د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

ولامبه چې یخ شې

طالب ISI
24.07.2013

د غزنې په سلطان بند کې دوه لامبوزنو طالبانو لمبل، خو لکه چې پنجابې استاد یې لامبو درس سم نه و ورښودلی او غرک یې کړل.

هلکه چې لامبو مو نه زده ستاسې څخه لامبیدل څه غواړي، خو هغه د پیښوریانو خبره ولامبه چې یخ شې، دوی هم یخ شول.

نورو طالبانو د دوی د مړي د ایستلو لپاره د بند دروازې خوشي کړي او اوس ۶۰٪ فیصده اوبه ترې وتلې دي.

دغه بند څو میاشتې غواړي چې بیرته ډک شي. په دغه بند د غزنې په زرهاوه جریبه ځمکه خړوبیږي. اوس نو ددې معنا دا شوه چې دغه ځمکې له د اوبو له کمښت او د فصل له ضایع کیدو سره مخ شي.

غریب اولس چې ټول کال زحمت ایستل اوماشومانو یې یو حلالې لمړی ډوډی ته شپې سباء کولې ، هیلې همدې اوبو ورسره یوړې.

که ته وایې د طالب فرعون دعاء به الله قبوله کړي اود ابو بند به بیرته د باران په اوبو ډک شي هم بنده یې بولم. ځکه ددغه نمرودیانو دعاء قبلیدل هم مشکله خبره ده.

ښه چې ملګري مو غرک شول، د پنجابه لامبوزن له وسایلو سره کرا کړی تر څو د اوبو لاندې مړي پیدا کړي، د ابو خوشي کولو ته څه حاجت.

د طالبان کورنیو ته د الله پاک د زړه صبر ورکړي، خو حد عقل خو نور عام خلک ددغه دوه طالبانو له ظلمو خلاص شول. په دې توګه دغه دوه طالبان هم د نورو ظلم کولو څخه بچ شول.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more