د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

دکندهار هوایی ډګر دبرهان الدین ربانی په نوم نومول کیږی

حکیمی
18.09.2012

سلامونه ټولو پښتنو ته
دبرهان الدین ربانی زوی چی د پلارپه میراثی چوکی ناست دی ویلی دی چی ولسمشر کرزی ورسره وعده کړیده چی دکندهار (دافغانستان دپلارونو )دوطن هوایی ډګر دده د هغه پلار په نوم کوی چی دافغانستان زیات شمیر الوتکی یی په ایران باندی وپلورلی.
خو په خوشحالی سره می دا واوریدل چی غیرتی پښتنو ددغه عمل مخالفت کړی دی او داولس له خوا د احمد شا بابا هوایی ډګر په نوم ونومول شو الله دی داسی غیرتی پښتانه تل ژوندی لری او الله دی نور هم پښتانه ویښ کړی چی دخپل ځان دفاع وکړی.

هغه کرزی چی دپښتنو نوم یی وشرماوه اوس یی په ښکاره دپښتنو دښمنی ته ملاتړلی ده الله دی وکړی چی نور دافغانستان څخه ورک شی الله دی ده ته دخپل عمل جزا ورکړی.


Re: دکندهار هوایی ډګر دبرهان الدین ربانی په نوم نومول کیږی

pattang
18.09.2012

وروره داخو سياسي موضع د ه نو دلته څه کوي !!
خويوه خبره دپرياد وي ! دپردي ملک قباله څوک نشي تېروی ، خوشې ځان
شرموي !!
کرزی او اسدالله خالد کله شخصيت لري دهغوی شخصيت له منځه تللی !

[quote:9503c138a5="حکیمی"]سلامونه ټولو پښتنو ته
دبرهان الدین ربانی زوی چی د پلارپه میراثی چوکی ناست دی ویلی دی چی ولسمشر کرزی ورسره وعده کړیده چی دکندهار (دافغانستان دپلارونو )دوطن هوایی ډګر دده د هغه پلار په نوم کوی چی دافغانستان زیات شمیر الوتکی یی په ایران باندی وپلورلی.
خو په خوشحالی سره می دا واوریدل چی غیرتی پښتنو ددغه عمل مخالفت کړی دی او داولس له خوا د احمد شا بابا هوایی ډګر په نوم ونومول شو الله دی داسی غیرتی پښتانه تل ژوندی لری او الله دی نور هم پښتانه ویښ کړی چی دخپل ځان دفاع وکړی.

هغه کرزی چی دپښتنو نوم یی وشرماوه اوس یی په ښکاره دپښتنو دښمنی ته ملاتړلی ده الله دی وکړی چی نور دافغانستان څخه ورک شی الله دی ده ته دخپل عمل جزا ورکړی.[/quote:9503c138a5]


tandar
18.09.2012

پتنګ صيب او حکيمي صيب ته سلامونه
پتنګ صيب دلته دټول افغان او بيا دپښتنو ديره ده په ديره کي جرګي ،غونډي ،بحثونه ،پريکړي او فيصلي کيږي
نو ورونه له راتلو مه بيزاره کوه :oops:
دلته يواځي دستار او منګي ځاي نه دي کله ناکله په ورځني سياسي مسئلو هم بحث کيږي
نن افغانستان شغالي دي سرپرست نه لري لکه دتجزيي اوازي چه ګرمي وي نو دتصفيي او اصلاحاتو وخت ئې هم حتمي راتلونکي دي
صبر وکړي چه لاس پوڅي دبادارانو په زور تر څه وخته خپل اسونه ځغلوي؟
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


حمید هڅــاند
19.09.2012

له هغې ورځې ډارېږﺉ چې د دې کسانو مجسمې جوړې نه شي او بیا په څلورلارو و نه درول شي. ن


tandar
19.09.2012

هڅاند صيب سلامونه
حبيب الله بچه سقاو هم دخپل وخت سره دانګريزانو په زور ٦ مياشتي پاچاهي وکړله
داچه نن دلاسپوڅو سره نور غټ ليوان شاته ولاړ دي نو ددي وخت سره مناسب ددوي نابودي زيات مقاومت غواړي
که ددوي مجسمي هم جوړي شي عاقبت به ئې دعراق دصدام دمجسمي غوندي وي
که دوي ٤ لاري ،سرکونه، باغونه او حتي غرونه هم په خپل نامه کړي عاقبت نه لري
لکه په يخ چه څه وليکي او لمر ته ئې کيږدي
نن په ملت کي ددوي داعمالو له کبله په ميليونو يتيمان او تور سري کونډي په سرو سترګو ناست او په لوږه او په بي وزلي سره تريخ ژوند تيروي
ظلم زوال لري نو دظالم او قاتل او وطن فروش او ملت فروش دزوال ورځ حتمي راتلونکي ده داتاريخ ثابته کړي
صدام هم يووخت دايران په مقابل کي دcia غټ دوست وو خو اخر ئې دلوي اختر په ورځ خپل ملت ته لکه پسه قرباني کړو
نو همدغه لاسپوڅي به هم وويني چه يوه ورځ سنګسار شي او دپوښتني به ئې څوک نه وي انشاالله ځکه دا دافغان خاوره ده داسي ډير يرغلونه راغلي او ناکامه تير شوي
نن دافغان مظلوم ملت يوالي ته اړ دي که دخاوري ازادي او بچوته روښانه راتلونکي غواړي ؟
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي


حمید هڅــاند
19.09.2012

تندر صیب، تاسو سم وایاست. دا ډرامې زیات وخت نه شې نیوای، تر څو به دخلکو په سترګو کې خاورې وشیندي. هغه دی، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون نوم خو یې د ده په نوم کړ:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=9107
خو یوه خبره شته، د دې پوهنتون پخوانی نوم ( د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون) ؤ، چې وروسته بیا پاړسو ته واوښت او نوم یې پرې ( پوهنتون تعلیم و تربیه کابل) کېښود. مطلب، اوبه وار له مخه له سر څخه یو متر شانتې پورته شوې وې، اوس هغه دی سل متر شوې چې په موږ یې چندان فرق نه شته.

درنښت


سلامونه

tandar
19.09.2012

هڅاند صيب سلامونه
دا واړه واړه شيان تغير او تبديل جزئيات دي اصلي هدف داشغالګر وتل او دوطن استقلال دي او يوواقعي اولسمشر مينځ ته راتلل دي
دامين په وخت کي ئې هم دجلال اباد دښار نوم بدل کړي وو نوم ئې زما له ياده وتلي داحمدظاهر باجا او دامين وفادار قوماندان وو چه دترکي سره په جنګ کي امين ته نجات ورکړي وو بيائې دجلال اباد ښار دده په نامه کړو
رښتيا نوم ئې تړون وو قوماندان عمومي ژاندارم او پوليس وزارت داخله وو
[color=red:c7db626354]دجلال اباد په ښار ئې تړون کوټ نوم ايښي وو[/color:c7db626354] :oops:
دمزار پوهنتون ته ئې دانشګاه لوحه ورکړي او داسي نور
دا کورنې خبري به هغلته حل کيږي چه افغانستان تماميت ملي او استقلال ولري
نن افغان او افغانستان اشغال دي ازادي غواړي
دلاسپوڅو اعمال او کردار به پس له ازادي داولس په خوښه او فيصلي تر پوښتني راځي او عمومي اصلاحات به انشاالله داسي مينځ ته راځي چه فرد فرد به دخپلو ښو او بدو اعمالو نتيجه ويني
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي


پښتون:
19.09.2012

تر پایه یې ولولئ ،ډیره په زړه پورې او د واقیعتونو ډکه لیکنه ده.

http://rohi.af/fullstory.php?id=21459
بی خونده خبری(۹۰): که تذکره هم ددوی په نوم کړی....

په معاملو کی شهید مسعود نوم درلود! بابه مزاري په فاحشی باور کاوه خو په شهید مسعود یی نه! شیخ او مفکر العصر حکمتیار صاب هم له تڼي سره د میز لاندی راکړی ورکړی ترسره کړلی چی بیا شهید مسعود دغه ځان ته د لاری مشعل وګرځاوه؛ جنرال اصف، هغه نبی عظیمی، بابه جان او داسی نور یی له ځان سره ملګري کړل.
معاملی دلیل یا کمزوري وي؛ یا اړتیا وي؛ یا په دښمن ځان اوچت ګڼل وي؛ یا نورو ته ټیم ورکول وي چی دغه دی چی بیا ونه وایی: زه داسی هم کولای شم! خټک خوشحال هم لکه چی خپلی محبوبی ته کوم ځای کی ویلي چی زه به بله پيدا کړم، ته به څه کړی؟--شعر ترجمه می را اخیستی ده!
خو نه پوهیږو چی دغه قره قل یی کومه یوه د خپل ځان لپاره حجت ګڼي؟
سم نه وو راغلی چی قره قل یی په سر کړ؛ چپن په اوږو او ژبه فاړسو!
په سبا یی چی له رباني مرحومه واک تسلیموه، نو جِناب (کسره می ورکړی، د ادب والا کیدای شي پری پوی شي!!!) ته یی د اکاډیمسن ډګری او شهید مسعود ته د ملی اتل لقب اِعطا نمود!
فهیم صاب محترم یی مارشال صاب کړ! مارشال په دی اکتفا و نه کړله ځان یی فیل مارشال کړ! دی ته وایي استعداد! ګوره په مارکیټ کی انسان له شته وو فرصتونو څخه باید ګټه پورته کړي! او مارشال صاب په دی مارکیټ کی چی فاشیستانو پری ۳۰۰ کاله قبضه کړی نور ځان وروسته نه ګاڼه!
خپله کابینه یی له مارشال صاب، ضیا صاب مسعود، حاجی استاد محقق، خلیلی استاد، بچه امیر صاب څخه ډکه کړله!
هغه بریتور ځدراڼ ورور امان الله و که رحمت الله وو هغه یی هم چیرته وټومبه! څوک لومړی معاون، څوک دویم معاون؛ څوک د پلان وزیر؛ څوک د سرحداتو وزیر؛ څوک څه او څوک څه!
بیا یی فهیم لری کړ، ضیا یی راوسته؛ ډبل عبدالله یی هم په کور کینوه؛ قانوني یی هم کور ته ولیږه خو وعدی یی ورسره تجدید کړلی—پارلمان از خودت است!
شه مونږ ویل چی قره قل مو هوښیار دی؛ دوی یی په خپلو کی سره واچول! بی اتفاقي یی په کی واچوله؛ په هندوستان کی یی کتابان لوستلی نو حتما په دی پوهیږي چی divide and rule خو څه خبر وو چی عقل اوغان پسان هم نمی اید!
کرزي صاب شمالي ټلوالی ته لاندی شیان ورکړل:
1. میډالونه: قهرمان، اکاډیمسن، مارشال، شهید صلح
2. چوکی: لومړی مرستیال، دویم مرستیال، دفاع، کورنیو، باندنیو، معارف، کلیو او بیا رغونی، لوړو زده کړو، وزارتونه، لوی درستیزوال چوکی او ولایتونه
3. ولایتونه: د دایکندي او پنجشیر ولسوالی یی ورته ولایتونه کړل!
4. سفارتونه او هغه هم لس کلن: لندن، امریکا، امارات، اروپایی هیوادونه، ایران، تاجکستان خو د دوی کاري ساحی وی!
5. پیسی، ښارګوټي، او هوایی کرښی: کابل بانک، میوند بانک؛ پامیر هوایی کرښه؛ حاجی نبی، بوستان، د زور اباد سیمی، دوبی کی جایدادونه!
6. عزت: قانوني په دوبی کی له پیسو سره ونیول شو خو ده را خوشی کړ! همدا ګوډ تیمور بیا له دوو امریکایانو سره د شخصی زندانونو په تور تورن شو! هغه دوه امریکایان بی چاره ګان محکمی ته وړاندی شول خو ده بیا د تیمور لنګ شفاعت وکړ! ډبل عبدالله باندی هغی جلکی مریم نجفي کیس وکړ چی هلک می دختري را الوځولی خو ده یی ویل خیر است:دختر را ګُم کنید! د فهیم ورور په لب جر کی سړی مړ کړ؛ محکمه یی چوپ کړله! ویکی لیکس په ضیا مسعود پسی ولیکل چی سړي ۵۲ ملیونه کونج ته کړي هغه هم امریکایی دالر! قره قل ورپسی په رسنیو کی وویل که این دروغ شاخدار است! دوستم جنرال په اکبر بای باندی حمله وکړله، بی ناموسي ور ورسوله خو ده بیا د هغه ببر لوی څارنوال، دوستم او بای ترمنځ مرکچی شولو! جره (جرات) دی که چوره؟ لوی څارنوال د کابل په عمومی جاده کی ورته تر ګونډو لاندی کړ، ده وویل: خیراست، جنرال صایب است؛ حق دارد که لوی څارنوال را بزنه، جهاد کده!
نو اوس راځو دی ته چی شمالي ټلوالی کرزي صاب ته څه شی ورکړیدي؟ معاملی کی خو ته څه را کړه چی زه څه در کړم معیار او شرط تل برلاسی وي! په سیاسي معاملاتو کی خیراتونه، احسانونه نه چلیږي! خو ده.......
1. عبدالله یی چی لری کړ، قره قل یی بی کفایته وباله
2. صالح یی چی د امنیت له ریاسته لری کړ، دده خلاف شو!
3. ضیا مسعود، محقق او دوستم ته یی چی برخه ور نه کړله نو د تجزیی پلان یی له غوږو ور تیر کړ!
4. عطا ته یی چی پیشنهاد! ور ولیږه چی که چوکی پریږدی، هغه د خمینی ږیره ورته ونیوله!
5. هغه چوکره یفتلي یی چی له دفاع وزارته وشاړه، سړی برګ شو او په ده یی د فاشیستی تور ولګاوه!
6. رباني چی مړ شو، ځوی یی د رهبر شهید مړی بانه کړ!
7. اسماعیل خان ته یی چی وویل وزارت که لطفا،لطفا پریږدی نو هغه وویل چی فتوا د خلاف اخلم او د مجاهدینو حزب یی رامنځ ته کړ!
8. دغه پرون یی چی بسم الله محمدي په پارلمان بی عزته کړ، نو ورته ویی ویل چی له عبدالله سره یو ځای کیږم!
خو :
1. حاجی (عبد)قدیر چی مړ شو، ځوی (عبد)ظاهر یی ځایناستی نه کړای شو!
2. ببر سری ثابت یی چی لری کړ، چهار اسیا کی ځمکو ته لاړ چی کال یی په زندان کی هم ولګاوه.
3. اشرف غني یی لری کړ، بیا یی هم ده ته ځان مشاور کړ!
4. اتمر یی چی لری کړ، ګوند یی جوړ کړ خو سپک یی نه کړ؛ وه یی نه ډار کړه!
5. دینو(دین محمد) یی چی له ولایته او ولایته لری کړ هیڅ یی هم ونه ویل—بیا یی هم دده مټ ور غښتلی کړ!
6. وردګ جنرال یی چی پارلمان ته ولیږه، سړي استعفی وکړله؛ له ده یی مننه وکړله او بس!
ځکه دا لاندی دده له غوښی، وینی، ژبی،مذهب او... څخه وو! دوی دی خپل ګاڼه نو ځکه چوپ هم پاتی شول!
کرزي په شمالي ټلوالی کی له بی عزتی، تشویش، سپکاوي، تحقیر، خړ سترګيتوبه، زیړوالي، بی خوبی نور هیڅ هم ونه لیدل خو بیا هم پری مین دی! نو پوښتنه دا ده چی ولی؟
که خبره د راتلونکی حکومت وي؛ بیا د څو کلونو لپاره په حکومت کی د پاتی کیدو وي؟ نو اړتیا یی څه ده؟
کندهار کی کومی لویی پروژی پلی کوی چی اوس دی ونکړای شوی؟
په کجکی بند جوړه وی چی ته ډاریږی چی بل څوک به دا کار ونکړای شي؟
په لوګر کی میس را وباسی چی د ملک اقتصاد په پښو ودره وی؟
له ‌ډیورینډه ‌ ډاریږی چی څوک یی لاسلیک نه کړي؟
کورنی حکومت غواړی؛ خپل راتلونکی ژوند ته په تشویش کی یی؟
دا خو که ته وی او که نه وی؛ د دریمی نړی هیوادونو واکمنانو کی دغه وړتیا نشته چی پورته کارونه دی وکړای شي! دوی چی ته یی هم مشت نمونه یی خروار یی د بل په اشاره چلیږي!
څومره چی ستا د کورنی خبره او د واک خبره مطرح ده؛ نو قناعت وکړه! یو ورور دی د کندهار ۱۰ کلن حاکم تیر شو چی کال کی یی کم تر کمه ۵۰۰۰۰۰ لکه ډالر کونج ته کړي وي نو ۵ ملیونه! په دوبی کی ښه ژوند کولای شی!!! که زور در کی وي روسی خو په دی روپیو تر ۱۰ کلونو هم چلولی شی—خو ما میفامیم که نداري!
په کندهار کی عینو مینه لری! متر له ۱۵ نیولی تر ۷۰ ډالره همدا اوس خرڅوی نو ۴۰۰۰۰جریبه ځمکه که در پسی په شرعی ګز پل کړو نو د برطانیی له ملکی او د سعودي له شاهمی کورنی دی هم حساب اوړي!
که د ورونو د واک او ځواک خبره شي نو خلک خو واک او ځواک د پیسو لپاره غواړي او هغه خو تاسو لری: کابلبانک کی مو پیسی پوره شوړه کړیدي؛ د بغلان د شکری فابریکه ستاسو ده؛ وطن ګروپ دی تیل راوباسي؛ عینو مینه دی خپله ده؛ هیواد تلویزون لری! نو نور څه غواړی؟؟؟
ښځی ته خو تاج محل نه جوړه وی؟ څنګه؟
که خبره د خره ملت وي نو داسی فکرونه دی یارانو هم کول—زین العابدین د تونس، علی د یمن، لیوني قذافي او دیموکرات حسنی خو همدی خره ملت دوی لاندی کړل! هسی نه په قفس شی! شی به شی در څخه لاړ وي او دین، دین!!!
یاره که ته فکر کوی چی ملی وحدت په دی راځي چی د ملی مشارکت حکومت ولرو؛ ولایتونه جوړ کړو؛ د شمالي ټلوالی زړه وساتو؛ له طالب سره دښمني وکړو؛ په ملی اشیاوو د ټلوالی د خاینینو نومونه کیږدو نو دا ټول کارونه دی خو په ۱۱ کلونو کی وکړل که نتیجه دی مثبته لیدلی وي نو د افغانستان نوم هم پنجشیر کړه؛ د فهیم نوم پری کیږده؛ زمونږ تاریخ ړنګ کړه: میرویس، احمد شاه، اشرف، سید جمال الدین نه مونږ در تیر یو! ددوی به ځای ولیکه: مسعود، فهیم، رباني او سیدجمال الدین لپاره شاعر خلیلي!!!
خو کاشکی کی چی وشي! که ته فکر کوی چی په دی ډول به سوله راشي خو دا خوب دی اوبو ته تیر کړی ښکاري! کارونه دی له صقر څخه هم اوښتی دي!
خو یوه خبره بیا اخر کی تکراره وم: د خدای دوستی خو هسی هم درته اهمیت نه لري! ددغه اوباما زړه خو خپل کړه! شرمیدلیه دوی خو در ته وايي چی مه راوله دا ناولی خو مسلی هسی په خپل تور مین دی!
په یاد لره که خپله تذکره هم د فهیم،رباني، او مسعود په نوم کړی، دوی به در څخه خوښ نه شي!! نور دی کار خپل دی! و ما علینا الا البلاغ!!!


حمید هڅــاند
19.09.2012

پښتون صیب، کاشکې مو ټوله لیکنه نه وای را کاپي کړې، هغه زما تګلاره به مو خپلوله، ما نیمایی کاپي کړې وه، او د نیمایې د لوستلو لپاره مې لینک ایښی ؤ ، په دې ډول د ویبپاڼي حقوق خوندي کېږي.

درنښت


پښتون:
19.09.2012

هڅاند صیب دا لیکنه ما په فیسبوک کې ولیده ،او هلته چې څوک اکاونټ ونلري نو ورتللې نشي.بیا مې چې ورپسې سرچ وکړ دا لیکنه د روهی د ویبپاڼې راووته.
او بل دا چې د هغو کسانو چې د انټرنیټ سپیډ یې لکه کیشپ وي او ویبپاڼه درله په ډیر نازو نزاکت بیرته کوي او وخت هم ضایع کیږي ،د هغوئ لپاره مې سلامته لیکنه راوړه چې همدلته یې وګوري.او بل دا چې د ویبپاڼې ادرس مې پورته ورکړې نو دومره سرغړونه به مې نه وي کړي.
ستاسو د نظر څخه مننه کوم او په راتلونکې کې به دې ټکي ته پام کوم.
په درنښت


حمید هڅــاند
21.09.2012

ښه ښه، ما فکر کړی ؤ چې ممکن زما د نن ټکی اسیا نقل کړې لیکنه به مو لیدلې وي. خیر، ستاسو خبره سل په سلو کې سمه ده، کله چې د ویبپاڼې نوم واخیستل شي او لینک یې هم کېښودل شي، حقوق یې ټول خوندي کېږي، خو بیا هم، زما په خپلو اصولو کې :shock: یو دادی چې فورمونو کې باید نیمه لیکنه کاپی شي. بحث بیا ورباندی کېدای شي.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more