د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ځلنه که ښکارنده

حمید هڅــاند
24.01.2013

[quote:4065d37cd2="پتوال"] ناوړه ځلنه(پديده) بالکل له منځه لاړه !

[/quote:4065d37cd2]

پتوال صیب! دا پدېدې ته خو موږ ښکارنده وایو، تاسو څنګه ورته (ځلنه) وایاست؟ :roll: :roll:

درنښت


پتوال
25.01.2013

ښکارنده خو نوم (اسم) نه ، بلکې صفت دی او د اسم پرځای کارېدلی هم نشي .
پديده هم د phanomen ټیکه ژباړه نه ده ، ځلنه =برېښنه يې سمه معنی ده، خو له برېښنې څخه د ځلنې ټاکل ښه او مناسب بریښې ! زه ورته کله کله ځلځلنه هم وایم خو هغه به پرېږدو غیر واقعی
پیښو او پړک و پړوک لکه سراب(نقش بر آب ) ته ! والسلام


حمید هڅــاند
26.01.2013

مننه چې زما پوښتنه مو دلته لېږدولې ده!
پتوال صیب! زه له ادبیاتو سره دومره بلد نه یم، دا چې تاسې د ځلنې او په نورو ځایونو کې د ځلځلنې توری کارول ښه بولئ؛ نو زه به یې هم درسره ومنم. او رښتیا، ستا په پخوانیو لیکنو کې مې کومه ورځ همدا ځلځلنه هم لېدلې وه.

خو یوه بله پوښتنه:
زه کله-ناکله د (تاسې) پرځای (تاسو) لیکم..چې دا به څه ډول وي؟
مثلا: تاسو لیکلي دي.
او په پښتو کې د لیک لیکلو په مهال زه یوې بلې خبرې ته متوجه کېږم، خو نه پوهېږم چې څه ډول یې څرګنده کړم. موږ ډېر وخت ځینې داسې کلمې لیکو:

[color=darkblue:8df3f8c293]د ځینو کړیو ناسم او له تاوتریخوالي ډک تثمیل د دې لامل شوی دی چې په غرب کې مسلمانانو ته د ترهګر لقب وکارول شي. [/color:8df3f8c293]

پورته جمله کې، (د دې) کارول څومره پرځای کار دی. ولې باید مستقماً خبره نه شې څرګنده؟ داسې:

د ځینو کړیو د ناسم او له تاوتریخوالي ډک تمثیل له امله، په غرب کې مسلمانانو ته د ترهګر لقب ورکړ شوی دی.

او یا دا:
رښتیني مسلمانان تل په دې هڅه کې وي چې خپلې ټولې کړنې د اسلام د اصولو له مخې ترسره کړي.

خو که ولیکو چې:
رښتیني مسلمانان تل هڅه کوي چې خپلې ټولې کړنې د اسلام د اصولو له مخې ترسره کړي.

نو ( د دې) کارول او پرې د جملې بل ډول پېیلو اړتیا څه ده؟

هیله ده ډېر ګډوډ به نه یم غږېدلی.

درنښت


ډاکتر څپاند
27.01.2013

زه اديب يا ليكوال نه يم خو ماته داسى بريشي چى ستاسو ليكنه مفهوم او بله ليكنه ترجمه ده.


larghonay laraway
28.01.2013

السلام عليکم!
باور وکړئ که مې تر اوسه نه (ښکارنده) او نه هم (ځلنه) خوښه شوې وي. ځکه چې دواړه ډېر مصنوعي دي.
همدا راز مې دې ميراتمړي (Phenomenon) ته کوم ښه نوم هم نه دی موندلی.
که درانه ملګري يې په څو ګڼو جملو کې وکاروي نو کيدای شي په کليوال چاپېريال کې ورته يو وړ ټکی ومومو.
مننه
ستاسو لاروی


پتوال
28.01.2013

[quote:ef188bdea5="ډاکتر څپاند"]زه اديب يا ليكوال نه يم خو ماته داسى بريشي چى ستاسو ليكنه مفهوم او بله ليكنه ترجمه ده.[/quote:ef188bdea5]

دروند څپاند صیب ته سلام او بیا پوښتنه :
دا لیکنه مو چاته راجع ده، که زما لیکنه مو مطلب وی نو لږ مو هدف روښانه کړئ چې پرې پوه او ځواب یې درکړای شم .

او لاروی صاحب ته عرض کوم چې (ځلنه) د ترویج له پاره نه، بلکې د پدیدې پر ځا چې د فېنومېن نا مانوسه ژباړه ده کاروم .
هرکله چې تر دې ښه بښتو ویونی وموندو دا او ورته نور به پخپله پاتې شي!
لاروی صاحب فېنومېن په فلسفه کې د ماهیت بهرني ظهور او ځلېدا ته وايي . کانټ ټوله حسي نړۍ د [color=blue:ef188bdea5]بالذّات شي [/color:ef188bdea5] او هیګل ټول تاریخ د عیني تفکرPhanomenology فېنومېنولوژي بللې ده . نو باور نه کوم چې له مسلکي علمي ویوني پرته په ساده کلیواله پښتو کې دفېنومېن غوندې مسلکي علمي فلسفی پوهیزته کوم مناسب ویونی وموندلای شې!
خبر مې کړې وایوره او منه یې مه، هڅه دې جاري وساته :
[color=yellow:ef188bdea5] چې غوټېم پسې وهې تر لاس به ی نکړې ، چا ویل چې دې دریاب کې ګوهر هم شته ؟؟؟ :lol: :lol: :lol:[/color:ef188bdea5]


پتوال
28.01.2013

هڅاند صیب هرکله راشې!

ستاسې مثال :
[quote:a58ed08d4f]رښتیني مسلمانان تل په دې هڅه کې وي چې خپلې ټولې کړنې د اسلام د اصولو له مخې ترسره کړي.

خو که ولیکو چې:
رښتیني مسلمانان تل هڅه کوي چې خپلې ټولې کړنې د اسلام د اصولو له مخې ترسره کړي. [/quote:a58ed08d4f]
ډیر ښه او په ځای مثال دی، آن په خبرونو او رپوټونو کې هم ورته غلطۍ ډیرې کیږي او ژباړن د مستقیمې صافې
او روانې جملې په ځای کږې وږې او خنډینې جملې جوړوي!
زه خو در سره سل په سلو کې اندمل یم!
والسلام!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more