د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تفسيرفضل الرحيم اودعلماوو خدمات:

عبدالحميد/افغ
04.04.2013

تفسيرفضل الرحيم اودعلماوو خدمات:
نحمدونستعين ونستهدالله رب العلمين،ونصلي ونسلم علي النبي الصادق الوعدالأمين.
وبعد:فقدقال الله رب العلمين :اِنَّ اللهَ يَخْشَی مِنْ عِبادِهِ الْعُلَماء.ُ....الآية.
داښکاره ده چي داسلام دين يوداسي سپيځلي دين دي چي له هر رنګ نقص اوزیادت نه پاک اومبرأ دئ ، داسي دين دئ چي جامع اومانع دئ .
له انبياوو (عليهم الصلاة والسلام)څخه ورسته الله جل جلاله دهغوئ په امتونوکښي علماءحق ددوئ وارثان ګرځولي دي ، علماوو ترخپله وسه داذمه داری ترخپله ځايه رسولې ده.

په لاس،ژبه،قلم سره يې له دين څخه دفاع کړېده اودالله (جل جلاله) درضالپاره يې خپل ،سر،مال ،کورنئ هرڅه وقف کړيدي.
داهم ددوئ برکت دئ چي نن هم اسلام دسوچه مسلمانانوپه ذهنوکښي ژوندي دي.
امت په علماوو سره حقه لار پيداکوي ، حق علماء امت مرحومه دالله جل جلاله ولاری ته وصل کوی ،حق علماء دامت رهبران دي .
حق علماء لکه څنګه چي دالله جل جلاله په لارکښي ځان،مال اوهرڅه صرف کړيدي دارنګه قلمي دنيا يې هم دونه کاميابه کړېده چي که دالله تعالی اراده وه ، ترقيامته به دمسلمانانو لپاره بس وي.
پروردګار عالم (جل جلاله) په هرزمانه کښي يوداسي مخور علماء پيداکوي چي دهغې زمانې دفتنولپاره زهرقاتل وي، اودهغې زمانې دفرعون لپاره موسي وي.
زموږ اوستاسی په دور کښي يونمونه دهغو خدمتو چي زموږ استاذانو علماء کراموکړيدي تفسيرفضل الرحيم دئ.
تفسيرفضل الرحيم کوم چي په په مسلسله توګه دبېنوا پاڼي له طرفه خپرېدئ داسي تفسيردئ چي انشاءالله تعالی دنراوښځي دپاره به دقرآن پآک دهرتوري دترجمې اودکافي تحقيق لپاره بس وي .
داتفسيرچي د(مولانامـــــحـــــمــــــدمعين الدين ابوالفضل) تفسير دئ ، په ساده پښتواوعربي ژبه سره خپريږي ، اوڅه امتيازات هم الله پاک وربخښلي دي .
امتيازات:
ددې تفسيرځيني امتیازات په لاندي ډول دي:
دهرتوري ځانته ترجمه ، په پسي دآيت حاصل ، په پسي په افغاني ژبه علمي تحقيق ، په پسي په عربي اواسلامي ژبه تحقيق.
دهر مسلمان لپاره که خدائ کول مفيد دئ.
ماداسوچ وکړ چي په هردورکښي علماءمشغول دي داسلام په خدمت کښي اوهمدازموږاوستاسي لپاره ، نوبياموږ ولي دعلماوو احترام نه کوو ، اوددوئ شکريه ولي نه اداکوو ،اوددوئ دمساعي وو اوکوښښونوستاینه اودلاتوفيق دعاوي ورته ولي نه کوو؟؟؟؟
پکارخوداوو چي علماء هم موږتشويقولائ، اودوئ ته دخدمت زمينه هم موږ برابرولائ ترخپل وس موځان،مال ،اولاد ددوئ په خدمت کښي په خلوص دزړه ايښودلائ ،.
له همدې وجي مي دعلماوو دخدمتو نو اودتفسيرفضل الرحيم دشکريې په اړه داليک ليک کړ .
بله داخبره ديادوني وړ ده چي موږ اوتاسي بايد دعلماوو زيارعبث نه کړو ، علماء چي زموږ اوستاسي دپاره کوم خدمتونه کوي هغه بايد ترکار لاندي کړو ، اواستفاده ځيني وکړو ، هسي نه چي ترشايې پرېږدو ، اودهغوئ کرامو زيار عبث اوضایع کړو.
علماء کرام هيڅ کله ددین له خدمت څخه غاړه نه پيچي ، شپه او ورځ يې دالله پاک په خدمت کښي مصروف کړېوي ، خوکه موږ اوتاسي له هغو اثارو څخه ګټه لاس ته راوړې وائ نو ولي به بيا امت مرحومه په داسی زحمتونو کښي واقع سوي وائ؟
دمسلمانانو په منځ کښي به ولي دومره ، جداوالئ ،اختلافونه،خیانتونه ،قتل اوغارت راتلئ؟
له ټولو وروڼو څخه داغواړم چي همداشان اوس تفسيرفضل الرحيم چي داستاذابوالفضل صاحب تفسير دئ اودارنګه ټولو استاذانو علمي اسلامي خدماتوڅخه استفاده وکړي اودعلماووصاحبانو تکليف عبث نه کړي ، اودعاوي ورته وکړي ، او الله جل جلاله ته دا زارئ وکړي چي اي الله ! ته ستاددين علماوو ته نورهم دپاک اومقدس دين دخدمتونوتوفيق ورکړې ، آمين ثم آمين ثم آمين.
اخيرخپله ليکنه عبدالرحمن بابارحمه الله تعالی په راتلونکوبيتوسره بسوم:
عالمان روښنايي ددې دنيا عالمان تمام جهان پېشوا
که څوک لارغواړي وخدائ اوورسول ته همدمي دعالمانوده کيميا.
..........
زه رحمان حلقه بګوش دهرعالم يم که اعلی دئ که اوسط دئ که ادنی.
ستاسي کشرورور هجران.


مومن مهاجر
29.06.2013

ښاغلی فرید! سلامونه او ښې چاري
تر کو مه ځایه چي ما د ښاغلی ابوالفضل توسیر کتلی نو د فني اصولو په رڼا کي ورته تفسیر نه شو ویلای یوازي څو فیتاوي کیسې، خرافات، وهمیات او هسي بي ځایه اوږدې خبرې دي چي د قرآن له روح او پيغام سره هیڅ سمون نه لري.


هجران
30.06.2013

السلام عليکم .
مهاجر صاحب .
هيله ده چي جوړاوروغ ياست .
په دې تفسيرکي که نورنه وي لفظي ترجمه اوپښتوکافي تفصيل خوډېربې سارئ دئ ، يعني ډېر په نفع تمام دئ،نن صباچي ترجمی کيږي نوپه هغه کي دقرآنکریم ولفظي ترجمې ته زیاته توجه نه کيږي،اوترډېره حده يې څوک کولائ هم نشي ، نودابه دهغوکسانولپاره اکسيروي چي لفظي ترجمې ته اودآيت وخلوص اوعلمي تفصيل ته حاجت لري.
زه خپله زياته فايده ځني اخيستلائ سم .
اوکه علمی تیروتنه وي نوپه هغه هم اطلاع راکړه .
اواوس ۲-۳جلدهم چاپ سوئ دئ .چي په تلفوني اشتهارونو کي راته په سترګوشو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more