شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
پښتون. ستوري

دغړيتوب نېټه: 14 نومبر 2009 ليکنې: 901
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه دسمبر 05, 2011 4:56 pm عنوان : غوره پښتو شعرونه |
|
|
د پښتو خبرې
ماته د انکار تاته د هو خبرې نه دي زده
تاته د راتلو ماته د تلو خبرې نه دي زده
ته خو به ماڼې د وعدو بيا راته ودانه کړې
ماته له دروغجنو د ګليو خبرې نه دي زده
ستا خو به امېل لکه سپوږمۍ په ټټر وزانګي
ماته د ناڅيرو ګرېوانو خبرې نه دي زده
ته د خم مېلمه شه، سر تر پښو د مستۍ څانګه شه
ماته بې له اوښکو د نشو خبرې نه دي زده
زه بې له پښتو نه په ټول ژوند پر بل څه پوی نه شوم
ستا لکه مغله د پښتو خبرې نه دي زده
مرحوم اسحاق ننګيال |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه دسمبر 18, 2011 10:35 am عنوان : سلامونه |
|
|
سلامونه
دازما پيغام يوسه ګرځوه په غرو رغو کي
.........................................................دسبا نري شماله
ديتيم داوښکو څاڅکي دپښتون په قبيلو کي
........................................................دسبا نري شماله
خوزوه توري کيږدۍ تري لاندي ځلمي ويښ کړه
نااشناغوندي خلک ښکاري دخوشحال بابا ديروکي
ملنګ جان |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پښتون. ستوري

دغړيتوب نېټه: 14 نومبر 2009 ليکنې: 901
|
د ليکنې نېټه : جمعه دسمبر 30, 2011 4:51 pm عنوان : |
|
|
ما شراب خوړلـــــي نه ، په حـــد واهــــــــــه شـــــــم
كــــــه يـې وخــورم ، خبـــر نه يم چــې به څه شـــــــم
په هر لـــــــوري چـې نظر كوم اغيـــــــــــــــــــــــار دى
د زړه حــــــــــــــــال وچـــــــــــاته وويلـــــى نه شـــــــم
زمانـــــــې راباندې وكــــــــړې هسې چـــــــــــــارې
لكـــــــــــــــــــــه در د خرمهــــــــرو ســــره پييه شـــــــم
د اورنگ پادشـــــــــــاه په دور عدل نشتــــــــــــــــه
تر طنـــــــــــــــاب لاندې په شهـر كې لوټه شـــــــم
كه د رنـــــــــځ دارو مې كړې طبيبــــــــه ! وخت دى
هاله ستـــــــــــا دارو ومه شه چې په تله شـــــــم
خپل خوني وچـــــــــــــــــــــــــــاته څه ښايم په گوته
چې د چا د لاسه مرمــــــــــــــــه ، خود ليده شـــــــم
درسته شپه لكه اغزي په زړه څرخيــــــــــــــــږي
د فـــــــــــــــــــــــــــــــراق غمونه ، څرنگه اوده شـــــــم
هېڅ په سترگو ليده نشي ، يو قصـــــــــاب دى
نه يې لاس نه يې چـــاړه ، په زړه ورژه شـــــــم
لكه و په هغه شـــــــــــان په وفا ټينـــــــــگ دى
چې تر يار يې خجل نه كړم ځار تر زړه شـــــــم
په دا لــــــــــوڅو پـــــــــوڅو نه رسم تر ســــــــرايه
د سيميـــــــــا علم مې نشته ، چې مرغه شـــــــم
خلق تشې تسلــــــــــــې كـــــــــــــــــــا، زه له ځلې
د هلك غوندې د هر ســـــــــړي په خوله شــــــــم
الهـــــــــداد چې بند په بند گوتې په تار ږدي
د خوږ زړه دمه مې شــي ، څه خو تابه شـــــــم
نه شېخـــان ، نه طبيبـــــــان ، نه ساحـــران شته
چې له دې رنځه د چـــــــا په سبب ښه شـــــــم
زه خوشحــــــــــال له نورو څه لره فريــــاد كړم
په زړه زړه واړه په خپل غشې ويشته شـــــم
خوشحال خان خټک |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اپريل 30, 2012 9:42 am عنوان : سلامونه |
|
|
سلامونه
اننګي مي دواړه شنه دي
.................................دظالم څپيړي خورمه
څه بي رحمه زمانه شوه
..................................غږ مي ټپ شو دنارو نه
ګناه ګار شوم چه حق غواړم
..................................نن دعدل په دنياکي
شنه طوطيان مي نه خلاصيږي
..................................دصياد ظالم پنجرونه
سر بازي زما پيشه ده
.................................خلک ې څله راته ښيي
نن صبا به مي خداي خلاص کړي
................................دنفاق د ځنځيرونه
زه ژوندي يم لا مړ نه يم
.................................خلک مي ولي ميراث بولي
خونړي سيلابه راشه
................................پښتونخوا دلوړو غرونه
هر ګز وچي نه شوي نم نه
..............................دازما ملنګ جان سترګي
.................هره شپه مي راځي خوب ته.....................
..........................شهيدان داديرونه ............................. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه ميئ 02, 2012 7:07 pm عنوان : عنوان |
|
|
هر سړي ته چه دوريږم واې افغان يم
................................خاص لمسي داحمد شاه او خوشحال خان يم
دخوشحال په پښتو ژبه نه پوهيږي
..................................بله ژبه کي طوطي غوندي غږيږي
زه دي هسي افغانيت ته حيرانيږم
..................................حيران څه خدايږو ژړا راځي ژړيږم
تربيا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پښتون: ستوري

دغړيتوب نېټه: 24 جنوري 2011 ليکنې: 252
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه ميئ 03, 2012 1:07 pm عنوان : |
|
|
زه هغه افغان يم
دا ته څـــــه فکر کوی په ما دی څه ګومان کړی دی
زه هغه افغان یم ما حکومت په ټول جهان کړی دی
که المان دی که فاریس دا وی پخـــــــــــــــــوا خبری
زما غیرت ته خـــــــــــــو سلام هم اصفحان کړی دی
که می سر غـــــــــــــوڅ ای غلیمه بيا ی هم نه پریږدم
خاوره ساتم د بلا مخ ته می خپل ځـــــــــان کړی دی
په خپل لاس می وؤ لوی کړی نن هغـــــــه ماشومان
وای ته کافر ندی پریږدم دا می اعــــــــــلان کړی دی
ملا بښنـــــــــــــــــه غــــــــــــــــــــواړم یوه پوښتنه لرم
د دوی په غـــــــــــوږ کی چـــــــــــــــــــــا اذان کړی دی؟
(شفقه)میلمــــــــــــــــــــــــه ی خپل وینه د بل ورکوی
همدغه کار کی خو سلام ورته شیــــــــطان کړی دی
د ښاغلي شفيق الرحمن " شفق " شعر
http://www.hewad.com/poetry/shafaq/za-hagha-afghan-yam.htm |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه جون 03, 2012 12:18 pm عنوان : سلامونه |
|
|
سلامونه
دغفلت په خوب ويده ولي پښتون دي
...............................دنفاق په وجه حال ددوي زبون دي
په فريب دانګريزانو ټول خراب شو
................................دعوه ګير زمونږ دخاوري نن پنجاب شو
چه ظاهر کي مسلمان باطن کفار وي
................................دهغو به هميشه دغه روزګاروي
يه سوچه مسلمانانو سره غونډ شي
................................په اخلاص او محبت سره راپنډ شي
دپښتون له غمه زړه مي نن کباب شو
................................دعوه ګير زمونږ دخاوري نن پنجاب شو
تربيا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه جون 07, 2012 10:01 pm عنوان : ژوند |
|
|
ژوند داسارت نه يو په سل ځله زندان ښه دي
........................................نوم دغلامي نه ګورستان ښه دي
ژوند ښاې دپت سره ورک دي شي بي پته ژوند
.........................................دپت دپاره سر که په کښي ځي هغه ميدان ښه دي
څه په هغه نواب چه اقتدار ې وي دبل په لاس
.......................................هسي نوابي نه ملنګي کي ملنګ جان ښه دي
تربيا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه جون 13, 2012 1:49 am عنوان : عنوان |
|
|
حقيقت کي نه چهاربيته نه غزل دي
................................محض غم دخپل وطن راسره مل دي
دغه غم مي په زړګي ايښي داغونه
................................دافسوس اوښکي مي ځي لکه رودونه
په ملهم دخپلواکي به ورغيږي
........................................ظالمان زما په حق نه قانع کيږي
خدايه داڅنګه اسلام څنګه امت دي
.......................................ماشومان تورسري وژني داحالت دي
هغه څوک چه په رښتيا دپښتون ځوي وي
.......................................او رښتيا دپښتنۍ په غيږ کي لوي وي
خوب خندا به کړي په ځان باندي حرام
.............................................څو وانخلي دغليم نه انتقام.
خو زما ملنګ جان داسوي مسري دي
...........................................مسري څه چه ټول دغم سوي ناري دي |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : شنبه جون 16, 2012 11:57 am عنوان : عنوان |
|
|
پښتونه پاڅه خپل عذت وګټه
.......................وټړه ملا له ټينګ ايمانه سره
دازادي سوچه نعمت وګټه
.......................ځان مساوي کړه له جهانه سره
خداي بخلي ملنګ جان |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : شنبه جون 16, 2012 6:25 pm عنوان : |
|
|
دنيا د تخيل مې ګل ورينه غوندې ښکاري
خندا چې ستا په سرو شونډو وريښمينه غوندې ښکاري
ناڅاپه راپه ياد شي چې راياد شي نو راياد شي
پخوا خو داسې نه وه دا خو مينه غوندې ښکارې
راتلل دې د ريبار سره په توره شپه خوښ نه دي
آشنا نن دې خبره راته سپينه غوندې ښکاري
چې ستا په تصور کې په بار بار ګورم آسمان ته
څهره د نيمې شپې سحرجبينه غوندې ښکاري
فرهاد نه وو يکتا چې دا يې نه ويل تېشه کېږده
فرهاده دا فرهاد خو دې شېرينه غوند ښکاري
حمزه جوړ تمنا دې د آشنا مهر ليدلی
زر زر مرورېږي څه نيازبينه غوندې ښکاري |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه جون 18, 2012 1:23 pm عنوان : عنوان |
|
|
يوامين وو چي دويم نوم ئې ملنګ وو
................................ملنګ کله وو دقوم په غم کي رنګ وو
دي رښتيا دازادۍ عاشق پتنګ وو
................................عاشقي سره بيا سر تر سره ننګ وو
................دوطن ننګ او ناموس دده ارزو وه
................بده ورځ ئې په پښتون کله پيرزووه
فيلسوف نه وو شاعر دزماني وو
.................................په پښتو ژبه ساقي دپيماني وو
جره باز دخوشال خان داشياني وو
.................................تصوف کي درحمان دخيلخاني وو
.................دملي ادب دبڼ قوي سالار وو
..................دپښتو داهنګنو وستاکار وو
دقوم مينه کي منلي قرباني وه
................................شاعري څه وه په زړو حکمراني وه
دجذبو جوبه لا مخکي اسماني وه
................................استعمار سره دده پهلواني وه
..................ځواني مرګ له دنيا لاړي له ارمانه
.................په جنت کي شي خوشحاله ملنګ جانه
سيلاب |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : شنبه جون 23, 2012 2:17 pm عنوان : بس |
|
|
دCIA اوISI مزدوري مکړه
............................................چه خفه به دي کړم
نور وطن ، ملت فروشي مکړه
.......................................... ټوټه ټوټه به دي کړم
واوره دسر اوزړه په غوږو
.......................... وائې تندر زره زره به دي کړم
ديو ازاد او لوي افغانستان په هيله
وروستی ځل بدلون tandar په جمعه سپتمبر 28, 2012 5:11 am
ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پښتون: ستوري

دغړيتوب نېټه: 24 جنوري 2011 ليکنې: 252
|
د ليکنې نېټه : شنبه جون 23, 2012 5:47 pm عنوان : |
|
|
د یوالی بلنه
د ټولنی له هر اړخه فریادونه را جگیږی
د غلیم راکټونه د افغان په سر لگیږی
څوک د کوره وتی نشی دمرمیو جوړ باران دی
آ سمان هم یاغی شوی تندرونه را وریږی
مور د ځوی په مړی ژاړی پر سر خاوری بادوی
ړوند راکټ هر خوا لگیږی د کابل ښار ورانیږی
دغلیم په ستراتیژی کی ورانی د کابل ښار دی
دا فتوا د پنجابیان دی چی کابل را ورانیږی
مذهبی ډلی ټپلی پنجابیان سره په گډه
د افغان له هره کوره قیمتی شیان لوټیږی
په لم سون د پنجابیانو وطن وران کړل مجاهد
دا مچ سترگی جهادیان هیڅ له خلکو نه شرمیږی
دوطن دبر بادی پړی اچوی په نورو
د ناراض خلکو له ډاره د غلیم تر شا پټیږی
دپردو د مټ په زور دقدرت په چوکی ناست دی
هر ورځ چی تیریږی لکه ایږه را پړسیږی
اوس هم خلک ټول نارام دی د پردو له لښکریانو
په بی وزلو له آ سمانه غټ بمونه را غور ځیږی
چیری یی روشنفکره غږ دی هیڅ نه اوریدل کیږی
دوطن د خواریکښو سترگی ستا خواته غړیږی
خپل صفونه رانژدی کړی ځانځانی نه لاس په سر شی
له دی وضع ستا سو خلک هره ورځ ډیر ځوریږی
د وطن اصیل بچیانو ای کیڼ اړخو لارویانو
سره ټول په یو پارټی شی وخت په بیړه زر تیریږی
خود خواهی څخه تیر شیی جزایرو نه بهر شیی
ځانځانی او تیت و پیت کی له یو سره ورک کیږی
د تاریخ ځواب مو څه وی که فر صت دلاسه ورکړی
سر مو ښکته په گریوان کړی ستاسو خلک ډیر ځوریږی
پرونی یوو ، ټول ملگری یو دبل سره آ شنا
نوی ، نوی ، آ شنایان گوری هیڅ نه په کاریږی
چی په سختو ورځو تا سره وهلی وی مزل
هغه ستا دلاری مل دی له تا هیڅ نه بیلیږی
ځان دی مه غلوه یو ځلی سترگی دی را خلاص کړه
لوی متل دی نوک له غوښی هیڅکله نه بیلیږی
گړندی شی دوحدت لاسونه ور کړی یو تر بل
د شهد ملگرو غږ له قبرونو هردم خیژی
بیرقونه یی رپیږی په لوړ غږ وایی ملگرو
ارمانونه مو پوره کړی له هدف مه په شا کیږی
زه) مل( تاسو ته بلنه د یوالی درکومه
په یووالی سره گوند مو په قوی ځواک بدلیږی
پوهندوې داکتر سيد احسام مل |
|
بېرته سر ته |
|
 |
tandar ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر 2009 ليکنې: 2374
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه جون 26, 2012 8:40 am عنوان : عنوان |
|
|
ته چي بل په غشو ولې هسي پوه شه
......................................چه هم هغه غشي به ستا په لور ګذار شي
کر دګلو کړه چه سيمه دي ګلزار شي
.....................................اغزي مه کره چه پښو کي به دي لاړ شي
تربيا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|