د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

۱۳میلیونه افغانان

حمید هڅــاند
03.06.2012

د کارګرو ټولنه وایې چې اوس مهال په افغانستان کې تر ۱۳ میلیونه افغانان بې روزګاره دي. که د کارګرو د ټولنې اټکل سم ومنو نو د هېښتیا ټکی دادی چې افغانستان کېدای شي لومړنی هیواد وي چې سم نیمایې خلک یې بې روزګاره دي!


محمود سعيد
04.06.2012

خبره له هېښتيا اوښتې ده هڅاند صيب!
زموږ د هېواد ۹۹ په سلو کې دولتي او غير دولتي کارکوونکي په فساد کې ډوب دي. دلته څوک د بنسټيزو کارونو او کار رامنځته کولو په غم کې نه، بلکې د خپل جېب ډکولو لپاره هڅې کوي.
په دې ديارلس ميليونه کسانو کې ښايي يو ميليون داسې کسان وي، چې لوړې يا منځنۍ زده کړې ولري، خو د کار د نشتوالي له کبله بيا هم بېکاره ګرځي. په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې په دې بحث کېده، چې ولسوالان لوړې زده کړې ولري او يا نه؟ ډېرو وکيلانو د ولسوالانو په شرايطو کې د لوړو زده کړو د شرط مخالفت کاوه...


ahmad bilal
11.06.2012

سلامونه!

که څه هم په افغانستان کې اکثره خلکو ته د کار کولو زمینې برابری ندي خو بیا هم ماته دغه خبر غلط بریښي ځکه :

۱- د افغانستان ټول نفوس د سې آي اې د نړیوال فیکټ بوک په اند ۳۰ ملیونه ده چې په دی کې هغه ۲.۷ ملیونه افغانان هم شامل دي کوم چې په ایران او پاکستان کې د مهاجرت شپې او ورځې تېروي.

۲- د افغانستان د ټول نفوس ۴۲ فیصده وګړي د ۱۴ کلنۍ څخه ښکته دي چې د افغانستان تقریباً نیمايي نفوس راځي او دا بیا اتومات د بی روزګارۍ د لیسټ څخه خارج کېږي.

۳- ډیر داسې کسان به هم وي چې په خپله خوښه کار کول نه غواړي.

نو ځکه دغه خبر به شاید غلط وي؛ شاید هغوي ۱.۳ ملیونه لیکلې وي او یا څه بل څه....

په درنښت


حمید هڅــاند
12.06.2012

ښاغلي محمد سعید او ښاغلي احمد بلال ته سلامونه، او بیا -
بلال صیب، ستاسو د خبري په تائید، د دغه خبر په رښتیا او دروغو باندي زه هم باور نه لرم ځکه مي لیکي چې که د کارګرو دا ټکل سم ومنو نو.....
۱،۳ میلیونه وګړي هم نه دي ځکه دا لیکنه د برخلیک ورځپاني د دوه اونۍ شاوخوا مخکي د لومړي مخ لیکنه وه چې پکې لیکوال د کارګرو د ټولنې له خوا دا شمېره په عدد نه بلکې په تورو لیکلې وه خو د ټولني په اړه یې څه نه ؤ ویلي او نه یې کوم ادرس مدرس ورکړي ؤ.
د بې روزګارۍ په اړه تاسو د ماشومانو خبره لیکلې، بلال صیب ،لومړی باید پوه شو چې بې روزګارۍ کچه یانې څه؟
بې روزګارۍ کچې مانا داده چې د یو هیواد د هغو کارګرو څو سلنه یا څومره بې کاره دي چې ـ
۱) د کار توان ولري؛
۲) پوهه او فني اړخ ولري؛
۳) د کار کولو هیله او غوښتنه ولري؛
خو بیا هم بې کاره وي.
یانې، د کم عمر خلک او نور چې تاسو یې یادونه کړې، د بې روزګارۍ د کچې له تعریف څخه ، لکه تاسو چې ویلي، په اتومات ډول وزي.
هو کې ، بې روزګاري زموږ په هیواد کې لویه کېدونکې ستونزه ده او دا هم ستونزمنه ده چې په افغانستان کې دي د خلکو د احوال به اړه کره احصایه وشي.

درنښت


ahmad bilal
12.06.2012

حمید هڅاند صاحب ستاسو سلامونو ته وعلیکم!

حمید صاحب ما ویلي چې دغه خبر غلط دی ځکه :

۱- د افغانستان ټول نفوس د سې آي اې د نړیوال فیکټ بوک په اند ۳۰ ملیونه ده چې په دی کې هغه ۲.۷ ملیونه افغانان هم شامل دي کوم چې په ایران او پاکستان کې د مهاجرت شپې او ورځې تېروي.

۲- د افغانستان د ټول نفوس ۴۲ فیصده وګړي د ۱۴ کلنۍ څخه ښکته دي چې د افغانستان تقریباً نیمايي نفوس راځي او دا بیا اتومات د بی روزګارۍ د لیسټ څخه خارج کېږي.

۳- ډیر داسې کسان هم شته چې کار په خپله خوښه نه کول غواړي؛

دغه د (۳) کټیګوري کسان په بی روزګارۍ کې نه راځي او داسې هغه پورتني راوړل شوي خبر چې ۱۳ ملیونه افغانان بی روزګاره دي، غلط ښايي.
هیله ده چې اوس دی زما په اند سر خلاص شوې وي.

د بی روزګارۍ په هکله ستاسو لیکل شوې تعریف د اقتصادي علومو له پلوه بیخي یو ټیپیکل او صحیح تعریف دی، او که یوازې همدغې تعریف ته وګورو نو پوهېږو چې د بی روزګارۍ په هکله خبر غلط دی.

هیله ده د افغانستان د اقتصاد په هکله خپل معلومات زمونږ څخه ونسپموئ.

په درنښت


حمید هڅــاند
13.06.2012

محترم احمد بلال وروره، مخکي مي هم ستا په اند سر خلاص شوی ؤ، ستاسو خبرې سمې او په تول تللې دي، زه درسره په خبره کې یو یم. مخکې ما داسي څه هڅه نه وه کړې چې د راپور د صحت ننګه وکړم.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more