د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دروغژن وپیژنﺉ

رښتینی
10.02.2013

دروغژن وپیژنﺉ

دروغژن د دروغو له پاره جملي او توري پیداکولی شي خو دمخ اوقافيي شکل نشي برابرولی راځﺉ په لاندي څو لارو چارو سره دروغژن دروپژنو :

1) دمخ څارنه
کله چې څوک خبرې کوې مخته یې په ډیر دقت سره ځیر اوسﺉ ، دهغه په څیره کې ځانګړې تعبیرات لیدل کیږې ، دا تعبیرات په یوه ثانیه کې بدلیږې رابدلیږې ، او دا تعبیرات پیژندل اسانه هم ندې یوڅه تجربه او ځیرکتیا غواړې دبیلګي په توګه دغم په وخت وریځي پورته کوې ، د تعجب په وخت سترګي ټاغي نیسې ، دتمسخراوپوزخندپه وخت بره شونډه چیته اولاندینی راپورته کوې اوداسې نور ،

2) خولې

دروغژن ډیر ځله د دروغو ویلوپه مهال خولې کیږې . او نشې کولی له خولو نه ځان وژغورزې ، اودا ځکه چې دروغژن دیوډول عصبیت او شرم پټ احساس لرې او دهغه له کبله خولې کیږې .

3) دسترګو څارنه
دروغژن دسترګو حرکات نشې کنترولولی رښتینې ته چې د کیسې تفصیلات وریاد شې ښي لورته ګورې او دروغژن چپ لورته ګوزې .

4) دغاړې څارنه
د دروغژن غاړه په دقت سره باید وڅارل شي څکه هغه په زړه کې ډارنده وې او د دروغو په مهال یې ناړې کمیږې نودی په تکلف سره دغاړې دلوند لرلو په نیت ناړې تیروي اوهغه یې په غاړه کې لیدل کیږې .

5) دبدن نور غړې
د دروغژن دلاسونو اوپښو حرکت هم تغیر کوې او دهغو خوځښت محدودشي ، یاد بیلګي په توګه هغه کوم مخصوص حرکت غوره کړې لکه غوږ یاڅټ ګرول ،خودا حالت کله کله دځیني نورو عارضو لامله هم رامنځته کیږې .

6) دغږ ځارنه
د دروغژن دغږ څارنه هم کله کله دهغه په پیژندنه کې مرسته کولی شي ، دروغژن ډیر ځله په ناڅاپي توګه تیزې خبرې پیل کړې او کله بیا دخبروپه منځ کې ورو شي ،

7) دروغژن په خبرو کې تاییدي تورې هم ډیر کاروي او بیځایه خبروته تفصیل ورکوې داراز هغه په ځیني واضحه خبره قسمونه کوې اوپه ټولیزه توګه دروغژن قسمخور وي .

8) دروغژن له پوښتني ډیر ویریږې او کله چې ته عادي پوښتنه کوې دی فکر کوې راباندي پوه شوی به وې داراز دروغژن په خبرو کې ځیني جملې ډیرې تکراروي اویوخبرڅو ځله کوي

دا څو هغه نښې او اندازې دي چې د دروغژن په پیژندلو کې له موږ اوتاسو سره مرسته کولی شي او خدای مکړه که چرته د دروغو نیت وکړو نوپه دي توګه مو خلک پیژندلی شي پښتانه وایې : دروغژن مختورن وي او چې دروغ وایې هغه بي ایمانه وې داراز قرانکریم وایې : دروغژن دالله له رحمت نه لرې اولعنتي وي ، که په هرصورت او هرځای کې له دروغو ځانونه وژغورﺉ بریاليتوب به ستاسو پښې ښکلوي .


حمید هڅــاند
11.02.2013

ماشاء الله...ډېره په زړه پورې او خوندوره لیکنه وه...
زه چې کله لومړی دې فورم ته راغلم، موده لا نه وه تېره چې د حامد ورور هغه لیکنه مې ولوسته:
تسامح او د بل بښلو فن
لا تر اوسه مې یاده ده،،،بیا یې د زړونو ډولونه مطرح کړي ول...بیا خپرې ملغلرې وې...د حامد صیب ټولې خبرې ملغلرې وي..مینه، نرمښت، مهرباني، زغم، ښکلی احساس او.. پکې له ورایه جوت وي.

الله پاک مو په دونیا او اخرت دواړو کې نیکمرغه او بریالی لره: امین.

کشر ورور مو، حمید

درنشت


پتوال
23.02.2013

واه واه ، حامد رښتیني صاحب خو داسې کره معیارونه را ټول کړي دي چې هر یو یې ددروغجن په پیېژندلو کې بالکل
د کاڼي کرښه بللی شو !
یو تن پېژنم چې هېڅکله به یې رښتیا نه ویل ، په خبرو کې هم ډیر موفق برېښېده ، د رښتیني دې لیکنې راپه یاد کړ چې
خدایږو دغه ټول علایم په هغه کې موجود وو!

د حامد صاحب ټولې لیکنې ګټورې ، له پند ه ډکې او خوندورې دي! په قلم دې برکت ، کور دې ودان او اجرونه دې نصیب شی! والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more