د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

د كلثوم بن أغرم د ذكاوت كيسه

حلیم یار فطرت
05.02.2013

د کلثوم بن اغرم دذکاوت او هو ښیاری کیسه؛
کلثوم بن اغرم دعبدالملک بن مروان په خلافت کی دخپل ذکاوت اوفوق العاده هوښیاری په سبب پر ډیر مهم منصب باندی ګمارل شوی وو
چی دهغه دارنګه پرلپسی پرمختګ تحجاج بن یوسف هیڅ نه خوښیده او بلاخره یی دکرکه په سخت قصاوت او د ښمنی بدله شوه چی په نتیجه کی یی حجاج بن یوسف خلیفه پر دی مجبوره کړ ترڅو کلثوم په اعدام محکوم کړی او له غمه یی بی غمه شی.
خلیفه امر صادر کړ چی کلثوم دی اعدام کړل شی
دا خبر هر چاته ورسیدی دکلثوم مور چی کابو سلو کالو ته نژدی وه هم خبره شو سمدستی روانه شوه او دعبدالملک بن مروان حضورته په فریاد او شکایت ورغله هغه یی مخاطب کړ او ټول? خبری یی سپینی سپینی ورته وکړ? او دخپل زوی سپارشت یی هم وکړ اودهغه دوافاداری ذمه یی ووهله
خلیفه ددی دعمر داحترام لپاره له ام کلثوم سره یو قول وکړ:
سمه ده ته اوس ولاړه شه سبا ره حجاج ته ووایم چی دوه امرونه دی ولیکی په یوه کی به ولیکی چی نه دی اعدامیږی
او په دوهم کی به ولیکی چی اعدام دی شی سبا به وگورو که دی زوی برئ او بی گناه وو خدای به یی له مرگه وژغوری
اوکه معصوم وو هم خدای به یی وساتی
په سبا چی کله خلگ راجمع شول کلثوم یی هم راووست کله چی ورته دوه مکتوبه وړاندی کړل چی په دواړو کی لیکلی وو: اعدام دی شی
کلثوم چی په کیسه ورسیدی نو ژر یی یوله هغو کاغذانو راواخیست او ویی ژووی او ورقه یی ټوله وخوړه نو یی خلیفه ته وویل :
علیحضرته مامی خپل انتخاب راواخیست او ومی خوړ اوس خو هغه سند نه ده پاتی چی په هغه کی یی لیکلی وو چی اعدام دی شی او نه هغه چی لیکلی وو چی نه ده شی اعدام!؟
خیر اوس به داسی وکړو چی هغه دویم سند به وگورو چی څه په کی لیکلی دی؟
ځکه چی هغه زما انتخاب کاغذ خو ما خوړلی ده نو اوس به دا وگورو چی هر څه لیکلی وو دهغه عکس او سرچپه معامله به راسره کیږی ځکه چی دواړه مکتوبونه دیو وبل ضد وو چی په یوه کی لیکلی وو اعدام دی شی او په بل کی لیکلی وو نه دی اعدام کیږی
نو کله چی جلادانو مکتوب یا د کلثوم داعدام امر وکوت پکی لیکلی وو اعدامیږی به
نو په دی رنگه هو ښیاری سره یی ځان له مرگه خلاص کړ
حلیم یار.فطرت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more