د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د روژې په اړه نبوي حدیثونه

رښتینی
11.07.2013

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

د روژې په اړه له ډیرو لیکنو او مختلفو مضامینو د رسول الله صلي الله علیه وسلم د مبارکې خولې خبرې ډیرې غوره
دي دلته له درنو لوستوالو سره د روژې په اړه نبوي حدیثونه شریکوم خداي دي وکړي خوښ مو شي او لوی څښتن
دي دعمل توفیق راکړې .

(۱)
رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : روژه او قران به په اخرت کې د بنده سپارښت کوي ، روژه به وایې : ربه ! دی مې په ورځ کې له ډوډۍ او نورو غوښتنو په ورځ کې منعه کړی و ، د ده په باره کې زما سپارښت ومنه . قران به وایې : دی مې دشپې له خوبه منعه کړی و د ده په باره کې زما سپارښت ومنه . او دواړه به سپارښت کوي .

عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة، يقول الصيام: أي رب، منعته الطعام والشهوات بالنهار، فشفعني فيه، ويقول القرآن: منعته النوم بالليل، فشفعني فيه، فيشفعان) رواه أحمد.

(۲)
عثمان بن عفان رضي الله عنه وایې ما له رسول الله صلي الله علیه وسلم نه اوریدلې دي چې ویل یې : روژه د اور له پاره سپر ده ، لکه په جګړه کې چې تاسو کوم یو سپر کاروئ .

عن عثمان بن عفان رضي الله عنه، قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: (الصيام جُنّة من النار، كجنّة أحدكم من القتال) رواه ابن ماجه.
رسول الله صلی الله علیه ووسلم وایې : کله چې د روژې میاشت راشې ، د جنت دروازې پرانستل شي ، او د جهنم دروازې وتړل شي . او شیطانان وتړل شي .
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (إذا جاء رمضان فُتّحت أبواب الجنة، وغُلّقت أبواب النار، وصُفّدت الشياطين) رواه مسلم.

(۳)
رسول الله صلی الله علیه ووسلم وایې : کله چې د روژې میاشت راشې ، د جنت دروازې پرانستل شي ، او د جهنم دروازې وتړل شي . او شیطانان وتړل شي .
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (إذا جاء رمضان فُتّحت أبواب الجنة، وغُلّقت أبواب النار، وصُفّدت الشياطين) رواه مسلم.

(۴)
ابوسعید الخدري رضي الله عنه وایې د روژې شپاړس ورځې وتلې وې چې موږ له رسول الله صلي الله علیه وسلم غزا ته تللې وو ، زموږ ځینو روژه وه او دځینو روژه نه وه . روژه تیانو په روژه خوړونکو بد نه ویلې او روژه خوړونکو په روژه تیانو بد نه ویلې .
عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: "غزونا مع رسول الله صلى الله عليه وسلم لست عشرة مضت من رمضان، فمنا من صام ومنا من أفطر، فلم يعب الصائم على المفطر، ولا المفطر على الصائم" متفق عليه.

(۵)
رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: زموږ او د اهل کتابو د روژې توپیر په پښلمې سره ده یعني موږ پشلمی کوو او هغوی یې نه کوي .
عن عمرو بن العاص رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب أكلة السحر.
رواه مسلم.

(۶)
الصیام جنه
روژه سپر ده . دا د یوه صحیح حدیث دپیل جمله ده او د حدیثو شارحینو یې دوه معناوې کړې دي ، روژه سپر ده یعني د روژه دار شهوتونه ختموي او د شهوتونو چې کوم تاوانونه دي له هغه نه انسان ژغوري او یا روژه دروژه دار له پاره له حهنم نه سپر او ساتونکې ده او دا دواړه معناوې هم مراد کیدلی شي .

(۷)
رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : ستاسو کوم یوه چې روژه وي نو سپکې او پوچې خبرې دې نه کوي او نه دي د ناپوهي کار کوي ، که چرته کوم کس هغه ته ښکنځل وکړې او یا جګړه ورسره کوي نو دی ډي ورته ووایې زما روژه ده زما روژه ده .
عن أبي هريرة رضي الله عنه رواية قال إذا أصبح أحدكم يوما صائما فلا يرفث ولا يجهل فإن امرؤ شاتمه أو قاتله فليقل إني صائم إني صائم .

(۸)
له أبو سلمة ابن عَبْدُ الرحمن نه روايت دي چې رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ د رمضان د مياشتی يادونه وکړه چې دا هغه مياشت ده چې الله تعالی د هغی روژی پر تاسې فرض کړی دي نو څوک چې د رمضان روژی ونيسی او دشپې (د تراويح لمونځ ) هم وکړي د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو له ګناهونو به داسې وځی لکه په کومه ورځ چې مور زيږولی وي .
عن أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن أن رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ ذكر شهر رمضان فقال : شهر كتب اللَّه عليكم صيامه، وسننت لكم قيامه. فمن صامه وقامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه)). (سنن ابن ماجه )

(۹)
عبدالله بن عباس وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم ترټولو خلکو سخې و ، او په روژه کې به چې له جبریل سره مخامخ کیدی نو تر نورو وختونو به لا زیات سخي و . جبریل به دروژې هره شپه ورته راتله ، او قران به یې ورسره تدریس کاوه . یقینا رسول الله صلی الله علیه وسلم د خیر په چارو کې له تیز باد نه هم تیز و . یعني په روژه کې به د خیر او له خوارانو سره دمرستې په کارونو کې ډیر تیز و .
عن عبدالله بن عباس رضي الله عنهما قال : " كان رسول الله صلى الله عليه وسلم أجود الناس ، وكان أجود ما يكون في رمضان حين يلقاه جبريل ، وكان يلقاه في كل ليلة من رمضان فيدارسه القرآن ، فلرسول الله صلى الله عليه وسلم أجود بالخير من الريح المرسلة " . رواه البخاري .


عبدالحميد/افغ
12.07.2013

جزاکم الله خيرالجزاء


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more