د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

زموږ اوبه!

محمود سعيد
16.07.2013

آيا پوهېږئ چې هر کال د افغانستان څومره اوبه ګاونډيو هېوادونو ته وړيا بهيږي؟
آيا پوهېږئ چې افغانستان هر کال د اوبو له پلورلو ۵۰ ميليارده ډالر تر لاسه کولای شي؟
د افغانستان ټول سيندونه ۵۷ ميليارد متر مکعبه اوبه لري چې له دې اوبو ئې ۵۰ ميليارد مکعبه اوبه ګاونډيو هېوادونو ته بهيږي. د افغانستان له ځينو سيندونو افغانستان هيڅ ګټه نه اخلي او ټولې اوبه ئې ګاونډيان مصرفوي. د بېلګې په ډول د کابل سيند ۲۰.۷ ميليارد متر مکعبه اوبه لري چې ټولې ئې پاکستان ته بهيږي. په داسې حال کې چې د کابل او سروبي تر منځ د لوړوالي توپير ۱۰۰۰ متره دی؛ په دې سيند د اوبو لسګونه بندونه په ډېرې آسانۍ جوړېدلای شي.
په نړيواله کچه د يوه متر مکعب اوبو منځنۍ قېمت يو ډالر دی. افغانستان هر کال ۵۰ ميليارد ډالر له دې لارې له لاسه ورکوي.
آيا په تېرو پنځه دېرش کلونو کې واکمنو ډلو ټپلو او اشخاصو په دې اړه فکر، پلان جوړونه او پانګونه کړې ده؟


حمید هڅــاند
16.07.2013

[color=darkblue:88d0ae6e76]
نه، نه یې ده کړې. که چارواکو ته ایله شي، څلوېښت کاله نور یې هم منېکه خاوندان شو.
[/color:88d0ae6e76]


tandar
16.07.2013

باباي وطن چه اوس ورته وايې په ٤٥ کاله ارام سلطنت کي ولي غم ونه خوړلو؟
اوس خو ټول وطن اشغال اوخرڅ شوي ته داوبو غم کي يې :oops:
ستا په ارګ کي څوک غومبر درته وهي ؟
نن افغان خپلواک دي ؟
يوچا په کلي نه پريښوده ، ويل يې اسپ مي ملک صيب غيجل کي وتړي :oops:
ديوه ازاد هيواد په هيله


محمود سعيد
16.07.2013

ښاغلی تندر!
په عياشيو او مستيو کې ډوبو منفورو شاهانو خو دا خدمت ونه کړ. داوودخان اسلامپالو او کمونستانو پرېنښود. کمونستانو هم دا کار ونه کړای شو او بيا اسلامپالي په خپل منځي جګړو بوخت شول. طالبانو دا وس نه درلود. اوس بيا هېواد اشغال ګڼئ، نو دا کار به کله او څوک کوي؟


pattang
16.07.2013

محمود سعيده ته مونږ ته مشهوره او معلومه څېره يې په هېواد دزړه
خوږيږي الله دې اجرونه درکړي !
وروره افغان نسله داسې خلک وو او هم شته چې هم په کار پوهېدل
او هم يې له خپل مسلک سره مينه لرله او لري يې خو متاسفانه
د افغانستان شهزاده ګانو ، لوټمارو بېکارو بې مسلکو ، سياسي او
ايتنيکي ټېکدارانو داسې خلکوته هيڅ وخت او هيڅکله د ګډون او واک
قدرت ندی ور کړی ! دغه فاسدين په خيرات اوپه پردۍ کاسه لوی
شوي بله لاره نه غواړې همدا مفتې پيسی دي وهي او هر وخت چل
ورته جوړوي او تر اوسه پورې په دې بې ننګي کې موفق هم دي!

مونږ په خارج کې ډېر مسلکي نفر لرو خو هغه څوک نه غواړي !
يانې نه يې اشغالګر غواړي اونه يې لاسپوڅې !

په افغانستان کې حق ،ناحق دی او ظلم ، دروغ بې ناموسي حق ګڼل
کېږي !
پرون مې يو زوړ ليکوال چې ادبيات يې لوستلي دي په طلوع کې وليد
چې د يوو غټ اقتصاد پوهه په دود کار کوي !


حمید هڅــاند
17.07.2013

[color=darkblue:c566082dab]
سعید صیب! ښه به داوي چې حل لاره یې وباسو. که یې دولت نه کوي، اولس هم لاس تر زنې کښېني، بیا به یې څوک کوي؟. ولي موږ او تاسې په څه یو؟.
که کومه حل لاره لرې، را وړاندې یې کړه، که مو وس کار وکړ چې خولې پکې تویې کړو.

درنښت
[/color:c566082dab]


خیریوسی
18.07.2013

محترمو لوستونکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ورڼو خدای دی وکړی چي روژه بخیر تیریږی .
په ریشتیا چي وموږ ته الله تعالی لوی نعمت (اوبه )راکړی دی داسراف څخه باید ډډه وکړو اوددغه لوی نعمت څخه باید سمه استفاده وکړو لکه زراعت ، دبرق تولید او ماهیانو دروزولو فارمونه .
داسی ډیری ځمکی ، ډنډونه ، دشولی دکښت ځمکی ....سته چي دماهیانو دروزولو کار ځنی اخستل کیږی ، خو خلک دماهیانو دروزولو سره بلد نه دی که ودی کار ته توجه وسی ډیییییییییییییییییییییییییییییییییییییر ګټور تمامیږی .
په درنښت


پتوال
21.07.2013

دروند محمد سعيد ورور او ګرانو ګډونوالو ته سلامونه !

کله د تاريخ په اړه په يوه تاريخي جمله کې دومره تناقضات يا نيمګړتيا وې وي چې يو حل يا بشپړاوي غواړي ، مثلا لکه دا جمله
چې هم ډيره عادي او هم ګواکې سمه هم بريښي :
[code:1:4e273e2fbd]
داوودخان اسلامپالو او کمونستانو پرېنښود. کمونستانو هم دا کار ونه کړای شو او بيا اسلامپالي په خپل منځي جګړو بوخت شول. طالبانو دا وس نه درلود. اوس بيا هېواد اشغال ګڼئ، نو دا کار به کله او څوک کوي؟ [/code:1:4e273e2fbd]
خو متل څه ښه وايي :

[color=blue:4e273e2fbd] له هوښياره سره ناست واي په زندان کې.....له کمعقله سره نه تللي په لاره
[/color:4e273e2fbd]

دا ټوله غميزېه د ملئ تفکر نيمګړتيا او نه شتون څخه منځته راغلې ده :

۱- داود خان پخپله د کمونستانو (پرچم) يا شورويانو ( پوځي مشاورينو) په زور
د کودتا له لارې قدرت ته ورسول شواو د KGB په لومو کې لا ښکېل و چې له قدرت څخه هم شوروي د هوايي ځواک د مشاورينو او خلقيانو د کودتا له لارې راوپرځاوه . نو کمونستان د شوروي لاسپوڅو څخه د هېڅ يو ملي تصميم هيله نشي کيداي .


۲- اسلامپالي خو هم پاکوستان پالي او د ISI لاسپوڅي ثابت شول . خو د واحد تنظيم د نه درلودلو او په خبل منځو کې د ضدو نقيض چلند له امله پاکوستان طالبان رامنځته کړل چې د ISI له اجازي پرته د خبل مشر ملا عمر پوښتنه هم نشي کولاي .

۳- د کابل حکومت خو د اشغالګرو دومره ګوډاګي لاسپوڅي او مردار خور حکومت دي چې د امريکا له اجازې پرته غول کولي او خوړلي شي خو نه خپله خوله او نه خپله کونه پاکولي شي!

نو خبره ټوله د رهبرۍ په ملي خصلت کې ده، د داود ملي خصلت هغه وخت دتاريخ له پلوه تر پوښتنې لاندې راغي چې د شوروي په مټ يې کودتا وکړه !!!!!
او دا نور تر نن ورځې پورې خو ټول د ملت دوښمنان دي او د هېڅ سياسي عقل او تعقل تمه ترې نشي کيداي، مګر داچې ټول چليپه او له خپل زور او ځواک څخه وغورځول شي! نو :

[color=white:4e273e2fbd] له هوښيار سره دوي نه درومي په لاره .....کمعقلان دې سره کښيني په زندان
[/color:4e273e2fbd]


محمود سعيد
24.07.2013

افغانستان د نړۍ بډای، ودان او سوکاله هېواد!
ښايي زموږ دا خوب زر رښتيا نه شي، ولې که د خدای لوريېنه، د ولس ويښتوب او د سياسي رهبرانو خپلواکي او تدبر وي نو افغانستان به ډېر زر د نړۍ ډېر ستر شتمن، سوکاله او بسيا هېواد شي. د افغانستان جيو ستراتيژيک، جيوپوليتيک او جيو اکانوميک حالت افغانستان تل د زبر ځواکونو د پام او يرغل وړ ګرځولی دی.
د افغانستان د نه سپړل شوو کانونو لومړنی ارزښت ۳۰۰۰ ميليارد ډالره اټکل شوی دی.
د ټاپي په شان د سترو نړيوالو پروژو د غزېدو لاره له افغانستان څخه تېريږي. منځنۍ او جنوبي آسيا نښلول د افغانستان لپاره هر کال لسګونه ميليارد ډالر ګټه راوړلای شي. همدا شان چين د وچې له لارې له منځۍ آسيا او اروپا سره نښلول د نړۍ او افغانستان په اقتصاد کې ستر بدلونونه راوړلای شي.
د افغانستان اوبه د نړۍ له ډېرو اوبو څخه دي چې وړيا ګاونډيانو ته بهيږي. د دې وړيا اوبو کلنی ارزښت ۵۰ ميليارد ډالره دی. پر دې اوبو د برېښنا بندونو له جوړېدو څخه
افغانستان د کرنې وړ ۷.۸ ميليون هکتاره ځمکه لري. که هر هکتار په منځني ډول د کال ۱۰۰۰ ډالره لاسته راوړنه ولري نو ټولټال ۷.۸ ميليارد ډالره کيږي.
راځئ د هېواد لپاره، د ولس لپاره د ملي ګټو لپاره کار وکړو.


پتوال
24.07.2013

د محترم محمود سعيد غوښتنه :
»راځئ د هېواد لپاره، د ولس لپاره د ملي ګټو لپاره کار وکړو.«

پوښتنه : يعنې ؟ نو څه وکړو ؟؟ امريکايان وباسو ؟؟؟ که امريکايان پريږدو؟؟؟
اشغال ومنو؟؟؟؟؟ او که ددې آبادۍ له پاره هم هيواد آزاد او خپلواک وګرځوو؟؟؟؟؟
له دې دوه لارو څخه خو بله دريمه لار او بل کار امکان نه لري ! نو په دې اړه مو لوستونکو ته څه نظر ورکوئ؟؟؟؟

په اشغال کې آبادي او آبادۍ کې آزادي ده؟؟؟؟
او که نه :
آزادۍ کې آبادي او آبادۍ کې خپلواکي ده ؟؟؟


محمود سعيد
26.07.2013

آزادي او خپلواکي مترادف ويونه دي.
موږ خپلواکۍ ته اړتيا لرو، خو نه هسې خپلواکي چې د ټيټتوب جرړې ئې له غلامۍ ژورې وي. موږ د امريکايانو او اشغال کلک ضد يو او په هيڅ ډول د هغوی په شتون کې د افغانستان سوکالي نه ګورو.
د رښتينې خپلواکۍ او بيا د خپلواکۍ په رڼا کې د آبادۍ او سوکالۍ لپاره د فکرونو ويښولو ته اړتيا ده. د فکري ويښتابه په پايله کې به ولس پوهې او ملي يووالي ته مخه کوي او پايله به د افغانستان سوکالي، ځان بسياتوب او خپلواکي وي.
د همدې ورځې په هيله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more