د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

په شیرزادو ولسوالی کې ۷۶ تنه جاهلان مردار شول

طالب ISI
03.08.2013

تاند- تر شلو دېر افغان پولیس او په لسګونو وسله وال طالبان د جمعې په ورځ هغه مهال ووژل شول چې سلګونو وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر کاروان برید وکړ.

چارواکي وايي، دا پېښه د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې وشوه.

د چارواکو په وینا برید پر هغه کاروان وشو چې د یوه افغان سیاستوال د ژغورنې له عملیاتو راګرځېده.

د دې جګړې په باب، چې پنځه ساعته یې دوام وکړ، د ننګرهار د پولیسو امر معصوم خان هاشمي رسنیو ته وویل:«په دې جګړې کې زموږ دوه ویشت زړه ور پولیس وژل شوي، خو سخت دریځو به زموږ له مقاومت سبق اخیستی وي. د دوی شپېته تنه وژل شوي دي.»

ده همداراز وویل:«دا خورا سخته جګړه وه چې پکې یاغیانو له درنو او سپکو وسلو کار واخیست او د شېرزاد په ولسوالۍ کې یې زموږ د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید وکړ.»

هاشمي له دې پېښې د ژغورنې د عملیاتو پرمهال د شپاړس نورو وسله والو سخت دریځو د وژلو ادعا هم وکړه.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي هم په دوو جلا پېښو کې ۷۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبره تایید کړه.

له بلې خوا د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د وسله والو طالبانو په قول وویل چې په دې جګړه کې د دوی یوازې پنځه تنه وژل شوي خو ۸۴ دولتي عسکر یې وژلي دي.

خو افغان چارواکي د طالبانو ادعا ردوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more