د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د مخدره موادو د کارو بار دوه بازارونه وتړل شول

میرویس
15.05.2013

ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
د هلمند د ولایت د نادعلي او مارجې په ولسوالیو کې د عصمت او باری ګل بازارونه چې د مخدره موادو کاروبار پکې کیده د پوځي عملیاتو په ترځ کې وتړل شول.
خبریال په خپل خپاره کړي رپوټ کې ویلي کله چې طالبان ددغو علاقو نه وتښتیدل، د مخدره موادو د کاربار بازارونه هم امنیتي چارواکو وتړل.

د افسوس خبره خو داده، طالبان چې د خپلې واکمنۍ په دور کې یې د مخدره موادو کسب او کار حرام بللئ ؤ، او بند کړئ یې ؤ، اوس نه یوازې دا چې بندوی یې نه، تشویق کوي یې هم، د عشر په ټولولو یې دغه اسلامي پاک نوم پلید کوي، او بیا ددې ناروا حرام عاید نه په جهاد کې کار اخلي، او تر ټولو بده خو بیا دا چې دې حرام شي ته حلال وايي.
پروردګار عالمیان دې دوی ته نیک هدایت وکړي، او ددې عظیمې ګناه پخښنه دې ورته وکړي، آمین.


Re: د مخدره موادو د کارو بار دوه بازارونه وتړل شول

pattang
15.05.2013

لېونيه که زه هم يم دا کار به وکړم، جنګ خو پيسې غواړي !
اوکله چې طالبان خپل هدف ته ورسېدل بيا به يې بوټي
ورکړي!
اوزېری د په زوی بدل ، طالبان به ځي او راځي به تر څو
چې فاسد رژيم په ګونډو شي !!

[quote:219ab126fb="میرویس"]ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
د هلمند د ولایت د نادعلي او مارجې په ولسوالیو کې د عصمت او باری ګل بازارونه چې د مخدره موادو کاروبار پکې کیده د پوځي عملیاتو په ترځ کې وتړل شول.
خبریال په خپل خپاره کړي رپوټ کې ویلي کله چې طالبان ددغو علاقو نه وتښتیدل، د مخدره موادو د کاربار بازارونه هم امنیتي چارواکو وتړل.

د افسوس خبره خو داده، طالبان چې د خپلې واکمنۍ په دور کې یې د مخدره موادو کسب او کار حرام بللئ ؤ، او بند کړئ یې ؤ، اوس نه یوازې دا چې بندوی یې نه، تشویق کوي یې هم، د عشر په ټولولو یې دغه اسلامي پاک نوم پلید کوي، او بیا ددې ناروا حرام عاید نه په جهاد کې کار اخلي، او تر ټولو بده خو بیا دا چې دې حرام شي ته حلال وايي.
پروردګار عالمیان دې دوی ته نیک هدایت وکړي، او ددې عظیمې ګناه پخښنه دې ورته وکړي، آمین.[/quote:219ab126fb]


میرویس
17.05.2013

پتنګ صاحب، اسلام علیکم
لیوه ته یې نصحیت کاوه، ویل یې پرې مې ږده رمه رانه لاړه.
حرام حلال کڼل او بیا عمل پرې کول د مسلمان کار ندئ.
ته پخپله او طالبان چې حرام حلال ګڼئ او عمل پرې کوئ، زه نه پوهیږم چې تاسې څه ډول مسلمانان یاست؟ زه به یې الله جل جلاله اوعام ولس ته پریږدم چې ستاسې په اعمالو قضاوت وکړي؟
خو زه دا دعا درته کوم چې خدای دې تاسې ته هدایت وکړي. ډیر زړه مې درباندې خوږیږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more