د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

دپوټکي سپين داغونه يا Vitiligo

ډاکتر څپاند
21.11.2011

دپوټکي سپين داغونه يا Vitiligo

دځينو وګړو دپوټکي طبيعي رنګ له منځه ځي،او چې طبيعي رنګ له منځه ولاړدپوټکي سپين رنګ رابرسېره کيږي٠دا ناروغي نده،نه وبل چاته سرايت کولی شي او نه هم تداوئ ته اړه لري٠

دپوټکي طبيعي رنک څه ډول رامنځ ته کيږي؟

دانسان پوټکی دميلانين په نامه ديوې مادې له ډيروالې يا لږوالې په سبب تور، سپين يانصواري ښکاري٠
ميلانين د ميلانوسايټ په نامه د يو ډول مخصوصو حجراتو محصول دی چې دا
حجرات په پوټکي کې موقعيت لري٠

دپوټکي دسپينوالې سبب؟
دپوټکي درنګ دتوليد "دستګاه" دنامعلومو عواملو په وجه دفعاليت څخه پاته کيږي، نتيجه د رنګه مادې (ميلانين) نه شتون او دپوټکي سپينواله٠

ايا دا حالت ساري دی؟
نه بالکل نه،مګر په ځينې کورنيو کې دپوټکي دسپيوالې واقعات نسبتا ډېر ليدل کېږي چې شايد د دې حالت په ارثيت دلالت وکړي٠

ايا ويښتان هم بيرنګه کيږي؟
دا حالت نه يواځې په پوټکي کې بلک د سترګو او دخولې په داخل کې هم ليدل کيدی شي٠دپوټکي د هغې برخې چې رنګ ئي له لاسه ورکړی،ويښتان هم سپين
رنګ پيدا کوي٠

که څوک وغواړي چې تداوي وکړي څه امکانات شته؟

لکه چې مخکې هم ياد شو،اکثرا خلک دپوټکي سپينوالی، ناروغي نه بولي او د
تداوئ فکر هم ورسره نه وي٠خو زموږ په شان په روسته پاته ټولنو کې دا حالت يوه ستره ناروغئ ګڼل کېږي،ځينې لا ددې "ناروغانو"سره ناسته ولاړه هم نکوي، چې پدې توګه،ناروغ ته رواني ناراحتي او حتی ژور خفګان يا ډپريشن هم پيښيدی شي٠
نو دکورنۍ غړو او ټولو خلکو ته پکاردی چې ځان پوه کړي چې دپوټکي سپينواله کومه غټه او خطرناکه ناروغي نه ده او بل چا ته هم انتشار نه کوي٠
ناروغ مينې،محبت او انساني سلوک ته اړتيا لري نه تبعيض ته٠

ځيني وګړي غواړي چې بايد حتما تداوي شي،خو دوي بايد پياد ولري چې ددې حالت دمعالجې چانس چندان ډير ندی٠کيدی شي يو سپين داغ ددوا دارو يا تعويذ اوتومار په مرسته ښه شي،خو څه موده روسته نوي داغونه پيدا کيدی شي٠

جلدي يا دپوټکي ډاکتران ددی داغونو دتداوی تلاش په لاندې ډول کوي:
steroid cream or ointment
داهغه مرهم دی چې په مختلفو هيوادو کې دهغې مختلف انواع او اقسام شتون لي،دډاکتر تر نظر لاندې اقلا د ٣ مياشتو لپاره استعماليږي٠

دلمر دطبيعي وړانګو او ياهم دمصنوعي مخصوص څراغ په وړانګو سره دډاکتر تر نظر لاندی د ماوف قسمت تداوي٠

ځيني ناروغان چې ديوې اوږدی مودې لپاره يو يا څو محدود داغونه لري،دجراحئ په مرسته ديوه سالم ځي نه پوټکې قطع او مرضي ځي ته پيونديږي٠

دغه راز دپوټکي رنګول،دسينګار دموادو سره پوښل او يا هم دخال يا ټتو
Tattooing
په مرسته دپوټکي دايمي رنګه کول هم مستعمل دي٠

ځيني خلک دمخصوصې دوا په مرسته د خپل بدن ټول طبيعي رنګ له منځه وړي او ټول پوټکی ئي سپين او همرنګه شي٠

http://www.google.com.au/search?q=vitiligo&hl=en&prmd=ivns&source=lnms&tbm=isch&ei=OO-kTrXdOIqtiQfj57zKBg&sa=X&oi=mode_link&ct=mode&cd=2&ved=0CAUQ_AUoAQ


عبدالمتین
23.03.2012

السلم علیکوم
څپاند صیب ستالیکنه می ولیده مونگ هم یو بیما رلروو چی دشونډو تکلیف لری
تقریبن 5 کاله وشول چی پلو پسی به یی شوندی وتلی (تب خال کیدلی ) داکتر صاحبانو ته مو هم مراجعه هر وخط کوه خو دارو کومه نتیجه ور نه کره اخر یو کال مخکی یو رقم گولی چی نوم یی بیا درته لیم هغو گولیو سره دا دشونډو دوتلو ناروغی جوړه شوه خو کله چی هغه جوړ شول هغه ځایونه یی بیرنگه پاتی دی سپین او کم کم تور والی بیا هم دارو خوری خو کله دومره ښی شی چی بیخی معلومږی هم نه او کله کله بیا سپین والی ډیرشی سوزش او وچوالی ورسره هم دیر شی
که ددی په هلکه څه ووایاست منندوی به مو یم یادونه چی دا ناروغی هم فقط شوندوکی ده بل هیڅ ځای دا مشکیل نلری ‌؟؟؟


طبی پوښتنه


Mazharee
25.07.2012

څپاندصاحب ستاسو لیکنه می ولوستله ډیره خوندوره وه، اوپوره ښایسته معلومات پکی وه، الله دی مزیدتوفیق درپه برخه کړه.
خوزه خپله یوه مریضی لرم کچیری دهغه په هکله راته یوشی ولیکی اویایه ځماایمل آدرس ته راواستوی ډیربدی منندوی شم اوتل به درته دخیراوبرکت دعاکوم، هغه داچی: اته کاله مخکی ماته تکلیف دمعدی پیښ سو، چی عمده مشکل می عدم هضم دغذاوو، اوهمیشه به می ټیغ خرابیدی، قبضیت می هم ورسر درلودی، په پاکستان اوافغانستان کی ډیرو ډاکترانوته ولاړم اوډیرداروگان می وخوړل خوکومه فایده می نه ځنی لیدل، خویوځلی چی راته دمثانوالتهاب پیداسوی وو، یوډاکټرراته Erythromycin اوSeptran DS تابلت توصیه کړل دغه تابلیت چیمی استعمال کړل معده می جوړه سوه وروسته ترڅه مودی چی دوامی خلاصه شوه بیرته می ناروغی اعاده شول، چی داځلی می تنها سپتران (کوتریموکسازول) رانیول اوهغوی می وخوړل، بیرته جوړسوم اودهغه وخته راپدیخوا همیشه که دغه Septran DS تابلت خورم جوړیم اوکه یی نخورم بیرته ناروغ یم، دځنی ډاکټرانوسره می مشوره کړی هغوی راته کوم اساسی علاج ندی ښوولی، نوهیله ده چی تاسوراته په کافی اندازه لارښونه وکړی، اوراته ووایاست: چی ددغه تابلتو دوام داره استعمال په څونه اندازه جانبی اعراض لری؟، که زه دغه تابلیت استعمال نکړم نودکوم داروڅخه استفاده وکړم؟
ده یادونی وړده چی ددغوخاندان مروجودارگانو څخه می ډیره استفاده کړی.
1.Tab.ciprofloxacin.
2.Tab.Famotidin.
3.Cap.Omeprazol.
4.Tab.Domperidon.
5.Syp.Anti acid.
6.Tab.Stomatch Enzaym.
7.Tab.Metoclopramid.
8. Tab.Anti Deprisione.
اودغه ځماایمیل آدرس دی:noorulhaqmazharee@gmail.com


ډاکتر څپاند
28.07.2012

محترم نورالحق مظهري صيب زما سلامونه او نيكى هيلي هم ومنى.
اول ستاسو توجه و دى مضمون  ته:

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4469

دويم بايد عرض كم چى cotrimoxazol ,ciprofloxacin او eryththromycin ميكروب وژونكي يا antibiotics دواگانى دي.چى نبايد دضرورت نه بغير استعمال شي. درغير ان درر جانبي عوارض لرلى شي.

كيدى شي چى تاسى درى مختلف "مشكلات" ولرى.
كه دمعدى تكليف ولرى نو په پورتني لينك كى معلومات حاصلولى شى.
داسى بريشى چى ستاسوبل مشكل شايد هم دپروستات التهاب وي چى زيات شمير طبيبان ىي دانتيبيوتيك په مرسته دعلاج تلاش كوي.
دريم امكان: په كولمو كى د طبيعي ميكروبونو د غير نارمل زياتوالى په وجه يو مشكل : چى په انگريزى كى ورته bacterial over growth ويل كيژي.
 


pattang
28.07.2012

انډيواله له ځانه دې ددوا ګوډی جوړ کړی داټولې دواګانې ستا لپاره نقص کوي او
کړی يې هم دی !
زه ډاکتر نه يم خو دعمومي مالومات له برکته !
انډيواله !
- indeskopie وکړه ، خو تکړه ډاکتر ته او يا کلينيک ته ورشه !
- Gastroenterolog ته ورشه چې دخوراکي موادو سره خو به الرجي نلرې !
دا دومره دواوې يې چې در کړې او ټول انتي بيوتيک دي نو ددوی دې خدای پاک
کور ګډ کړي چې له طب سره علاقه نلري نو بيا څه ضرور دی چې طب لوني !
زه حک پک دې ته حيران ي م چې
Tab.Anti Deprisione
يې دڅه لپاره درکړې دي ? وروره په لېونويو قصابانو د سر شوی دی
او الله د مرسته در سره وکړي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more