د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د امو اواباسين سېندونه

هميم
08.05.2005

امو اواباسين سره لاسونه وركړل . يو ستر توپان يې راوپنځاوه. ته وا لكه دنوح توپان يې اسمان څكي غرونه راونړول. لروبريې سره واخښل راواخښل . دېرې هستۍ يې له ځان سر لاهو كړې او ډېرې نېستۍ يې راهستې كړې .خو كله چې له منډو ترنډواو غورڅو پرځو راولويد، له راپاتو نېزوړو گنگخړويې ډېرو بوږنوړو مارانو او ښامارانو سرونه راپورته كړل او ورسره ورسره ډېرو گرانبيو لالونو اومرجانونو پكې هم اړخونه بدل كړل.
نو، داڅه هېښنده نه وه ، چې د پېړيو او زريو يو خوبولې افغاني اوبيا پښتني ټولنه راوبوږنوي ، غځونې وكړې . راوېښه شي اوبيا دې ته وهڅول شي چې ديوه بې ساري يون او اوښتون له رالښـېدلي كاروان سره هملارې او هميونې شي .
په افغاني ـ پښتني تاريخ كې دا ړومبى ځل وو چې په كابل كې دنورو گڼو ټولنيزواو فرهنگي سازمانونو او انجمنونو په لړكې دليكوالو ټولنه رامنځته شوه او په هغه كې د بېلابېلو اندتوگو اواندپوهوقلموالوته د وړگډېدو لاره هواره شوه.
په دې ډله كې موږ ډېروته دا دنده راتر غاړې شوه چې ديو لړزده كړوځيو (كورسونو) په چوكاټ كې دښونځيو او پوهنځيو شاگردانو ته دشعر او شاعرۍ او ليكوالۍ په اړه ښوونه اولارښونه وكړو.چا ته دشعر او چاته دكيسې او طنز چم وروښيو.
د۱۳۶۰ لمريز كال منى ووچې داستقلال لېسې پر يوه لوستخونه وربرابرشوم. هلته دبېلابېلو ښوونځيو شاگردان او شاگردانې ناست ول ، ماله دود سره سم له يوه يوه څخه پوښتنې گروېږنې پيل كړې :
ته دكوم ښوونځي يالېسې د كوم ټولگي شاگرد يا شاگرده يې ، له كله راهيسې دې شعر اوشاعرۍ ياليكوالۍ ته مخه كړې ...؟
په پاى كې مې هم يوه پلونډه سكڼه پښتنه دپوښتنو گروېږنو موخه شوه چې ترټولو نجونو او هلكانو راته زړه وره او پخه پتيره وبرېښېده ،خو چې ښوونځى اوټولگى مې ترې وپوښت ، برند برند يې راوكتل او په خورا روږدي گړدوديې راغبرګه كړه:
ــ استاده ، زه خوپه ښوونځي مونځي كې نه يم ...
ــ ښه نو ، دا ليك او لوست او شعر وشاعري دې له كومه زده كړې ؟
َــ ماخو په خپل كورني چاپېريال كې زده كړې ترسره كړې اوپه همدغه چاپېريال كې شعراو شاعريت ته هم هڅول شوې يم .
او كله يې چې يو شعر راواوراوه، نوريې هم په دې ډاډمن كړم چې كه درسمي زده كړو لاره ورهواره كړشي ، شاعرانه وړتيا اواستعدادبه يې لا پسې غځونې وكړي اويو وخت به يوه وتلې او نوښتگره شاعره اوليكواله شي . نوپه زغرده مې وپوښتله :
ــ غواړې ، رسمي زده كړه وكړې او زه درته د (دسويې ازوينې ) امر واخلم ؟
دې هم همدا له خدايه غوښته اوسم له سمونې يې هو كړل . له همغه يوه امر سره دې خپله لاره پسې واخيسته ، په دوه دروكلو كې يې ددولسم ټولگي برليك تر لاسه كړ او ورپسې يې پوهنتوني ازموينه هم په برى تېره كړه، خو چې دحقوقو پوهنځي ته وروپېږندل شوه ، په منډه راپسې دژبو او ادبياتو پوهنځي ته راغله چې دپوهنځي دمشر په توگه ورسره درابدلېدو مرسته وكړم او پښتو څانگې ته ېې ور وپېږنم .
خو څنگه چې پر هغه كال دپوهنتون علمي جرگې پر بدلون رابدلون تازه بنديزلګولى وو، نو داهم اړوته ، ړومبى حقوق ولولي او بيا پښتو ژبه او ادب هم پر مخ يوسي . كه يې څه هم دغه دويم ارمان سم له سمونې ترسره نه شو كړاى ، خو صفيې نوره خپله لاره موندلې وه .په هر دنده او پازه كې چې وه ، په خورا ډاډمنو پلونو دشعر اوادب نړۍ ته راگډه شوې وه اوكال دوه لا تېر نه وه چې ((لوپټه)) نومې شعري ټولگه يې د انجمن له لارې خپره كړه همدارنگه له جلا وطنۍ سره پټه خوله پاتې نه شوه او له زده كړې او كار سره يې شعر اوشاعرۍ نور هم نوي نوي څنډونه راخپل كړل . كه څه هم دويمه ټولگه (( نالوستى كتاب )) يې تريوه اوږده ځنډ وروسته چاپ ته وسپارله . ورپسې يې په انگريزي ژباړه درېيمه او څلورمه ټولگه خپره كړه او دادى ، پېنځمه دايې په آره پښتو بڼه چاپ ته چمتو كړه .
او لكه څنگه چې ماوړاند وينه كړې وه ، يو پخه وينا واله او ويانده ترې جوړه شوې وه .په همغه تنكي منگ كې يې نه يوازې له ښځمنو پښتنو چې له ډېرو نارينه هغوى هم دسيالۍ ميدان گټلى وو اوپرله پسې يې پرمخ يون كاوه .
هو ، هماغو پرله پسې او نه ستومانېدونكو هاندوهڅو او ورسره ورسره پرله غښتو لوړو زده كړو او ازمېښتو زموږ شاعره نن سبا ددې جوگه كړې چې خپلې شاعرانه پنځونې لا پسې وغځوي ، پخې اوكره يې كړي . ترډېر ځايه سترگو ليدلي ((عيني )) انځورونه پر (( ذهني )) هغو واړوي اوپه دې لړكې د قافيه والو اوبياغزليزو كالبونو ترڅنگه ازادو فومونو ته هم مخه وكړي .

م.ا.زيار
كابل
ليكوال :هدايت الله هميم

[size=9:805ca46792][/size:805ca46792]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more