د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د سروزرو سټندرډ او د جګړو د مینځ مهال ازمېښت ( ژباړه)

حمید هڅــاند
29.08.2012

[color=darkblue:d82681a4f1]یادونه: که راسره مرسته وکړئ چې متن، جمله بندي او د ژباړې ډول کې مې کومې ستونزې شته، نو زیات به خوښ شم.[/color:d82681a4f1]

په دې برخه کې غواړو لومړی د سرو زرو ستنډرد تر ارزونې لاندې ونیسو چې نږدې له ۱۸۸۰ ز کال څخه یې په څه ډول د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیل (۱۹۱۴ز) پوري کار وکړ. بیا به د جګړو مینځ مهال د ۱۹۱۹ او ۱۹۲۵ کلونو تر مینځ د ښوراند سیستم ارزونه وکړو او ورپسې به دا هم وګورو چې څنګه بېرته هڅه وشوه چې د سرو زرو ستندرد په پښو ودرول شې.( د سرو زرو ستنددر د بېرته په پښو درېدا هڅه د اروپا د مالي بحران په ژورېدو سره ناکامه شوه.)

د سرو زرو ستندرډ مهال(۱۹۱۴-۱۸۸۰ز)

د سرو زرو ستندرد نژدې له ۱۸۸۰ څخه بیا د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیل پوري کار وکړ. څنګه چې مخکي یې یادونه وشوه، په دې سیستم کې هر هېواد د خپل بانکنوټ ارزښت د سرو زرو په وړاندي وټاکه. هېوادونو ومنله چې تر ټاکل شوي ارزښت لاندي تیار دي په هره اندازه چې اړتیا وه سره زر وپېري او یایې و پلوري. څنګه چې د هر هېواد بانکنوټ د سرو زرو په وړاندي مالوم او ثابت ارزښت درلود، له همدې امله د اسعارو بیې هم ثابتې وې. دا سیستم د مینټ پاریټي په نوم یادېدی.باید وویل شې چې دا بیې به یواځې هغه مهال د مینټ پاریټې له بریده اوښتې چې کله به سره زر له یوه هیواده بل ته استول کېدل، د همدې استونې لګښت به ددې لامل کېده چې تر مالومې کچې زیاتې بهرنۍ پیسې ورکړلې شي . خو بیا هم د اسعارو بیې د سرو ټکو(gold points) ترمینځ بدلون کولی شو او بس. د سرو ټکي هغه بریدونه ول چې ترمینځ به یې د یوه هېواد د پیسو ارزښت بدلون کولی شو. عرضه او تقاضا هغه دوه ازاد فکتورونه ول چې د پیسو ارزښت به یې د سرو ټکو ترمینځ ټاکه. یانې کله به چې د یوه هېواد د بانکنوټ ارزښت له سرو ټکو څخه نور هم په ښکته کېدو شو نو له هېواد څخه به یې بهر ته د سرو زرو په استولو مخه نیوله. په ورته توګه، که چېری به د کوم هېواد د بانکنوټ ارزښت له لوړ ټاکل شوي برید(سرو ټکو) څخه لوړ شو، نو د مخنیوی لپاره به هڅه کېده چې له بهر څخه لا زیات سره زر هېواد ته داخل کړل شي.

د سرو زرو ستندرد په سیستم کې د بیو خپل سري تعادل ته د price specie flow میکانیزم ویل کېده. دې میکانیزم په لاندې توګه کار کاوه: د پیسو د عرضې په موخه، هر هېواد اړ ؤ چې یو له دوه کارونو وکړي؛ یا سره زر عرضه کړي او یا کاغذي بانکونوټونه چې ارزښت یې بیا هم د سروزرو پر وړاندي ټاکل شوی ؤ؛ په دې توګه د کمښت لرونکو هېوادونو د پيسو عرضه به کمېده. بل پلو د ډېرښت لرونکو هیوادونو د پیسو عرضه به زیاتېده. په دې توګه، په کمښت لرونکو هېوادونه کې به د توکو نرخونه ټیټېدل او په ډېرښت لرونکو هېوادونو کې به د توکو نرخونه لوړېدل. په نتیجه کې به د کمښت لرونکو هېوادونو صادرات مخ پرزیاتېدو شول ترڅو کمښت له مینځه ولاړشي؛ ددې کار عکس به په ډېرښت لرونکو هېوادونو کې تر سره کېده.

لرغونو اقتصاد پوهانو عقیده لرله چې پورتنی میکانیزم په ښه توګه کار کاوه، ځکه خو د دوی په اند دولت اړ نه ؤ چې له پیسه ییزې تګلارې څخه د یوې وسیلې په توګه په کار اخیستلو سره، له پیسه ییز پړسوب څخه پاکه مکمله ګمارنه رامینځته کړي. دوی په دې اند ول چې ګواکي له پیسه ییز پړسوب څخه سوچه مکمله ګمارنه ترلاسه کول یوه په خپل سر را مینځته کېدونکې ښکارنده ده.

لکه مخکي چې مو وویل؛ د تعادل رامینځته کېدل د سروزرو په ستندر کې یوه خپل سري خبره ګڼله کېده، له همدې امله هېوادونو ته په کار وه چې له ‌کسر او ډېرښت څخه د رامینځته کېدونکو ستونزو تش ننداره وکړي او پرېږدي چې خپل سری تعادل خپل کار تر سره کړي. پرځای یې ‌کسر لرونکو هېوادونو ته په کار وه چې د پیسو عرضه کمه کړي او ډېرښت لرونکو هېوادونه ته په کار وه چې د پور ورکول او د پیسو عرضه زیاته کړي. خو، هغه څه چې باید شوی وای، و نه شول.

“Nuke and Bloomfield”و موندله چې ‌‌ډېری مهال چارواکو هڅه کوله چې له کمښت او ډېرښت څخه راپیداکېدونکې ستونزې په لوی لاس خنثي کړي. دې کار خپل سری تعادل تر پوښتنې لاندي راوست. Michaely په ځواب کې دا ویل چې ګواکي د چارواکو دا کار اړین ځکه ؤ چې د پیسو له زیات کمښت او بې کچې ډېرېدا څخه په هېوادونو کې مخه ونیوله شي.

په نتیجه کې په لنډه توګه ویلی شو چې د سرو زرو ستندر کې تعادل خپل سری فرض شوی ؤ او د ډېرښت او کمښت ستونزې به په طبیعي توګه د هېوادونو ترمینځ د سروزرو په لېږدول کېدا سره له مینځه تلې. خو حقیقت څه بل شان ؤ. په 1920مو کلونو کې توزنګ او زده کوونکو یې و موندله چې د کسر او ډېرښت تعادل تر انګېرل شوې کچې خورا چټک دی. دوی دا هم وموندله چې دا خپل سری تعادل د هېوادونو ترمینځ د سروزرو د لېږدېدا له کبله نه بلکې د نړیوالې پانګونې له کبله دی. یانې کله چې به انګلستان د بېلګې په توګه د کمښت لرونکی شو، نو ددې هېواد د پیسو عرضه به کمېده، د سود کچه به لوړېده او دا هرڅه به ددې لامل کېدل چې بهرنۍ لنډمهالې پیسې به هېواد ته راماتې شوې او پایله کې به د کمښت ستونزه په هوارېدو شوه. انګلستان وروسته په لوی لاس ددې کار کول پیل کړل. په لوی لاس به یې د سود کچه زیاته کړه، دې کار به بهرنۍ پیسې هېواد ته راماتې کړې او د کمښت ستونزه به یې هواره کړه. د ډېرښت په مهال به یې ددې کار عکس تر سره کاؤ.

د سروزرو ستندرد همدا خپل سری تعادل په ټوله مانا خپل سری نه ؤ او د تمې په خلاف به یې خورا زیات وخت ونیو. ډېری تعادلونه د پرایس سپیشه فلو د میکانیزم له مخې هم نه ول. خو پوښتنه داده چې ددغوستونزو له شتون سره سره ولي د سروزروستندرد اغيزناک ؤ.د سرو زرو ستندرد او خپل سری تعادل ځکه اغیزناک و چې همدغه مهال(۱۸۸۰- ۱۹۱۴) یو شمېر بېلې ځانګړتیاوې لرلې. همدغه ځانګړتیاوې ددې لامل کېدي چې تعادل ژر او اغیزناک وي او په پایله کې دسرو زرو ستندر یو کارنده او قناعت بښونکی سیستم پاتې شي. د سرو زرو ستندر له ۱۸۸۰ څخه بیا د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیل پوري کارنده ؤ. دا یوداسې مهال ؤ چې د نړۍ سراسر نژدې ټول هېوادونه د اقتصادي غوړېدا څخه برخمن ؤ، د هېوادونو اقتصادي حالت ښه او مخ پر غوړېدا ؤ. په دې سربېره، پونډ سټرلنګ یواځینی مهم نړیوال بانکنوټ ؤ او لندن د نړۍ لوی مالي او پیسه ییز مرکز ؤ. د نړۍ اقتصادي حالت بې ثباتي نه لرله او پونډ سټرلینګ د یوه باور وړ بانکنوټ حیثیت ساتلی ؤ. په ورته حالاتو کې ګمان کېږي چې هر ډول نړیوال مالی سیستم ښایې قناعت بښونکی کار کړی وای.

په هر حال؛ بې له دې چې د سروزرو ستندرد د مهال ټول هغه لاملونه چې ددې سیستم د پایښت سبب شول، راپیدا او رامینځته نه شې؛ ددې سیستم بېرته په پښو درول یوه نا شونې خبره ده. خو بیا هم، د سرو زرو ستندرد د (پخوانیو ښو ورځو) په نوم یادېږي. داهم غواړم ووایم چې، د سرو زرو ستندر او یا بل هر ورته سیستم رامینځته کېدل نه یواځې نن بلکې په اټکل کېدونکې نژدې راتلونکې کې هم ناشونی کار دی.

نوربیا...


حمید هڅــاند
01.09.2012

په تیر پسې...
د جګړو د مینځ مهال ازمیښت:

د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیل (۱۹۱۴) سره سم، د سروزرو ستندر له مینځه ولاړ. سره له دې چې جګړه په ۱۹۱۹ کال کې پای ته ورسېده خو نړۍ نه بېرته د سرو زرو ستندر ته وګرځېده او نه کوم بل نړیوال مالي سیستم رامینځته شو. له همدې امله د ادلون بدلون بیې په بې کچې توګه لاندې باندې شوې. د ۱۹۱۹ او ۱۹۲۴کلونو ترمینځ وټې یا د ادلون بدلون بیو په بې سارې توګه بې ثباته پاتې شوې. دې حالت ته د ځواب ویلو په موخه انګلستان په ۱۹۲۵ کال کې دپونډ ارزښت بېرته د سروزرو پر وړاندي و ټاکه. دا ارزښت د جګړې نه مخکې مهال هومره و ټاکل شو. انګلستان د سرو زرو په صادراتو باندې هغه بندیز هم ایسته کړ چې د جګړې به اوږدو کې یې لګولی ؤ. په دې توګه پونډ له سرو زرو سره د بدلون وړ شو. متحد ایالات وار له مخه په ۱۹۱۹ کال کې سرو زرو ته بېرته ستون شوی ؤ او نورو هېوادونو له انګستان څخه وروسته ګام واخیست او یو ځل بیا یې د سروزرو ستندرد کارنده کړ. خو نوي سیستم له پخواني هغه سره توپیر درلود. په دې سیستم کې لکه د پخوا په څېر پیسې له سروزرو سره تبادله کېدې خو ددې ترڅنګ پخپله بانکنوټونه هم په مخامخ توګه د راکړې ورکړي وړ ؤ. په دې توګه اوس یواځې سره زر د نړیوالې سپما په توګه نه کارېدل بلکه پونډ، ډالر او فرانسوي فرانک هغه نوټونه ول چې هېوادونو به په خزانه کې له سرو زرو سره تر خوا ساتل. په دې وخت کې نړۍ د یوه بل نااشنا حالت شاهده شوه. یو خوا د سروزرو ارزښت د جګړې نه مخکې مهال په کچه ؤ، بل خوا، د توکو بیې د جګړې له امله اسمان ته ختلې وې. دا هرڅه ددې لامل شوي ؤ چې نور نو سره زر د نړیوالې سوداګرې د ټولیز ارزښت خورا وړوکي سلنه جوړه کړي.

د جګړې له امله انګلستان اوس د پخوا په څېر د نړۍ یواځیني مالي مرکز نه ؤ، له انګستان څخه د سیالۍ په ډېرو ډګرونو کې متحد ایالات مخته شوی ؤ او فرانسه هم یو رابرسېره کېدونکی اقتصادي ځواک ؤ. د جګړو د ورانیو د بېرته رغولو په موخه انګستان خپل زیات شمېر بهرنۍ پانګونې راټولې کړې. د پونډ ارزښت له اندازې زیات لوړ شوی ؤ، انګلستان له کمښت سره مخ ؤ او د رکود په خوا مخ وړاندي روان ؤ. بل پلو فرانسوي فرانګ په ټیټ ارزښت باثباته شوی ؤ او فرانسه په یو ډېرښت لرونکې هیواد بدله شوې وه.

فرانسې غوښتل چې پاریس د نړیوال مالي مرکز په توګه رامینځته کړي. په همدې موخه په ۱۹۲۸ ز کال کې د یوه قانون له مخې فرانسې و غوښتل چې خپل ډېرښت د سروزرو په اخیستلو سره له مینځه یوسي. ددې قانون له مخې فرانسې نه شوای کولی خپل ډېرښت له سروزرو پرته په بل کوم نوټ باندي بدل کړي. د فرانسې دا هڅه ددې لامل شوه چې سره زر له انګلستان څخه په وتو شي. د فرانسې ددې هڅې پایله دا هم شوه چې بهرنۍ لنډ مهالې پیسې اوس د لندن پرځای پاریس او نیویارک ته ولاړې شې. خو خبره هغه وخت خرابه شوه چې کله پاریس دا هم وغوښتل چې له پخوا نه ساتل شوي پونډ ایسته کړي او پرځای یې سره زر وپېري. د فرانسې ددې هوډ په ځواب کې انګلستان د ۱۹۳۱ ز کال په سپتمبر کې د یوې پریکړې له مخې وویل چې نور نو پونډ له سرو زرو سره نه شي تبادله کېدای؛ دا کار ددې لامل شو چې د سروزرو د تبادلې سیستم له مینځه ولاړ شي( سره له دې چې متحدایالاتو د سرو زرو د تبادلې سیستم په ۱۹۳۳ ز کې پرېښود.).

سره له دې چې د فرانسې دا پریکړه چې غوښتل یې خپل وار له مخه زېرمه کړي پونډ هم په سرو زور واړوي ددې بهانه شوه چې د سروزرو تبادلې ستندر له مینځه ولاړ شي؛ خو ددې ستندرد د له مینځه تګ لوی لاملونه دا ول:

(۱) د اړین تعادل د رامینځته کیدلو لپاره د یوه مناسب میکانیزم نه شتون چې دولتونه یې دې اړ کول چې په لوی لاس د تعادل د رامینځته کولو هڅه وکړي؛

(۲) له لندن څخه نیویارک او پاریس ته په لویه کچه دپیسواو لنډ مهالې پانګې د مخې اوښتنه؛ اوــ

(۳) په اروپا او امریکا کې په شلمو او دیرشمو کلونو کې د لوی اقتصادي بحران رامینځته کېدل.

باید وویل شي چې په ورته حالاتو کې هرډول نړیوال پیسه ییز سیستم شونی ؤ چې له ناکامۍ سره مخامخ شوی وای.

له ۱۹۳۱ څخه تر ۱۹۳۶پوري د مالې او پیسه ییزي بې ثباتۍ مهال ؤ. په همدغو کلونو کې هېوادونو هڅه وکړه چې یو دبل پر ضد د خپلو پیسو ارزښت ټیټ کړي تر څو د بې روزګارۍ له غمه ځان خلاص کړي او همدارنګه خپل صادرات و هڅوي. د بیلګې په توګه، متحد ایالاتو د ډالر ارزښت د سرو زرو په وړاندي خورا ټیټ(د سرو زرو د یوه اونس بیه له ۲۰ ډالرو څخه ۳۵ ته زیاته شوه) وټاکه تر څو د صادراتو هڅونه وکړي. خو په ۱۹۳۶ کال کې د نړۍ د لویو بانکنوټونو ارزښت بیرته د ۱۹۳۰ کال ارزښت سره برابر شو خو توپیر داؤ چې اوس د سرو زرو زېرمه کونې له پخوا خپل ارزښت زیات کړی ؤ. هېوادونو هڅه کوله چې د کاغذي بهرنیو بانکنوټونو پرځای سره زر په خپلو خزانو کې زېرمه کړي. د هېوادونو په خزانو کې اوس د بهرنیو بانکوټونو زیاته برخه سروزرو نېولې وه. ددې کار یو لامل دا ؤ چې په همدغه مهال کې هېوادونو د خپلو پیسو بیې یو دبل پر ضد ښکته اچولې، ځکه خو په خزانو کې د بهرنیو بانکنوټونو ساتل ددې لامل کېدل چې د خزانو د پانګې ارزښت د بانکنوټونو د ارزښت په ټیټېدلو سره کم او بیا هم کم شي.

په همدغه مهال کې په هېوادونو په وارداتو باندي هم یو زیات شمېر محدودیتونه ولګول، تعرفې اسمان ته وختلې او پایله داشوه چې نړیواله سوداګري سم په نیمایې ودرېده. او بالاخره په ۱۹۳۹ ز کال کې لوی هېوادونو یوځل بیا په جګړو لاس پوري کړ او د دویمې نړیوالې جګړي اور په لمبو شو.

د nurkse په وینا؛ د جګړو د مینځ مهال حالات ددې څرګندوی دي چې د نړي مالې او پیسه ییز مارکیټ د بې ځایو منفې اوازو ښکار ؤ او همدارنګه په همدغه مهال د غیر ثابت ادلون بدلون سیستم هم بدمرغۍ وزېږولې. له همدې امله د دویمې نړیوالې جګړې یوه اړخ(متحدینو) له جګړې وروسته مهال د یوه داسې سیستم د رامینځته کولو هڅه وکړه چې نړیوال مالې سیستم ته ثبات وبښي او لږ تر لږه د اسعارو بیې او پرتلیز ارزښت په کابو کې وساتي(په دې اړه مالومات په راتلونکې برخه کې دي). دا انګېرنه هم کېږي چې د ۱۹۱۹ او ۱۹۲۴ کلونو ترمینځ د اسعارو د ارزښت بې کچې بې ثباتي لامل داؤ چې د هېوادونو لګښتونه د انډول وړ نه ول. له بله پلوه د جګړې نه وروسته بیارغونه له یوه هېواد نه بل ته توپېر درلود؛ ځکه خو د ادلون بدلون ثابت سیستم د رامینځته کېدلو شونتیا نه په سترګو کېده.

نوربیا...


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more