د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

پاکستاني طالبان په سوریه کې، ترکیې ته لوی خطر دئ

اتل
16.07.2013

د فورم ډیرو عزتمنو ګډونوالو، اسلام عیکم
ګران افغانستان د ترکیې د تودی زمان سایت، په حواله لیکلي چې د سوريې په بحران کې د پاکستاني طالبانو حضور، د ترکيي امنیت او د سوریې د حکومت د مخالفینو سره د ترکيې د حمایې مشروعیت ته ستر ګواښ دئ.
د منځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز کار پوه اویتون اورهان د ترکیې خبري آژانس ته ویلي چې په سوریه کې قدرت ته دطالبانود افراطي ډلو او القاعدې رسیدل به په نړیواله کچه د سوریې د مخالفینو مشروعیت ته هم تهدی شي.

سیاسي کارپوهان وایي چې په سوریه کې به د القاعدې تقویه کیدل په ټوله سیمه کې یو لوی مشکل شي. پاکستاني طالبانو اعلا کړئ چې د خپلو عربي ملګرو په غوښتنه یې په سلګونو جګړه ماران سوریې ته استولي او هلته یې جنګې کمپونه جوړ کړیدی چې د سوریې د حکومت پر خلاف و جنګیږي.

پاکستاني طالبان چې د جهاد تر نامه لاندې د اسلام مقدس دین په پاکستان کې د حکومت اوخپلو مسلمانو پښتنو وروڼو پرخلاف دځان مرګو او دسته جمعې قتلونو له لارې د یوې حربې په توګه کاروي، نن ثابته کړه چې دوی هم د القاعدې د ترورستي نړیوالې ډلې نه دي، چې جهاد نه کوی، بلکه دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د حکومتونو دچپه کولو او پر ولسونو باندې د ترور او ویرې له لارې د خپلې ارادې د تحمیلولو په لټه کې دي. پاکستانې طالبانو دغه راز د افغان طالبانو سره د اختلاف او بیلتون کرښه و ایستله، او دخپل مسلمان ولس په هیلو او غوښتنو یې هم پښې کیښودلې.

د پاکستاني طالبانو دغه کاراویي په منځني ختیځ کې د شر، فساد او فتنې نه پرته بل څه نه زیږوي، او دغه راز خپل ملک پاکستان او په تیره بیا مستضعف پښتون ولس ته د بد نامۍ، د نورو ددښمني، په اسلام باندې د تور داغ د ایښودلو او کړاوونونه پرته بل څه په ارمغان نه راوړي.
الله دې دوی په صراط مستقیم روان کړي.


Re: پاکستاني طالبان په سوریه کې، ترکیې ته لوی خطر دئ

pattang
16.07.2013

هلته هم دصليبيانو لاسونه دي !!!

ټول صليبآن يو ځای د ګډ اقتصادي مارکېټ لپاره جنګيږي ټول مسلمانان حق لري چې د صليب دکلتوري او اقتصادي يرغل داسې
مخه ونيسي لکه په صليبي جنګونو کې !!!ا

[quote:f9579bcce6="اتل"]د فورم ډیرو عزتمنو ګډونوالو، اسلام عیکم
ګران افغانستان د ترکیې د تودی زمان سایت، په حواله لیکلي چې د سوريې په بحران کې د پاکستاني طالبانو حضور، د ترکيي امنیت او د سوریې د حکومت د مخالفینو سره د ترکيې د حمایې مشروعیت ته ستر ګواښ دئ.
د منځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز کار پوه اویتون اورهان د ترکیې خبري آژانس ته ویلي چې په سوریه کې قدرت ته دطالبانود افراطي ډلو او القاعدې رسیدل به په نړیواله کچه د سوریې د مخالفینو مشروعیت ته هم تهدی شي.

سیاسي کارپوهان وایي چې په سوریه کې به د القاعدې تقویه کیدل په ټوله سیمه کې یو لوی مشکل شي. پاکستاني طالبانو اعلا کړئ چې د خپلو عربي ملګرو په غوښتنه یې په سلګونو جګړه ماران سوریې ته استولي او هلته یې جنګې کمپونه جوړ کړیدی چې د سوریې د حکومت پر خلاف و جنګیږي.

پاکستاني طالبان چې د جهاد تر نامه لاندې د اسلام مقدس دین په پاکستان کې د حکومت اوخپلو مسلمانو پښتنو وروڼو پرخلاف دځان مرګو او دسته جمعې قتلونو له لارې د یوې حربې په توګه کاروي، نن ثابته کړه چې دوی هم د القاعدې د ترورستي نړیوالې ډلې نه دي، چې جهاد نه کوی، بلکه دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د حکومتونو دچپه کولو او پر ولسونو باندې د ترور او ویرې له لارې د خپلې ارادې د تحمیلولو په لټه کې دي. پاکستانې طالبانو دغه راز د افغان طالبانو سره د اختلاف او بیلتون کرښه و ایستله، او دخپل مسلمان ولس په هیلو او غوښتنو یې هم پښې کیښودلې.

د پاکستاني طالبانو دغه کاراویي په منځني ختیځ کې د شر، فساد او فتنې نه پرته بل څه نه زیږوي، او دغه راز خپل ملک پاکستان او په تیره بیا مستضعف پښتون ولس ته د بد نامۍ، د نورو ددښمني، په اسلام باندې د تور داغ د ایښودلو او کړاوونونه پرته بل څه په ارمغان نه راوړي.
الله دې دوی په صراط مستقیم روان کړي.[/quote:f9579bcce6]


اتل
17.07.2013

پتنګ صاحب، اسلام علیکم
ته چې د خپلې آجنډا له مخې تل حقایق دخپل نظر په ګټه اړوې را اړوې، او مسخ کوې یې، ولې د سوریې د ولس د دموکراسۍ، خود ارادیت او ښیرازۍ د داعیې په لاره کې د هغوی غورځنګ په صلیبیانو پورې تړې. که ته حقیقتاً د سوریې د حالاتو مسؤل لویدیځ ګڼې، نو بیا ولې طالبان په سوریه کې د ددموکراسۍ د غورځنګ تر څنګ دریږي؟ دې سوال ته څه ځواب لري؟

خو حقیقت دادئ چې طالبان، القاعده او نور ترورستان لکه څرنګه چې دوی یې ادعا کوي، جهاد نه کوي، بلکه د هرو روا او ناروا شرائطو نه د ګټې اخیستلو دپاره لړایي کوي.
همدغه بدعتیان د سوريې د غورځنګ رنګه بدوي او کوښښ کوي چې اوبه خړې کړي کبان پکې ونیسي.
الله دې مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more