د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د عامو خلکو د تګ را تګ لپاره جوړ سوى پل والوزول سو

طالب ISI
02.08.2013

http://www.khabarial.info/archives/88769

د کندهار ولايت په يوه خبرپانه کې ويل سوي دي چې ددي ولايت په خاکريز ولسوالۍ کي تيره شپه يو تن ماين ښخونکي په خپل ماين پر داسي مهال ژوبل سوى دي چي غوښتل يې د يادي ولسوالۍ د شمالي برخي په عامه لاره کي ماينونه ښخ کړي خو خپل ماين يې پر چاودلى او دواړه پښې يې له لاسه ورکړى دي.ar (2766)

دغه خبرپاڼه ليکي چې بل خوا بيا وسله والو طالبانو په همدې ساحه کي د عامه لاري يو پول په ماين الوزولى دى.

نوموړى پول چي د يادي سيمي د عامو خلګو د تګ او راتګ لپاره يوه اسانتيا ول خو تيره ورځ د وسله والو مخالفينو له خوا د ماين په واسطه والوزول او له منځه يوړل سو چي د سيمي د اوسېدونکو د تګ او راتګ لاره بنده او خلګ په ستونزو کي سول.

که څه هم وسله والو ذالپانو تل ويلي چې په سيمو کې د خلکو د ستونزو د ايجاد پېښي دوى نه کوي ولي دولت بيا وايې چې په هغه سيمو کې کوم چې دولت نه وي وسله وال طالبان فعال وي پېښي يې هم د وسله والو طالبانو کار دى.

خاکريز کندهار د نا امنه ولسواليو په کتار کې يوه نارامه ولسوالي ده.


طالب ISI
02.08.2013

www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/08/130802_hh-badakhsna.shtml
C


اتل
02.08.2013

شهیر ورور، اسلام علیکم
دا چې طالبانو ویلي، چې په سيمو کې د خلکو د ستونزو د ايجاد پېښي دوى نه کوي، ولي دولت بيا وايې چې په هغه سيمو کې کوم چې دولت نه وي، وسله وال طالبان فعال وي پېښي يې هم د وسله والو طالبانو کار دى.
ورورګله، سوال دادئ چې که یې دوی نه کوي نو څوک یې کوي؟ دا شوه یوه خبره، که یې دوی نه کوي. بله خبره داده چې طالبان په یوه سیمه قبضه لګوي، د ساتنې مسؤل یې هم دوی دي.

خو دطالبانو دا ادعا درسته نده. د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد نه یوه لوستونکې دې پوښتنه وکړه چې ولې طالبان سرکونه ړنګوي او پلونه الوزوي، خو کی یې د نیولو نیت لري، ایا دوی یې د یبرته جوړولو تابیه هم کړیده؟
د طالبانونطاق په ځواب کې وویل، هغه سرکونه او پلونه ړنګوو، چې حکوکمتې ادارو ته دهغوی د ضرورت وړ شیان پرې وړل کيږي.

د مجاهد صاحب، د خبرې معنې داشوه، چې دولس ضرورت، خیر ښیګڼه او آسوده ګي د طالب په قاموس کې نشته.
دا مکیاولي تکتیکونه دې چې دوی یې استعمالوي.


pattang
02.08.2013

د ځينو خلکو بې منطقي ارثي خواص وي او پردې هم نه پوهيږي
چې په جنګ کې هغه لارې ، پلونه بايد خراب شي په کوم کې چې
دوښمن د جنګ لپاره جنګي وسائل تېروي او ګټه ترې اخلي !
جنګي ستراتېږي او جنګي تکتيک !!!

[quote:9b248205ac="اتل"]شهیر ورور، اسلام علیکم
دا چې طالبانو ویلي، چې په سيمو کې د خلکو د ستونزو د ايجاد پېښي دوى نه کوي، ولي دولت بيا وايې چې په هغه سيمو کې کوم چې دولت نه وي، وسله وال طالبان فعال وي پېښي يې هم د وسله والو طالبانو کار دى.
ورورګله، سوال دادئ چې که یې دوی نه کوي نو څوک یې کوي؟ دا شوه یوه خبره، که یې دوی نه کوي. بله خبره داده چې طالبان په یوه سیمه قبضه لګوي، د ساتنې مسؤل یې هم دوی دي.

خو دطالبانو دا ادعا درسته نده. د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد نه یوه لوستونکې دې پوښتنه وکړه چې ولې طالبان سرکونه ړنګوي او پلونه الوزوي، خو کی یې د نیولو نیت لري، ایا دوی یې د یبرته جوړولو تابیه هم کړیده؟
د طالبانونطاق په ځواب کې وویل، هغه سرکونه او پلونه ړنګوو، چې حکوکمتې ادارو ته دهغوی د ضرورت وړ شیان پرې وړل کيږي.

د مجاهد صاحب، د خبرې معنې داشوه، چې دولس ضرورت، خیر ښیګڼه او آسوده ګي د طالب په قاموس کې نشته.
دا مکیاولي تکتیکونه دې چې دوی یې استعمالوي.[/quote:9b248205ac]


طالب ISI
03.08.2013

پتنګ صاحب طالبان فکر کوم ناټو او افغان پوځ به دغه یوه پله نه وي مجبوره. له دغه پله خلکو ګټه اخیسته.

دې ته په کتو سره د شمالي ټلوالې هغه خبره سمه ده چې په پښتنو سیمو کې جنګ دی، طالبان ټول جوړ شوي ړنګوي، نو بهتره ده ټول د آبادی کار په شمال او د شمالي ټلوالې تر لاس لاندې ساحو کې ترسره شي.

د شمال خلک هم مسلمانان دي که الله پاک رحم پرې کړی او طالبان نه شته پکې دا ددوی ښې طالع دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more