د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

غزل

حلیم یار فطرت
10.01.2013

زه چــي دوصل ښكلـــي باب د عشـــق كتاب كي غواړم
بـــس لــكه تږي مسافـــر چـــينــې سراب كـــي غواړم

خدايه ! چي ستا لپاره تورو غروكـــي شپې تېروي
هامسافـــر طالب مسجد او په محرابــــــ كى غواړم

اي د نايټ كلپ دفحــــاشۍ او عريانــۍ داعيانــو!
زه مـې دخپل وطـن پېغلوټې په حجــــاب كي غواړم

چي مستانـــــه د الا هـــو په شور كي وځنګېـــــــږم
ستاد توحـــــيددترنم تار په ربآبــــــــ كې غواړم

چـــي له تورتــــــم دغلاميو ځــــل و بـــــل راووزې
دازادۍ بــــــدره ! تا بيا په اٌب وتــــاب كي غواړم

كه دي زما غـــــزلــــې تنــــده دادب ماتــــه كــــــړه
نو (حليمياره) پيا غزل درنـــــه جواب كــــــي غــــواړم
حمدالله حليم یار


حمید هڅــاند
10.01.2013

حلیمیار صیب! زه عموما شعر سره چندان مینه نه لرم، ځکه نن سبا شعر شاعري هم دومره مبتذله ده چې فلمونه یې شرمولي دي...او شاعران هم دیني پوهه نه لري، د (یاغي شاعر) تر لقب لاندې چې څه په خوله ورځي، لیکي یې، وایې شعر بندوباري نه مني!! له همدې ځایه ده چې اوس مې له دا معاصرو پښتو شعرونو سره چندان نه لګي. خو ستاسو شعر مې خوښ شو او خوشاله په دې شوم چې تاسې غوندې شاعران هم لرو چې د شعر له لارې د حق ناره پورته کوي. الله پاک مو په قلم، پوهې او عمر برکت کړه.

درنښت


حلیم یار فطرت
11.01.2013

محترم ورور حمید هڅاند ﺹیب کورمو ودان چی مونږ ته مو داد راکړی باوروکړی چی ستاسو مینه او لوریینه مو قلم ته ځواک وربښی خدای ج دی وکړچی ستاسو پر هیلو پوره وخیژم
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more