د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

سو، سوی که شو او شوی

پتوال
24.05.2012

سو ، سوی ،وسو،که شو شوی او وشو ؟
هغه لهجې چې د (ږ ) پر ځای ژ لکه موږ ته موژ کوږ ته کوژ او خوږ ته خوژ او (ښ) ته (ش) لکه اوښ ته اوش او ښه ته شه وايي هغوی شو ته هم سو ، وشو ته وسو او شوي ته سوی وايي
او لیکي ، هغه لهجې چې ږ د سپک (ګ) غوندې ، ښ د سپکې (خ ) په توګه تلفظ کوي هغوی شو ، شوي وشو کاروي !
نو که څوک (ږ) ته ژ نه وايي او (ښ) لکه (ش) نه تلفظ کوي،لکه ننګرهاریان او د کابل شاو خوا پښتو کې، او بیا هم
د خپلې طبیعي لهجې خلاف د شو او وشو پر ځای سو او وسو کاروي هغوی خبریالی نه کوي ، بلکې هسې ټانټې ژوي!


larghonay laraway
03.06.2012

السلام عليکم!
پتوال صيب کور مو ودان ښه موضوع مو پيل کړې ده چې مخکې هم تته رڼا پرې اچول شوې وه.
لکه څنګه چې مونږ او تاسو ګورو چې دا لس کاله په له ډيورنډ لاين هاخوا او دېخوا پښتنو باندې ناتار دی. د دوی د وژلو، ځپلو، په قوم، خېل، لهجه او سيمه د وېشلو لپاره ښه په درز کې کار روان دی.
د پښتنو د دې ورکې پروژې په خپله پښتانه پلې کوي چې د امريکايانو له خوا په بېلابېلو ډولونو ورکول کېږي.
د پښتنو د بې تعليمه کولو پروژه بې سواده او وسله وال پښتانه پر مخ بيايي لکه طالبان.
په (خېل، زي او پلرينې) د وېش پروژه يې د کرزي حکومت ته ورکړې ده چې حتی په هر کلي کې يې د بېلابېلو پښتني قبيلو ټولنې جوړې کړې. دا کار يې هم په خپله په پښتنو تر سره کړ او د خېل او زي په نامه ډلو ټپلو جوړولو لپاره يې څه ناڅه خاورې ايرې ورکړې او ويې هڅول چې حتی د پښتنو يو نامتو او خدمتګار شخص چې په کلونو کلونو يې د پښتون قوم لپاره ډېره سپېڅلې مبارزه کړې وه ډاکټر پښتونيار هم په دې ليټۍ کې ورګډ شو او د توخو په نامه ډله يې جوړه کړه.
ورسره يې په لهجه د وېشلو پروژه هم د بهرمېشتو پښتنو له لارې پلې کړه. وايي د لندو خټو لږې اوبه دارو وي. يو شمېر بهرمېشتي عقده يي پښتانه چې پخوا به يې هم د لهجې او سيمې بویناکې خبرې کولې نو امريکايانو ته خدای ښه وسله په لاس ورکړه چې همدوی ته يې پروژه ورکړه څو پښتانه سره په لهجو ووېشي چې د دې پروژې تر ټولو غټ تطبيقوونکي عبدالباري جهاني، معصوم هوتک او په هيواد کې د ننه پهالوال وو. دوی په ډېره بې علمۍ چې هيڅ منطق نه لري په رډو سترګو او په نه ستړې کيدونکې توګه دا پروژې پر مخ بيايي چې اوس ډېر شمېر ليکوال ځوانان د دوی لارې پالي د معيار پر ځای په لهجه ليکنې کوي. دوی دې ته نه ګوري چې معياري ژبه په هيڅ سيمه او لهجه پورې نه ده تړلې بلکې له ټولو لهجو ورته په تول پوره او وړ ټکي راټول شوي او د پښتنو د يو والي معيار دی، بلکي دوی د پروژې څو ډالرو ته ګوري او پښتانه يې په لهجو ووېشل چې اوس حتی د پکتيا، ننګرهار، کوټې او ځېنو نورو سيمو ځوانانو هم همدا کار شروع کړی دی.
کله چې په باري جهاني او معصوم هوتک پسې ډنډورې جوړې شوې نو هغوی د شمشاد ماين پاک له ځان سره ملګری کړ ، چې د امريکاډېرې پروژې يې هم اخيستې وې نو حاجي فضل کريم ته هم د بهرنيو وسله والو له خوا پروژه ورکړل شوه چې د ټلويزيون له لارې د لهجو له مخې پښتانه ووېشي. د ده يو وياند ستانکزی او بل کامران اميري ؤ چې د خبر وړاندې کولو پر ځای به يې لهجې ته ډېر کار کاوه. تر ټولو د شرم وړ خو دا وه چې د حاجي صيب فضل کريم نازولي زوم پښتون او کامران اميري به (ښه) په (خ) تلفظ کوله خو (سو ) به يې په هيڅ ډول نه پرېښوده. په داسې حال کې چې څوک (ښ) په (خ) تلفظ کوي هغوی په طبيعي ډول هيڅکله هم (سو) نه وايي.
په هر صورت دا مريضي اوس ساري شوې ده چې پښتانه خپلې پښې په خپله په تبر وهي.

نتيجه:
پښتانه بايد د نړۍ او په ځانګړې توګه د ګاونډيو قومونو سره ځانونه سيال کړي !
د ټولو له منځه به پښتو له پاړسو سره مقايسه کړو او وبه ګورو چې هغوی مخ پورته او پښتانه شاته روان دي!
پاړسي ژبه ګڼې لهجې لري لکه د کابل، پروان، پنجشير، بدخشان، هزاره جات، غزني، لوګر، ګرديز، خوست، ننګرهار او لغمان. خو دومره متمدن او پر مخ تللي فکرونه لري چې هيڅ يو وياند به يې ونه ګورې چې د معياري ژبې پر ځای له کومې راډيو، ټلويزيون يا دريځ څخه لهجه ووايي او يا يې چېرته وليکي! حتی دوی دومره لوړ فکر لري چې نه د افغانستان ملي ټرمينالوجۍ ته ګوري او نه ملي يو والي ته بلکې په ټولو پښې ږدي او غواړي چې د ايران، تاجکستان او افغانستان ټولو د ليک ژبه يوه شي. ځينې خو يې حتی په ويلو کې هم يو والی غواړي.

پښتانه که په خپل مغز کې څه نه لري نو بايد له نورو يې زده کړي.
دا اسانه کار دی چې هر څوک په خپله لهجه ليکنه وکړي خو دا به د معيار له اسمانه د پښتو ژبې راغورځول وي او پښتانه به د يوې بلې دوامدارې جګړې لپاره په لهجو وېشل وي.
دښمن مې د وطن دى او دويم انگريز يې بولم
چې څوك مې په ملت كې ملتونه جوړو
مننه
ستاسو لاروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more