د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

کره ليکدود!

محمود سعيد
11.05.2013

سلامونه!
په فېسبوک کې د ليکدود په اړه يو بحث شوی وو. د هڅاند صیب په وړانديز مې تر تاسې رارسوی دی. هيله ده نظرونه مو پرې وليکئ.
محمود سعيد:
زموږ غښتلي او منلي ليکوالان زموږ وياړ او پانګه ده. الله دې برکتونه او اجرونه ورکړي.
ځينې ليکوالان چې ښايي کتابونه ئې هم چاپ شوي وي؛ کره ليکدود نه کاروي. د بېلګې په ډول له ليکنښو وړاندې واټن پرېږدي او وروسته ئې سمدلاسه ليکنه پیلوي. د کره ليکدود پر بنسټ دا کار ناسم دی او بايد واټن له ليکنښو وروسته پرېښودل شي د بېلګې په ډول په لاندې غونډله کې د (،) ليکنښې شاوخوا واټن ته پام وکړئ:
احمد، محمود او حامد سره وروڼه دي.
احمد ،محمود او حامد سره وروڼه دي.
احمد ، محمود او حامد سره وروڼه دي.
په پورته غونډلو کې لومړی هغه ئې سمه او نورې دواړه ناسمې دي. هيله ده ملګري ورته پام وکړي.
يادونه: کېدای شي زما په ليکنو کې هم ورته ستونزې شتون ولري؛ هيله ده ملګري ئې راته په ګوته کړي.
په درنښت

Habib Vaqar:
سعيد صیب ډېره ښه موضوع دې ياده کړې، په رښتيا هم ځينې کسان کامه (ويرګل) سم نه کاروي، ويرګل او نور ټول ټکي که هغه سواليه، شارحه، ندايه او نورې دي تر ځان مخکې واټن نه لري خو له ځانه وروسته بيا يو واټن يا سپېس لري. خو سعيد صيب ته هم بايد له شتون سره خدای په آماني وکړي.

لکه (ورته ستونزې شتون ولري.) که دا جمله داسې وليکل شي (ورته ستونزې شته وي) هم لنډه، هم خوږه او هم ښکلې راځي. شتون لري، په لاره واچاوه، ناسته وکړه، دا بې خونده جملې دي. موږ، شته دی، غونډه وکړه، ترسره کړ، يا جوړ کړ ښکلې جملې لرو، دا ډول ډېرې جملې له نورو ژبو مخامخ ژباړه ده، په داسې حال کې چې موږ دا ډول جملې په خپله ژبه کې لرو، په هغې صورت کې چې په ژبه کې کومه جمله يا ترکيب ونه لرو کولای شو، له نورو ژبو يې وژباړو يا يې هم پوره لغت يا کلمه په پور ترې واخلو.

Hamid Hasaand:
سعید صیب! د لیکنښو کارول ممکن یو څه زیات ستونزمن کار وي. زه د لیکنښو کارولو کې خپله لاره لرم؛ نه پوهېږم سمه به وي، که ناسمه.
مثلاـ
تاسې لیکلي :
احمد، محمود او حامد سره وروڼه دي.
که یې زه ولیکم:
احمد، محمود، او حامد سره وروڼه دي.
تاسې لیکلي:
ځينې ليکوالان چې ښايي کتابونه ئې هم چاپ شوي وي؛ کره ليکدود نه کاروي.
که یې زه ولیکم:
ځينې ليکوالان چې ښايي کتابونه ئې هم چاپ شوي وي، کره ليکدود نه کاروي.
نوـ
د (،) او (؛) نښې کارولو کې زه او ته هم اختلاف سره لرو. زه دا (؛) نښه یواځې داسي وخت کې کاروم:
زموږ ادبپوهان، شاعران، کیسه لیکوالان، او نور ماشاء الله ښه همغږي لري؛ ان ماته خو د دوئ هڅې د افراط تر کچې رسېدلې ښکاري. خو په وړاندي یې زموږ د پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو استادان دي چې د کره ژبې په کارونې کې یې هیڅ هم نه دي کړي.

محمود سعید:
مننه ښاغلی هڅاند!
ستاسې په ليکنو کې ستونزه ده. تاسې له (او) مخکې کامه کاروئ چې دا ناسمه ده.
همدا شان تاسې ليکلي:
(مثلاـ
تاسې لیکلي
دلته مو هم له دوو ټکو مخکې واټن پرې ايښی دی. دا ډول واټن ناسم دی.
په دوهمه غونډله کې چې تاسې د (؛) پر ځای (،) کارولې ده؛ ناسمه ده. ځکه هلته د يوې غونډلې اصلي برخه پای ته رسېدلې او له بلې برخې پرته هم سمه مانا ورکوي.
همدا شان تاسې د پای په غونډلو کې د (خو) تر مخه ټکی کارولی. زما په فکر دا کار ناسم دی او دا برخه له مخکينۍ هغې سره د (؛) په نښه تړلای شو.
هیله ده نور ملګري هم نظر ورکړي.

Hamid Hasaand:
سعید صیب!
ــ له (او) مخکې کامه کارول زما خپل کار دی؛ دا درسره منم. ځینې انګلیسي لیکوالان دا چاره کوي، ما هم له هغوئ تقلید کړی دی.
ــ هوکې، هلته واټن په تېروتنې اضافه شوی ؤ.
ــ (خو) د غونډلو د تړنګ کار نه ورکوي. هلته د دوه وېشنو، دوه متضاد اړخونه روښانه شوي ول؛ ځکه مې (ټکی) کارولی ؤ.
خو زما دلیل د دې مانا نه لري چې زه پر خپل دریځ ټینګ ولاړ یم. ستاسې نظر مې ترلاسه کړ، د نورو ملګرو نظر ته هم منتظر یم.


عبدالحميد/افغ
13.05.2013

السلام عليکم زماپه فکرخوداعلامه ؛تعليليه علامه ده ، په داسي ځائ کښي راځي لکه چي څوک وايي ، زه راغلم ؛ ځکه چي ته راغلئ وې.
؛ځکه داماپه ځينوډيروکتابوکي ليدلي دی عربي اوپښتو.
ستاسودځواب په هیله.


حمید هڅــاند
13.05.2013

یاره زما په نظر؛ کله چې یوه غونډله پای ته رسېږي، په ټکي تړله کېږي. خو که دوو نیمه جملو ته تړاو ورکوو، باید (؛) نښه وکاروو.

په هرصورت، د لرغوني او پتوال نظرونو ته به منتظر شو.

درنښت


پتوال
16.05.2013

زما په اند ، که تیروتنه ونکړم نو:

هره فرعی جمله له اصلي جملې څخه په (،) بیلیږي لکه :

زه پرون ستاسې غونډې ته درغلی وم، سره له دې چې وخت مې نه درلود.

دلته دفرعي جمله تړاو له اصلي سره اړین دی.

خو که تړاو اړین نه وي؛ د ساري په ډول که همدغه پورتنۍ جمله داسې ولیکو :

زه پرون ستاسې غونډې ته درغلی وم؛ او وخت مې (هم) نه درلود.
یا
زه پرون ستاسې غونډې ته درغلی وم؛ خو وخت مې نه درلود.

دلته د فرعي جملی تړاو له اصلي سره اضافي تړاو دی.

اړین یا د جملې ددواړو پرخو داخلي تړاو (،) غواړي او اضافي تړاو يې (؛) !

نور که (،) لیکو او که (؛) ترې وروسته برخه یوه خانه لیرې پیل کیږي!

په درنښت، مینه او سلامونو!

ستاسې یو ورور : پتوال


larghonay laraway
19.06.2013

له پتوال صيب سره موافق يم او بله دا چې دې ته په انګريزي کې Punctuation وايي او خپل قواعد ليکي. دا چې يو شمېر ليکوال يې نه مراعتوي هغه اصول نه دي او نه څوک پرې استدلال کولی شي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more