د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

آ يا افغانان ناروغ زيږيدلي؟

ډاکتر څپاند
04.12.2012

آ يا افغانان ناروغ زيږيدلي؟

په داسې حال کی چې په پرمختللې نړۍ کې دوګړو ژوند، په منځني ډول ٨٠ کاله دی او لرئ نده چه سلو کلونو ته ورسي ، خو افغانان دنړۍ د نورو وږو تږو ملتونو پشان، دغربيانو په تناسب نيمائي عمر لري ، مګر ولې؟
غربي ډاکترانو دملاريا ، محرقې اودې ورته لسګونې ناروغې يواځې په کتابونو کې لوستي،خو زموږ ډاکتران او ولس ورسره شپه او ورځ لاس او ګريوان دي مګر ولې؟
غربيان د فرط تغذي او موږ دسؤ تغذي له لاسه مرو،داولې؟

آيا موږ ناروغه زيږيدلي يو؟
آيا زموږ په هيواد کې ميکروبونه ډير دي؟
آيا زموږ حفظ الصحه ناوړه ده؟
آيا موږ نا پوهه يو؟
آيا موږ کافي طبي مسلکي پرسونل،دوا دارو او دعامې روغتيا سيستم نلرو؟
آيا زموږ هيواد مناسبه سياسي رهبري او اداره نلري؟
داسې په لسګونو پوښتنې شته مګر ځواب؟
که رښتيا ووايم پورتني فاکتونه ټول، زموږ په ټولنه کې ريښتيني دي او ديوبل سره کلک ټړاو لري٠

که خفه نشۍ زه به يو ډير تريخ واقعيت درته په ګوته او په ډاګه کړم او هغه دا چې زموږ دخوار ملت اکثر وګړي،دغايطه موادو يا (غ) دخوړلو په وجه ناروغه کيږي!

پوهيږم چه دا يوه ترخه وېنا ده او ديو ګڼ شمير افغانانو لپاره دمنلو وړ نده،خو متاسفانه دا يو تريخ واقعيت هم دې٠

دکابل ښار به دبیلګې په توګه وڅيړو:

پداسې حال کې چه يوګڼ شمير ښکلې او ځينتي ودانۍ جوړې يا د جوړېدو په حال کې دي ، خو دکابل زوړ ښار ، خيرخانه،رحمن مينه،شاه شهيد،دزمانخان کلی،بي بي مهرو،جمال مينه،کوټې سنګي،خوشالخان مينه او ٠ ٠ ٠ ٠ ٠ اونور لا اوس هم چه يويشتمه پیړۍ ده صحي بدرفتونه نلري٠ خلک دخپل کور په کنج کې کناراب ( بيتت الخلا ، بدرفت،تشناب......) لري،پدې معنی چه خپله ګيډه هلته خالي کوي ! دښارونو نه بهر، د اوبو منابع د انسانانو او حيواناتو تر منځ شريکی دي٠
اکثر هيواد وال د سيندونو او ولو د اوبو نه استفاده کوي٠ پدې معني چه دوينځلو ، خوراک او څښاک اوبه سره ګډېږي٠په يوه واله ( جوی ) کې څاروي اوبه څښي او خپلې ګیډې هلته تخليه کوي ، ا نسانان هلته ځان مينځي او پنځه وخته اودس پکې کوي٠
مګر زموږ دګيډې "صادرات" څه دي او څنګه استفاده ترې کيږي؟

که دانسان دغايطه موادو نه اوبه لرې کړی شي ، دپاتې موادو ٦٠ فيصده ميکروبونه ، مړه يا ژوندي ،تشکيلوي٠
ميکروبونه دهوا دجريان ، مچانو ، نوروحشراتو او زموږ د خپلو لاسونو په وساطت زموږ دخوړو او اوبو سره

ګډيږي او يا مستقيما زموږ دخولې يا پوزې له لياري زموږ بدن ته داخلې او د راز،راز ناروغيو سبب ګرزي٠اوياهم

همدغه (غ) د پارو (سره) يا کود په صفت دکرونګرو په واسطه استعمال او دهغې ميکروبونه بياهم په مستقيم يا غير مستقيم ډول د انسان وجود ته سرايت کوي٠

دکورونو په داخل يا ومخ ته کثافاتو غونډاري ، دميکروبونو او حشراتو د تکثير اوزياتوالي لپاره خورا مناسب ځاي جوړوي٠
دبادونو او بارانونو په وجه دا کثيفه مواد شا وخوا، ټول چارپيريال ته خپريږي،پايله داشوه چه هيڅوک ور څخه ځان نشي ساتلی٠
په ډنډوکو کې مياشي ، دملاريا دمياشو (غوماشي،پشه) په ګډون زيادښت يا تکثير کوي او پدې توګه انسانانو ته د ناروغيو د انتقال تياری او امادګي نيسي٠

ددې لنډ بيان نه داسې بريښي چه ددې ډول ناروغيو مخنيوې خورا ګران کار دی٠
مګر زما په اند پوهنه هغه ستر نعمت دی چه انسان ته په تيارو کې لارښونه کوي٠
کله چه خلک پدې پوه شي چه دې ميکروبي ناروغيو درامنځته کيدو عوامل څه دي ، هله به دهغود مخنيوي لارې چارې هم وسنجوي٠

دخلکو پوهول دچا دنده ده؟

دازموږ دهريوه وجداني او ايماني وظيفه ده چه خلک دښو او بدو نه خبر کړو٠
پداسې حال کې چې د يوه واقعي ملي او دموکراتيک دولت په چوکات کې، کله چه کار واهل کار ته وسپارل شي،

هله به مسؤلين دخپلو مسلکي پوهې په برکت وکړاې شي چه هره پروژه او هر پلان په علمي ډول پيريزي اودعمل په ډګر کې ئې پياده کړي٠

مګر تر هغې چې داسې يوه ادره ،دننې فاسدۍ اوبيکفايته ادارې ځای نيسي،زموږ ملي ، اسلامي او وجداني وظا يف څه دي؟
هرهغه څوک چې ځان بشردوست بولي ، دا وظيفه په غاړه لري چه او ل ځان او بيا خلک له ښو او بد و خبر دار کړي٠
داکار ډير مشکل او نا ممکن ندې٠موږ کولې شوچه په ساده ژبه دهر ممکن فرصت نه په استفادې سره خلک پدې پوه کړو چه ناروغې څنګه رامنځ ته کيږي او دهغو د مخنيوئ لارې چارې څه دي٠

په ښونځيو او دعالي زده کړو په موسسو کې دروغتيا د زده کړې يو تدريسي مضمون ته ضرورت شته ، څو هر سواد لرونکی انسان ، دبدن دغړو، هغو د وظايفو او امراضو په هکله اساسي اوابتدائي معلومات ترلاسه او دخپلې کورنۍ او نورو هيوادوالو سره ئي شريک کړي٠

ښوونکو اومعلمانو ته دلنډ مهاله کورسونو اوسيمينارونو په تدويرسره ،کيدی شي چه روغتيائي ښوونې ترسره شي٠
بيا هم په ښونځيو کې هرښوونکی کولې شي چه په لمړني درسي ساعت کې په لنډه توګه (٢-٥ دقيقی) درغتيا په

هکله د زده کونکو سره جر او بحث وکړي٠

زده کونکو ته وظيفه ورکړی شي چه خپل مالومات دخپلې کورنۍ دغړو سره شريک کړي٠

ملا صاحبان او ديني عالمان کولې شي چه په مساجدو او نورو محافلو کې داسلام ددين له نظره دپاکئ او طهورت په برخه کې تبليغ وکړي٠

ډاکتران او نور طبي پرسونل ، بايد دهر مساعد فرصت نه په استفادې سره ،هيوادوالو ته روغتيائي ښونه او روزنه ورکړي٠کله چې يو ناروغ يا دهغه کورنۍ،طبي پرسونل ته مراجعه کوي،طبي کارمند بايد په ساده ژبه دمرض او دهغې دمخنيوئ په هکله،اړوخلکوته مالومات ورکړي٠

تلويزيوني خپرونې په خاصه توګه کولی شي (که وغواي او دملت غم ورسره وي) چه خلکو ته ، دخلکو په ژبه ،روغتيائي ښونه اوروزنه ورکړي ٠ دوي کولې شي چه لنډ فلمونه ، تمثيلي پارچې،او کارتونيک فلمونه جوړ يا ژباړ(ترجمه) او خپاره کړي٠دغه راز کيدې شي چه دمجربو ډاکترانو اونورو طبي کارکونکو نه مرسته وغوښتل شي٠

راډيو کولی شي چه په منظمه او پراخه توګه روغتيائي معلومات خپاره کړي٠څرنګه چې اکثرا هيواد وال بيسواده دي ، راډيو کولې شي چه پدې هکله ستر رول ولوبوي٠

اخبارونه ، مجلې او نور په ليکه شوی نشرات هم کولی شي چې دخلکوپه پوهاوي کې ستره برخه واخلي٠

دعامې رغتيا وزات بايد دخپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې سره ، دراډيوګانو ، تلويزيوني او نورې نشراتي موسسې ، داشغالګرو هيوادو دنشراتي موسسو په شمول، ودې ته وهڅوي چې دنورو خپرونو تر څنګ روغتيائي معلومات وخلکو ته ورسوي٠

انټرنټ ديوې سترې وسيلي په ټوګه دخلکو په پوهاوې کې خاص نقش لري٠
له ټولو انټرنيټي سايټونو نه په کلکه هيله کيږي چه دنورو معلوماتو تر څنګ طبي او روغتيائي مطالب هم خپاره او درنو هيواد والو ته یی وړاندې کړي٠

دټولو افغاني ډاکترانو او نورو مسلکي شخصيتونو نه هيله کيږي چه دثواب اوهيوادوالو ته دخدمت په خاطر ، په هره ژبه چې کولی شي ، روغتيائي معلومات دانټرنټ او نورو نشراتي وسايلو له لارې خپل ملت ته ورسوي٠

د"عقل سليم در بدن سالم" شعار بايد دهر انسان په غوږ کې انګازې وکړي٠
په درناوي،
داکتر صافي


هیښ
08.12.2012

سلامونه
محترم داكتر صاحب !
ټولى خبرى دى د ژونديو موجوده واقعيتونو سره سمون لري او افغانان نه يوازى  په  جسمي لحاظ ناروغه دي ،بلكه دروحي او رواني ناروغيو نه هم متضرره دي او د عذاب نه ډك د مجبوريت او ناهيلى ژوند ته دوام ور كوي .
ددې ټولو بدمرغيو علت او سبب په ټولنه باندى ديوه فاسد او دخلكو نه پردي نظام تحميل دى ،چې د بيګانه وو خدمت او دافغان اولس سره دخيانت په اساس خپل غير افغاني او غير انساني ژوند ته دوام وركوي .
نظام په يوه ټولنه كى داسى حيثيت لري ،لكه سر په بدن كې.كه سر او دسر اصلي برخه ماغزه خوسا او فاسد شي نو دبدن ټول اعضا ورسره فاسد شي او د خوسا او ناروغه مغز نه هيڅكله د سمې لارښوني او فعاليت تمه نشته ،بلكه دتخريب او مضريت سبب كيږي  او امكان لري ،چې د بدن دهلاكت او نابودى عامل وګرزي .
دافغانانو د جسمي او روحي سالمتيا دپاره ستاسو وړانديزونه  ډير معقول او مهم دي ،خو په ننى مسلطه ظالمانه اداره كى او دادارې سره ملګري ميډيا او روغتيايي پرسونل د تپل شوي نظام په څير دهغه بشري او ملي احساس او مسؤليت نه چې ته يې لرى محروم دي او دفساد په ډنډ كې تر غوږونو غرق دي . نو ددغه لوى مصيبت د رفع كولو له پاره بايد داسې اداره جوړه شي ،چې خلكو ته د خپلو اعمالو په ځواب ويلو ځان  مكلف وبولي او په دې متيقين واوسي ،چې د پرديو سره دوستي او نوكري د خپل ملت سره د دښمنى په بيه لوى جنايت او خيانت دى او څوك چې دا جنايت او خيانت كوي په دنيا او اخرت كى بې له شرمندګى او عذاب نه بله متاع نه لري .
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more