولسولۍ خلکو یو څو طالبان وژلي، یو شمیر یې ژوبل کړي او یو تعداد نور یې ژوندي نیولي دي. دوی وایې چې د مجبوریت له مخې یې د طالبانو پرخلاف پاڅون کړیدئ.
دا لاندې مضمون خبریال خپور کړیدئ:
=========
وايګل وال:باالخره ولسي پاڅون ته مجپور سول
1 اسد / زمری 1392, 5:09
لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ
د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ له تیرو دوه نیمو کالو راپه دي خوا د وسله والو طالبانو په لاس کی وه خو شاوخوا یوه میاشت وړاندي یاده ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له وسله والو طالبانو ونیول شوه .
د نورستان په ولایتي شورا کې د وایګل د خلکو استازۍ ډاکټر شمس الدین اصلزى وايې چې تیره ورځ په یاده ولسوالۍ کې د سیمه ایزو خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه رامنځته شوي چې له امله یې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي اووه تنه یې ژوبل دي او قومي خلکو دري تنه له ځانه سره ژوندي بیولي.
اصلزۍ وایی چې وروسته د وایګل خلکو دوه سوه تنه ځوانان ګومارلي ترڅو طالبان له خپلو سیمو وشړي.
بل خوا بیا د نورستان مرستیال والي فیض محمد میرزا زاده وایې چې د وایګل د کلیوالي شوراګانو یو شمیر استازي د طالبانو له خوا نیول سوي وه چې وروسته د کلي اوسیدونکي ټوپک په لاس د طالبانو په وړاندي پاڅون کولو ته مجبور شوي دي.
نوموړی وایې چې کلیوالو مشرانو پریکړه کړي چې په وایګل ولسوالۍ کې به نور طالبانو نه پریږدي.
بل خوا بیا د وسله والو طالبانو ویاند زبیخ الله مجاهد په وایګل ولسوالۍ کې د پاڅون خبره ردوي ولي نوموړی وایې چې تیره ورځ طالبانو په وایګل کې له محلي پولیسو سره نښته کړي چې دواړو لورو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتي ده.
دا په داسي خال کی ده شاوخوا یو کال وړاندي ورته پاڅون په کامدیش ولسوالۍ کی هم ترسره شوي وه
جاويد مندتوال:پارون

خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي اسد / زمری 1, 1392.on July 23, 2013.


طالب ISI
24.07.2013

که مو فکر وي افغانستان کې د طالب نظام دوه سلسلې لرلې.
۱. د امارت وقت
۲. له امارت وروسته

د امارت وقت کې ۹۰٪ خاوره د پنځو څخه تر اوه کالو پورې د طالبانو په لاس کې وه. چې دغه اوه کاله کې یې د آبادی په نیت یوه تیږه په بله کې نه ښوده.
خو ځینې داسې ولسوالی شته چې تر نن پورې د طالبانو تر لاس لاندې دي یا یې نفوذ پکې زیات لري.چې ۱۵ کاله کیږې طالب پرې حکومت کوي.

د هر ځای د پرمختګ معیار: فیصدي د باسواده خلکو، تعداد د ښونځیو ، نورو تعلیمي مراکزو، روغتیایې خدماتو، سړکونوظ ، کار او روزګار..څخه معلومیږي.

طالب چې چیرته هم پښه ایښي دغه ټول کارونه په صفر کې ضرب دي. هره ورځ تحقیر کیږي، هغه چړي چې ستا په ډوډی لوی شوی، تاته قمچینه او لښته نیسي، یا هم کبیل. په لږشک سره جاسوس یې، یا مرتد او بیا د حلالوي . خلک غریب دي، تریاکو کښت پکې زیات شوی، د غربت او بې تعلیمی له کبله ایران یا پاکستان ته ځې او مزدوري کوي، هلته یا ناروغ شي، یا معیبو شي یا هم مړ شي ، که لس، پنځلس کال تیر کړي ، ایله د یوه واده پیسې پوره کړي.

نو په افغانستان کې چې هر اولس د طالب تر سیوري ژوند کوي ، مجبوره دی چې آخر پاڅون وکړي یا به ټول عمر سپیره ژوند تیروي.طالب، طالبي نظام، طالبي مفکوره یعنې په دغه دنیا په دوزخ کې ژوند کول. بد بختانه چې طالب دغه ټول کارونه د اسلام تر نامه لاندې کوي.

د اندړو، لوګریانو، ننګرهاریانو او نورستانیانو په شان باید ټول پښتانه پاڅون وکړي.


میرویس
30.07.2013

شهیر وروره، اسلام علیکم
ستاسې خبرې او د طالبانو په برخه کې څرګندونې، د کاڼی کرښې دي.
د افغانستان ټول ولسونه همدا خبره کوي، چې د طالبانو نه تر پزې راغلي دي.
اوس چې طالبان پدې پوه شوی چې څوک یې ملاتړ نه کوي دویته پکار دي، چې د الله اوامرو او د ولس ارادې ته غاړه کیږدي، او پریږدي چې ولسونه پنځه ورځې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي. طالبان باید د تشد نه لاس واخلي او په سوله ایزه او بر حقه مبارزه لاس پورې کړي.
که طالبان خپل روان دهشت ته دوام ورکوي، خلک نور هم ترې نا راضه کیږي، او مخالفت یې ورسره زیاتیږي.
الله مومل وروره.


pattang
30.07.2013

اولس خو نشته خرڅ شوی دی خو داسې ووايه چې صليبي اشغالګرو ته دې غاړه کېږدي !

[quote:87bc314c53="میرویس"]شهیر وروره، اسلام علیکم
ستاسې خبرې او د طالبانو په برخه کې څرګندونې، د کاڼی کرښې دي.
د افغانستان ټول ولسونه همدا خبره کوي، چې د طالبانو نه تر پزې راغلي دي.
اوس چې طالبان پدې پوه شوی چې څوک یې ملاتړ نه کوي دویته پکار دي، چې د الله اوامرو او د ولس ارادې ته غاړه کیږدي، او پریږدي چې ولسونه پنځه ورځې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي. طالبان باید د تشد نه لاس واخلي او په سوله ایزه او بر حقه مبارزه لاس پورې کړي.
که طالبان خپل روان دهشت ته دوام ورکوي، خلک نور هم ترې نا راضه کیږي، او مخالفت یې ورسره زیاتیږي.
الله مومل وروره.[/quote:87bc314c53]


pattang
31.07.2013

بايد چې هېر يې نکړې ستاسو د سرطان د مرض لپاره صلبيان ډېرې
قيمته پېچکاري درکوي ! خو دطالبانو په روغ بدن کې به يې زهر
پېچکاري کول !!!!!!!!!!

[quote:55d786b8c6="shaheer"]که مو فکر وي افغانستان کې د طالب نظام دوه سلسلې لرلې.
۱. د امارت وقت
۲. له امارت وروسته

د امارت وقت کې ۹۰٪ خاوره د پنځو څخه تر اوه کالو پورې د طالبانو په لاس کې وه. چې دغه اوه کاله کې یې د آبادی په نیت یوه تیږه په بله کې نه ښوده.
خو ځینې داسې ولسوالی شته چې تر نن پورې د طالبانو تر لاس لاندې دي یا یې نفوذ پکې زیات لري.چې ۱۵ کاله کیږې طالب پرې حکومت کوي.

د هر ځای د پرمختګ معیار: فیصدي د باسواده خلکو، تعداد د ښونځیو ، نورو تعلیمي مراکزو، روغتیایې خدماتو، سړکونوظ ، کار او روزګار..څخه معلومیږي.

طالب چې چیرته هم پښه ایښي دغه ټول کارونه په صفر کې ضرب دي. هره ورځ تحقیر کیږي، هغه چړي چې ستا په ډوډی لوی شوی، تاته قمچینه او لښته نیسي، یا هم کبیل. په لږشک سره جاسوس یې، یا مرتد او بیا د حلالوي . خلک غریب دي، تریاکو کښت پکې زیات شوی، د غربت او بې تعلیمی له کبله ایران یا پاکستان ته ځې او مزدوري کوي، هلته یا ناروغ شي، یا معیبو شي یا هم مړ شي ، که لس، پنځلس کال تیر کړي ، ایله د یوه واده پیسې پوره کړي.

نو په افغانستان کې چې هر اولس د طالب تر سیوري ژوند کوي ، مجبوره دی چې آخر پاڅون وکړي یا به ټول عمر سپیره ژوند تیروي.طالب، طالبي نظام، طالبي مفکوره یعنې په دغه دنیا په دوزخ کې ژوند کول. بد بختانه چې طالب دغه ټول کارونه د اسلام تر نامه لاندې کوي.

د اندړو، لوګریانو، ننګرهاریانو او نورستانیانو په شان باید ټول پښتانه پاڅون وکړي.[/quote:55d786b8c6]


میرویس
21.08.2013

پتنګ صاجب، اسلام علیکم
وروره تاسې یا د خبرې عمق نه درک کوئ، او یا اغماز کوئ.
ولې دې صلیبیانو ته تسلیم شي. صلیبیان خو طالبانو راوستي، او دغه راز القاعده یې ساتلې ده، ترڅود بهرنیو قواوو موجودیت ته دوام ورکړي، خپله بقا تضمین کړي او طالبیت او پرخلکو باندې خپل زور ظلم ته بقا ورکړي.
که خارجي قواوې او القاعده ووزي، بیا د طالب به خوله څوک پیاز هم نه پوست کوي.
بې پیلوټه الوتکې د هغو بین المللي قواوو یو جز دئ چې طالبانو د اقاعدې د جنایت کارانو د ټکولو دپاره راتک ته مجبورې کړیدي.
پاک رب دې تاسې ته تعقل او انصاف در په برخه کړي.


Takal Afghan
21.08.2013

دروغ دي دا اوازي دي او هیڅ حقیقت نلري
زه په سیمي کي نږدي دوستان لرم او ورسره په مستقیمه اړیکه کي یم
وايي سوچه دروغ دي


میرویس
23.08.2013

تکل افغان وروره، سلامونه، ستړي مه شي
ستاسې خبرې داسې دي لکه، د اوبو د سرځګ. دا چې وایاست حقیقت نلري.
زه په سیمي کي نږدي دوستان لرم او ورسره په مستقیمه اړیکه کي یم
وايي سوچه دروغ دي
ستاسې داخبرې هسې هوایي باد دئ. دا ستاسې دوستان څوک دي او په کومو کلیو کې اوسیږي. آیا ته پخبله د هغه ځای یې چې هلته دوستان لري، او که هر چیرې چې د طالبانو نا کارۍ ظاهرې شي تاسې وایاست، چې دا یا هغه خبره غلطه ده، زه هلته دوستان لرم.
یوه سړي ویل زه شل ګزه ټوپ وهلئ شم، بل ورته وویل چې دا ګز او دا میدان.

ورورګله سترګې دې جاشم، دا لمړئ ځای ندئ چئ دطالبانو پرخلاف ولسونو قیام کړئ، کم ترکمه په شپږو اوو ولایتونو کې په درجنونو ولسوالیو او علاقو د طالبانو د مظالمو دلاسه لاس وسلې کړئ او د خپلو علاقو نه یې شړلي دي.
په الله دې سپارم چې د نیکو هدایت درته ومړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more