د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

غټه ستونزه

پتوال
24.03.2013

مونږ الف لرو چې له ډبل aa سره يې غږ معادل دی یعنې aa= الف دی ، خو د یو a له پاره چې د فتحې یا زوَرَکي سره مساوی دی هېڅ توری نه لرو . که انځور ګران ، خطاتان، ګړپوهان وکولای شي چې د فتحې د معادل الف داسې یوه نخښه (توری) رامنځته کړي چې د یوې کلمې په پیل ، منځ یا پای کې بې له کوم تکلیفه ولیکل شي نو دا به ستر بریالیتوب وي!


حمید هڅــاند
26.03.2013

یو څو سارو،،،،،، وبښئ!....مثالونو ته اړتیا ده پتوال صیب...

درنښت


پتوال
29.03.2013

[quote:c23768d428="حمید هڅــاند"]یو څو سارو،،،،،، وبښئ!....مثالونو ته اړتیا ده پتوال صیب...

درنښت[/quote:c23768d428]

دغه مساوات سم یا عملي نه دی:

سره = سره لکه په دې جمله کې : [color=blue:c23768d428]سره[/color:c23768d428] زر له هر چا [color=red:c23768d428]سره[/color:c23768d428] نه وي !

ښه = ښه :[color=blue:c23768d428] ښه[/color:c23768d428] ښڅه له [color=red:c23768d428]ښه [/color:c23768d428]سړي سره جوړیږي

په( سره زر) کې له (س) وروسته الفګوټی (a) نشته، خو (هر چا سره ) کې له (س) وروسته (a) شته لکه په ماسره Maa sara,او تا سره Taa sara !

دلته ګورو چې ما او تا هم په یو a لیکل سم نه دي او aa ته اړتیا لري!

نو په هر توري چې فتحه ولري هغه په هره ژبه کې وړوکی الفګوټی(a) غواړي چې مونږ ورته توری نه لرو! دا باید په ګډو هڅو جوړ کړو!
والسلام


larghonay laraway
03.04.2013

السلام عليکم
پتوال صيب د باړه ګلۍ په سمينار کې ستاسو سپړنې ته ورته ستونزه څېړل شوې خو هغه د (خج) ستونزه وه او تاسو د (زور او الف) ستونزه سپړلې ده. هلته يوه هڅه شوې ده . هغوی د زړه (قلب) او زړۀ (بوډۍ) بېلګې راوړې دي.
نو په سره او سرۀ کې يې هم مراعتولی شو.
همدا راز په قاموسونو کې فونيټيک ليکل کېږي .
نو د پښتو ژبې ليکدود خو عربي دی دا چې په عربۍ کې د زور لپاره کومه نښه نشته او دا موجوده نښه ( َ) يې هم د عجميانو لپاره جوړ ه کړې په خپله عربان يې نه کاروي.
نو په عربي الفبا کې به کوم بل توری وي چې موږ يې وکاروو او د (زور) ځای ونيسي؟
دې ته ورته نورې هڅې هم شوي خو ځای يې نه دی نيولی. يو شمېر پښتنو ليکوالو (ښوونه) د (ښو وه نه) په بڼه ليکلې.
زما په نظر خو په پښتو کې تر دې دمه کومه ستونزه نشته او هرڅوک يې په روان او اسانه توګه توپير کولی شي خو که پښتو په انګريزي تورو ليکو او بيا يې توپير کول غواړو نو همدا ستاسو د (a) او (aa) وړانديز به ورته سم وي!
مننه
ستاسو لرغونی لاروی


حمید هڅــاند
03.04.2013

زما سلامونه هم ومنئ!

زما په نظر، پتوال صیب پرځای خبره کوي؛ دا رښتیا هم لویه ستونزه ده.
ما تازه د عربي ژبې په زده کړې پیل کړی دی؛ ځکه خو عربي یوې خواته کوم، انګلیسي کې به خبره را تاو کړم.
په انګلیسي کې د Mud او Mad تورو ته پام وکړئ. سره له دې چې له (سَره) او (سره) سره یې د اواز حرکت لږشان توپیر لري، خو بیا هم؛ که فرض کړو چې دا دواړه د پښتو لغتونه وای، موږ به یې په لیکلو کې توپیر نه ؤ کړی. Mud به مو هم (مډ) لیکی، او Mad به مو هم (مډ) لیکی. خو په اصل کې اول (مَډ) ویل کېږي او دویم اواز بیا درې برابره کش کول کېږي.
په انګلیسي کې د تلفظ ډېر کم توپير د لغت سپېلنګ بدلوي، او دا د انګلیسي غوره ځانګړتیا ده. ګمان کوم الماني او فرانسوي هم همداسې دي.
نو که پښتو هم له ورتې ځانګړتیا برخمنه شي، ښه او پرځای خبره ده.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more