د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

دسرطان دناروغئ په هکله عمومي معلومات

ډاکتر څپاند
31.07.2012

[color=white:ec0a55711c]دسرطان دناروغئ په هکله عمومي معلومات[/color:ec0a55711c]

که دبدن په يوه برخه کې د حجراتو يا سلولونو نشونما له کنترول نه بهر شي،دسرطان دناروغئ درامنځ ته کيدو سبب کيدی شي٠

په غربي نړئ،خاصتا په امريکې کې سرطان، دمرګ په اسبابو کې دويم ځای لري٠
٥٠ په سلو کې نارينه او ٣٠ فيصده ښځينه،پخپل ژوند کې پدې ناروغئ اخته کېږي٠
دانسانو تاريخ، له شروع نه د سرطان په هکله ليکنې لري٠
له نن نه ٥٠٠٠ کاله پخوا په مصر کې داناروغئ پيژندل شوې وه او د ناعلاجه ناروغئ په توګه ترې يادونه شوې٠

ددې ناروغئ نوم؟
په غربي نړۍ کې د مروج تاريخ د ليکلنې پر بنسټ،دسرطان کلمه د يوناني طبيب هيپوکراتس چه دميلاد نه دمخه ٤٦٠-٣٧٠ پورې ئي ژوند کړی،دلمړي ځل لپاره ياده کړې ده٠په غرب کې نوموړی دطب د پلار په نامه پېژني٠
په يوناني ژبه کانسر
cancer or in English Curb
دسرطان،خرچنګ،چنګاښ او "پنجه بابا" په نامه ديوه حيوان دنامه نه اخستل شوی،اغلبا پدې معنی چې داناروغئ ددې حيوان دګوتو او پنجالو په څېر خپرېږي٠

دوه تنه عالمانو هر يوه
Watson and Francis Crick,
په ١٩٦٢ کال هله دنوبل جايزه وګټله کله چه دوي وکړی شوه د
DNA
مکمل کمياوي جوړښت کشف کړي٠پدې توګه وپوهيدو چې
DNA
وحجرې ته دنشونما "هدايت او فورمول ورکوي"٠

(دموضوع د وضاحت لپاره لازمه برېښي چه د
DNA
په هکله په ډير مختصر اولنډه توګه معلومات په ليکه شي.
DNA
دژوندې حجرې ابتدائي او اساسي جزدی٠
ډي-ان-ا دمختلفو کيمياوي عناصرو،خاصتا کاربن،اکسيجن،نايتروجن او هايدروجن دپيوند نه جوړيږي٠په واقعيت کې د ډي-ان -ا په جوښت کې دنوموړو عناصرو دموقيت يعنې د ددې عناصرو د دوخت ياګنډلو داختلاف په وجه ديوه ژوندي موجود ډي-ان -ا دبل ژوندي موجود د ډي -ان-ا نه توپيرلري٠
تاسوته جوته ده چې د انسان دبدن په حجراتو يا سلولونو کې ٢٣ جوړې يا جفت کروموزوم شتون لري،هرکروموزوم د جن دمجموعې يعنې جنها
genes
څخه جوړېږي او ډي-ان -ا دجن دجوړښت يا ساختمان اجزا تشکيلوي٠)دغه راز سياينس پوهانو ته جوته شوه چه
genes
څنګه خپله وظيفه تر سره او په څه ډول دخپل طبيعي نشونما نه انحراف کوي٠
ددې کشفياتو په وجه،ساينس پوهان پدې هم پوه شوه چې کمياوي،بيولوژيکي،ويروسي او جنتيک عوامل پر ډي-ان-ا
باندې د تاثير او دهغې د متضرر کيدو په وجه، دسرطان ناروغي رامنځ ته کوي٠
عالمان پدې هم وپوهېدل چې که ديوې نارملې حجرې ډي-ان –ا متضرره شي نو نومړې حجره مړه شي او له منځه ځي،پداسې حال کې چه سرطاني حجره دمتضرري او غير نارملې ډي-ان-ا
دشتون سره سره نه مري٠
دتيرې پېړۍ په اويايمه لسيزه کې ساينس پوهانو ته جوته شوه چې دسرطان درامنځ کيدو لپاره دوه ډول
genes
شتون لري،لمړنی د حجراتو د غير طبيعي نشونما او دويم ددې خلاف٠
پدې معنی چې يوشمير ميخانيکيتونه دحجرو نشونما ته په غيرطبيعي ډول ،شدت او زيادښت ورکوي حال داچه نور ميخانيکيتونه ددی غير طبيعي رشد مخنيوی کوي٠ددې موضوع دوضاحت لپاره يو مثال:
که يو بايسکل په يوه اوږده ځوړي کې روان وي نو دهغه سرعت هره شيبه زياتيږي او کيدی شي چه دکنترول نه بهر شي خو بايسکل چلونکی د برک په مرسته،دبايسکل سرعت کنترولوي٠نو په طبيعيت کې هم داسې حوادث زيات
دي،دهغې جملې نه دحجراتو نشونما چې پورته ورله اشاره وشوه٠
طبي ساينسپوهان،په تدريجي ډول پدي بريالي کيږي چه هغه عناصر وپيژني چې د کمياوي،ميخانيکي،بيولوژيکي او
ورته نورو عواملو په وجه دسرطان دمخنيونکو يا مدافعوي سيستم متضرر او ددی ناروغئ سبب ګرځي٠دا عوامل کیدی شي په ارثي ډول ديوه نسل نه بل ته منتقل شي٠
دبيلګې په توګه،دتيرې پېړۍ په روستۍ لسيزه کې دوه داسې ډول "جنونه" يا
genes
وپېژندل شول چه دتي (پستان) دځينې سرطاني ناروغيو په رامنځ ته کيدو کې ونډه لري٠دا ډول کشفيات، ډاکترانو ته زمينه مساعدوي څو وکړی شي هغه وګړي وپيژني چه د داډول سرطان د رامنځ ته کیدو سره مخامخ دي٠
دغه راز يو شمير نور جنونه يا
genes
هم پيژندل شوي چه دهغو سرطانو په مخنيوي کې مرستندوی ګڼل کيږي چه په مشخصو اومعينو کورنيو کې ئي د رامنځ ته کيدو چانس زيات دی،پدی ډله کې د غټو کولمو،بډوډو،تخمدان،تايرايد،پانقراس او دپوټکي
melanoma
شامل دي٠
خو دا ډول سرطانونه چه فاميلي يا دکورنۍ منشه لري، دې ټولو سرطاني ناروغيو په سلو کی يواځې ١٥ (15%) تشکيلوي٠

دسرطان ويروسي او کيمياوي لاملونه
په 1915 زيږديز يا ميلادي کال کې دوه تنه جاپاني عالمانودلمړي ځل لپاره،په لابراتور کې دسوئ (خرګوش) په پوټکي د ډبرو سکرو دمشتقاتو داستعمال په وسيله،دپوکي دسرطان رامنځ ته کيدل ښکاره کړ،١٥٠ کاله دمخه يو اروپائي ډاکتر دتنباکو استعمال دسرطان درامنځ ته کيدونکي عامل په توګه وپيژند٠

په ١٩١١ کی يو امريکايی پوه په چرګانو کې ديو ډول سرطان رابطه ديوه ډول ويروس سره،وپييژنده٠
اوس دا جوته شوې ده چې د
Hepatitis B & C virus،Epsten-Barr Virus،HIV،HPV
په انسانانو کې د ډول،ډول سرطاني ناروغيو باعث ګرځي٠
دروغتيا دنړیوال سازمان دسرطاني ناروغيو انډولې شعبې تر نن زمانه ،تر ١٠٠ زيات کيمياوي،بيولوژيکي او ميخانيکي مواد پيژندلي کوم چه دسرطان د رامنځ ته کيدو سره کلک تړاو لري٠

Cancer epidemiology
(اپيديميو لوژي،په طبابت کې د ناروغيو دلاملونو،انتشار او کنترول علم دی٠)
په ١٧١٣ زيږديز کال،يوه ايټالوي ډاکتر پخپله مقاله کې ليکلي وه چه دښځينوو دتي ياسينې (پستان) سرطان په بې اولاده او د رحم دعنق سرطان په اولاد لرونکوميندو(هغو چه جنسي فعاليت لرلي) کې زيات ليدل کيږي٠دا نظر کلونه روسته ثابت شو او ډاکتران پدې وپوهيدل چه دې تي سرطان او هورمونونه چه دحمل په جريان کې ډير تغير کوي، درحم دعنق سرطان او ديوه ويروس رابطه چه دميړه نه مانديني ته سرايت کوي،سره کلک تړاونه لري٠
دغه راز،په ١٧٧٥ زيږديز کال يوه انګريز د نارينوو دنارينتوب دغړي دپوټکي
scrotum
دسرطان حوادث د دودکش دپاکونکو کاريګرو کې په زيات پېمانه وليد٠
يوه بل انګريز په ١٦٢٠ کال وليکل چه د تنباکوڅکول دماغ اوسترګو ته مضر تماميږي،دلاسونو او زړه دلرزې يا ريږد باعث ګرځي٠

Cancer screening and early detection
څرنګه کولی شو چه "سرطان په نطفه" کې پلټنه وکړو او رابرسيره ئي کړو؟ په هغو وګړو کې چې دسرطان ناروغئ لا هيڅ ډول شکايت او جنجال ندی ورپيښ کړی او په اسطلاح سرطان په نطفه کې دی،څنګه کولی شو چې دا ناروغئ رابرسيره او پيدا کړو؟
لمړنۍ طبي کتنه يا ټست چه په ميندوکې درحم دعنق دسرطان ناروغئ په "نطفه" کې پلټي، د
Pap Test
په نامه ياديږي٠دا هغه ټست دی چه په پرمختللو ټولنو کې قريب ټولې ميرمنې هر دوه کاله يو ځل ورڅخه مستفيد کیږي اوګټه اخلي،خو متاسفانه دافغانستان پشان ټولنو کې يو ګڼ شمير ډاکتران د داسې ټست دشتون نه بيخبره دي٠
دا معاينه يا ټسټ ديوه يوناني پوه،
George Papanicolaou
په واسطه رامنځ ته او تر نن ورځې دده په نامه ياديږي٠
دغه راز نن سبا،دتي،غټو کولمو،پروستات او ورته نورو غړو دسرطان دمقدم تشخيص او پدې ډول دمقدمې معالجې امکانات،په پرمختللو ټولنو کې مروج او دپراختيا په حال کې دي٠

ايا کانسر يعنی مرګ؟

پداسې حال کې چې دافغانستان پشان په بېوزله هيوادوکې لا اوس هم چې ٢١
پيړۍ ده، خلک له لوږې او د مخنيوي وړ ميکروبي ناروغيو په وجه مري،په غربي نړۍ کې دزړه دسکتې روسته، سرطان د مرګ دويم ستر سبب ګڼل کېږي٠
خو پدې هيوادو کې دپوهنې او تکنالژې د پرمختګ په وجه،د کانسر يعنې مرګ اسطلاح اوس دتاريخ جز ګڼل کېږي٠دا ځکه چې ولسونه د پوهې او اقتصادي پرمختګ په وجه،دهرې ناروغې داعراضو او علايمو دشتون داحساس سره چه سرطان ددې جز دی،په چټک ډول ډاکتر ته ورځي او دپرمختللو وسايلو په مرسته داړتيا وړ طبي کومکونه تر لاسه کوي٠
دغه راز پوهنه او ښه اقتصاد، ولسونو ته دا فرصت په لاس ورکوي چه دسرطان په ګډون دټولو نارغيو دمخنيوي په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي٠

په غربي نړۍ کې د سږو،غټوکولمو،تي،پروستات،ويني،لمفاتيک سيستم،پانقراص،مرې،تخمدان،ځيګر او ورته سرطاني امراض،د ډيرو تلفا تو سبب ګرځي،خو د ددې ناروغيو دمقدم تشخيص او درملنې د پرمختګ په وجه،خاصتا،د غټو کولمو،تي،پروستات او ورته سرطاني ناروغيو مطلقه او دايمي شفاممکنه شوې ده٠دغه راز هغه ناروغان چه د دايمي شفا چانس نلري،ديوې نسبتا اوږدې مودې،معمولا کلونه، ٥ يا لس ،شفا دترلاسه کولو اميد لرلی شي٠

په درناوي،


دتی سرطان پخپله معاﺉنه کول

خیریوسی
02.10.2012

دتی سرطان پخپله معاﺉنه کول

په نړی کی دتی دسرطان ناروغی په دوهمه درجه کي شمیرل کیږی ددغی نا علاجه ناروغی دپاره باید میرمنی مخکی تر دی چي ناروغي ډیره سی میرمن باید هره میاشت دخپل ځان معاینات پخپله وکړی.
دتی دسرطان پاړسوب په هغو میرمنو کی ژر خپریږی چي عمر یی څلویښت کلنی وی ، هر کال طبی معاﺉنات هم کفایت نه کوی دکلنی معاﺉنات برسیره باید هره میاشت څپله دځان معاﺉنات و کړی ، که ناروغي په لمړی مرحله کي وی او ژر وپیژندل سي علاج یی ممکن دي .
هغه ښه وخت دخپل ځان دمعاﺉنات دپاره تر میاشتنی عادت ( حیض) یوه اونی وروسته دی ، که چیری تر اونی مخکی میرمن پاکه سی باید هغه ورځ خپل ځان معاینه کړی .
میرمن بایدپر خپل ځان پام وکړی لکه دغیر طبیعی پاړسوب ، دتی غټوالی ، دتی څخه افرازات او یا د بل غیر طبیعی شیانو لیدلو سره باید ژر تر ژره وډاکتر مراجعه وکړی .
میرمن باید په لاندی کړنلاره سره څپل ځان معاﺉنات کړی :
1- 1-وهنداری ته مخامخ ودريږی او لاسونه تر تشو لاندی ونیسی وخپل ځیګر ته ښه په غورسره وګوی دتی رنګ ، بڼه ، اندازی ته ځیر سی چي په تی کی خو کوم نوی بدلون (ګونجی ، ډبونه ، پاړسوب ، مرغړی ،غروړی ، دتی دسر څخه افرازات ، دتی دسر بڼه بدلیدل ، سوروالی ، درد .... ) نه وی که چیری یو ددغو څخه وی باید وډاکتر ته مراجه وکړی .
2-لاسونه پورته کړه اوبیا وخپل ځیګر ته ښه وګوری .
3-هم دارنګه په هنداره کي وخپل ځان ته وګوري او دتی سر په دو ګوتو کښیکاږی چي شیدې ، وینه اویا ژړی اوبه خو به دتي څخه نه راوزی که چیری یو ددغو څخه وی باید وډاکتر ته مراجعه وکړﺉ .
4-ستونی ستخ پریوزی ښی لاس ( څینګل ) به تر سر لای کړي او دبل لاس په ګوتو سره دښی اړخ تی کرار کرار دتی دسر څخه پیل کړه په دایروی بڼه به ټوله تی وګوری باید په ښه دقت او پام سره تی وګوری کله چي یی ټوله تی کرار کرار وکتی وروسته به بیا په لږ زور سره دوهم ځل دباره تی وګوری .
5- ځنی میرمنی دځان معاﺉنات دلامبولو په وخت کي چي بدن یی لوند وی په اسانی سره کوی کله چي اوبه پر ځان رایله کړی یولاس پورته کړی او دپورته سوی لاس سره د تی معاﺉنات وکړی بیا بل لاس پورته کړی دهغه بل تی معﺉنات وکړی .
الحمدلله زموږ په هیواد کی نوموړی خطر ناکه ناروغی لږ ده یوازنی لامل یی حیا ده .

--


ډاکتر څپاند
04.10.2012

سرطان پستان يا Breast Cancer

درحاليکه کثرت وقايع سرطان پستان نزد خانمهای افغان وساير کشور های فقير جهان معلوم نيست،در کشورهای متمدن درحدود ١٠در صد خانمها دطول عمر شان به اين بيماري مبتلا ګرديده وبدينوسيله بزرګترين رقم منشۀ مرګ ناشي ازسرطان نزد خانمها بشمار ميرود٠

چه کسې در معرض خطرسرطان پستان قرار دارد؟
1-خانمهايکه تاريخچه فاميلي سرطان پستان دارند٠
٢- بلوغ مقدم ويا توقف عادت در سنين موخر(مؤخر تر از سن ٥١ سالګي)
٣ -نداشتن اطفال يا تاخير در ان
٤ -تداوي هورموني
٥ -وزن زياد،اعتياد به الکهول
٦-عوامل نامعلوم؟

علائم سرطان پستان:

موجوديت کتله(غدود،دانه) و یا افزایش ضخامت در پستان و یا ناحیهٔ زیر بغل
ترشح افرازات شفاف یا خونی از پستان فرو رفتن نوک سینه به داخل سرخي و یا تورم سینه فرو رفتگی پوست پستان که در آن پوست، حالتی شبیه به پوست نارنج پیدا میکند.
تغییر شکل پستان که سبب متفاوت شدن آن با پستان دیگر شود.
زخم در پوست پستان که بهبود پیدا نکند.

بعضا سرطان پستان بعد از انتشار ان به ساير نواحي وجود مورد شکاکيت قرار ګرفته و درمعرض تشخيص قرار ميګيرد٠
مثلا موجوديت مايع در محيط شش يا ريه که بنام
pleural effusion
مثمی است٠سرطان پستان عمدتا به استخوان،جګر و دماغ سرايت ميکند٠

طرق تشخيص مقدم: درصورتيکه سرطان پستان بصورت مقدم تشخيص و تداوي ګردد،احتمال شفا ان موجود است٠
خانمها بايست بعد از ختم عادت ماهانه،پستانهای شانرا با انګشتان شان مطابق هدايت خيريوسې صاحب معاينه
ودر صورت دريافت کتله يا"غدود"جديد با داکتر شان در تماس شوند٠
معاينۀ پستان توسط داکتر ودرصورت لزوم اجرای معاينات متممه:چون بيشترين خطربوجود امدن سرطان پستان در سنين ٥٠ الی ٧٠ متصور است،خانمها دراين سنين هر دوسال يکبار به راديوګرافي پستان که بنام
Mammography
مثمی است ميپردازند٠
خانمهايکه در خانواده های شان حوادث سرطان پستان بيشتر ديده شده باشد،
بصورت مقدم به مراکز تشخيص وتداوي سرطانهای خانوادګي مراجعه مينمايند٠

معالجه

تداوي اين بيماران نظر به نوع،مرحلۀ پيشرت،عمر مريض وساير فکتورهای مطرح،توسط عمليه جراحي،راډيو تيراپي(تداوی توسط شعاع) وادويه جات صورت ميپذيرد٠

http://www.google.com.au/search?q=breast+cancer&hl=en&rlz=1G1ACAW_ENAU334&tbm=isch&source=lnms&ei=eF2mToyVDIKciQfipLmaDg


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more