د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د غلا سزا په طالبانو کې ځشئ ده؟

میرویس
29.07.2013

ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د افغانستان اسلامۍ امارت د خپلې واکمنۍ په موده کې د غلو لاسونه غوځول.
خو که اوس دا خبره ثابته شي چې پخعپله طالبان غلا کوي،او یا د طالبانو تر نفوذ پع لانې علاقه کې غلا شوې، آیا پدې تحریک کې داسې کوم عدل او انصاف شته چې خپل طالب ته د اسلامي امارت د معیار مطابق سزا ورکړي او یا غله ونیسي، او سزا ورکړي او غلا شوي اموال يه اصلي مالکانو وسپاري؟
دا لاندې مضمون خبریال خپور مړیدئ:
======
د نورستان د پوهنې د مامورینو معاشونه وسله والو طالبانو ته رسیدلي دي
7 اسد / زمری 1392, 5:56

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، دنورستان په کانتیواو کې نامالومه وسله والو ددغه ولایت د دوابې ولسوالۍ دمامورینو او ښوونکو د څلورو میاشتو معاشونه تښتولي دي.
په ملي شورا کې دنورستان استازي د نورستان سیمه اییز چارواکې ددغې تښتونې په دسیسه تورن کړل چې ګنې په لوی لاس یې وسله والو طالبانو ته دغه ۲۵ میلونه افغانۍ ورکړې دي.
په نورستان کې دپولیسو د معاشونو د ورکیدو له پېښې وروسته اوس په دغه ولایت کې د پوهنې ریاست د مامورینو او ښوونکو معاشونه هم ورک سوي.
دغلته ولایت ته د اداري ټول معاشونه له کابله د هلیکوپترو په مرسته وړل کیږي او بیا یې د مالي ادارو مسولین خپلو ادارو ته ورسپاري.
د پوهنې وزارت د نشراتو رییس وايي، نامعلومه وسله والو یې ۲۵ میلونه افغانۍ چې د نورستان د ښوونکو او مامورینو معاشونه و، له مالي مسوله اخستنې او له ځانه سره یې وړي دي.
وړاندي هم داسې يوه موضوع پېښه سوي وه چې په ترڅ کې يې د څو ولسواليو معاشات نادرکه سوي او وروسته معلومه سول چې وسله والو طالبانو ته رسيدلي ول.
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي اسد / زمری 7, 1392.on July 29, 2013.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more