د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

آيا په افغانستان کې ملي وحدت امکان لري؟

شاه ولي
23.04.2012

اسلام علیکم و رحمة الله و بركاة,
په دې دېرشو کلونو جګړو کې سړی بې له شکه ويلای شي، چې تر ټولو لوی لاس د سيمې د ګاونډيو هېوادونو و او لا هم خپلو لاس وهنو ته په يو ډول نه يو ډول دوام ورکوي.
دغو جګړو که له يوې خوا هېواد په کنډواله بدل کړ، له بلې خوا يې په هېواد کې د ميشتو قومونو ترمنځ هم ژوره دښمني پيدا کړه چې زما په اند تر دې ستره بدبختي بله نه شي کېدای او دا دښمني اوس داسې حالت ته رسېدلې چې مهار کول يې زما په اند ګران نه بلکې ناممکن دي.
لنډه دا چې هسې تش شعارونه دي او په عمل کې د لږکيو له خوا پوره کمپاين روان دی او خپل راتلوونکی نسل په دې پوهوي چې زموږ او پښتنو وينه سره په يو ديګ کې نه ايشېږي.
نو دلته پوښتنه داده، چې آیا د افغانستان ولس رښتيا هم يو متحد ولس دی او کنه؟
آيا په افغانستان کې ټولو قومونو ته د هغوی د نفوسو برابر حقوق ورکړل شوي او کنه؟
او آيا د افغانستان خلک چې په مختلفو ژبو خبرې کوي، مختلف دودونه او رواجونه لري او همدارنګه په ټوله کې ټول د يو مذهب پيروان هم نه دي، په اوس وخت کې دوی کولای شي په یو ټغر راټول شي او هېواد په سرنوشت خبرې وکړي؟
او داسې نورې ډېرې پوښتنې دي چې بايد په رښتينې توګه ورته ځوابونه پيدا شي او په تصور او خیال باندې پرې پرېکړې ونه شي.

والسلام,


پتوال
20.06.2012

.................................... بسم تعالی !
ظاهراً خو داسې بریښي کله چې یو ملت جوړ او رامنځته شوی وي نو وحدت یې هم تامینېږي، او کله چې ملت موجود شوی نه وي نو وحدت به د څشي وي . ولې د ملت تشکیل او جوړېدنه
کومه یوځلیزه پېښه نه ، بلکې اوږده تاریخي پروڅه ده چې په کلونوکلونو دوام کوي .او د پانګوالۍ په رامنځته کولو، تعمیم او تسلط سره بشپړیږي . چې البته د اتنیک ، ژبې، عقیدې، کلتور، دودونو ، ټاټوبي ، سیاسی مرکزیت، تاریخ او ټولنیزو روانیاتو مشتراکوالی په کې خاص رول لري!
دې ټولو ته په کتو سره افغانملت جوړ نه بلکې لا هم د خپل جوړېدلو د بهیر په لومړي پړاو کې روان دی!
د ګاونډي دوښمنانو هڅه داده چې دا بهیر داخلي اختلافاتو ته په لمن وهلو ټکنی اود جګړو په اور سره په څټ بوځي او آن
هیواد مو له تجزیې سره مخامخ کړي(!) دا هڅه روسانو وکړه . امریکایان يې کوي او پنجابی پاکستان او ISI خو ښه کلکه ملا ورته تړلې ده !

الحمدلله نه روسان او KGB يې، نه امریکایان او CIA يې تر اوسه بورې په دې ککړ هدف بریالي شوي دي ، خو د پاکوستان
او ISI ګواښ له یوې خوا او د ایران ګواښ له بلې خوا تر ټولو زیات خطرناک دی او افغانان يې د سختو ملي ننګونو سره مخامخ کړي دي! ددې دوه دوښمنو ګاونډیو مرسته او لاسوهنه بالکل زمونږ د ملي زوال په معنی ده او پر ضد يې د خپل ملت او ملي ګټو ددفاع
له پاره سره لاسونه ورکول او یو موټی کیدل زمونږ د ملي وحدت او ملي قوت ښکارندويي کوي!
برعکس زمونږ د ملي وحدت ضعف او شنډېدل له ایران او پاکوستان څخه زمونږ د استقلالیت ضعف دی او شنډوالی یې یې هم
د هغوی له منګولو څخه زمونږ د وتلو او نجات په نه امکان او شنډوالي اعتراف دی!
د نړیوال سوسیالستی جنت، نړیوالې سرمایداري دموکراسۍ او نړیوال اسلامي خلافت منځتشې وعدې هغه
شګې دي چې زمونږ د مظلوم ولس په سترګو کې یې اچوي او خپلو ککړو هدفونو ته پرې ځان رسوي!
الله دې افغانان غول او بې پته نکړي که نه د ګاونډیو سیاسی شاګوتی به یې په (ملي) ناموس همداسې دوام لري!


pattang
21.06.2012

[quote:52935584c5]........ الحمدلله نه روسان او KGB يې، نه امریکایان او CIA يې تر اوسه بورې په دې ککړ هدف بریالي شوي دي ،[/quote:52935584c5]

سړيه ته خو داسې خبرې کوې چې دسړي مازغه درته ګنګس شي !
برياليتوب نونور څرنګه وي ! دشمال متحده جبهه او دشمال لنډغر دپښتنو قاتلان
دKGB دلاس نيالګي ندي چې له پرونه تر نن پورې حمايت ترې کو ي !

[quote:52935584c5]........ الحمدلله نه روسان او KGB يې، نه امریکایان او CIA يې تر اوسه بورې په دې ککړ هدف بریالي شوي دي ،[/quote:52935584c5]
نور يې څکوې ، زه نه پوهيږم چې پرکوم اړخ اپورته شوی يې CIA خو دان په کرزي
هم زامن وزېږول ! ايا د افغانستان داسلامي افغاني کلچر بدلون غربي ليبرال فاحش
کلچرته CIA اوس نده لګيا ! ايا افغانستان خپل قانون ، خپله اراده لري ? نه ټول
کارونه اشغالګر کوي ، نو ته ولې پردې ټولو ماله تېروې دايران او پاکستان لکۍ دې
نيولې ده .

[quote:52935584c5] خو د پاکوستان او ISI ګواښ له یوې خوا او د ایران ګواښ له بلې خوا تر ټولو زیات خطرناک دی او افغانان يې د سختو ملي ننګونو سره مخامخ کړي دي! ددې دوه دوښمنو ګاونډیو مرسته او لاسوهنه بالکل زمونږ د ملي زوال په معنی ده او پر ضد يې د خپل ملت او ملي ګټو ددفاع له پاره سره لاسونه ورکول او یو موټی کیدل زمونږ د ملي وحدت او ملي قوت ښکارندويي کوي[/quote:52935584c5]
ايران په افغانستان کې کلتور واک په لاس کې نيولی دی چې دپښتنو دژبې او کلچر
غټ زوال دی خو داسې منافقان لکه هېوادمل او سلام خان او نور ډېر ژبه يواځې ابهام
او تفهيم بولي ،دشمال دلنډغرو او ايرانيانو په زړه اوخپل دالر وهي ! ايران په هر
مجلس او کانفرانس کې کلتوري ژمنې کوي اوموفق هم دی !

خوار پاکستان چې 30 کاله يې ٤ مليونه افغانان وساتل او اوس هم له ملي مقاومت سره
مرسته کوي لا بيايې هم دځينو په عقيده مختور دی !
يو جسد چې په خپله مريض او دجوړېدو وړ نوي نو له ډاکتره ګيله کول هوښياري نده!


Re: آيا په افغانستان کې ملي وحدت امکان لري؟

pattang
21.06.2012

[quote:8fea780bab="شاه ولي"]اسلام علیکم و رحمة الله و بركاة,
په دې دېرشو کلونو جګړو کې سړی بې له شکه ويلای شي، چې تر ټولو لوی لاس د سيمې د ګاونډيو هېوادونو و او لا هم خپلو لاس وهنو ته په يو ډول نه يو ډول دوام ورکوي.
دغو جګړو که له يوې خوا هېواد په کنډواله بدل کړ، له بلې خوا يې په هېواد کې د ميشتو قومونو ترمنځ هم ژوره دښمني پيدا کړه چې زما په اند تر دې ستره بدبختي بله نه شي کېدای او دا دښمني اوس داسې حالت ته رسېدلې چې مهار کول يې زما په اند ګران نه بلکې ناممکن دي.
لنډه دا چې هسې تش شعارونه دي او په عمل کې د لږکيو له خوا پوره کمپاين روان دی او خپل راتلوونکی نسل په دې پوهوي چې زموږ او پښتنو وينه سره په يو ديګ کې نه ايشېږي.
نو دلته پوښتنه داده، چې آیا د افغانستان ولس رښتيا هم يو متحد ولس دی او کنه؟
آيا په افغانستان کې ټولو قومونو ته د هغوی د نفوسو برابر حقوق ورکړل شوي او کنه؟
او آيا د افغانستان خلک چې په مختلفو ژبو خبرې کوي، مختلف دودونه او رواجونه لري او همدارنګه په ټوله کې ټول د يو مذهب پيروان هم نه دي، په اوس وخت کې دوی کولای شي په یو ټغر راټول شي او هېواد په سرنوشت خبرې وکړي؟
او داسې نورې ډېرې پوښتنې دي چې بايد په رښتينې توګه ورته ځوابونه پيدا شي او په تصور او خیال باندې پرې پرېکړې ونه شي.

والسلام,[/quote:8fea780bab]

شاولي خانه ډېرې شې پو ښتنې اوښه سوالونه دې مطرح کړي دي !
پردۍ لاسوهنه هلته کېږي چې په داخل کې زمينه ورته برابره وي ، که سړی مريض نوي
نو ډاکتر څه کوي ! له افغانستان سره تاجکو ، هزاره اواوزبکود کامونو مشرانو ډېره
بېوفايې وکړه اودا ټول يې غيرې ملي بيکاره لپړ زنګ وو چې بې له فکره يې په خپل
سريې ډنګولې او اوس يې هم ډنګوي او دصلبي ير غل کلک ملګري دي ٠
دافغانستان خلاصون يواځې يو اسلامي نظام دی چې طالبان وروڼه او نور مسلمانان
پکښې لګيادي دوعا کوه چې زمونږ وروڼه موفق شي٠


Re: آيا په افغانستان کې ملي وحدت امکان لري؟

spinkar
07.07.2012

,,,


پتوال
20.04.2013

[quote:2a57020688]دافغانستان خلاصون يواځې يو اسلامي نظام دی چې طالبان وروڼه او نور مسلمانان پکښې لګيادي...[/quote:2a57020688]
پتنګ خانه دا خو سمه ده چې اسلامي نظام که ملي او مستقل افغاني نظام وي نو د هر نېک او کټور پرمختګ اساس ګرځي، خو که نه ملي او نه مستقل اوسي او د شوروي او امریکا په څیر اسلامي نظام هم د افغان ملت ددوښمن پاکوستان د مسلم لیګ، شټابیلیشمنټ او ISI په ولکه کې ښکېل وي نو بیا راشه که يې ګورې، د سوبه سرحد له پښتنو به يې حال بدتر
او د پنجاب په غلامۍ کې به يې نه یواځې ملي وحدت ، بلکې افغان ملت
له تاریخي زوال او نابودۍ سره مخ شي! له دې خطر څخه د ژغورلو هېڅ ډول تضمین نشته ، خو بده یې داده چې داټول په پښتنو کې
[color=red:2a57020688]چا پپو؟؟؟ پپله پپو !!!! [/color:2a57020688]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more