د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د بهرنيانو د ويشتلو په تور، په اعدام محکوم شوي ځوان ته ډالۍ

محمود سعيد
18.07.2012

په بهرنيانو د ويشتلو په تور، په اعدام محکوم شوي ځوان ته ډالۍ
لاره مې تر داره ده، د ويښـــــــو ولولو په تور
سر مې قيمتي دی، د لونګيو او شملو په تور

ليکم تاريخــــونه، بدلومه د نــــړۍ کرښې
ځکه خو محکوم يم، د سرکښو غلبلو په تور

ګوره راپسې دي ښاماران او خولې ېې وازې دي
لال يمـــه، ځليږم په ايرو کې د شغلو په تور

مرګه زه درځمه، هسکه غاړه مې راوړې ده
وامې خيست بدل له داړه مارو د څو غلو په تور

بيا به دې هم لېږم په بيرغ کې سور په وينو رنګ
تا که نښـــــه کړي بيا تندي وو د خالو په تور

ښکليه اوښکې پاکې کړه، چې ته وې ژړولی چا
سترګې مې ترې ويستې، ستا د ډکو سترغلو په تور

مه وهه سلګۍ راپسې، نور به بد بد نه ګوري
ويشتي مې په ټنډه یرغلګر ستا د ګيلو په تور
سعيد


pattang
18.07.2012

سعيدجانه الله دبرکت درکړي څومره خوندور شعر دې ليکلی دی !
زه اديب نيم خو زما په اند ، دکيفيت او کميت له نظره اوله درجه شعر دی ٠ شعر
د غم اويا د ښادي په حال کې وېل کيږي ، خدای دوکړي چې ته دخوشالي
په حال کې ? ډوب يې .


حلیم یار فطرت
21.01.2013

محترم سعید صیب په ګوتو او قلم دی برکت شه تا دولس قهرمان او غازی په ښه شان لمانځلی ده ستا ټول شعرونه خوند راکوی خو په کوم شعر کی چی حماسی خوږلن هم ګډ وی هغه خو بیا طوفان کوی ژوندی اوسی او دلابریا په هیله دیۍ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more