د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

مینه نه پېژني!

Ghani
25.03.2013

دلته به ګرانه شي ډېرګرانه مينه نه پېژني
څوك زموږكلي كې جانانه مينه نه پېژني
نن مې دياردتندي كرښې دي بدلې غونددې
هسې خبره نه شي ورانه مينه نه پېژني
څوك اموخته نه چې يوه بل سره مينه وكړي
دارواج نه شته له پخوانه مينه نه پېژني
مثال ددې وخت ديارۍ وګڼئ ستړى مزدور
وي ټوله ورځ ستړى ستومانه مينه نه پېژني
داڅنګه ژوند څنګه دنياده ورته حق حېران يم
كوم پوښتنه له هر چانه مينه نه پېژني

نظيره خلك جوړې مينه له تاهم هېره كړي
نظيره درومه له جهانه مينه نه پېژني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more