د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

لمونځ يعني څه؟

محمود سعيد
16.07.2013

له فېسبوک څخه:
محمود سعيد:
لمونځ يعني څه؟
د لمانځه ويي له څه اخستل شوی دی؟
Saidrahman Niazai:
دالصلوت ښه او دقیقه لغوي معنی لمونځ ده چې له لمانځنې او تجلیل اخیستل شوی ، یعنی لمونځ په حقیقت کی دالله تعالی په جلال او عظمت اعتراف کول دي. دلمانځه په الفاظو او حرکاتو سره دلوی خدای ج لمانځنه او تعظیم ترسره کیږي.ځینې دالصلوت بنسټ او اصل صلت ګڼې چې پدې توګه لمونځ دالله او بنده ترمنځ دپیوستون او داړیکو ټینګولو معنی ورکوي.په حقیقت کی لمونځ هم دانسان رابطه له الله ج سره په مکرر او پرله پسې ډول ټینګوي او هم انسانان په خپلو منځونو کی یو بل ته نږدې کوي ...
(لمونځ او اسرار يې، دښاعلي حکمتیار له تالیف نه )
Larghonay Laraway:
اصلا لمونځ نه دی (نمونځ) دی چې له (نماز) سره نژدې دی. جالبه دا ده چې زمونږ پښتنو د لمانځه اړوند اکثره نومونه پاړسي دی. لکه (اودس= اب دست)، د وختونو نومونه لکه: (ماسپښين = نماز پيشین)، مازدیګر= نماز دیګر همدا راز نور پنځه وخته.
خو يو شمېر پښتانه بيا وايي چې لمونځ له لمانځنې څخه اخيستل شوی خو دا دليل کمزوری دی. ځکه نمونځ يا لمونځ يوازې لمانځل نه دي بلکې دوعاګانې په کې ډېرې دي.
نو
نمونځ سم دی ولې لمونځ ډېر مشهور دی!
که چېرته فرض کړو چې لمونځ سم دی نو بيا بايد د لمانځه وختونه هم په (لمانځ پيښين، لمانځ دیګر، لمانځ خوستن او ..) چې هيڅ معنی نه لري!
Nazeer Sahaar:
لمنځ او نمنځ(لمانځ او نمانځ) دوه بېلې کلیمې دي، چې دوه بېلې معناوې ورکوي. لمنځ په زړو متونو کې د لمانځنې او تجلیل په معنا راغلی دی. لمونځ هم له همدې کلیمې اخستل شوی دی. د نمنځ کلیمه د ویاړ او افتخار معنا ورکوي او ژبپوهانو دا د امیر کروړ له دې شعره اخستې ده:
زما د بريو پر خول تاويږي هسک په نمنځ و په وياړ--- د اس له سوومې مځکه ريږدي غرونه کاندم لتاړ
موږ پر لمانځه سربېره د لمونځي زړه کلیمه هم لرو، چې جاینماز ته ویل کیږي.
لاندې پښتانه ډېر ځله لام په نون بدلوي، لکه لمر- نمر، لمونځ، نمونځ او داسې نور. دلته نمونځ هم په غالب ګومان د همدې ګړدودي توپیرونو له مخې په نون تلفظ کیږي.
د لمانځه د وختونو په تړاو د لاروي صیب خبرې پرځای دي، خو ځینې کسان دا دلیل راوړي، چې دغه نومونه د نمانځ په (مختاړي) جوړ شوي دي.
Larghonay Laraway:
نذيره ګرانه لمونځ، نمونځ، لمونځې ټول له اسلام سره تړلي او امير کروړ هم د اسلام تر راتګ وروسته تېر شوی دی. نو ځکه خو د (نماز) له کليمې بېلابېل خپل سري تعبيرونه شوې دي.
زه بيا هم واية چې (نمونځ له نماز) څخه اخيستل شوی چې ځينې پښتانه يې اوس هم (نمونځ) وايي. ولې ځينو (لمونځ) کړی دی. د لمانځنې تعبير اوس ترې کېږي.
زما دلايل دا دي چې يوازې (نمونځ) له نماز څخه نه دی اخيستل شوی بلکې ټول وختونه يې هم له پاړسو اخيستل شوي لکه:
نماز پيشين = ماسپيښين
نماز ديګر= مازدیګر
نماز شام= نماښام يا په لنډيز سره ماښام
نماز خفتن= ماسخوتن
دا لا څه کوې چې د روژې (پړشمی، پيشمنی، پيشنمی) هم د پاړسو د (پس از شو يا پس شو) څخه اخيستل شوي خو اوس يو شمېر پښتانه ليکوال ورته له ځانه تعبير کوي او وايي دا له (پس له شومې) څخه اخيستل شوی دی!

پاتې شوه د لمر خبره:
لمر په زړو متونو کې (مهر) دی چې پاړسوانان يې اوس هم مهر وايي او يو شمېر کرلاڼي پښتانه لکه مسيد وزير، افريدي او نور کرلاڼيان يې (مير) وايي.
هغه پښتانه چې لمر ته (نور) وايي دا کوم ګړدوديز توپير نه دی چې (ل) په (ن) بدلوي بلکې هغوی له پاړسو متأثره شوي چې پاړسو له عربي (نور) څخه اخيستل شوی دی. نور ګردان يې (نور، منور، نوراني، او... ) يعنې رڼا ده!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more