د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

غوره پښتو شعرونه

پښتون.
05.12.2011

[size=24:44cd6244b4]د پښتو خبرې[/size:44cd6244b4]

[color=blue:44cd6244b4]ماته د انکار تاته د هو خبرې نه دي زده
تاته د راتلو ماته د تلو خبرې نه دي زده

ته خو به ماڼې د وعدو بيا راته ودانه کړې
ماته له دروغجنو د ګليو خبرې نه دي زده

ستا خو به امېل لکه سپوږمۍ په ټټر وزانګي
ماته د ناڅيرو ګرېوانو خبرې نه دي زده

ته د خم مېلمه شه، سر تر پښو د مستۍ څانګه شه
ماته بې له اوښکو د نشو خبرې نه دي زده

زه بې له پښتو نه په ټول ژوند پر بل څه پوی نه شوم
ستا لکه مغله د پښتو خبرې نه دي زده[/color:44cd6244b4]

مرحوم اسحاق ننګيال


سلامونه

tandar
18.12.2011

سلامونه
دازما پيغام يوسه ګرځوه په غرو رغو کي
.........................................................دسبا نري شماله
ديتيم داوښکو څاڅکي دپښتون په قبيلو کي
........................................................دسبا نري شماله
خوزوه توري کيږدۍ تري لاندي ځلمي ويښ کړه
نااشناغوندي خلک ښکاري دخوشحال بابا ديروکي
ملنګ جان


پښتون.
30.12.2011

[color=blue:c654cecdf3]ما شراب خوړلـــــي نه ، په حـــد واهــــــــــه شـــــــم
كــــــه يـې وخــورم ، خبـــر نه يم چــې به څه شـــــــم

په هر لـــــــوري چـې نظر كوم اغيـــــــــــــــــــــــار دى
د زړه حــــــــــــــــال وچـــــــــــاته وويلـــــى نه شـــــــم

زمانـــــــې راباندې وكــــــــړې هسې چـــــــــــــارې
لكـــــــــــــــــــــه در د خرمهــــــــرو ســــره پييه شـــــــم

د اورنگ پادشـــــــــــاه په دور عدل نشتــــــــــــــــه
تر طنـــــــــــــــاب لاندې په شهـر كې لوټه شـــــــم

كه د رنـــــــــځ دارو مې كړې طبيبــــــــه ! وخت دى
هاله ستـــــــــــا دارو ومه شه چې په تله شـــــــم

خپل خوني وچـــــــــــــــــــــــــــاته څه ښايم په گوته
چې د چا د لاسه مرمــــــــــــــــه ، خود ليده شـــــــم

درسته شپه لكه اغزي په زړه څرخيــــــــــــــــږي
د فـــــــــــــــــــــــــــــــراق غمونه ، څرنگه اوده شـــــــم

هېڅ په سترگو ليده نشي ، يو قصـــــــــاب دى
نه يې لاس نه يې چـــاړه ، په زړه ورژه شـــــــم

لكه و په هغه شـــــــــــان په وفا ټينـــــــــگ دى
چې تر يار يې خجل نه كړم ځار تر زړه شـــــــم

په دا لــــــــــوڅو پـــــــــوڅو نه رسم تر ســــــــرايه
د سيميـــــــــا علم مې نشته ، چې مرغه شـــــــم

خلق تشې تسلــــــــــــې كـــــــــــــــــــا، زه له ځلې
د هلك غوندې د هر ســـــــــړي په خوله شــــــــم

الهـــــــــداد چې بند په بند گوتې په تار ږدي
د خوږ زړه دمه مې شــي ، څه خو تابه شـــــــم

نه شېخـــان ، نه طبيبـــــــان ، نه ساحـــران شته
چې له دې رنځه د چـــــــا په سبب ښه شـــــــم

زه خوشحــــــــــال له نورو څه لره فريــــاد كړم
په زړه زړه واړه په خپل غشې ويشته شـــــم[/color:c654cecdf3]
خوشحال خان خټک


سلامونه

tandar
30.04.2012

سلامونه
اننګي مي دواړه شنه دي
.................................دظالم څپيړي خورمه
څه بي رحمه زمانه شوه
..................................غږ مي ټپ شو دنارو نه
ګناه ګار شوم چه حق غواړم
..................................نن دعدل په دنياکي
شنه طوطيان مي نه خلاصيږي
..................................دصياد ظالم پنجرونه
سر بازي زما پيشه ده
.................................خلک ې څله راته ښيي
نن صبا به مي خداي خلاص کړي
................................دنفاق د ځنځيرونه
زه ژوندي يم لا مړ نه يم
.................................خلک مي ولي ميراث بولي
خونړي سيلابه راشه
................................پښتونخوا دلوړو غرونه
هر ګز وچي نه شوي نم نه
..............................دازما [color=red:afe5382ec5]ملنګ جان[/color:afe5382ec5] سترګي
.................هره شپه مي راځي خوب ته.....................
..........................شهيدان داديرونه .............................


عنوان

tandar
02.05.2012

هر سړي ته چه دوريږم واې افغان يم
................................خاص لمسي داحمد شاه او خوشحال خان يم
دخوشحال په پښتو ژبه نه پوهيږي
..................................بله ژبه کي طوطي غوندي غږيږي
زه دي هسي افغانيت ته حيرانيږم
..................................حيران څه خدايږو ژړا راځي ژړيږم
تربيا


پښتون:
03.05.2012

زه هغه افغان يم

دا ته څـــــه فکر کوی په ما دی څه ګومان کړی دی
زه هغه افغان یم ما حکومت په ټول جهان کړی دی
که المان دی که فاریس دا وی پخـــــــــــــــــوا خبری
زما غیرت ته خـــــــــــــو سلام هم اصفحان کړی دی
که می سر غـــــــــــــوڅ ای غلیمه بيا ی هم نه پریږدم
خاوره ساتم د بلا مخ ته می خپل ځـــــــــان کړی دی
په خپل لاس می وؤ لوی کړی نن هغـــــــه ماشومان
وای ته کافر ندی پریږدم دا می اعــــــــــلان کړی دی
ملا بښنـــــــــــــــــه غــــــــــــــــــــواړم یوه پوښتنه لرم
د دوی په غـــــــــــوږ کی چـــــــــــــــــــــا اذان کړی دی؟
(شفقه)میلمــــــــــــــــــــــــه ی خپل وینه د بل ورکوی
همدغه کار کی خو سلام ورته شیــــــــطان کړی دی
د ښاغلي شفيق الرحمن " شفق " شعر
http://www.hewad.com/poetry/shafaq/za-hagha-afghan-yam.htm


سلامونه

tandar
03.06.2012

سلامونه
دغفلت په خوب ويده ولي پښتون دي
...............................دنفاق په وجه حال ددوي زبون دي
په فريب دانګريزانو ټول خراب شو
................................دعوه ګير زمونږ دخاوري نن پنجاب شو
چه ظاهر کي مسلمان باطن کفار وي
................................دهغو به هميشه دغه روزګاروي
يه سوچه مسلمانانو سره غونډ شي
................................په اخلاص او محبت سره راپنډ شي
دپښتون له غمه زړه مي نن کباب شو
................................دعوه ګير زمونږ دخاوري نن پنجاب شو
تربيا


ژوند

tandar
07.06.2012

ژوند داسارت نه يو په سل ځله زندان ښه دي
........................................نوم دغلامي نه ګورستان ښه دي
ژوند ښاې دپت سره ورک دي شي بي پته ژوند
.........................................دپت دپاره سر که په کښي ځي هغه ميدان ښه دي
څه په هغه نواب چه اقتدار ې وي دبل په لاس
.......................................هسي نوابي نه ملنګي کي [color=red:d0950d2030]ملنګ جان[/color:d0950d2030] ښه دي
تربيا


عنوان

tandar
13.06.2012

حقيقت کي نه چهاربيته نه غزل دي
................................محض غم دخپل وطن راسره مل دي
دغه غم مي په زړګي ايښي داغونه
................................دافسوس اوښکي مي ځي لکه رودونه
په ملهم دخپلواکي به ورغيږي
........................................ظالمان زما په حق نه قانع کيږي
خدايه داڅنګه اسلام څنګه امت دي
.......................................ماشومان تورسري وژني داحالت دي
هغه څوک چه په رښتيا دپښتون ځوي وي
.......................................او رښتيا دپښتنۍ په غيږ کي لوي وي
خوب خندا به کړي په ځان باندي حرام
.............................................څو وانخلي دغليم نه انتقام.
خو زما [color=red:e4eea1d10c]ملنګ جان [/color:e4eea1d10c]داسوي مسري دي
...........................................مسري څه چه ټول دغم سوي ناري دي


عنوان

tandar
16.06.2012

پښتونه پاڅه خپل عذت وګټه
.......................وټړه ملا له ټينګ ايمانه سره
دازادي سوچه نعمت وګټه
.......................ځان مساوي کړه له جهانه سره
[color=red:38258a9099]خداي بخلي ملنګ جان[/color:38258a9099]


رښتینی
16.06.2012

دنيا د تخيل مې ګل ورينه غوندې ښکاري
خندا چې ستا په سرو شونډو وريښمينه غوندې ښکاري
ناڅاپه راپه ياد شي چې راياد شي نو راياد شي
پخوا خو داسې نه وه دا خو مينه غوندې ښکارې
راتلل دې د ريبار سره په توره شپه خوښ نه دي
آشنا نن دې خبره راته سپينه غوندې ښکاري
چې ستا په تصور کې په بار بار ګورم آسمان ته
څهره د نيمې شپې سحرجبينه غوندې ښکاري
فرهاد نه وو يکتا چې دا يې نه ويل تېشه کېږده
فرهاده دا فرهاد خو دې شېرينه غوند ښکاري
حمزه جوړ تمنا دې د آشنا مهر ليدلی
زر زر مرورېږي څه نيازبينه غوندې ښکاري


عنوان

tandar
18.06.2012

يوامين وو چي دويم نوم ئې ملنګ وو
................................ملنګ کله وو دقوم په غم کي رنګ وو
دي رښتيا دازادۍ عاشق پتنګ وو
................................عاشقي سره بيا سر تر سره ننګ وو
................دوطن ننګ او ناموس دده ارزو وه
................بده ورځ ئې په پښتون کله پيرزووه
فيلسوف نه وو شاعر دزماني وو
.................................په پښتو ژبه ساقي دپيماني وو
جره باز دخوشال خان داشياني وو
.................................تصوف کي درحمان دخيلخاني وو
.................دملي ادب دبڼ قوي سالار وو
..................دپښتو داهنګنو وستاکار وو
دقوم مينه کي منلي قرباني وه
................................شاعري څه وه په زړو حکمراني وه
دجذبو جوبه لا مخکي اسماني وه
................................استعمار سره دده پهلواني وه
..................ځواني مرګ له دنيا لاړي له ارمانه
.................په جنت کي شي خوشحاله [color=red:2e80dd60fd]ملنګ جانه[/color:2e80dd60fd]
[color=darkblue:2e80dd60fd]سيلاب[/color:2e80dd60fd]


بس

tandar
23.06.2012

دCIA اوISI مزدوري مکړه
............................................چه خفه به دي کړم
نور وطن ، ملت فروشي مکړه
.......................................... ټوټه ټوټه به دي کړم
واوره دسر اوزړه په غوږو
.......................... وائې تندر زره زره به دي کړم
ديو ازاد او لوي افغانستان په هيله


پښتون:
23.06.2012

[color=green:6a6e008f76]د یوالی بلنه [/color:6a6e008f76]
[color=red:6a6e008f76]د ټولنی له هر اړخه فریادونه را جگیږی
د غلیم راکټونه د افغان په سر لگیږی
څوک د کوره وتی نشی دمرمیو جوړ باران دی
آ سمان هم یاغی شوی تندرونه را وریږی
مور د ځوی په مړی ژاړی پر سر خاوری بادوی
ړوند راکټ هر خوا لگیږی د کابل ښار ورانیږی
دغلیم په ستراتیژی کی ورانی د کابل ښار دی
دا فتوا د پنجابیان دی چی کابل را ورانیږی
مذهبی ډلی ټپلی پنجابیان سره په گډه
د افغان له هره کوره قیمتی شیان لوټیږی
په لم سون د پنجابیانو وطن وران کړل مجاهد
دا مچ سترگی جهادیان هیڅ له خلکو نه شرمیږی
دوطن دبر بادی پړی اچوی په نورو
د ناراض خلکو له ډاره د غلیم تر شا پټیږی
دپردو د مټ په زور دقدرت په چوکی ناست دی
هر ورځ چی تیریږی لکه ایږه را پړسیږی
اوس هم خلک ټول نارام دی د پردو له لښکریانو
په بی وزلو له آ سمانه غټ بمونه را غور ځیږی
چیری یی روشنفکره غږ دی هیڅ نه اوریدل کیږی
دوطن د خواریکښو سترگی ستا خواته غړیږی
خپل صفونه رانژدی کړی ځانځانی نه لاس په سر شی
له دی وضع ستا سو خلک هره ورځ ډیر ځوریږی
د وطن اصیل بچیانو ای کیڼ اړخو لارویانو
سره ټول په یو پارټی شی وخت په بیړه زر تیریږی
خود خواهی څخه تیر شیی جزایرو نه بهر شیی
ځانځانی او تیت و پیت کی له یو سره ورک کیږی
د تاریخ ځواب مو څه وی که فر صت دلاسه ورکړی
سر مو ښکته په گریوان کړی ستاسو خلک ډیر ځوریږی
پرونی یوو ، ټول ملگری یو دبل سره آ شنا
نوی ، نوی ، آ شنایان گوری هیڅ نه په کاریږی
چی په سختو ورځو تا سره وهلی وی مزل
هغه ستا دلاری مل دی له تا هیڅ نه بیلیږی
ځان دی مه غلوه یو ځلی سترگی دی را خلاص کړه
لوی متل دی نوک له غوښی هیڅکله نه بیلیږی
گړندی شی دوحدت لاسونه ور کړی یو تر بل
د شهد ملگرو غږ له قبرونو هردم خیژی
بیرقونه یی رپیږی په لوړ غږ وایی ملگرو
ارمانونه مو پوره کړی له هدف مه په شا کیږی
زه) مل( تاسو ته بلنه د یوالی درکومه
په یووالی سره گوند مو په قوی ځواک بدلیږی[/color:6a6e008f76]

پوهندوې داکتر سيد احسام مل


عنوان

tandar
26.06.2012

ته چي بل په غشو ولې هسي پوه شه
......................................چه هم هغه غشي به ستا په لور ګذار شي
کر دګلو کړه چه سيمه دي ګلزار شي
.....................................اغزي مه کره چه پښو کي به دي لاړ شي
تربيا


کډي

tandar
19.09.2012

اشغالګر و کډي بار دي نور تښتيږي
............................کرزيه ستا لپاره ارګ نور زندان نه دي نو څه دي؟
اشغالګروجنازي چه ورباريږي هره ورځ
...........................دا دتوري شرنګ داکبر خان نه دي نو څه دي ؟
لاسپوڅي ئې وارخطا تجزيه دخاوري غواړي
............................مطلب ددوي دغونډو په المان نه دي نو څه دي؟
قلمي جهاد چه [color=red:76dbc51db4]تندر[/color:76dbc51db4] ټول افغان کي روان کړي
............................دخپل وطن ازادي غواړي[color=darkblue:76dbc51db4] افغان[/color:76dbc51db4] نه دي نوڅه دي؟
هغه څوک چه دوطن دازادي قيصه کي نه وي
.............................تندره داسي کس بي غيرته انسان نه دي نو څه دي ؟ :oops:


لمن

tandar
27.09.2012

لمن مي ډکه ده له کاڼو څوک پري نه ولم
.........................په عادتو کي دا عدت لکه دغره لرم
تربيا


دزمانې حال

هجران
19.05.2013

دزمانې حال
(عاقله ورته ګوره سوه عجبه زمانه)
(دروغ سوه غولول سوه غولېدل سوه افسانه)

(۱)عنوان ته چي يې ګوري نبوت ورسره ښايی
په ګيډه چې خبرسې غواړي بت اوبتخانه
(۲)خوږې خوږې خبری وکړی ماغوندی ساده ته
ترڅنګه يې وي نيولې داغراضو پېمانه
(۳)زرګونه ابليسان دي چي په شکل دانسان دي
وهرچاته ور نکړې لاس په لاس کښي دوستانه
(۴)پرهرنارينه شکله چي دنرګمان ونکړې
بېشماره نارینه دي په باطن کښي زنانه
(۵)عقلونه عقیدې دي ازادخلګ دي خرڅیږي
په دغه شنه غوبل کښي عاقلان سوه دېوانه
(۶)دوږخ اوجنت دواړه ورسره لکه دجال وي
حيران يم چي ځان خلاص کړم زه په کومه بهانه
(۷)چمونه دي دوکي دي اودکي دي ابوالفـــضــله
له ځانه سره خيال کړه اوسه اوسه مردانه


tandar
19.05.2013

دباران طمعه تري مکړي وريځي نه دي داچه ګرځي په اسمان
...............................................دوړي پورته شوي بمبارد شوي نن بيا خاوره دافغان
داچه سري بخوني غوندي بريښي دادلمرشعاعي نه دي
...........................................دپښتنو په وينو رنګ دي ټوټه ټوټه پراته دي شهيدان
قهر دي نازل شوي ګيله له چانه نشته خپله ملامت يو
.......................................دساتلو، ابادولو وړيې نشو يوخپل مينځو کي سره وران
دخريدارو هم پري جنګ دي اصلي مالک پسي ګرځيږي
.................................... روبلو ماتي وکړه خو دکلدارو، تومونو اوډالرو پري باران
ايراني اوپنجابي هم برخي غواړي پوستي راوړاندي کړي
..............................داحمدخان ميرويس خان بچي ويده په وطن جوړ دي نن تالان
نه اورم داکبرخان دتوري شرنګ پڅه شوي زنګو ده وهلي
.............................تندره ټپه دملالۍ شه پري راغورځه وشړه هلمند نه انګريزان


هجران
20.05.2013

نادره وخت دئ انسانان خرڅيږي
ننګونامو ناموس پتو ايمان خرڅيږي
(۱): څوک وو بيده څوک ووبيداره سو خرڅ
څوک په ډالر څوک په کلداره سوه خرڅ
څوک بيخي مفت په يوه غران خرڅيږي
(۲):ډېره په غور زما خبره واوره
سخته نادره لا يوه بله واوره
نن صبالوئ لوئ باچهان خرڅيږي
(۳): نه څه غيرت اونه حيا پاته ده
نه بې هوا بله سودا پاته ده
تنکي وړوکي ماشومان خرڅيږي

(۴):څوک دلالی کړی څوک یې خریداوفروخت
څوک ددې کار کوي اوس نوئ اموخت
پرغلامانوباداران خرڅيږي
(۵):چي ګنج ته ورسې ابوالفضله يوځل
وويني ته دګنج بازار ځلوبل
ترټولو تُورْتْ پيران ملايان خرڅيږي

[color=red:f33c58e55d][/color:f33c58e55d]


ګوډاګي بچي شول

tandar
20.09.2013

هسي په خوله اونوم افغان په ظاهر اوباطن کي ګوډاګي بچي شول
.....خليلزاد، اشرف غني،کرزي ،رحيم وردګ cia ، بعضي دisi دسانډاګي بچي شول
فهيم،دوستم،عطا،خليلي،مسعودخيلوګيله نشته پردي ځامن کله خپليږي
..............داسي به يې خداي ورک کړي لکه ترکي ،امين او کارمل چه دKGB بچي شول
خدايه په اشغالګرو،ګوډاګيانووطنفروشو جنګسالارانو تندر راګذار کړي
....... ازاد افغانستان ،ميندي مو شوي کونډي ډيربي پلار او وروره افغاني بچي شول
سانډاګي = پنجابي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more