د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

بايپولاريامانياک - ډيپرشن څه ډول رواني ناروغي ده!

ډاکتر څپاند
19.01.2013

[color=white:287cf67ec3]Bipolar disorders or maniac-depression[/color:287cf67ec3]
بايپولاريامانياک - ډيپرشن، څه ډول رواني ناروغي ده!
اول بايد وليکم چې دا ډول عقلي يا رواني ناروغئ که تشخيص او معالجه نشي يوه خطرناکه ناروغي ګڼل کيدی شي۰
دا ناروغان دتداوئ نه بغير په دوه ډوله حالاتو کې ليدل کيږي:
[color=yellow:287cf67ec3]۱-دمانياک حالت:[/color:287cf67ec3]
پدې صفحه کې ناروغ خپل نارمل قضاوت له لاسه ورکوي اوناوړه تصاميم نيسي٠
روحي حالت ئي ثابت نه بلکې په نوسان کې وي٠د خپل معمول عادت خلاف ډيره انرژي لري او
ډير فعال وي٠ډير ګړيږي،يوه جمله ئي لا نوي ختمه چې بله شروع کړي٠ډيرې لافې
وهي او غټې غټې خبرې کوي٠شرم او حيا ئي لږه شي او دخپل دزړه
پټ رازونه په جګ غږ نوروته وائي٠شهواني قوت اوفعاليت ئي ډيرشي
او مقابل جنس حتی بيګانه او نااشناخلک مجلس او عشقبازئ ته 
رابولي٠خوب ئي خوراکم شي خوبياهم دستړيا احساس نکوي٠
رنګارنګ جامې په غاړه کړي يا داچې دعادت خلاف ناوړه اودخپل عمر
خلاف نامناسبه جامې اغوندي٠
دې چرس ،شراب اوبنګ معتادين په خپلو عاداتو کې اصراف کوي او يا هم له نوې پرې شروع کوي٠قمار بازي او جواري د افراط حد ته رسي. بعضا ناروغ يا نور و ته د ژوند په بيه تماميژي.
کله هم ناروغ په همدې حالت کې دژوند په مهمو برخو کې ستر او غيرمسولانه 
تصميمونه نيسي٠مثلا بل واده کوي،ياد بل شخص سره غير اصولي اړيکي پيدا کوي٠
دعادت خلاف سترمصرفونه کوي٠کور،موټر،جامې او بعضانور غير ضروري شيان پېري٠دکورسامان،حتی نوي ورته زاړه بريښي،داقتصادي توان خلاف ئي بخشش ياپه ټيټه بيه خرڅ کړي٠
ځينوته خپل ځان ډيرمهم شخص بريښي،دغټومقامونو او حتی دپيغمبري دعوی کوي٠
کله هم دعادت خلاف ډيرخوشحاله برېښي خو برعکس ډير زر متاثر
او جنګره کيږي او کيدی شي چې پر نورو حمله وکي٠.
دمانياک صفحه(دناروغئ په شديده مرحله کې ځيني کليوال،خاصتا دميالي صيب منجاوران،دا ناروغان ، مستان ليونی بولي) دې څوورځو،اونيواو کله هم دې څوساعتو ياهم مياشتو لپاره دوام کولی شي٠
دا ناروغئ اکثرا جنتيکي منشه لري خومحيطي عوامل هم پکې نقش لرلی شي٠اکثراخته ناروغان ځوانان (دپوهنتون دزده کونکو په عمر)وي،مګرداناروغي په هر عمر کې واقع کيدی شي٠دا ناروغئ  په نارينه اوښځو کې په مساوي ډول شيوع لري٠
دافغانستان پشان په روسته پاته ټولنو کې دا مرض په ښځو او ځوانونجنوکې خطرناک شميرل کيږې  او داځکه چې که  ځوانه نجلې پدې مرض اخه شي،کورنۍ اوچارپيريال ته دې "بېحيا اوبداخلاقه نجلۍ"په څيربريښي.نولازمه ده چې زموږ هيواد وال له دې ناروغئ ځان خبر او سر پرې خلاص کړي٠

دويمه برخه

[color=brown:287cf67ec3]دډيپرشن صفحه[/color:287cf67ec3]
پدى مرحله كى د مانياك خلاف نارغ خپله انرژي له لاسه وركوي. خفه، متاثر،زره تنگى،سترى او ناتوانه وي.ژر عصبي او قهرجن شي،
خوب خراب او كه ويده هم شي بد خوبونه ويني. بعضى ناروغان ډير خوب كوي او تر غرمى پورى ويده وي.
ناروغان د ژوند او دهغه خوشحالو شيبو نه لذت نه وړي.حافظه ئي ښه كار نكوي او دفكر تمركز ضعيف شي.
بعضى ناروغان بيدون له كم واضح سبب نه ژاړي.
[color=blue:287cf67ec3]كوچني مشكلات ستر ښكاري،پخواني ترخه يادونه دناروغ ذهن او خيال زوروي.[/color:287cf67ec3]
ژوند بىيمعني او بي ارزښته شي،ناروغ خپل ځان ته هم ارزښت نه وركوي.
اكثر ناروغان اشتها نلري او وزن بايلي خو ځيني نور ديره اشتها لري.
[color=green:287cf67ec3]ناروغان دسردرد، ملا درد،دګيدي درد او خرابى هاضمى نه شاكي وي.[/color:287cf67ec3]

[color=red:287cf67ec3]ددى مرحلى پيل خورا خطرناكه دى،هغه داچى د ځان وژني خطر ډير زيات شي(په غربي نړۍ كې ددې ناروغانو د ځان وژنى خطر لس په سلو كى اټكل شوى دى پداسىې حال كى چې د ټولنې ٣ په سلو كى وگړي پدى ناروغى اخته دي).[/color:287cf67ec3]په گن شمير ناروغانو كى دمانياك صفحه لنډه او كيدى شي صرفاً يو ځل وليدل شي خو ناروغ د خپل عمر پاته برخه په ډيپرشن كى تيروي.
د ډيپرشن كلينيكي لوحه دى بايپولار (مانيك-ډيپريشن) او د ژور خفگان تر منح فرق نه سره لري خو په علاج كى ىي تفاوت موجود دى نو ځكه ديره مهمه ده چى ناروغ دقيق تشخيص شي.

درملنه:

[color=white:287cf67ec3]دبايپولار ديپرشن تداوي او معالجه يا درملنه د " معمول ډيپرشن چى د يونيپولار په نامه هم ياديژي" څخه فرق لري.نو خاصتاً ځوانو ډاكترانو ته لازمه ده چى دى ديپرشن د ناروغ تاريخچه په دقيق ډول تر لاسه كړي او ځان پدى مطمئن كړي چې ناروغ د مانياك صفحه لرله او يا څنگه؟.ځكه، كچيرى دا ناروغان( بايپولار مانياك-ديپريشن)
دې "معمول ډيپريشن"پشان تداوي شي ددې خطر موجود وي چې ناروغ "دوباره" دې مانياك صفحي ته ور داخل شي.[/color:287cf67ec3]

دا ناروغان دې mood stabilizing agent (دى چُرت اوفکر ثابت ساتونكي) دواګانو په وسيله تداوي كيږي.خو يو شمير ىي دى ديپريشن دوا(antidepressant) ته هم اړتيا لرلى شي.
د موود "چُرت يا رواني حالت" دثابت يا استوار ساتلو معمولترينې دواگانى عبارت دي له:
Lithium carbonate
Sodium valproate
Phenytoin
Carbamazepine
په په بعضې ناروغانوکې،خاصتا دمانياک په صفحه کې انتي سېکوتيک دواګانې لکه
zyprexa(olanzapine),quetiapineاو ځينى نور په موقت يادايمي ډول استعماليږي٠
دې کره معلوماتولپاره،مجرب طبيب ته ورشئ٠
په درناوی


Gartency
30.11.2015

This website allows me to have access to information that I have never seen before.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more