د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اياالله جل جلاله دخدائ په نامه يادولائ سو:

هجران
03.06.2013

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
محترمو وروڼو مشرانو اوکشرانو !
هيله ده چي جوړ اوروغ ياست ستاسي له لوئ الله جل جلاله څخه غواړو، په دې هيله چي تردي دمه مو خپل ژوندون په خيراوعافيت کښي تيرکړئ وي.
يواشتباه لرم ، زړه مي غواړي چي له تاسو ټولو سره يې شريکه کړم ، ترڅوستاسو ټولو دقدر وړ نظرونه حاصل کړم.
محترمو په يوه مجلس کښي مو نوي تفسير چي شايدتاسو به ليدلئ وي د(فضل الرحيم) په نامه مطالعه کوئ ، نوکله چي د»بسم الله الرحمن الرحيم» وترجمي ته راغلو ، نومفسرصاحب ليکلي وو:
بسم : خاص په نامه ، الله : دخدائ پاک ....
نويوه مولوي صاحب راته وويل چي داځائ صحیح نه دئ ، يعني دخدائ توري ويل پرځائ دالله داقدس نوم نه دئ صحيح ، ولي دايعني (دخدائ اسم) نه په قرآنکريم کي راغلئ دئ ، اونه په احاديث شريفه کښي راغلئ دئ :
اوالله جل جلاله فرمايي :
وللـــــــه الاسماءالحسني فادعوه بها.الآية.

ستاسي دنظروپه انتظآر.


Re: اياالله جل جلاله دخدائ په نامه يادولائ سو:

s.sharifi45
03.06.2013

هجران صاحب که چيري دداسيعلمانو خبره پرغوږ ونيسو نوخپله لاره به راسه ورکه وي دلته الله جل جلاله پرمشرکينو رد کوي چي الله ددغه مقدس نامه سه سوا نورنومونه هم لري خوددې خبرو خلاصه دغه اصل ته ورګرځي چي اسماء الله توقیفي دي اوکه نه خو محققین علماء دامسلک لري چي هرشخص اوهره ټولنه حق لري چي خپلو دضرورت وړ شیانو ته خپل نو م ولري نو الله جل جلاله یوداسی ذات دی چي هرڅوک ورته اړ او محتاج دی
خو دقناعت یوداسي جام دی چي هر واري چا څښلی دی بیا نه دی پښېمانه سوی الله دي دغه دولت را نصیب کړي


رښتینی
04.07.2013

وروره د الله نوم او صفات یادول او ذکریې کول غوره ذکر او ښه عبادت ده ، ولله الاسماء الحسني فادعوه بها . په دې عبادت کې دالازمي ده جې عربي نومونه به وي او هغه جې په روایاتو کې راغلې دي .
پاته شو د (خدای) نوم دا د الله دنوم ژباړه او ترجمه ده او څوک یې د یوه بل د پوهاوي له پار ه کاروي د عبادت په توګه څوک نه وایې جې : خدای خدای . او دپوهاوي په نیت موږ ټول قران هم ترجمه کوو . او دا کوم مشکل نه دی .


پتوال
06.07.2013

زما په اند خو خداي معبود يا اله او الهي ته وايي نو د الله غوندې خاص اسم ذات نه دي، د ځينو اسماالحسني لکه مالک او قوي پښتو ژباړه هم شته لکه څښتن (تعالي) او کروړ .
وايي چې امام ابوحنيفه فتوا ورکړې وه چې به فارسي او نورو ژبو که فاتحه ښه وژباړل شي نو قرائت يې په لمانحه کې سم دي. که دا خبره سمه وي نو
دپښتو فاتحې له پاره هم اعتبار لري ، نو بيا د خداي ، څښتن تعالي او کروړ نومونو سره هم ذکر او عبادت کېداي شي ځکه چې د الله تعالي د اړوندو عربي نومونو سره يې مفهم کټ مټ يوشي دي!
والله اعلم بالثواب


حذيفه
31.07.2013

په دې اړه يو بحث مخکي هم سوی وو، که يې د بيا کتلو زحمت پر ځان منلای سئ نو يې وګورئ!:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5359&postdays=0&postorder=asc&start=15&sid=108fb108b22425faa9f6a288d67da47c


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more