د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

هر وخت چې د نقص مخه ونیول شي، ګټه ده.

اتل
13.02.2013

ګرانو وطنوالو اسلام علیکم
متل چې چې وایي هر وخت چې د نقص مخه ونیول شي ګټه ده. متلونه د ولسونو د اوږدو تجربو نه د راټوکیدلو زده کړو او فلسفو فشردې دي.
که نن په غازي آباد کې د ټوپکیانو په غونډه کې، د حملو د بندو بست مخه، نه وای نیول شوې، خدای خبر چې څه ناوړه عواقب به یې په ارمغان را وړي واي.
د سیلاب قول اردو نطاق تورن هارون وایي چې بې پیلوټه الوتکو نن د کنړ د ولایت په غازي آباد کې په یوه ډله وسله ولو چې د حملې بندوبست یې کاوه ګذارونه وکړل، د طالبانو د قوماندان محمود په شمول یې اوه تنه وسله وال ووژل او پنځه تنه یې ټپي کړل.


Re: هر وخت چې د نقص مخه ونیول شي، ګټه ده.

pattang
13.02.2013

نن صليبي اشغالګرو او دلاس پوڅي فاسد رژيم د cia
ځيره خورو او ناموس فروشانو دکنړ په ولايت کې پنځه کوچنينان
او پنځه لويان شهيدان کړي دي ، دا راپور لال پا چا ازمون داشنا
تلويزيون ښايسته لامع سادات ته ور که اونورو خبرونو هم
تصديق که !
لاسپوڅی او څېره خور دولت به نور څومره هورا هورا نارې
وهي باداران او صليبي مېړونه ستړي شوي هسې کونه باسې !
نالت پر دې فاسد رژيم چې خښته يې په ظلم او درواغو
او بې ناموسي کېښوودل شوې ده !

http://www.stern.de/panorama/afghanistan-zivilisten-sterben-bei-nato-angriff-1970908.html

[quote:2eaffd39e3="اتل"]ګرانو وطنوالو اسلام علیکم
متل چې چې وایي هر وخت چې د نقص مخه ونیول شي ګټه ده. متلونه د ولسونو د اوږدو تجربو نه د راټوکیدلو زده کړو او فلسفو فشردې دي.
که نن په غازي آباد کې د ټوپکیانو په غونډه کې، د حملو د بندو بست مخه، نه وای نیول شوې، خدای خبر چې څه ناوړه عواقب به یې په ارمغان را وړي واي.
د سیلاب قول اردو نطاق تورن هارون وایي چې بې پیلوټه الوتکو نن د کنړ د ولایت په غازي آباد کې په یوه ډله وسله ولو چې د حملې بندوبست یې کاوه ګذارونه وکړل، د طالبانو د قوماندان محمود په شمول یې اوه تنه وسله وال ووژل او پنځه تنه یې ټپي کړل.[/quote:2eaffd39e3]


میرویس
18.04.2013

قدرمنه پتنګه، اسلام علیکم
هرڅومره چې ځان درنه وغړوم، بیا مې مخې ته راشې. زه نه غواړم چې ستاسې تندې او حتې لڅې خبرې په لیکنو کې واورم، ځکه چې هغه احترام چې دیوه ډیر جدي او شله پښتانه په توګه یې درته لرم، خدای ناخواسته خاورې ایري نشي. دا کنځلې او بد رد خو دې یوه خبره ده، او دا تند مزاج او نه پخولا کیدونکئ دریځ چې تاسې اختیار کړئ،دا بیا بله داسې معضله ده چې که طالبان د سولې موافقه وکړي تاسې بیا شرمنده شئ؟
په هر صورت، دادي بیا بې پیولوټه الوتکو د نورستان په ولایت کې د طالبانو صاحبانو یو غټ قوماندان د خپل ملګري سره وواژه او د ولایت د امنیې قوماندان وویل چې ددې الوتکو فعالیتونو د امینت په ټینګیدو کې مرسته کړيده. ځایې خلک هم چې د القاعدې د ترورستانو او نورو خارجي جګړه مارانو نه تر پزې راغلي دي، ددې الوتکو د عملیاتو ملاتړ کوي او وایي، کله چې ددې الوتکو د بمباریو په برکت ترورستان ووژل شي، بیا دوی د ظالمانو د ظلم نه خوندي شي.
الله دې مل شه وروره.


pattang
18.04.2013

انډيواله زه ولاکه ستا په نوم اويا پر مخ مين يم !
خو هغه يوطرفه بې ځايه پرو پاګنده چې دملي حرکت په
خلاف يې ته او ستا ملګري ليکي ځواب يې وايم !
اول د رونه بې دوسيې بې سبوته انسانان وژني دا قانوني
او حقوقي يو تيرور بلل کېږي او داشغالګرې قوې داساسي
قانون پر ضد دی ! خو داچلشت دوی له ملسمانانوسره کوي

دوهم په هغه تېرو ورڅو کې دکونړ په شيګړ کې د لسو
وړو کوچنيانو او ښځو وژنې ولې پټوې !
دا جنايت پټوې او په درونه وياړ کوې داخو دا منا لري چې
د افغانو په وژنه تاسو وياړ کوۍ !


اتل
24.04.2013

اسلام علیکم، پتنکه وروره
دادې میرویس صاحب هم، پدې عقیده دئ چې بې پیلوټه الوتکې ترورستان ولې او ولس ته یې د شر نه نجات ورکوي. دا چې تاسې وایاست، دا الوتکې بیله محاکمې ترورستان وژني، محاکمه کیږي خو هغه کسان چې جرم یې محکمې ته ورسیږي، خو دغه خلک بې قاعدې او بې قانونه ترورستان دې او هغوی چې ویشتل کیږي، په ثبوت د رسیدلو جنایتونو مرتکبین دي
تاسې فکر وکړئ چې القاعدې زموږ ملک ته څه راوړي؟د القاعدې سوغاتو جنګ، خود کشې، پّ عامه ځایونوکې دعامو مسلمانانو وژنه او قتل. دنړۍ په کجه یې چې و څیړې، هر چیرې چې د القاعدې پښه رسیدلې ده، د ولس ژوند یې دوزخ ګرزولئ، قتلونه یې کړي، مذهبی، علمي او نور تاسیسات یې وران کړي او د ملکونوبنیادونه يی لړزولي دي
آیا القاعده په کوم ملک کې کامیابه شویده؟ بلکه د ملکونو د کمزورۍ په عوض یې د ملکونو حکومتونه نور هم بیدار کړي او تر پخوانه یې ځانونه نور هم پیاوړي کړیدي
موږ ټولو ته دې خالق د خپل خیر اوشر دپېژندنې بصیرت را په برخه کړي


pattang
25.04.2013

[quote:746b826df7]اسلام علیکم، پتنکه وروره
دادې میرویس صاحب هم، پدې عقیده دئ چې بې پیلوټه الوتکې ترورستان ولې او ولس ته یې د شر نه نجات ورکويافغانستان يې له شره خلاصه وي![/quote:746b826df7].

وعليکم والسلام !
داخبرې خو اشغالګر کوي ! نوڅوک چې اشغالګر نغواړي
داسې خبرې يې هم ردوي ! => تاسو اشغالګر غواړۍ!
د اشغالګر و په ترمينالوګي دوی دا تروريستان په افغانستان
کې وژني ? نوپه اسلامي افغانستان کې دحضرت عيسی (ع)
کارونه کوي خو په اسلامي عراق ، سوريه او نوره نړۍ کې
درټلي شيطان او نمرود کارونه کوي ! داولې ???

[code:1:746b826df7]دا خو داسې کارونه کوي لکه دا چې تاسې وایاست، دا الوتکې بیله محاکمې ترورستان وژني، محاکمه کیږي خو هغه کسان چې جرم یې محکمې ته ورسیږي، خو دغه خلک بې قاعدې او بې قانونه ترورستان دې او هغوی چې ویشتل کیږي، په ثبوت د رسیدلو جنایتونو مرتکبین دي تاسې فکر وکړئ چې القاعدې زموږ ملک ته څه راوړي؟[/code:1:746b826df7]

داخو داسې خبرې کوې لکه ګيورګ بوش چې په اصل کې يو
الماني نژاده فاشست دی ، له بوشه خلکو وغوښتل چې
دګوانتناموبند يان قانون ته وسپاري خو بوش ورته وويل چې
دا بند يان په مجموعي ډول صحرايې ځناوردي د محکمې
وړ ندي او ځناور څوک قانون ته نه سپاري !
خو حقيقت دادی چې هر انسان دقانون حق لري ، څوک چې له
انسانه د قانون حق اخلي بايد غاښ يې په سوک ور مات شي !

[quote:746b826df7]د القاعدې سوغاتو جنګ، خود کشې، پّ عامه ځایونوکې دعامو مسلمانانو وژنه او قتل.[/quote:746b826df7]

هغوی په هر مسلمان ژاړي او هيڅ وخت بې ګناه مسلمانان
نه وژني او نه نور خودا مرګونه د سياسي ستړيو محصول دي
زه په القاعده کې بحث هم نکوم ماته خپل ملک او اشغال يې
دزړه زخم دی او ددې زخم دوا بايد افغانان وکړي او نه
کالونيل او اشغالګر قدرتونه !

[quote:746b826df7]دنړۍ په کجه یې چې و څیړې، هر چیرې چې د القاعدې پښه رسیدلې ده، د ولس ژوند یې دوزخ ګرزولئ، قتلونه یې کړي، مذهبی، علمي او نور تاسیسات یې وران کړي او د ملکونوبنیادونه يی لړزولي دي
آیا القاعده په کوم ملک کې کامیابه شویده؟ بلکه د ملکونو د کمزورۍ په عوض یې د ملکونو حکومتونه نور هم بیدار کړي او تر پخوانه یې ځانونه نور هم پیاوړي کړیدي
موږ ټولو ته دې خالق د خپل خیر اوشر دپېژندنې بصیرت را په برخه کړي[/quote:746b826df7]

زما موضع القاعده نده او القاعده د صلبي جګ پوزيو د غلط
فرعوني سياست محصول دی چې دمسلمانانو سره يې کوي ٠


اتل
30.04.2013

قدرمن او محترم پتنګ صاحب، بیا اسلام علیکم
وروره دا خبره دې زما خوښه شوه چې [ماته خپل ملک او اشغال يې
دزړه زخم دی او ددې زخم دوا بايد افغانان وکړي او نه
کالونيل او اشغالګر قدرتونه] !
وروره د مطلب اصلي ټکئ همدادئ. خو زموږ په ملک کې د القاعدې او نورو افراطیانو موجودیت او د هغوی ترورستي اعمال، نورنه افغانان زغملئ شي او نه هم بین المللي ټولنه. متل دئ چې مار خوړلئ د پړئ نه ویریږي. افغان ملت او نړیواله ټولنه نور دا چانس نه اخلي چې القاعده او د نورو ملکونو نه را تښتیدلي ترورستان دې بیا په افغانستان کې ځاله وکړي، او په خارجي ملکونو کې د ې ترورستی اعمال سر ته ورسوي.
طالبان صاحبان چې د القاعدې نه ځان جلا کړي، دا کار به د خارجي قواوو وتل چټک کړي او دبې پیلو ټه الوتکوضرورت به هم ابته شي او زموږ د ملک نه کډه وکړي. د هغې وروسته بیا افغانان پوه شه او کار یې.
تاسې ته د الله جل جلاله نه د خپل زیار عوض په دواړو دارینو غواړم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more