د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د منظور ولی له اشعارو


ع کريم حليمي
04.10.2012

چی په مينه کی ختلی څوک په دار دی هغه زه يم
چی ستی د جدايي په سور انګار دی هغه زه يم

چې یې خلک په هر ځای کې په هر حال ملامت بولي
چې د غم پیټی د چا پر اوږو بار دی هغه زه یم

محبت کې خو ژړا فریاد او هر څه هر څه شته دی
چې په خپله د دې هر څه طلبګار دی هغه زه یم

چې نه خوب کړي نه خندا کړي ، نه له ژونده څه خوند اخلي
چې په سترګو د جانان پسې بیمار دی هغه زه یم

چې د مینې هر تکلیف یې په خپل ځان باندې منلی
چې منظور ته څوک ایسار پر لویه لار دی هغه زه یم

شاعر منظور ولی



ع کريم حليمي
05.10.2012

څوک به کړي دعشق کیسه زه به در یاد شم
لاس به ږدې ورته په خوله زه به در یاد شم
په تصویر مې که دوخت دوړې خورې شوې
مخ ته ونیسه ائینه زه به در یاد شم
په غمونو به دورځې ځان غلط کړې
خو تیاره چې شي خوره زه به در یاد شم
مورکۍ به دې علت داوښکو پوښتي
ورته پیاز به کړې پلمه زه به در یاد شم
نا څاپي به له همځولو شې اوچته
لاس به ونیسې په زړه زه به در یاد شم


احساس

tandar
05.10.2012

زمونږ احساس ئې هم راوپارولو خو ولي صيب ته نشورسيدلي
چه دوطن داشغال له غمه ئې زړه پرهر پرهر وي؟
..........................[color=red:d93566ea9b]که ئې ملهم دازادي پري کيښودل[/color:d93566ea9b] زه به وريادشم
تندربه ئې خاوره دپښولکه رانجه کاندي په سترګو
..........................[color=red:d93566ea9b]که ئې قدمونه په لاره ديوالي کيښودل[/color:d93566ea9b] زه به ورياد شم
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي


توره شپه کې


ع کريم حليمي
11.11.2012

توره شپه کې
چې راياد شي کله يار په توره شپه کې
زړه مې ډېر شي نا قرار په توره شپه کې
ستا تصوير چې کله خيال ته زما راشي
ښکلوم يې تر سهار په توره شپه کې
ته چې هسې کله ووايې درځمه
زه کوم ستا انتظار په توره شپه کې
کله چې تصوير شي رانه ورک اشنا
منظور وخېږي په دار په توره شپه کې


چه

tandar
12.11.2012

چه يرغلګر او اشغالګر کړي ورماتي دروازي په توره شپه کي
.....................ناري سوري دماشومانو، شي رايادلوي خداي په توره شپه کي
وائې تندراي قادره اي قهاره نور رحم په مونږ وکړه
........................په افغان اولس به وي تر څو دغه حال په توره شپه کي
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي


سلامونه

tandar
12.11.2012

حليمي صيب سلامونه
ډيره بښنه غواړم چه زه ستاسو په ليکنو پسي ليکني کوم
زه هره ورځ څوځلي ټول افغان ګورم که چيري يو ښه خبر واورم
ما دلته دشعرو کومه مقابله نه ده شروع کړي خو زما په وينه ،رګو کي فقط او فقط ديوه لوي افغانستان ازادي او دافغان اولس يوالي په ژوند وني ارمان دي
اوبس
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more