د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

که مې ستا مړي بې پردې نکړل = بیا مې د اسلام ټکه دار مه بوله مینه

اتل
20.08.2012

ډیرو محترمو وطندارانو اختر دې ستاسې مبارک وي، او الله تعالا دې دداسې ورځې نه نجات راکړي، چې نا اهل، د اسلام دښمنان، د بشري کرامت لیوني لیوان، او د ټولو انساني او بشري حقوقو، ارزښتونو او اصولو غاصبان یوه ورځ زموږ مړي هم په آرامه پرې نږدي او په بمومنو کې مو والوزوي، بې پردې مو کړي، لکه د هلمند د ولایت د سافیانو په هدیره کې یې چې والوزول.
مسلمان څه چې هیڅ انسان دومره نشي تیتیدلای، لکه ددې عمل مرتکبین چې منهت شوي او رالویدلي دي. خدای دې دوی ته جزا ورکړي
دوي په هدیره کې دننه په قبرونو کې بمونه خښ کړي وو، او کله چې د وفات شوو خپلوان د اختر په ورځ د میت قبر ته د دُعا دپاره ورغلي، خدای نا ترسه، لیونیانو د مقدس اسلام تر نامه لاندي، بمونه چولي او د ماشومانو په شمول ولسي نارینه او ښځي یې پکي وژلې دي. دا ډول کرغیړن او نا وړه اعمان تر اوسه پورې په هیڅ قوم، مذهب او نژاد کې ت چا ندي کړي.
ډ انسان د پت، عزت، وقار او تقدس ساتنه همدې ته وايي، او که څنګه
حکومتي مقامات ددې ناوړه عمل ملامتي ، د طالبانو په غاړه اچوي. که حکومت دا خبره ونه هم کړي، هر څوک پوهیږي چې غوا توره، پي يي سپینې. غیر د طالب نه بل څوک دغسې غیر اسلامي، غیر اخلاقي او غیر افغاني او د پښتو د ټولو اصولو خلاف کار کولای شي؟ طالبان له یوې خوا داسلام نا حقه دعوي کوي، او له بلې خوا د پښتو او افغاني دود او دستور له لاري خلک د خپل دښمن پر ضد را پاروي، او په حقیقت کې دوي، د هیڅ شي پروا هم نه کوي، خپل شوم هدف ته د رسیدو په لاره کې د هر ناروا، غیر اخلاًي او غیر اسلامي اعمالو نه سر نه غړوي.
داسې ښکاري چې دوی اوس اعصاب هم له لاسه ورکړي، او خپل وروستي بي فایدې کوششونه کوي. ډغه راز حملې او غیر بشري کارونه درمسال ته ختې کول دي او بس.


رښتینی
20.08.2012

اوستاسو اتلولي هم صیب کلیسا ته چوپړوهل دی
ستاسوګوتي به خدای شلي اوشوټي راویني ........


Re: که مې ستا مړي بې پردې نکړل = بیا مې د اسلام ټکه دار مه بوله مینه

pattang
20.08.2012

اتل جانه خبره دې ولاکه شازو اګو ومني ! راڅه داسې خبرې پرېږده !! ه
چې طبيعت دې سم شي، دې خوشالي ته ګوره !

[img:24dae2dc06]http://www.bilder-upload.eu/thumb/d2a892-1345500731.jpg[/img:24dae2dc06]
http://www.bilder-upload.eu/show.php?file=d2a892-1345500731.jpg
[quote:24dae2dc06="اتل"]ډیرو محترمو وطندارانو اختر دې ستاسې مبارک وي، او الله تعالا دې دداسې ورځې نه نجات راکړي، چې نا اهل، د اسلام دښمنان، د بشري کرامت لیوني لیوان، او د ټولو انساني او بشري حقوقو، ارزښتونو او اصولو غاصبان یوه ورځ زموږ مړي هم په آرامه پرې نږدي او په بمومنو کې مو والوزوي، بې پردې مو کړي، لکه د هلمند د ولایت د سافیانو په هدیره کې یې چې والوزول.
مسلمان څه چې هیڅ انسان دومره نشي تیتیدلای، لکه ددې عمل مرتکبین چې منهت شوي او رالویدلي دي. خدای دې دوی ته جزا ورکړي
دوي په هدیره کې دننه په قبرونو کې بمونه خښ کړي وو، او کله چې د وفات شوو خپلوان د اختر په ورځ د میت قبر ته د دُعا دپاره ورغلي، خدای نا ترسه، لیونیانو د مقدس اسلام تر نامه لاندي، بمونه چولي او د ماشومانو په شمول ولسي نارینه او ښځي یې پکي وژلې دي. دا ډول کرغیړن او نا وړه اعمان تر اوسه پورې په هیڅ قوم، مذهب او نژاد کې ت چا ندي کړي.
ډ انسان د پت، عزت، وقار او تقدس ساتنه همدې ته وايي، او که څنګه
حکومتي مقامات ددې ناوړه عمل ملامتي ، د طالبانو په غاړه اچوي. که حکومت دا خبره ونه هم کړي، هر څوک پوهیږي چې غوا توره، پي يي سپینې. غیر د طالب نه بل څوک دغسې غیر اسلامي، غیر اخلاقي او غیر افغاني او د پښتو د ټولو اصولو خلاف کار کولای شي؟ طالبان له یوې خوا داسلام نا حقه دعوي کوي، او له بلې خوا د پښتو او افغاني دود او دستور له لاري خلک د خپل دښمن پر ضد را پاروي، او په حقیقت کې دوي، د هیڅ شي پروا هم نه کوي، خپل شوم هدف ته د رسیدو په لاره کې د هر ناروا، غیر اخلاًي او غیر اسلامي اعمالو نه سر نه غړوي.
داسې ښکاري چې دوی اوس اعصاب هم له لاسه ورکړي، او خپل وروستي بي فایدې کوششونه کوي. ډغه راز حملې او غیر بشري کارونه درمسال ته ختې کول دي او بس.[/quote:24dae2dc06]


larghonay laraway
15.09.2012

السلام عليکم!
ګوره پتنګ او ريښتينی صيب!
د صليبيانو وحشت او کفر خو روښانه دی او څوک ترې ملاتړ نه شي کولی نو له موضوع مه وځئ ايا رښتيا هم طالبانو په هديره کې بمونه خښ کړې دي؟
که خښ کړي يې وو نو صليبيان خو زيارت ته نه ځي ولې؟
که نه نو د صليبيانو د فحاشئ او هديره کې د بمونو خښولو سره څه تړاو دی چې تاسو خبره بل لوري ته کش کوئ؟


Naeem sadat
15.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

لاروی صاحب پخیر بعد له ډیره وخته

زه نه پوهیږم چی ته ولی داسی فکر کوی ، که چیری ستا کومه مادی ګټه وی په دی دولت کی او یا ستا کوم خپل خپلوان په دی دولت کی کومه لوړه چوکی ولری نو بیا په داسی حال کی ته برحقه یی خوکه داسی نه وی او واقعاً د وطن او افعانانو په غم کی یی
نوبیا لیږ په صداقت سره داڅه چی زه درته وایم ښه ټینګ واوره

کله چی طالبانو د افغانستان ۹۵٪ خاوره نیولی وه او پداسی حال کی هم شمالی ټلوالی مقاومت کاوه او د تسلیمیدو نیت یی نه لاره
که چیری ستا په څیر کوم سړی له پنجشیره خپلو پنجشیریانوته داسی ویلی وای
چی دی خدای په لحاض وطن مه بربادوی ، نور بس ده هره ورځ پنجشیریان مړه کیږی .، نور ټول پنجشیر او دافغانستان شمال برباد شو
نور نو تسلیم شی
ایا داسی کوم پنجشیری به پیدا وو چی شمالی ټلوالی ته داسی ووایی ، زه په دی فکریم چی نه تنها چی پیدا به نه وه بلکی د هیڅ پنجشیری په فکر کی دخبری حتی خطور هم نشوای کولای

دی خبری ته ښه غوږ شه

کرزی او دده ټیم د امریکایانو ګوډاګیان نه دی ، هر څوګ که داسی وایی غلط وایی ، کرزی او دده ملګری د شمالی ټلوالی ګوډاګیان دی
کرزی شمالی ټلوالی راوستلی او لکه نانځکه په قدرت یی کینولی
کرزی او ملګری یی د ګوډاګیانو ګوډاګیان دی
امریکا د افعانستان د راتلو لپاره د شمالی ټلوالی سره معامله کړی ، نه دکرزی سره
کرزی دومره څوګ نه وو چی امریکایان له ده سره معامله وکړی ، نه کوم حزب له شا پسی ولاړ وو نه کوم قوت

بیا شمالی ټلوالی دا تصمیم نیولی چی یو لاس پوڅی پښتون جمهور ریس راولی ځکه چی دوی نه غوښتل چی د پښتنو حساسیتونه را وپاروی او بل دا ستا غوندی پښتانه پری غلط کړی

که دی بیا هم ماغزه نه وی خلاص چی خلاصه درته ووایم دا دریمه سقاوی د کرزی سقاوی ده ، ځان لیږ پوه کړه ترڅه وخته به پښتانه داسی بیسواده وی

یو قوم چی کله د چا د تاثیر لاندی راشی بعد له څه وخته له تاثیره وځی خو تاسی ته نه پوهیږم چی شمالی ټلوالی څرنګه جادو درباندی کړی چی غواړی چی در باندی بادار وی

ن


حمید هڅــاند
15.09.2012

ملتوال صیب، تاسو ته سلامونه او ښې چارې

ګوره، سپیڅلې موخې ته د رسیدا لاره هم باید سپېڅلې وي. د طالبانو په مشرتابه کې د تعلیم منل، د نجونو تعلیم ته اجازه ورکول، ښوونځي پرانیستل او دا نور بدلونونه د خلکو د هرکلي وړ دي، خو له بده مرغه، به لاندي کسانو کې یې داسې خلک شته چې د مشرتابه په خوله عمل نه کوي او ډېری ځله داسې کارونه کوی چې هیڅ تمه ورڅخه نه کېږي. ګیله خو له خپله کېږي، که څنګه؟


Naeem sadat
16.09.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

هڅاند صاحب طالبان خو هم انسانان دی ( ملایکی خو نه دی ) ددوی نه هم اشتباوی کیږی ، خودا دا معنا نلری چی نوموړی مسیر غلط ده

م


حمید هڅــاند
16.09.2012

ملتوال صیب، یوه سهوه ده، او یو قصدي د یو کار کول او د وخت په اوږدو کې ورته بیا بیا اجازه ورکول دي، ښایې چې ترمینځ یې توپیر وشې کړای.

درنښت


تخاري
27.09.2012

د ښاغلی اتل اربکیزاده په پار دلته لیکل نه کوم خو دا چی هوښیارانو دلته لیکل کړی دی نو خپل نظر ښکاره کوم:

دا سمه او کره خبره ده چی سپیڅلی هدف ته باید له سپیڅلو لارو ورسیژو - مننه هڅاند صیب دا خبره مو ډیره پر ځای او د قدر لایق ده.

خو په یاد مو وی چی جنګ یا قتال مستثنی دی په بل عبارت پورته قدرمنه وینا تر ډیره بریده څه چی سل په سلو کی د هغو بی لاری مسلمانانو حال ته شاملیژی چی په حزبی او تنظیمی شکل د اشغالګرانو غیژی ته یی ځانونه ارتولی دی د هغوی تر چتر لاندی غواړی اصلی او سپیڅلی هدف ته ځانونه ورسوی، دا یی هیره ده چی لار یی بالاخره ترکستان ته وزی!!

په عراق او افغانستان کی بی لاری او تش په نوم اخوانیانو د یرغلګرو څنګ اختیار کړ همدا کار د پورته وینا په رڼا کی د غندنی وړ ده.

رابه شو د مجاهدینو روان جنګ ته، د جنګ هدف سپیڅلی ده، خو د جنګ یا قتال قوانین کله ناکله او د مصلحت او مجبوریت له مخی بالمثل شکل اختیاروی.

تاسو فکر وکړی چی په اسلام کی د غلام او کنیز نیولو یا ساتلو ضرورت ولی رامنځ ته شوی، که دا ضرورت د بشر پر ګټه وای نو ولی یی اسلام د ختمولو لپاره په ترغیب لاس پوری کړی؟ چی لله الحمد نن سبا نشته، او ختم شوی دی ، خبره دا ده چی دا قانون اسلام ته د یو باالمثل جنګی قانون په توګه رادننه شوی دی ، دا قانون د اسلام خپل او مطبوع قانون نه دی بلکه په اصل کی د کفارو جنګی عمل وو چی له مسلمانانو سره یی کاوه.

نن سبا مونږ او تاسو ستونی شلوو که چرته طالبان د کرزی د حکومت یو مامور خدانخواسته ووژنی ځکه چی هغه د اولاد د یوی مړی لپاره غریبی کوله، خو پوښتنه داده چی که څوک بیا داسی پیدا شی چی ووایی، زه د خپل اولاد د نفقی لپاره کابل ته نشم تلای نو له طالبانو سره مزدوری کوم په معاش باندی هغوی ته ډوډی پخوم، یا په معاش باندی له هغوی سره موټروانی کوم یا په معاش باندی هغوی ته جامی وینځم او ګڼ شمیر داسی نوری چاری چی نه ترهګریزی دی نه جنګی!!! نو ایا دا خلک به د اشغالګرانو لخوا تعقیب، بندی، شکنجه او بالاخره شهیدان نشی؟؟؟؟

ځواب تر لمر هم روښانه دی چی په زرهاوو داسی خلکو باندی هدیری او زندانونه ډک دي.

یو بله پوښتنه به هم مطرح کړم، ایا د دنیا یا چی ډیره ساده یی فرض کړو د ځنګل په قانون کی هم داسی شته چی له مخی یی د چا کور ته له اجازی پرته او په بی خبری کی او په نیمه شپه کی ننوتل جایز شی په داسی شکل چی دروازه یی په بمونو والوزول شی، په زور او ډزو او بمونو سره ورننوزی ماشومان سپین ږیری او میرمنی قتل عام او په شهادت ورسوی؟ ؟

ځواب روښانه دی چی داسی قانون هیڅ ځای نشته !!!

خو مونږ او تاسو ټول شاهدان یو چی داسی شپه نن سبا په ګران مظلوم افغانستان کی نه سبا کیژی چی کافر اشغالګران له خپلو کورنیو جاسوسانو سره مل په یوه کور او کلی چاپه نه وهی او بی ګناه مسلمانان د محض شک په سبب نه قتل عام کوي!!!!
اصل خبره داده چی طالبانو ته خدای ج لوړ برداشت او اسلامی اخلاق ورکړی دی کنه په باالمثل توګه په ډیره اسانی سره کولای شی هره شپه د یوه معلوم الحاله لاسپوڅی په کور چاپه ووهی او له اهل و عیال سره یی یو ځای قتل کړی، په باالمثل توګه کولای شی ټول هغه چی کرزی ته یی په تیر او دوهم دور کی رایه ورکړی ده او یا یی په حکومت کی اشپزی او موټروانی کوی تهدید تعقیب بندی او خدا نخواسته ووژنی!!

چاته خدانخواسته شیطان داسی فکر ورنکړی چی زما د پورته لیکنی له مخی ټول هغه جنایات چی اشغالګران یی پخپله کوی مجاهدینو ته منسوب کړی!!


حمید هڅــاند
29.09.2012

تخاری صیب، اسلام علیکم ورحمة الله
راځه خبره روښانه او واضحه وکړو ترڅو زما او ستا ترمینځ ورانپوهاوی نه شي رامینځته، زما په نظر:
۱) افغانستان کې د بهرنیانو حضور نه یواځې یو تېری دی، بلکې د اسلام پرضد د دوی د صلیبي کړنو لړۍ ده چې پرضد یې جهاد فرض دی،
۲) دولت له هغو کسانو ترکیب دی چې د دی هیواد تر ټولو کلک دښمنان دي، نه یې په بیت المال صرفه کړې او نه یې د هیواد په خپلواکۍ؛
۳) موږ افغانانو ته په کار ده چې د خپلې اسلامې فریضې له مخې سره یو او د روان کړکیچ مبارزه وکړو؛
۴) موږ افغانانو ته په کار ده چې د راتلونکې لپاره د یو قوي پلان او کړنلارې له مخې، له تېرو تجربو څخه په کار اخیستنې، د حکمت او تدبیر پرمټ د یو داسې دولت بنسټ کېږدو چې په ټوله مانا اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي.

طالبان دعوه لري چې همدا دوی دي چې د هیواد د ازادۍ، خپلواکۍ او صلیبیانو سره د ټکر هوډ لري ــ موږ ورته لبیک وایو، خو طالبان یو لړ زیاتې کمزورۍ لري چې دا دی د لسو کلو په اږدو کې یې له مینځه نه یو وړې. راځم ستاسو خبرو ته:

[quote:d895c9ada1]نن سبا مونږ او تاسو ستونی شلوو که چرته طالبان د کرزی د حکومت یو مامور خدانخواسته ووژنی ځکه چی هغه د اولاد د یوی مړی لپاره غریبی کوله، خو پوښتنه داده چی که څوک بیا داسی پیدا شی چی ووایی، زه د خپل اولاد د نفقی لپاره کابل ته نشم تلای نو له طالبانو سره مزدوری کوم په معاش باندی هغوی ته ډوډی پخوم، یا په معاش باندی له هغوی سره موټروانی کوم یا په معاش باندی هغوی ته جامی وینځم او ګڼ شمیر داسی نوری چاری چی نه ترهګریزی دی نه جنګی!!! نو ایا دا خلک به د اشغالګرانو لخوا تعقیب، بندی، شکنجه او بالاخره شهیدان نشی؟؟؟؟ [/quote:d895c9ada1]

ښاغلی تخاری صیب، طالبانو ته په کار ده چې یوه ښکاره تګلاره ولري او دا تګلاره یې باید د هیواد ګټو ته ژمنه وي. لومړۍ خبره داده چې، د صلیبیانو په جنایت باندي ټول سره یو نظر یو، ضرور نه ده چې تاسو د هغوی دجنایت له مخې خپلې کړنې توجیه کاندﺉ. او وروستۍ خبره مې داده چې، د یو شمیر مصلحتونو او ګټو له مخې طالبانو ته نه ښایې چې د وچو او لمدو ترمینځ توپیر ورک کړي. د افغانستان په ملکي اډانه کې، په ځانګړې توګه، پوهنې، لوړو زده کړو، عامه روغتیا..کې بوختو کارمندانو سره دي دښمني نه لاس واخلي. مجاهدین ولې داسې فکر وکړي چې هرکس چې په دولت ننوت، د دوی دښمن شو. په روانو حالاتو کې دا امکان نه لري چې ټول خلک دي له دولت سره کار کول بند کړي، او زه حیران یم چې تاسو ورته کومه حل لاره لرﺉ. او دا دښمني د دولت تر ملکي کارمندانو محدوده نه ده، زموږ زده کوونکی او محصل ولې مجاهدینو نه وېره ولري؟ او مجاهدین دي په کوم اساس د دوی د زده کړو مخینوي وکړي؟ ولي طالبان په دې اړه ښکاره دریځ نه نیسي؟ دوی دي یوځل محصلین و ازمویې چې د دوی دښمنان دي که دوستان!! یواځې یو ځل!!!.

[quote:d895c9ada1]یو بله پوښتنه به هم مطرح کړم، ایا د دنیا یا چی ډیره ساده یی فرض کړو د ځنګل په قانون کی هم داسی شته چی له مخی یی د چا کور ته له اجازی پرته او په بی خبری کی او په نیمه شپه کی ننوتل جایز شی په داسی شکل چی دروازه یی په بمونو والوزول شی، په زور او ډزو او بمونو سره ورننوزی ماشومان سپین ږیری او میرمنی قتل عام او په شهادت ورسوی؟ ؟

ځواب روښانه دی چی داسی قانون هیڅ ځای نشته !!! [/quote:d895c9ada1]

په دې اړه زما او ستا نظر یو ډول دی. او اوس دادی اربکیان هم راپیدا شول چې نه د چا سر، نه مال او نه عزت ترې خوندي دی!
اوستاسو پاتې خبرې هم پرځای دي چې هڅه مو کړې روان کړکیچ روښانه کړﺉ. مګر، موږ هم په کړکیچ ښه پوهېږو، اوس باید تاسو وپوهېږﺉ چې موږ ولې هر وخت له مجاهدینو غوښتنې لرو!.

نوــ
طالبان باید نه یواځې د روان جهاد په اړه خپله تګلاره د دولت د ملکي کارمندانو، زده کوونکو، محصلینو، ټولګټو پروژو.. او نور په اړه واضحه او پرله پسې اعلان کړي ترڅو د هرچا غوږو ته ورسېږي، بلکې، د راتلونکې په اړه سر له اوسه خپل پلان ولري او له خلکو سره یې شریک کړي. دا هرڅه کې باید زیات مصلحتونه په نظر کې ونیول شي چې اوس ورڅخه سترګې پټې شوې دي.
او د مجاهدینو د یوې بلې په اسانه رفع کېدونکې کمزورۍ په اړه به وروسته وغږیږو، انشا‌ء الله.

درنښت
نوربیا...


تخاري
29.09.2012

ښاغلی هڅاند صیب ستا نه مننه کوم چی زما په خبرو مو رڼا اچولی ده

زما په پورته لیکنه کی ورانپوهاوی نشته ما وغوښتل د قتال قوانین ستاسو د مقولی څخه مستثنی کړم اګر که شامل دی پکی.

زما مطلب دا هم نه وو چی مجاهدینو ته دا جواز په لاس ورکړم چی د کرزی په اداره کی حتی اشپز او موټروان هم خدانخواسته په نښه کړی.

زما مطلب داوو چی طالبان له عامو خلکو او هغو سره چی د کرزی په حکومت کی کار کوی له زښت ډیر زغم او اخلاقو نه کار اخلی سره لدی چی په باالمثل جنګی قوانینو هم ورسره عمل کولای شی.

همدا یی کنه مصلحت اندیشی ده کنه مونږ او تاسو نور څه تری غواړو؟

که تاسو له پخوانیانو یعنی اخوانیانو څخه پوښتنه وکړی نو خلقیان او کمونستان یی بی له محاکمی وژل دا ځکه چی له وحشی کمونستانو سره یی د باالمثل جنګی قانون په توګه عمل کاوه خو طالبان نه تنها چی بی له محاکمی سزا نه ورکوی بلکه مرموز او بی له محاکمی وژل سخت غندی همدا یی د لوړو اخلاقو نښی نښانی دی.

رابه شو ودی ته چی فرض مثال زه او ته د کرزی د حکومت په صحی یا تعلیمی اداره کی کار کوو نو له مجاهد څخه مو تمه داده چی په ښکاره او رسمی توګه مو د نه وژلو پالیسی خپله کړی خو راځی لومړی خپل ځان ته راجع دا پوښتنه ځواب کړو چی:

که راتلونکی کال د تعلیم او تربیی او صحت عامی وزیر صیبان د خپل جیب او مالی بحران له غمه په کلنی بودیجه کی کسر راولی او په نتیجه کی په هر ولایت کی په لسګونه استادان او داکترصیبان له دندو ګوښه کړل شی نو هغوی او د هغوی اولادونه به څه خوری؟

دوهمه پوښتنه داده چی که د افغانستان د اشغال سره سم د کرزی د حکومت تعلیمی او صحی ادارو کی ټولو شاغل مامورینو په یوه ورځ له دندو لاس اخستی وای نو ایا د کرزی حکومت به یی نه وای ننګولی؟ ځواب ښکاره دی چی ننګول څه چی د نړی په کچه یی قانونی حیثیت له صفر سره ضربیده نو ښه چی دا کار یی نه ده کړی نو ایا د کرزی د فاسد حکومت یوه پښه او حیثیت یی نه ده راټینګ کړی؟؟؟

دی پورته خبری ته که پام وشی نو یاد مامورین که په فردی لحاظ د عاطفی وړ دی خو په ټولیز ډول باید ورسره دښمن په توګه عمل وشی خو دا چی طالبان دا کار نه کوی همدا یی مصلحت اندیشی ده خدای دی خیر ورکړی او همدا مونږ او تاسو مامورصاحبان یی باید ممنون واوسو.

پخوانیانو د روسانو د اشغال پر وخت خپل سم نیم جهاد د کمونست رژیم له معلمینو او ملکی مامورینو سره وکړ بی له محاکمی یی وژل په مرموزه توګه یی ترور کول دلیل یی همدا جنګی باالمثل عمل وو خو طالبان نن سبا د هغوی دا کړنی نه تنها چی نه تکراروی بلکه غندنه یی هم کوی ځکه مصلحتونه او عرف سنجوی خدای دی خیر ورکړی نور موږ نور څه تری غواړو؟

راځی ددی پر ځای چی له دوی څخه د دوی د روښانه! پالیسی د روښانتیا؟؟ غوښتنه وکوو بهتره به دا وی چی خپلی تمی په مشخص ډول په ګوته کړو چی څه تری غواړو په کومو شرایطو یی تری غواړو کوم مصلحت یا په کومه پوله کی مونږ لدوی څخه بالاخره راضی کیدای شو؟؟

ایا دوی زمونږ مرهون دی که مونږ د دوی؟؟


حمید هڅــاند
30.09.2012

تخاری صیب ،سلامونه
[quote:4b3745aac8]که راتلونکی کال د تعلیم او تربیی او صحت عامی وزیر صیبان د خپل جیب او مالی بحران له غمه په کلنی بودیجه کی کسر راولی او په نتیجه کی په هر ولایت کی په لسګونه استادان او داکترصیبان له دندو ګوښه کړل شی نو هغوی او د هغوی اولادونه به څه خوری؟ [/quote:4b3745aac8]
تخاری صیب، په دې کې شک نشته چې د روزي رسونکي الله جل جلاله دی. تاسو چې کومې ستونزې ته ګوته نیسئ، هغې ته زموږ او ستاسو په اصطلاح بې روزګاري ویله کېږي چې همدا اوس په افغانستان کې شتون لري او خورا بد حالت کې ده، په کار خو داده چې دا ستونزه په روغ ډول له مینځه لاړه شي نه داچې بیخ یې وویستل شي.

[quote:4b3745aac8]دوهمه پوښتنه داده چی که د افغانستان د اشغال سره سم د کرزی د حکومت تعلیمی او صحی ادارو کی ټولو شاغل مامورینو په یوه ورځ له دندو لاس اخستی وای نو ایا د کرزی حکومت به یی نه وای ننګولی؟ ځواب ښکاره دی چی ننګول څه چی د نړی په کچه یی قانونی حیثیت له صفر سره ضربیده نو ښه چی دا کار یی نه ده کړی نو ایا د کرزی د فاسد حکومت یوه پښه او حیثیت یی نه ده راټینګ کړی؟؟؟ [/quote:4b3745aac8]

تاسو په ډېره اسانۍ وایاست چې پوهنې، لوړو زده کړو، عامه روغتیا، ترانسپورتیشن او... نور حیاتي برخې دي هم فلج شي ترڅو دولت سقوط وکړي، تخاری صیب، دې کار کې خو لومړی ګټه نشته، لږ پخپله د دغه نه امکان په اړه فکر وکړه. راځه له بل اړخ نه یې هم وسنجوو، تاسو دا خبره ډېره ساده او اسانه فرض کړې ده، داسې یو کار ناممکن دی، او دا نه امکان زیات لاملونه لري چې یو اړخ یې پخپله طالبان دي. که طالبان دا تمه لرلې او یا یې لري، نو په کار خو داده چې ورته زمینه سازي یې هم کړې وای. بل څه نه، لږ تر لږه د روښانې تګلارې او پلان شتون د دولت ملکي مامورین ممکن یو لوی ګام ته وهڅولی شي. خو نه طالبان د یوې داسې کړنلارې او پلان لرونکي دي چې له مخې یې خلکو ته قناعت ورکړای شي او نه اوس ورته کارکوي. نو بناء داسې یوه خبره به سمه نه وي:
[quote:4b3745aac8]دی پورته خبری ته که پام وشی نو یاد مامورین که په فردی لحاظ د عاطفی وړ دی خو په ټولیز ډول باید ورسره دښمن په توګه عمل وشي
[/quote:4b3745aac8]

[quote:4b3745aac8]راځی ددی پر ځای چی له دوی څخه د دوی د روښانه! پالیسی د روښانتیا؟؟ غوښتنه وکوو بهتره به دا وی چی خپلی تمی په مشخص ډول په ګوته کړو چی څه تری غواړو په کومو شرایطو یی تری غواړو کوم مصلحت یا په کومه پوله کی مونږ لدوی څخه بالاخره راضی کیدای شو؟؟
[/quote:4b3745aac8]

پلان او د تګلارې او ستراتېژۍ شتون نه پرته، زموږ حالت هماغه د مجاهدینو د خپل مینځي جګړو وخت ته پاتې کېږي چې باید ډېر څه ترې زده شي. غوره مسلمان ته نه ښایې له یوه غاره دوه ځله وویچل شي. د یوه لوستي افغان په صفت، زه حق لرم چې له هر ښکېل اړخ نه د پورته خبرو پوښتنه وکړم. بې پلانه هڅې داسې دي لکه بې نښې چې ډز وشي.

درنښت


پتوال
05.12.2012

درنو ورونو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !

وايي مار خوړلی له پړي څخه ډاریږي !
افغان ولس ۳۵ کاله کيږي چې په سیاست کې يې پرلهپسې ماران څه چې خاماران چیچي، نو ایا حق نه لري چې له مارانو څه چې
له هر پړي څخه هم وویریږي ؟؟؟؟

په سیاست کې ډاډ باور او اعتماد له څشي څخه راټوکیږي؟
او طالبان الحمد لله د یو سیاسی پاڅون او سیاسی غورځنګ ادعا هم لري نو باید لومړی هغه څه وکړي چې د یو سیاسی اړخ په توګه د
خپلو خلکو د اعتماد ، ډاډ او باور وړ وګرزي!

خو هغه څه چې د سیاسی ډاډ او باور وړتیا رامنځته کوي په لومړي ګام کې د یوې سیاسی ډلې سیاسی پیژندنه او سیاسی هویت دی!
د سیاسی هویت له پاره لږ تر لږه دوه بنسټیز معیارونه پوره کول شرط دي:

۱- د نورو سیاسي قدرتونو او سیاسي ډلو سره د اړیکو څرنګوالی معرفي کول

۲- خپلې سیاسی برنامې معرفي کول

په سیاسي آړیکو کې له بهرنیو قدرتونو سره موجودې اړیکې ملت ته معرفي کول خورا اړین دي، په تیره بیا افغان ولس ته چې
د همدغو بهرنیو سیاسی خامارانو( شوروي ، باکستان او امریکا) له خوا د خپلو بچیو داخلي مارانو پواسطه چیچل شوي دي!

‌طالب ورونو ته دې خدای تعالی توفیق ، استعداد او سیاسی میړانه ورکړي چې د افغان ملت دغه حق پر ځای کړي
خپل سیاسي هویت، سیاسی برنامه ، ملي سیاست او . مسولیت په بشپړه توګه په شفاف ډول ملت ته ور معرفي کړي څو
لازم باور او ملاتړ په ملت کې تر لاسه کړي!
نو آیا دا هیښونکې نده چې تر اوسه پورې دغه اساسي شرط دوی ولې نه دی پوره کړی ؟
والسلام


تخاري
11.12.2012

پاتوال صیب هغوی په څه کی دی او تاسو په څه کی یاست هغوی هره ورځ وینی ورکوی سرونه ورکوی او تاسو په قروتو کی هډوکی لټوی

کلی په کوچ ابی په -----


پتوال
11.12.2012

[quote:18a2b14359="تخاري"]پاتوال صیب هغوی په څه کی دی او تاسو په څه کی یاست هغوی هره ورځ وینی ورکوی سرونه ورکوی او تاسو په قروتو کی هډوکی لټوی
[/quote:18a2b14359]

تخاري صیب وینې ورکول او سرورکول باید د خدای ، وطن او ولس (ملت) له پاره تر سره شي، نو په دې باید هر وخت د ملت توافق
حاصل شي چې ایا وینې او سرورکول ددغو درې معیارونو سره سم او برابر دي ؟
مجاهدینو هم د الله وط‌ن او ملت په لاره کې د جهاد ادعا لرله وینې او سرونه يې شندل، خو وروسته بیا طالبانو ددوی جهاد
تر پوښتنې لاندې راوست وربسې راپاڅېدل او له قدرت سره یې له منځه وېوړل .
نتیجه دا چې: لومړی باید د جهاد او سر ورکولو د معیارونو د پوره کولو په اړه ملي توافق رامځته شي او بیا پرې
هر سړی خپل سر او وینه ورکړي ، که نه نو د قدرت په اړه به بیا په عین تورونو تورن شي چې جهاد یې غلط،
د بهرنیانو د سیاسی هدفونو اوپیسو له پاره د الله وطن او ملت پر ضد تر سره شوی او راپرځول يې پکار دي :
په دې ډول به د جنګ ځنګلي قانون دوام پیدا کړي او سرونه به تل بیځایه او بې نتیجې رغړي ، نو خدای مکړه
د بهرنیانو د لاسوهنو او لاسلرنویوغ به مو له غاړې څخه لیرې نشي!
آیا همداسې نه ده ؟؟؟؟


تخاري
07.01.2013

پاتوال صيب ته مسنونه سلام

تاسو د راتلونکی په باره کی د راتلونکی مهال او پړاو تمی د يو څه لوړی سويی سره سمی لست کړی دی خو زما خبری د اوس مهال او د عامه تعامل او برخورد په باره کی وی چی طالب د خلکو په تيره بيا شاغلو/شغالو په مقابل کی اختيار کړی ده چی زه يی لوړ اخلاق ګڼم نه دا چی پری حق يی وی

هڅاند صيب په خبرو پوهيژی خو که داسی وی چی فرض محال ځان نه پوهوی نو ولا که يی بيا د چا پدر هم پوه کری

و من الله التوفيق


پتوال
05.03.2013

نه تخاري صاحب د تیر او اوس نه دنتیجې په توګه په دې اند یم چې زمونږ باڅونونو او جهادونو ملي صبغه نه درلوده،
ځکه خو په کې پردی لاسونه کارن شول او جهادونه یې ناکام کړل . ددغسې ناکامۍ د مخنیوي له پاره د تیر جهاد
له ناکامۍ څخه د اوس جهاد د بري له پاره اړینه ده چې په جهاد ملي توافق د ملي وحدت په نتیجه کې رامنځته شي او
ددې له پاره طالبان د ټول افغان ولس د ګډو غوښتنو تابع شي،
نه داچې خپلې شخصي یا پردۍ
دیکتې په ملت تحمیل ګاندي! دملت ګډ ې غوښتنې لږې او د بلي کولو وړ دي. او بیلې غوښتنې یې
ډیرې او ګډې وډې دي چې پلې ګول يې جنګونه او د ناکامیو لړۍ رامنځته کوي!


اتل
06.03.2013

محترمو وروڼو، تاسې د اصلې موضوع نه وتلي یاست، په ځپل منځ مسائلو کې را ښکښکیل شوي یاست. د بحث اصلي موضو ته راشئ او څواب ورته ووایاست
==
لرغونئ لاروئ وایي:
السلام عليکم!
ګوره پتنګ او ريښتينی صيب!
د صليبيانو وحشت او کفر خو روښانه دی او څوک ترې ملاتړ نه شي کولی نو له موضوع مه وځئ ايا رښتيا هم طالبانو په هديره کې بمونه خښ کړې دي؟
که خښ کړي يې وو نو صليبيان خو زيارت ته نه ځي ولې؟
که نه نو د صليبيانو د فحاشئ او هديره کې د بمونو خښولو سره څه تړاو دی چې تاسو خبره بل لوري ته کش کوئ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more