د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

د ښوونځي تړل پوهیږئ څه دي!

تاج محمدتمکین
12.07.2012

شاعر : تا ج محمد تمکین
د ښوونځي تړل پوهیږئ څه دي!

بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
زمونږ دقوم دماشومانو په مخ
ددوی د زده کړې مرکزمه بندوئ
زمونږدقوم دماشومانو په مخ
دښوونځيو دروازې مه تړئ
بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
نور مو دبل لاسو ته مه کینوئ
زمونږ بچي پریږدئ چې زده کړه وکړي
دیو ښوونځي تړل پوهیږي څه دي
د قوم بچیان ټول جهالت ته بلل
دښه او بد توپیر ترې هم هیرول
بیرته دتیږې زمانې ته بوول
دخپله لاسه خپل خپلوان قتلول
او داسې نورې مانا هم ورکوي
بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
دعلم تږي ګلالي ماشومان
پریږدئ کتاب کې کلمه ولولي
دعلم تږي ګلالي ماشومان
پریږدئ بناوې داسلام چې زده کړي
دعلم تږي ګلالي ماشومان
ددې وطن په ارزښت وپوهیږي
دعلم تږي ګلالي ماشومان
پریږدئ خبر دخپل زرین تاریخ شي
بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
دمکتب ښکلې او ښایسته ودانئ
دراکټو په لوګي مه توروئ
دستر قران هغه سپیڅلې نسخې
دراکټو په لمبو مه سوځوئ
بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
په شین سحر کې څو معصوم ماشومان
دخپل مکتب چې وران تعمیر ولیدو
نو ناګهانه یې د مخ په کتاب
داوښکو ستر ستر دریابونه راغلل
چې یې سپارې سیځلې ولیدلې
نو په ژړا ژړا یې پلار ته وویل
دادا دا دومره ظلم چا کړی دی
زمونږه ستر کتاب ایرې ایرې دی
زمونږ ښوونځي داخلک ولې ولي
زمونږ ښوونځې دا خلک ولې تړي
دپلار دحاله یې هم خدای خبر وو
د ډیر خفګانه یې څه ویلی نه شو
خو ناڅآپي یې ژړیدلي غږ کې
درپيدلو وچو شونډو په مخ
یو قهریدلی اواز وڅرخیده
او همدا یو اواز یې بیا بیا کاوه
بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ
بس دی په مونږه باندې رحم وکړئ


محمود سعيد
26.08.2012

تمکين صیب سلامونه او په خيرونه.
شعر مو ډېر عالي او ښکلی دی. که د شعرونو په خونه کې مو خوندي کړی وای، ښه به وای. ستاسې د لا ښکلو ليکنو په هيله.


حمید هڅــاند
09.09.2012

پتنګ صیب، یو ځای کې مي د پوهنتونونو، ښوونځیو، لارو او نور..په اړه ستاسو وضاحت لیدلی ؤ خو نن مي ژر په مخه رانغی. که یو ځل بیا خپل نظر څرګند کړﺉ ښه به وي.
تمکین صیب، زه په شعر نه پوهېږم، خو ستا د شعر بیتونه واقعا خواږه دي.

درنښت


pattang
10.09.2012

هڅاندصيب مقصد به دې دا لاندې لينک وي !
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=61725#61725


حمید هڅــاند
16.09.2012

[quote:e221ece02a]راغلو دمکتبونو او پوهنتونونو ، تلوېزونونو ، جرائدو په بر خه کې :
[/quote:e221ece02a]

باالکل پتنګ صیب، همدې لیکنه پسې مو ګرځېدم.

[quote:e221ece02a]دغه ټول کارونه ددې لپاره چې اسلامي او افغاني اخلا ق بې پلانه اوبې خپله کلچره
غربي اخلاقو ته واړوي او يوه خرېمه خره ترې جوړه کړي او بيا يې پرېږدي چې نور
کوټکي هم ترې پيدا شي ! [/quote:e221ece02a]

رسنۍ، تلویزونونه، رادیو ګانې به یوې خواته پرېږدو؛ ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو ادارو څه تاوان در رسولی؟؟

[quote:e221ece02a]هر کار په يوو پلان ، ضرورت او اقتصادي څېړنه کېږي خو ته يې ماته راپه ګوته که
چې په افغانستان کې کوم شی په پلان شوی دی ?[/quote:e221ece02a]

منم یې درسره پتنګ صیب، افغانستان کې هر کار ( لکه د طالبانو مقاومت ځینې کړنې) بې پلانه شوی دی. خو د نه پلان خبرې په کولو تاسو دا لاندي خبره هم کوئ:
[quote:e221ece02a]٤٠ پوهنتونونه افغانستان څکوې ، فارغان به يې څه کوي ، چېرې به کار ځان ته ګوري!
دافغانستان خلک بايد په خپله دکار په مانا ، دکار په پلان او ضرورت يې ځان پوه
کړي نه د ا چې کتاب ولوني او ټوپونه شروع کړي ![/quote:e221ece02a]

ګوره پتنګ صیب، د کار د زمینې نه مساعدتوب د دې دلیل نه شي کېدای چې تاسو دې نو ښوونځي او پوهنتونونو ته قلفونه واچوئ. هوکې، په یوه خبره کې درسره یوه خوله یم، له بده مرغه د ناسم پلان له امله د افغانستان په ادارو کې کم کسان جذب کېږي . په دې اړه د بې روزګارۍ رامینځته کېدلو ځینې لاملونه په افغانستان کې شتون لري، زه نه غواړم هغوی ته په ورتګ خبره اوږده کړم، الحمدالله، ستاسو له مخکینیو لیکنو برېښي چې د اقتصاد له پوهې سره بلدتیا لرئ. خو همدې کمو کسانو ته چې بوختیا پیداکېږي هم، طالبان ورته اجازه نه ورکوي. ښه بیا نو بسم الله کړه او دا ټول ښوونځي او زده کړنیز مرکزونو ته قلف واچوه.

[quote:e221ece02a]په پاخه سرک کې طالب چې جنګي قوه يې له صليب سره مساوي نده ماين نشي
کېښودلی نو څکه پوخ سرک نه پرېږدي ترڅو چې په منطقه کې د سرطان دمرض
ريښې لويې نشي او همداسې نور شيان يې !
خو په ذات او اصل کې طالب نه دسرک ، نه دعلم ، نه دمکتب اونه .... مخالفت کوي !!![/quote:e221ece02a]

چې یو پولیس په یوه کلاشینکوف شپږ امریکایان وژلی شي، د هر طالب په وس هم پوره ده، خو که په رښتیني ډول له سره تېر شي. د سړک په له مینځته وړلو مو څه ګټه ګړې؟ امریکایانو ته د ور اړول کېدونکې زیان کچه مو هم خورا کمه ده، او هیواد خو مو کړ برباد. رښتیا پلونه هم په درد نه خوري او په له مینځته وړلو یې ستاسو ځواک هم انډول کېږي.

مګر پتنګ صیب، زما اصلي پوښتنه داده: د طالبانو مشرتابه خو نه د تعلیم مخنیوی کړی، نه یې د پوهنتونونو د تړلو څه ویلي او اوس خو یې د نجونو تعلیم ته هم اجازه ورکړې، تاسو څنګه راځئ او د مشرتابه له تګلارې څخه خلاف خبرې کوئ؟؟؟ ولي؟؟

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more