د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

ماشومان او د هغو کار نامې

ډاکتر څپاند
02.10.2012

ماشومان او د هغو کار نامې

ماشومتوت د انسان د ژوند ډېره خوږه او د اهميت نه ډکه دوره ده٠
ديو زيات شمېر وګړو د اندونو خلاف،ماشومان خورا هوښيار او دچارپېريال نه باخبره دي٠

يو ګڼ شمېر والدين پوهيږي چه نوی زېږېدلی ماشوم ډير ژر خپل مور،پلاراو نور نږدې خپلوان پېژني٠
علمي څيړنو،دا واقعيت بربڼډ کړی دی چه که يو ماشوم خپل مور او پلار له لاسه ورکړي،هيڅکله د روزونکو يانوي کورنې کامل هويت منلی نشي!٠کيدی شي چه دا نظر د يو ګڼ شمير لوستونکو لپاره دمنلو وړ نه وي،خو علمي تجاربو،نوموړی واقعيت په کراتو ثابت کړی دی٠

پداسې حال کې چه زموږ په هې واد افغانستان کې يو ګڼ شمير ماشومان خپل اصلي يا بيولوژيک والدين له لاسه ورکوي اومجبورا ديوې بلې کورنۍ په وسيله د اولاد په توګه منل اوروزل کېږي،بايد دا ماشومان پدې وپوهول شي چې ددوې روزونکي، ددوې اصلي يا بيولوژيک مور-پلارندي٠
ټولنپوهانو ته دلسګونو کلونو تحقيقاتو روسته دا واقعيت جوت شوی دی چې که د دې ډول ماشومانو نه حقايق پټ کړی شي،اکثرا داسې پيښ شي چې يو بل څوک،سهوا يا قصدا،ماشوم ته د هغه د حال احوال په هکله معلومات ورکولی شي٠داډول ماشومان ددې واقعيت په پوهيدوسره ،اکثرا خورا متاثر او په ډول ډول رواني ناروغيو مبتلا کيږي٠

دغه راز ماشومان يوګڼ شمير نور مهارتونه هم لري،يو دهغو څخه دادې چه ماشوم غواړي چه هميش د مور او پلار په غيږه اوبستر کې اوسي او که پخپل بستر کې پريوزي،په ژړا او واويلا شروع کوي٠
دحل لاره؟
څرنګه چه والدين،خاصتا مور يو مقدار خوب او ارام ته ضرورت لري،نوکله چه دماشوم ژړا واوري،موراوپلار ته لازمه ده چه د ماشوم دروغتيا او مصؤنيت نه ځان مطمئن کړي٠
کله چه داډول اطمينان ترلاسه شو،نو بايد ماشوم پخپل بستر کې پريښول شي٠
کېدی شي چه ماشوم ديوې اوږدې مودې لپاره وژاړي،خو واليدينو ته پکار ده چه ورخطا نشي،ځکه چه ماشوم به حتما بيده شي او ددې ضرورت نشته چه په غيړ کې ونيول او دواليدينو بستر ته انتقال شي٠کېدی شي دا حالت دوه درې شپې تکرار شي خو عاقلانه مقاومت دحل يواځينې لاره ده٠
کله ناکله دماشوم انۍ يا نيا،خاصتا دپلار مور،دماشوم مور تر فشار لاندې نيسي چه دماشوم دهرې ژړا سره بايد هغه دبستر نه اوچت او شېدې ورکړی شي،خو ځوانې مور ته لازمه ده چه په احترام او خوږه ژبه خپلې خواښې ته تفهيم کړي چه دماشوم دهرې ژړا سره دهغه پورته کول،دماشوم عادت خرابوي او دهغه خوب،ارام او تربيي ته زيان رسوي٠

ځينې ماشومان دخپل قهر او غضب دنمايش او د والدېنو دبېرولو اوکنترول په خاطر،خپله ککرۍ د ديوال يا ځمکې سره جنګوي٠ددې صحنې په ليدلو سره والدين دماشوم هره غوښتنه مني (نقل-چاکليټ-دلوبې وسايل-تلويزيون
-کمپيوتر اونور.....) خو دا ډول "معامله" ماشوم ودې ته هڅوي چه دخپلو غوښتنو دترلاسه کولو او دوالدېنو د کنترول لپاره ،دا ناوړه عادت تکرار کړي٠
دحل لاره:

عاقلانه مقاومت!
والدين بايد په حوصله مندۍ سره،دماشوم د دا ډول حرکت په مقابل کی دعکس العمل نه خود داري وکړي،چه ګواکې هيڅ ندي پيښ شوي٠

دمور-پلار دکنترول لپاره ماشومان،رنګارنګ نورو چلول او مهارتونواويا عاداتو لرونکي دي٠دبېلګې په توګه خپل مخ په څپېړه وهل،دګوتې رودل،سترګک وهل او نور٠
خو دحل لاره يوه ده او هغه داچه والدين بايد په ورين تندي ،حوصلې او مهارت سره "عاقلانه بيتفاوتي" ښکاره کړي٠

دنورو معلوماتو لپاره خپل ډاکتر نه مرسته وغواړئ٠


رښتینی
02.10.2012

ځکه خو اسلام هم تبني او پردی ماشوم زوی ګرځول حرام کړي دي
او د جاهلیت دا کار قرانکریم تردید کړی دی او په دي ا ړه درسول الله صلي الله علیه وسلم او زیدبن حارثه کیسه په تفصیل سره موجوده ده .

ډاکټر صیب ډیره مننه ستاسو معلومات ډیر دلچسپ دي
خوشاله اوسئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more