د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

زما ورورکه سوداګره!

خیریوسی
11.10.2012

زما ورورکه سوداګره!
ته خو دکالو کاروبار کوی زه هم خوشحاله یم زما وماشومانوته دبهر څخه غاړی او تیار ګنډلی کالی راوړی .
ورورکه که لږ نور دفکر په ټال کی وځنګیږې
دبهر څحه ټوکر راوړی ، مری ،خالونه .... ...راوړی
او په خپل هیواد کي یی دګنډولو چاری بشپړی کړی وروسته یی په بازار کي خرڅ کړی ګټه یی ډیيييييييييييره نه ده ؟
ولی نه یوبه دی وخپلو وخلګو ته کار پیداکړی وی او بل به دی دخپل کلتور سره سم په افغانانو خپلی افغانی جامی اغوستی وی.

خیریوسی


وائې

tandar
11.10.2012

وائې په شمال کي دخامو تيلو استخراج شروع شوي دي
که دولت ددغو تيلو دتصفيې لپاره په خپله خاوره کي زمينه مساعده کړي نو ډيرو بي وځلو او بي کارو افغانانو ته به دښه ژوند زمينه مساعده شي
او دسوداګرو په دغه نيک عمل سره به ډير ځوانان له بدبختيو لکه چرس څکول ،پوډر او نورو ناشايسته اعمالو څخه لري پاتي شي
تربيا


خیریوسی
12.10.2012

مشره زیری دی په زوی بدل!
زیری ښه زیری دی خو پر ما دا زیری داسی لګیږی لکه پر زخم چي مي مالګی دوړوی. ولی ؟
کشکی موږ تیل پخپله استخراجولای اودصافولو او وبهر ته مو دصادرولو توان درلودلای ښه زما لیکنه اعتراض نه بلکی د خیالونو ټال دی چي سړی پکښی زنګیږی
خیریوسی


حمید هڅــاند
13.10.2012

خیریوسې ښاغلی خیر یوسې. مشوره ښه مشوره ده، مننه.


خیریوسی
23.10.2012

وټولو وروڼو ته دلوی اختر مبارکی وایم خدای دی موږ اوتاسو ټول په حا جانواوغازیانو کی حساب کی کړی .
حمید حڅاند صاحب! ته هم خیریوسی، چی زما خبره مو خوښه سوی او ماته دي دعا کړی ده کوردي ودان .
یوه ورځ می دکټوی دارو رانیول خورا ډیر ی کوتۍ او رنګارنګ دارو پراته وه دهغوی څخه یوه وه پر هغه لیکلی وه انار دانه
ډیر خوشحاله سوم چي اوهو انار دانه ده انار دانه !
بس پنځه کوتۍ می رانیولی کورته چي ولاړم کوتۍ می سره واړول راواړول ماویل چي کندهار - افغانستان به پر لیکلی وی خومتاسفانه چي پر هغه داسی ځای لیکلی ؤ چي په هغه څای کی دانارو یوه درخته هم نسته .


Re: وائې

pattang
24.10.2012

داخو هلته کېږي چې دسړي زوی ، صادق اوکار پوهه په سر کې وي !
دا کار خو ، خره ،کچران او کو....نشې کولی ،دا ټول بايد محاکمه او دارايې ئي دولتي
شي . نن خو سپی هم خبرې کوي خو چې امريکايې باډيګارد يې په څنګ کې ولاړ وي ٠ نالت دلوت په کام او طائفه يې !

[quote:bb690d018b="tandar"]وائې په شمال کي دخامو تيلو استخراج شروع شوي دي
که دولت ددغو تيلو دتصفيې لپاره په خپله خاوره کي زمينه مساعده کړي نو ډيرو بي وځلو او بي کارو افغانانو ته به دښه ژوند زمينه مساعده شي
او دسوداګرو په دغه نيک عمل سره به ډير ځوانان له بدبختيو لکه چرس څکول ،پوډر او نورو ناشايسته اعمالو څخه لري پاتي شي
تربيا[/quote:bb690d018b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more