د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

دسترګو دباڼو ځېنې ناروغئ

ډاکتر څپاند
22.10.2012

Hordeolum,Stye,chalazion

دسترګو دباڼو ځېنې ناروغئ

ګولمنجک -غلنګه

دسترګو دباڼو په بيخ کې دپوټکي او ويښتانو د شادابيت دتامين په خاطر دغوړينو موادو او خولې يا عرق د ازادولو يا افراز، غدوات شتون لري٠
دا غدوات دډيرو کوچنيو سريو (سوارخها-فوهات) له لارې خپل مايعات ازادوي٠خو د ناوړه حفظ الصحې او ميکروبونو دمداخلې په وجه،دا سوري وتړل شي چه د پړسوب،سوروالې،درد اوورته عوارضو سبب ګرځي٠

http://www.google.com.au/search?hl=en&rlz=1G1ACAW_ENAU415&q=hordeolum%20stye&gs_sm=c&gs_upl=5522l14118l0l16l15l0l2l2l0l436l3384l2-3.6.1&um=1&ie=UTF-8&tbm=isch&source=og&sa=N&tab=wi

که څه هم ميکروبونه،خاصتاStaphylococcusccus aurus
چه ددې ناروغئ دميکروبي اسبابو ٩٠ په سلوکې جوړوي او دناولو لاسونو يادمخ دوچولو (روي پاک-دستمال وامثال ان) له لاری سرايت او انتشار کوي،خو ناوړه حفظ الصحه،په نجونو کې د ښکلا د موادو او وسايلو زيات مصرف او شريکول،خاصتا،ددې ناروغئ سبب کيږي٠

stye(hordeolum
چه په عوامو کې غلنګه يا ګولمنجک هم ورته ويل کيږي،معمولا ٣ الی ١٠ ورځې دوام کوي٠خو که تر دوو اونيو بهبودي حاصله نشي،ديوه دوامدارپړسوب باعث ګرځيدی شي چې د
chalazion
په نامه ياديړي،نوموړی پړوب معمولا درد او ناراحتي نلري،خو دښکلا په لحاظ داهميت وړ دی٠
درملنه
باڼه بايد پاک وساتل او هره ورځ ومينځل شي٠
دمخ دپاکولو او دښکلا دموادو او وسايلو دشراکت نه خوداري وکړئ٠
دسترګو دښکلا مواد بايد ديوه اطمينان وړ منبع نه ترلاسه او ترضرورت روسته،ژر تر ژره پاک او ووينځل شي٠
ددرملنې لپاره سره ددې چه انتي بويتيک قطره يا مرهم توصيه کيږي،خو د معالجې اساسي چاره، تود ټوکر (تطبيقات ګرم) يا
Warm compression
دی٠مګر،که
chalazion
رامنځ ته شي،معمولا ديوه مجرب ډاکتر په ذريعه دمحدودې جراحئ عمليي له لارې،تداوي کيدی شي٠
په درناوي،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more