د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د اسلامي رنسانس په بيا را ژوندي کولو کې د علماؤ نقش او کردار

M Tahir
11.01.2013

پۀ اسلامي ټولنه کې علما ډېر لوړ مقام لري، دغه لوړ مقام د هغوئ پۀ مسؤليت او علميت پورې تړلی دی يعني که علما خپل مسؤليت پۀ ښه توګه درک او ترسره کړي، پۀ جامعه کې يي مقام او حيثيت نور هم زياتېږي چې دا کار بيا د ټولنې د دنيوي او اخروي نېکمرغۍ سبب کېږي .

له ډېرې مودې راهيسې په دی فکر کوم چې د مسلمانانو د زوال عمده لاملونه څۀ شی وو / دي او څرنګه کولای شو چې د اسلامي رنسانس په بيا را ژوندي کولو سره خپل تېر برم بيا لاسته راوړو ....... ډېر کتابونه، او بېلابېلو ژبو کې په دې تړاو شوې څېړنې مې وکتلې خو پوره کار هيچا هم نه دی کړی .

زما په فکر د علماؤ نقش او کردار، د دغه لاينحلې او مغلقې قضيې د حل لپاره سرټکي برابرولای شي. د دغه ستر کار لپاره علما څرنګه نقش لوبولای شي،د علماؤ واقعي مسؤليتونه څه شی دي، او يو ملا بايد څرنګه خپل مسؤليت ترسره کړي، تاسې درانه عالمان او نور د نظر خاوندان خپل نظرونه وړاندې کړئ !

په مينه
ستاسې طاهر
نوټ:
زموږ هغه وروڼه چې پۀ دې بحث کې لياقت يا پۀ اصطلاح Expertise نه لري پۀ ډېر درنښت ورنه هيله کوو چې نورو ګډونوالو ته به نه مزاحم کېږي ![color=white:532a51bd96][/color:532a51bd96]


حمید هڅــاند
11.01.2013

[quote:1113a52cf0]نوټ:
زموږ هغه وروڼه چې پۀ دې بحث کې لياقت يا پۀ اصطلاح Expertise نه لري پۀ ډېر درنښت ورنه هيله کوو چې نورو ګډونوالو ته به نه مزاحم کېږي ![/quote:1113a52cf0]
طاهر صیب، تاسې خو هغه د چا خبره، داسې یو بنده (rigidity) دې موضوع ته وراچولې، چې موږ مو حیران کړو چې د نظر اظهار مو هسې نه مزاحمت وي :o

په هرصورت؛ خورا ښکلې موضوع مو مطرح کړې ده، دا یو ښکار واقعیت دی چې مسلمانان اوس وخت یا مستقیم او یا غیر مستقیم غلامان شوي دي. او دا ځکه چې زموږ هېوادونه خپلواک نه دي، موږ اړیو چې په نظام، منجمنټ، اداره، اقتصاد، سیاست، قانونپوهنه او نورو برخو کې د غرب قاعدې ومنو؛ او که ویې نه منو، تجرید کېږو به. موږ اسلامي خپلواک نظام رامینځته کولو وړتیا ځکه نه لرو، چې دې برخې ته مو کار نه دی کړی،،
زموږ قانون پوهان له الهي قانون څخه پوره نه دي خبر!!
زموږ سیاستپوهان له اسلام څخه لرې شوي دي!!
زموږ اقتصادپوهان له اسلامي اقتصاد څخه نه دې خبر!!
اونور...
بل پلو، زموږ د دین زده کوونکي او عالمان له موډرن سیستم سره نه دې بلد.
دواړه لورې بیا یو له بل څخه په فاصله کې واقع دي، ان کله ناکله خو یو بل بد لا اېسوي.
نو په داسې یو حالت کې به موږ څنګه د واکمن غربي نظام مقابله وشو کړای؟؟

ستاسو رامینځته کړې موضوع باندې باید لوی کنفرانسونه او پنډ کتابونه ولیکل شي، اما له دا ډېرې مودې راهیسې زما په سر کې څه داسې خیال دی چې، زموږ تعلیمي سیستم باید له سره ترپایله اصلاح شي، نسل مو په اسلامي روحیه و روزل شي او د دیني او عصري علومو سرحد او توپیر ورک کړای شي.
چا ویل چې قانونپوهنه اسلامي علوم نه دي؟؟
څوک وایې چې اقتصاد دینې زده کړې نه دي؟؟
څوک وایې چې سیاست دینې دزه کړې نه دي؟؟؟
او نور...
نو چې داسې ده، ولې باید د دیني او عصري علومو په نوم دوه نومونه ولرو.
زما په نظر، اساسات باید هر مسلمان محصل ووایې ( طالب او زده کوونکی) او بیا هر څوک پخپله رشته کې تخصصي زده کړې وکړي: یو طالب/زده کوونکی چې کله له مدرسې فارغېږي (د مکتب او مدرسې توپیر ورک دی)، باید پخپل تخصص کې زده کړې وکړي، مثلا: یو ملا ممکن اقتصاد پوه وي، او نور...

بیا به نو موږ له اسلام څخه خبر یو، بیا به نو موږ په اسلام عمل وکړو، بیا به نو موږ امر باالمعروف ولرو، بیا به نو موږ رښتینې مسلمانان یو، او بیا به موږ د حق ملاتړ په ځواکمنو مټو وشو کړای.

درنښت


M Tahir
13.01.2013

ورور هڅاند صاحب!
تاسې پۀ خپلې لمړۍ ليکنه کې وښودله چې د دې موضوع په اړه له يو کاري ټيم سره کومک کولائ شئ . فکر کوم دغه لاندې خبرې مو:

[quote:711437821f]
زموږ قانون پوهان له الهي قانون څخه پوره نه دي خبر!!
زموږ سیاستپوهان له اسلام څخه لرې شوي دي!!
زموږ اقتصادپوهان له اسلامي اقتصاد څخه نه دې خبر!!
چا ویل چې قانونپوهنه اسلامي علوم نه دي؟؟
څوک وایې چې اقتصاد دینې زده کړې نه دي؟؟
څوک وایې چې سیاست دینې دزه کړې نه دي؟؟؟[/quote:711437821f]
دومره ارزښتمنې دي چې هر ټکی يې راته تر طلاؤ ارزښت لري .

تربيا پورې
ستاسې طاهر


رښتینی
14.01.2013

محترم ورور طاهر صاحب په میاشتو میاشتو نادرکه یې او کله چې راشي نو دومره درنه موضوع راوړي چې دټول افغان ملا کړوپه کړې ... وروره دټول افغان په شمول نورو انټرنیټي پاڼوته هم کله ورځه :)

اورښتیا چې د علماو مسؤلیت خورا دروند او مهم ده خودا چې دوی باید څه وکړې په دي اړه اوږدوخبروته اړتیا ده او هغه بیا ....

اورښتیا طاهر صیب هغه وتک چیرته دی ؟


پتوال
19.01.2013

درنو ورونو سلام پر تاسې!

له هغه راهیسې چې خلافت ختم او قدرت شاهانو او سلاطینو ته پلاس ورغلی په دغو ۱۰-۱۲ پیړیو کې دین او سیاست سره بیل او دیني عالمان له سیاست څخه لیرې ساتل شوي دي څو د هغوی قدرت چیرې تر پوښتنې لاندې رانه ولي. که څه هم سیاست او د امت رهبرۍ له اسلامي مرکز (جومات) څخه نشئت او سرچینه اخیستې ده او ددیني عالمانو حق ، دنده او مسولیت دی ، خو د سلطنتي دوران په دا دومره پیړیو کې له پښتون سید جمالالدین افغاني او شهید محمد موسی شفیق پرته چې ډیر ژر لومړنی د انګلیسي استعمار په دسیسه ګوښی او له هیواد څخه تبعید او دوهم يې د شوروي د سوسیال امپریالیزم له خوا د پوځی کودتا له لارې ګوښی او بیا شهید کړل شو، تر اوسه یو دینپوه هم د سیاسي مشرۍ مقام ته ونه رسید .
همدا علت دی چې اسلامي جامعه له سیاسی زوال سره مخ شوې او له په نړیوال ډګر کې له سیالۍ څخه وتلې ده .
خو دا نه یواځې د شاهانو بلکې پخپله د دیني عالمانو کناه هم ده .
دوی له سیاسی پوهې او سیاسی قدرت سره اړیکه او علاقه شلولې ده . دوی ددین او سیاست په تړاو خبر نه دي، او دوی د امت د سیاسی رهبرۍ مسولیت نه حس کوي او دسیاسی علومو د زدکړې غوښتنه نه کوي! تاریخ ، ټولنپوهنه او سیاستپوهنه باید ددیني مدرسو په درسي کانون کې غوره ځای درلودای !
نو په دغسې حالت کې چې کله هم ملایان قدرت ته رسیدلي دي د سیاست د ناوې سره يې د نابالغه ماشومانو او ایجړا ګانو په شان چې نه یې ددغې ناوې ښکلا او نه یې جذابیت پیژانده چلند کړی او ژر تر ژره له سیاسی او پوځي زوال سره مخ شوی دي.
د ۲۰۰۱د سپتمبر د ۱۱ نېټې پیښه چې تر ننه پورې یې افغان ولس د وینو په سیلاب لاهو کړی له همدې سیاسی ماشومتوب او سیاسی امي توب یوه پایله وه.
نو طالبانو ورونو ته به کار دي چې تر هرڅه دمخه د مستقل ملي او نړیوال سیاست په الفبا ځان پوه او په بشپړه سیاسی امادګۍ اوچمتووالی سره سیاسی قدرت ته ورسیږي .

[color=blue:59bf59cf79]خو زه غواړم دلته یو بل تړاو ته هم ګوته ونیسم :

زما په اند مطلق قدرت د الله تعالی له ټولو صفاتو څخه خورا مهم صفت او القدیر او القادر يې مهم صفتي نومونه دي، ځکه چې
په هرڅه قدرت او د الله تعالی قدیر- او قادروالي د هغه سپېڅلی ذات الوهیت ، خالقتوب ، ربوبیت ، عظمت او نور صفتونه تضمین کړی دي . په قرانکریم کې د والله علی کل شئٍ قدیر، و هو علی کل شئ قدیر او ان الله علی کل شئ قدیر جملې هم د انسان او ټولنې ، خو تر هرڅه زیات د طبیعت په اړه په تکرار تکرار سره راغلي دي!
دېته په کتو سره اسلام یواځې په ایمان او عقيده نه ختمیږي، بلکې له ایمان او عقیدې وروسته د پوهې او عمل دین هم دی! د پوهې موضوع د الله قدرت پیژندل او د عمل موضوع د الله د قدرت په اړه په لاس ته راوړي علم سره د ځان او ټولنې ژوند عیارول دي!

د الله قدرت هم د طبیعت خلقت او هم یې چلول و اداره ده ( کل یوم هو فی شآن).
نو د الله تعالی د دین پوهنه او د هغه د قدرت پوهنه سره تړلي او لازم او ملزوم دي، یعنې دینوپوهنه ټول بشري - اجتماعي علوم او قدرت پوهنه یې ذبیعي علوم په لمن کې رانغاړي او د الله تعالی د پسژندنې له پاره هم د الله د دین او هم یې قدرت پیژندل دواړه اړین دي!
‌نو طبیعت، کاینات ، ځمکه او آسمانونه ټول د الله یو غوړېدلی کتاب دی : د الله د قدرت کتاب او په دغه کتاب کې طبیعي علوم (ساینس)مخکښ رول او مقام لري! نو دینی عالمانو باید په منځنیو پیړیو کې ساینسي پرمختګ غځولی وای او تر نن ورځې پورې یې په ساینس او تکنالوژي کې دمسلمانانو مخکښ رول له لاسه نه وای ورکړی!
او که له لاسه یط ورکړی نو بیرته لاسته راوړل يې پخپله د مسلمه امت رسالت او وظیفه ده !
نوکله چې زمونږ دینی عالمانو په ساینسي علومو کې هم د لویدیځ د پوهانو سره سیال شول نو هله بیا ویلی شو چې ملایانو صاحبانو ایله اوس خپل دیني مسولیت ، دیني لار او دیني قدرت و پیژندل !

و من الله التوفیق ![/color:59bf59cf79]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more