د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

تر هغې چې طالبانو القاعده نه وي شړلې، او په ولس یې د ظلم نه لاس نه وي اخیستئ ددوی پر خلاف به پاڅونونه روان وئ

اتل
18.07.2013

اسلام علیکم
ترهغې چې طالبانو القاعده او نور ترورستان له خپل وطن نه، نه وي شړلې، پر خپلو وطندارانو باندې یې د ظلم او ستم نه لاس نه وی اخیستئ، د ملت ارادې ته یې غاړه نه وي ایښې او ولس ته یې دا ډاډ نه وي ورکړئ چې دوی د ټولو متداولو تعلیماتو سره مخالفت نلري، د ملک په ګوټ ګوټ کې به ورځ بله پسې ددوی پر خلاف مسلح پاڅونونه کیږي.
دا لاندې مضمون خدمتګار چاپ کړیدي:
===============
په فراه كې د طالبانو پر ضد پاڅون شوى
چهارشنبه ٢٦ چنګاښ ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠

رپوټونو وايي چې د فراه د بالابلوك ولسوالۍ زرګونو اوسېدونكو د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون كړى دى.
د فراه د امنيتي چارواكو په وينا، د بالابلوك اوسېدونكو تېره ورځ مازيګر مهال تر هغه وروسته په طالبانو پسې وسلې را واخستي چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ يو قومي سپين ږيرى سخت ټپي كړ.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند احمد فواد عسكري په دې اړه ويلي: (( طالبانو د سه شنبې په ورځ ۲ بجې د بالابلوك ولسوالۍ په مركز كې يو قومي سپين ږيرى په ډزو سخت زخمي كړ.))
نوموړي زياته كړې، د طالبانو تر يادې كړنې وروسته، د دې ولسوالۍ زرګونو اوسېدونكو، چې بېلچې، كولنګونه او ټوپك ور سره وو، په وسله والو طالبانو پسې را ووتل: (( د بالابلوك ۴۰ قومي سپين ږيري امنيه قوماندانۍ ته راغلي او له امنيتي ځواكونو يې د وسله والو طالبانو په ځپلو كې مرسته غوښتې ده.))
د فراه د امنيتي چارواكو په وينا، دمګړۍ د فراه د اوسېدونكو مرستې ته يوه ډله كومكي افغان سرتېري استول شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند ويلي چې وسله وال طالبان د دوى پر ضد د خلكو له پاڅونه تر خبرېدو وروسته له بالابلوك ولسوالۍ څخه تښتېدلي دي.
په ورته وخت كې د فراه پاڅونوالو ويلي دي چې تر دې وروسته به وسله والو طالبانو ته دې ولسوالۍ ته د ورتګ اجازه ور نه كړي او پرې به نږدې چې وسله وال نور له خلكو ارام واخلي.
بالابلوك ولسوالي د فراه له ناامنو ولسواليو څخه ګڼل كېږي چې تر نورو ولسواليو په كې د طالبانو موجوديت د پام وړ دى، خو تر دې وروسته به وسله والو طالبانو ته ستونزمنه وي چې د بالا بلوك ولسوالۍ په مربوطاتو كې ارامه ساه واخلي.
تر دې وړاندې هم چې د افغانستان په هره سيمه كې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه شوي دي، طالبانو بيا په هغه سيمه كې ښه ورځ نه ده ليدلې او بيا نه دي توانېدلي چې له لاسه وتلې سيمه بېرته تر خپل كنټرول لاندې راولي.
كله د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونكي د وسله والو طالبانو له ظلمونو تنګ شول او د هغوى پر ضد يې وسله وال پاڅون وكړ او سيمې يې له طالبانو پاكې كړې، خو له تېرو څو مياشتو وسله وال طالبان د بهرنيو هغو په ملتيا هڅه كوي چې په سيمه كې خپل پخوانى روب داب وچلوي، خو هره هڅه يې په مړينه او بدنامۍ تمامېږي.

نظرونه (0)


pattang
18.07.2013

څو نفره لوچک اربکيان به وي او يا به د لاسپوڅي رژيم پروپاګنده وي
او يا به cia ملک صيب ته پيسې ورکړې وي !


اتل
19.07.2013

اسلام علیکم
پتنګ صاحبه، ستاسې خبرې ټولې په اټکلونو ولاړې دي. دلته د حقایقو او بیلګو خای دئ، نه داوتوبوتو ځاي. د غزني د اندړو نه چې د طالبانو پرخلاف کوم پاڅون پیل شوئ ؤ، تر نن زمانه د ګڼ شمیر ولایتونو په درجنونو ولسوالیو د طالب د جبر نه د ځان د خلاصون دپاره لاس وسلې ته اچولئ دئ.

طالبانو خو ډیر کوښښونه وکړل چې د غه غورځنک مات کړي، او حتی بیګانه پاکستاني طالبان یې هم ورسره راوستل چې خپل وروڼه ورباندې ووهي او ننګ او ناموس یې سپک کړی، خو نه یوازې دا چې ګټه یې ورته ونکړه، بلکه دا غورځنګونه نور هم پیاوړي شول.

بالاخره به طالبان مجبور شي چې د الله جل جلاله او افغان ولس روا او اسلامي غوښتنو ته سر ټيت کړي.

آلله دې مل شه.


pattang
19.07.2013

دادې ستا لوچک اربکيان چې د کوچنيانو په منځکې ډزونه کوي!

http://www.youtube.com/watch?v=IDMS7Ne3N5M

نالت په لچکو دالر خرو مذدورانو !!

[quote:9856ce9cf5="اتل"]
پتنګ صاحبه، ستاسې خبرې ټولې په اټکلونو ولاړې دي. دلته د حقایقو او بیلګو خای دئ، نه داوتوبوتو ځاي. د غزني د اندړو نه چې د طالبانو پرخلاف کوم پاڅون پیل شوئ ؤ، تر نن زمانه د ګڼ شمیر ولایتونو په درجنونو ولسوالیو د طالب د جبر نه د ځان د خلاصون دپاره لاس وسلې ته اچولئ دئ.

طالبانو خو ډیر کوښښونه وکړل چې د غه غورځنک مات کړي، او حتی بیګانه پاکستاني طالبان یې هم ورسره راوستل چې خپل وروڼه ورباندې ووهي او ننګ او ناموس یې سپک کړی، خو نه یوازې دا چې ګټه یې ورته ونکړه، بلکه دا غورځنګونه نور هم پیاوړي شول.

بالاخره به طالبان مجبور شي چې د الله جل جلاله او افغان ولس روا او اسلامي غوښتنو ته سر ټيت کړي.

آلله دې مل شه.[/quote:9856ce9cf5]


اتل
25.07.2013

اسلام علیکم، پتنګ صاحبه
ستاسې تبصرې زه هک پک حیران کړم. ټه څنګه پښتون یې چې یا د اتڼ سره مخالفت کوي، او یا په واده، اتڼ او ورا کې د ټوپکو د ډزو سره؟ پښتون ماشوم خو ان د مور په نس کې د ټوپک او اتڼ سره بلد دئ.
عجبه خو بیا داده، چې کله د طالب خبره راشي، وايي چې هغوی زما د کلي خلک دي. خو اوس تر یوه کابلې نه هم د اتڼ او ټوپک د ډزو سره کمه نا آشنايي ښيې. ستاسې د څرګندونو نه داسې ښکاری چې کلیوال نه یاستئ، هسې ټګي برګي کوئ. دا لیکنې چې کوئ دا هم ستاسې د عقایدو څرګندویې ندي، بلکه دستوري یې کوئ، ځکه چې ستاسې په ګفتار کې د مځکې او آسمان نقاضت دئ. له یوې خوا ځان طالب پښون بولې او له یلې خوا د پښتانه د عنعنې یوه وربشه قدرنښې نښانې هم په تاسې کې نشته دي.
اوس د نورستان د وایګل خلکو هم د طالبانو پر خلاف پاڅون وکړ. ولسونه به هغه وخت د طالبانو په ښه نیت غور وکړي چې القاعده ورټي.
الله دې د خپلې عقیدې په پیروئ بریالئ کړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more