د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دمشهد په لور

حلیم یار فطرت
15.01.2013

ځو د ميخانې په لــوري ګـــــــام اخلو
نن به دساقي له لاســـه جــــــام اخلـــو

ژونده ته ورځـــه ستا يي په مخه ښـــه
مونږ دمرګ په بيـــه ستا انجــــــام اخلو

مونږ يو دنړۍ يو زوريدلــــى قـــــــام
نور لــــه ظالــــمانو انتقـــــــام اخلـــــو

اي ديون ملګـــرو ! حوصــــلې په كار
ګام به دمنــــــزل په لور په پــــام اخلو

مونږ چي پيداكړي ده كعبــــه دعشـــــق
خدايـــه! ستاله مينې نه الهام اخلـــــــــو

ځوډيوې په لاس يي دمشهد په لور
يوځل دشهيد لالــی ســـــلام اخلــــو
حمــدالله حلــیم یـار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more