د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

پښتو متلونه

tandar
20.09.2011

پښتو متلونه
مه کوه په چا، چه وبشي په تا٠
تربيا


عبد السلام
21.09.2011

تندر صاحب، سلامونه!

ستاسو دمتل په ادامه دا دوه یې زما له خوا !

چې بدګرځي بد به پرځي.

چې څه کرې هغه به ریبې.

خوجیین دومره بد هم نه و ، لکه چې ډارن و! نیت به يې ښه و ، خو د پنچشیریانود دارو دستې او چار چاپیره زمرد فروشانو نه ډیر سخت ویرده ! او دژوندا نه ټولې ښيګڼي يې د قهرمان مولی د ډلې د ویرې خوراک کړي !
علت یې هم ښایي دا وي چې د پښتنو اکثریت ته دمنلووړ نه و! په سمه او که په ناسمه والله اعلم!

خو لعنت په تروریزم چې په هره بڼه وي !


Kamil
21.09.2011

ټولو ته السلام عليکم

عابد دی خداي يو ځل بيا راولي چی په متلونو مو ماړه کړي
ههههههههههههههههه
که څنګه مومند صيب؟

پردى کټ تر نيمو شپو دى .
په يو ګل نه پسرلى کيږي .
تر پردي ګلالي زوى خپله بدرنګه لور ښه ده .
خپل عمل د لارى مل دى .
خپله خوله دى هم کلا ده هم بلا .

نور بيا


عنوان

tandar
21.09.2011

چه بد ګرځي ، بد به پرځي
مه کوه په چا،چه وبه شي په تا
دبل دروازه په کټه پيش مه وهه، چه ستا دروازه څوک په لغته ونه وهي٠
تربيا٠


پښتون.
27.10.2011

سلامونه!
عبدالسلام صیب پام مې نه و چې تاسو دلته تشریف راوړې دی.ولې ما هلته د ټوکو خونه کې ولیکل چې تاسو دیخوا هیڅ نظر نه لګوئ.ګوره محترمه،تندر صیب په استادۍ منلې یې،او چې مشر دې د ځان استاد ګڼي نو زمونږه خو د استاد استاد شوی.
والسلام.


پښتون.
05.12.2011

تر پردي ګلالي زوى خپله بدرنګه لور ښه ده .


عنوان

tandar
04.04.2012

سلامونه
چه ډب نه وي ،ادب نه وي هههها
ښه خوي به دي سلطان کړي، بد خوي به دي په ځان پوري حيران کړي
تربيا


عنوان

tandar
18.05.2012

دپتوال صيب يو متل مو ارشيف ته راوړو
ډير څه په کي پراته دي که څوک پري پوهيږي

هوښیارانو ښه رښتیا ویلي چې :
نه وینه په وینو وینځل کیږي او نه غول په غولو ! :oops: :roll:
تربيا


Re: عنوان

مسلم قلموال
19.05.2012

[quote:da01e811b2="tandar"]
هوښیارانو ښه رښتیا ویلي چې :
نه وینه په وینو وینځل کیږي او نه غول په غولو ! :oops: :roll:
[/quote:da01e811b2]

زما فکر دی چې دا به داسې وي ؛ او نه متیازې په متیازو؛ ځکه چې وینځل په مایع او بهیدونکې ماده باندې کیږي؛ په جامده ماده نه کیږي۰

په احترام


عنوان

tandar
20.05.2012

مونږه ټول سره نوک او وري يو
اوبه په ډانګ نه بيليږي
تربيا


عنوان

tandar
22.06.2012

په داسي سړي واوړي چه پرتوګ په غاړه راوړي هههههها
CIA او ISI خور او ورور دي
ديوه لوي او ازاد افغانستان په هيله


چه

tandar
14.07.2012

چه ډب نه وي ادب نه وي هههها
دوه ورونو جنګ وکړو کم عقلو پري باور وکړو ههها
تربيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more