tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

آی-اس-آی ولې نشنلیان تېرور کوي؟؟ هاهاها

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
عادل عادل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 مارچ   2008
ليکنې: 1289

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   مارچ   22, 2012 11:19 am    عنوان   : آی-اس-آی ولې نشنلیان تېرور کوي؟؟ هاهاها Reply with quote

السلام علیکم

د وطنمل صیب په ادرس کولپ شوي احتجاج لیک کې پتوال صاحب داسې فرمایلي دي:-

اقتباس:
عادل صیب اوبه مه خړوه او ماهیان په کې مه نیسه :
دا څرنګه د محکومو پښتنو له پاره مستقله جبهه ده (؟) چې د دوښمن پر ځای پښتانه مشران وژني، د مسلم لیک په دستور
پښتانه نېشنلی سیاستوال تېرور کوي ، د پښتنو سیمو امن ، پښتو او پښتونولي له منځه وړي ، ISI ته وفاداره
او له بشبړ ملاتړ او حفاظت څخه يې برخورداره جبهه ده !
دا مستقله جبهه دې د مسلم لیګیانو او القاعدې له پاره د پیپلیانواو نیشنلیانو پر ضد او خاصتاً په پښتنو سیمو کې
د ناآرامۍ تېرورستي عملیات تر سره کوي ! لر طالب دې هم د ISI په مرض اخته سازمان او د ISI تخلیق دی او د پنجاب
توره سیاسی مشاده د یوه هم د کتلو نه ده ! نوخبردار عادل صیب :

د ISI په اړه چې په لر طالب کې ډکي وهې او که په بر کې ، بوی يې لا پسې ډیریږي ، نه چیرې څه پوټي - موټي يې
ستاسې په زیړې لمن پورې و نه نښلي
اوس خو ISI د پنجاب یو پان- پښتونیز سازمان دی چې لر او بر په کې لړلي دي او ۸۰٪ کوټه غړي یې
لومپ او خرڅ شوی پښتانه دي!


پتوال صیب د لرو پښتنو خبره دې آخر په نشنلیانو ودروله،،،، نشنلیانو په دا تېرو پنځوسو کلونو کې د پښتنو، اسلام او لوی افغان په ګټه او په ورته وخت کې د پاکُستان د ګټو خلاف کومه توره کړې چې نن یې ای-اس-آی تېرور کوي؟؟؟

ښاغلی مبارز فرقاني صاب دې اوس خپله عقیده او علم وجنګوي چې څرنګه نشنلیانو ته د پښتنو د تاریخ، لوی افغانستان او پښتني اقدارو مدافعین او نمایندګان ویلای شي،،، په داسې توګه چې له ښاغلي پتوال صیب سره یې موقتې اېتلافي وروری ته صدمه و نه رسي!!

اقتباس:
ــــــــــــــــــــــ
له افغان ځلمي څخه تر سلام وروسته په کلکه دا یوه غوښتنه لرم چې د سوچه او نګه استدلال ملی محاذ ټینګ کړي او
په خپلو لیکنو کې یې له سپورو سپکو څخه په هر قیمت پاک او منزه وساتي!!!!!


سلام مه پرې اچوه،،،، په خپل وخت به دې د شکیرلو پر ځای کورې کړی وو،،،

همجنس با همجنس کند پرواز،،،، کبوتر با کبوتر باز با باز!!


وروستی ځل بدلون  عادل عادل   په   ١   شنبه مارچ   25, 2012 1:05 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
پتوال
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 15 جنوري   2011
ليکنې: 1039

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   مارچ   22, 2012 9:42 pm    عنوان   : Reply with quote

عادل صیب سلامونه !

اقتباس:
پتوال صیب .... نشنلیانو په دا تېرو پنځوسو کلونو کې د پښتنو، اسلام او لوی افغان په ګټه او په ورته وخت کې د پاکُستان د ګټو خلاف کومه توره کړې چې نن یې ای-اس-آی تېرور ک
وي؟؟؟

اول خو بّ اقتباس کې دې وګوره چې ما ستاسې مستقله جپهه یا لر طالب ښودلی که ISI ؟؟؟؟
داچې دا عبارت مو قصدا ً اړولی دوه علته لری :

۱- دا حقیقت دی چې لر طالب نېشنلیان وژلي او وژني یې، نو ته او ملګري دې ترې سترګې نشئ پټولی، لهذا د لر طالب
پرځای دې متنازع به ISI وضع کړې ، دا ځکه چې د استخباراتو جنايي مرګونه په ثبوت نه رسیږي نو انکارکول ترې آسانه کار دی!

۲- داچې د لر طالب د جنايي مرګونو په اړه داپوښتنه اړینه راپورته کیږي چې دا مرګونه دوی د څه او چا له پاره کوي؟؟؟؟؟
او له ښاغلي وطن مل څخه هیله کوم په سرلیک کې ستاسې دا اړونه بیرته داسې اصلاح کړي چې:
((لر طالب دچاله پاره نېشنلیان وژني؟؟؟؟)) !
تر څو چې د لرطالب له خوا د نېشنلیانو له مرګ زوبلې او ترور څخه انکار نشئ کولای او هېڅوک هم ترې انکار نشي کولی ،
نو تر هغې مجبور یاست چې دې پوښتنې ته هم ځواب ووایاست چې لر طالب هم پښتانه دي او نیشنلیان هم پښتانه دي،
دوی هم مسلمانان دي او هغوی هم مسلمانان دي ، نو لر طالب بیا دڅه او آخر چا له پاره پښتانه نیشنلیان وژني ؟؟؟؟؟؟

اوس نو مجبور یاست چې په دې هم اعتراف وکړئ چې دا سیاسی مرګونه لکه د بېنظیر بوتو مرګ يې چې صرف
یوستر مثال دی ، یواځې او یواځې د ISI له پاره او د ISI په مرسته او سازماندهي تر سره کیږي !!!!!!
لهذا دا هم ترې روښانه شوه چې لر طالب هم لکه بر د ISI یوه مستقله او منظمه جبهه ده لکه تاسو چې
هم مستقله جبهه بللې ده خو د بر طالب غوندې د ISI سره د لر طالب تر لمر روښانه تړاو باندې هم سترګې پټوئ !!!!

دا سترګې پټاوي ستاسې به هېڅ شان تر هغې درجې کم نه دي په کومه درجه چې ISI د لر طالب سره په خپل
دغه جنایی تړاو منکر او سترګې پټوي!!!!
نو البته !، ستاسو دا یوه ادعا درسره بالکل منم چې د ځان په اړه مو دا لاندې حکم استثنا اً سم او صحی صادر کړی چې :
همجنس با همجنس کند پرواز،،،، کبوتر با کبوتر باز با باز
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
عادل عادل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 مارچ   2008
ليکنې: 1289

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه مارچ   25, 2012 1:21 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم

پتوال صاحب اوس مو له خیره سره د مبارز صاحب په پخواني دود زمونږ د لیکنو تحریف او ایډیټ ته هم ملا وتړله،،، زما د بحث سرلیک مو تغیر کړی دی،، ما بېرته سم کړ،،، که غواړې بیرته یې تحریف کړی،،، زه به بیا بیا احتجاج کوم،،،،


زما د پوښتنې ځواب مو نهدی راکړی،، بیا یې مطرح کوم:-

پښتنو نشنلیانو او پیپلیانو په تېرو پنځوسو کلونو کې د پښتنو په ګټه او د پاکستان په ضد کومه داسې د ملاحظې وړ توره کړې ده چې نن سبا یې ای-اس-آی تېرور کوي؟؟

زما نظر ستاسو د دعوی پر عکس دی،، پښتانه نشنلیان او پیپیلیان د ای-اس-آی هغه انګریزي پیداوار دي چې د لرو پښتنو د غلامولو او په محکومیت کې ساتلو په موخه یې د دوی پر سر واکمن کړي وو،، دا چې په سخته کې دوست او دښمن ښه پېژندل کیژي،،، نو لر او بر افغانانو په تېر روسي او روان غربي تحمیل شوي ناورین کې دوی ښه وپېژندل نو همدایې سبب دی چې اوس یې استفراقوي،،، چې همدې ټکي په قبایلي سیمو کې د ای-اس-آی د ریښو اصلي جرړې سستې کړې دي او زه د یاد استفراق عملیې ته د ای-اس-آی په وړاندې د یوې مستقلې افغاني جبهې په سترګه ګورم.

ښاغلی مبارز صاحب دې هم د مهربانی له مخې د نشنلیانو او پیپلیانو په اړه خپل نظر څرګند کړي.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
پتوال
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 15 جنوري   2011
ليکنې: 1039

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه مارچ   25, 2012 10:01 pm    عنوان   : Reply with quote

سلامونه !
عادل صیب کله چې ما یو شی لیکلی وی او ته ترې بل شی جوړوې او بیا د هغې اړولي حقیقت یعنې دروغو پوښتنه
بیرته له مانه کوې چې حق یې نه لرې، نو زه څه اړتیا لرم چې ستا سې د خیالپلو نو ځواب درکړم ؟؟؟؟
ما کله ویلی چې ISI نېشنلیان وژني ؟؟؟؟؟
ما لیکلی و چې لر طالب نیشنلیان وژني !!!! نو ته له کومه ځایه دا حق ځان ته ورکوې چې اول زما په نامه د لرطالب پرځای ISI وضع کړې او بیا یې له مانه پوښتنه کوې چې دا څنګه امکان لری ؟؟؟؟
نو که له مانه ځواب غواړې لومړی دې پوښتنه سمه کړه او د ISI
پرځای لرطالب ولیکه ! دا مرسته درسره وطنمل کړې وه خو
لتاسو سره نیکی کرده ګناه لازم !
داچې لر طالب د څه او چا له پاره دا نېشنلیان وژني له هیچا نه څه پټه خبره نه ده، خو دا بیله پوښتنه ده او تا پرې تر اوسه پورې
سترګې هم پټې کړي دي! نو کومه پوښتنه چې زما د لیکنې سره تړاو لری هغه ته له مانه نه مطرح کوې او کومه چې ما پورې هېڅ اړه نه لري هغه زه ولې درځواب کړم ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
داچې نیشنلیانو په داخلي سیاست کې د پښتنو له پاره هېڅ نه وي کړي نو بیا ولې یې تر اوسه پورې په صوبه يې ټولټاکنو کې
اکثره وخت ټاکنې وړي او دایې څو م ځل دی چې په پښتونخوا کې یې حکومت چلولی دی ؟؟؟؟؟
همدغه په داخلی سیاست کې ددوی بری هم ددې سبب ګرځي چې لر طالب دنیشنلي سیاستوالو په ترور کولو ګومارل کیږي!
او دا تر لمر هم یو روښانه حقیقت دی !
هو که تاسو دز ته د ISI د جرړو د ویستلو په نظر ګورئ نو ورته ګوره، ولې که لوستونکو ته یې د یو جالب ټکي
په توګه وړاندې کول غواړئ نو لطفا خپله مجرده ادعا د شواهدو په وړاندې کولو سره یو څه غني ،جالبه او
ددرک وؤ کړئ چې اقلا د بحث وړ خو وګرځي !
مینه او مننه !
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
م . ق
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 مارچ   2011
ليکنې: 649
ځای: پښتونخواه

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   26, 2012 3:42 pm    عنوان   : Reply with quote

بسم الله الرحمن الرحیم

ښاغلي عادل لیکلي:-
اقتباس:
پتوال صاحب اوس مو له خیره سره د مبارز صاحب په پخواني دود زمونږ د لیکنو تحریف او ایډیټ ته هم ملا وتړله


عادل صیب، د اصلاح او خیر لپاره د سپکو خبرو تغیر او ایډیټ منم خو د تحریف دعوی مو نه منم، د دواړو ترمینځ فرق موجود دی.

عادل صیب کاږي:-
اقتباس:
ښاغلی مبارز صاحب دې هم د مهربانی له مخې د نشنلیانو او پیپلیانو په اړه خپل نظر څرګند کړي.

داچې زما څخه مو غوښتنه کړې نو باید صفا او سپینې خبرې وکړو.
پیپلیان خو هرچاته معلوم دي چې غټه نعره یې روټي کپړه، مکان وو چې دغه نعره به په افغانستان کې هم بعضو د کور، کالي، ډوډۍ په الفاظو یادوله.
دا ډله د پښتنو پورې محدوده نه ده، اصلي واکداران یې سندهیان او د بهټو کورنۍ ده، فلهذا د دوي څخه تیریږو.
راځو نشنلیانو ته چې مراد مو ترینه د اسفندیار ولي خان په مشرۍ د عوامي نیشنل پارټي ده، نو پدې لحاظ د محمود خان اچکزي پښتونخواه ملي عوامي ګوند زمونږ له بحث او تبصرې څخه بهر دی.
په اوس وخت کې نشنلیان صرف د پښتونخوا ګټې غواړي، او ددغو ګټو په نوم سیاست کوي ترڅو یو څو چوکۍ او قدرت ترلاسه کړي ،د ټولو پښتنو او یا افغانانو لپاره کومه داعیه نه لري او نه یې اتحاد غواړي،دوي پاکستان او د پاکستان سلامتیا غواړي او نه د پاکستان د ګټو خلاف کوم اقدام کوي، څه موده وړاندې د نیشنل پارټۍ یو مشر بشیر احمد بلور چې اصلا انکو ژبی دی د یوې چاودنې په غبرګون کې وییلي وو چې ولې دا مجاهدین افغانستان ته نه ځي او هلته جهاد نه کوي چې دلته یې کوي.
رابه شو لرو طالبانو ته، لر طالبان څو ډلې دي او مختلف اهداف لري، پدې کې شک نشته چې لرو طالبانو څو ځله نشنلیان په نښه کړي دي، څه موده وړاندې یې د نشنل پاړتۍ د یو مشر غړي میان افتخار یواځېنی زوي وژلی وو، داچې څوک د طالبانو په نوم بعضې ډلې دې کار ته هڅوي نو معلومه ده چې پنجابیان دي ځکه نشنلیان د پنجابیانو څخه د خپلې صوبې(ولایت) حقوق غواړي، لکه د بجلۍ اوبو، ټیکس، بجټ، تعلیم، صحت، بنسټیز جوړښت او داسې نور حقوق او د ټولو څخه غټه لانجه یې په کالا باغ ډیم ده، چې د پښتونخواه ډیرې سیمې لاندې کوي، ډیرو ځمکو او کلو ته زیان رسوي او د اوبو او برق ګټه به یې صرف پنجاب ته رسي، پداسې حال کې به د غنمو او اوړو ټول تجارت او ګټه د پنجاب په لاس کې وي او په پښتونخواه به یې په لوړه بیه پلوري او که مزاحمت کوي نو اوړه او غنم به پرې بندوي، همدارنګه به د پنجاب فصلونه او لویې زمکې سرسبزه وي، کارخانې او میلونه به د برق په زور چلیږي او ټوله ګټه به یې پنجاب ته رسي.
د نشنلیانو څخه ماوراء د لرطالبانو بعضې ډلې د نورو پښتنو مشرانو په وژنه هم تورن دي، د سوات او مهمند ایجنسۍ څخه دوه سپین ږیرو راته په مختلفو وختونو او مختلفو ملاقاتونو کې د خپلې خپلې سیمې احوال بیان کړي وو چې پاکستانی فوځ او طالبان یې د یو بل سره په همکارۍ تورن کړل، د هغوي په وینا طالبان او فوځ دواړه په سیمه کې امن نه غواړي، هر قومي مشر چې د سولې او جرګې خبره وکړي وژل کیږي، فوځ او طالبان دواړه خلک مجبوري چې سیمه پریږدي او پرځاي یې طالبان ځایناستي شي، دا د هغوي د خلو خبرې وې چې سیمه یې پریښې وه او په تېښته کې وو.
نور نو والله اعلم چې حقیقت څه شی دی خو ظاهرا هم د ملانذیر او حافظ ګل بهادر ډلې د حکومت حامیان ګڼل کیږي او د حکیم الله محسود ډله د پاکستان مخالفه ګڼل کیږي خو د همدغې ډلې په ملا فقیر محمد او مولانا فضل الله باندې بیا دفوځ او استخباراتو د کسانو شک کیږي، پدې وروستیو کې ملافقیر محمد د حکیم الله محسود د مرستیالۍ څخه ګوښه کړی شو.

والله اعلم باالصواب
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
پتوال
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 15 جنوري   2011
ليکنې: 1039

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   مارچ   27, 2012 10:57 am    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم و رحمة الله !
قراني صیب جزا ک الله ، ډیره تفکیکی لیکنه مو کړې!

او عادل صیب لتاسو مې پخوا چې د ناپیيلتوب تظاهر مو کاوه ښايي داسې پوښتنه کړې وای چې د قراني صاحب
په پورتنۍ لیکنه کې :
کومه خبره نه منئ؟
خو اوس چې ستاسې پییلي دریځ ته ګورم نو په عین لیکنه کې مو پوښتم چې :
کومه خبره یې منئ ؟؟؟؟
او بیا :
هغه چې نه یې منئ دلایل مو وړاندې کړئ چې دریځ مو روښانه شي!

په درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
م . ق
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 مارچ   2011
ليکنې: 649
ځای: پښتونخواه

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   مارچ   27, 2012 3:09 pm    عنوان   : Reply with quote

ستاسې په درانه حضور کې نیکې پیرزوینې او احترامات وړاندې کوم.
تاسو ته بهتره معلومه ده چې پاکستان یو وفاقي دولت دی یعنې د څلورو ولایتونو د وفاق څخه جوړ شوی، پدې لحاظ هر ولایت په داخلي چارو کې خپله خودمختاري او د ټولو حقوقو واک غواړي، د مسلم لیګ ګوند او مشران یې اکثره د پنجاب څخه تشکیل شوي دي، د پیپلز ګوند او مشران یې اکثره د سند څخه تشکیل شوي دي، بلوچستان هم مختلف ګوندونه لري، همدارنګه نیشنل پارټۍ د خیبر پښتونخواه په نمایندګۍ سره د خپل ولایت حقوق او په خپلو منابعو اختیار غواړي، ځکه نو ددوي غټ شعار دا ګرځیدلی چې (خپله خاوره خپل اختیار، نه منو د بل اختیار).
داچې سور پوښانو څرنګه عقاید لرل او د چاطرف ته یې میلان زیات وو بیله موضوع ده، مونږ دلته په واقعي سیاست او ځمکني حقایقو غږیږو.
همدا رنګه د محمود خان اچکزي په مشرۍ د پښتونخواملي عوامي ګوندهم د خپلو سیمو اختیار او خپلواکي او خپل حقوق غواړي، او د پاکستان په چوکاټ کې دننه د جنوبي پښتونخواه په نامه ځان ته بیل ولایت غواړي.
خو یواځې بلوڅان دي چې د پاکستان څخه مکمله ازادي، او ځان ته د بلوچستان په نامه بیل وطن غواړي، ځکه بلوڅان د ډیرو محرومیو او ظلمونو ښکار شوي دي،په ګیس، معدنیاتو او نورو طبعي زیرمو یې پنجاب خیټه اچولې، او اوس د ګوادر د بندر څخه هم بلوڅان محروموي خو بلوڅان د ګوادر د بندر په اهمیت پوهیږي ځکه نو د ازادۍ لپاره سرښندنې کوي.
ټول افغانان باید د ګاونډیو په سیاست ځان مکمل پوه او خبردار کړي ترڅو د شر څخه یې مناسبه وقایه او دفاع وکړي.

مننه او درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
Musaferjan



دغړيتوب نېټه: 24 ميئ   2011
ليکنې: 83

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   اپريل   27, 2012 12:26 pm    عنوان   : Reply with quote

سلامونه
پروني خلقيانو او پرچميانو د کمونستانو په ژرندې اوبه ورسمې کړې...
نن هغوی ټول د روشنفکرانو تر نامه لاندې د افغانملتيانو سره يو ځای د ښکېلاګ
او شمالي ټلوالې په ژرندو اوبه ورسموي، وطن د تغريب، فسق، فجور او کفر په
طرف سوقوي، او د تل لپاره پښتانه له سياسي معادلې باسي۰
لکه څرنګه چې د کوزې پښتونخوا نشنليانو د افغانملتيانو په څير 60 کاله مخې د
انګرېز او پنجاب په ژرندو اوبه ورسمې کړې۰
نو آیا په دغو خلکو نور حسن ظن کېدلی شي؟؟؟

په درناوی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
nikmal



دغړيتوب نېټه: 18 اپريل   2012
ليکنې: 1

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   اپريل   27, 2012 3:19 pm    عنوان   : Reply with quote

Musaferjan ليکلي:
سلامونه
پروني خلقيانو او پرچميانو د کمونستانو په ژرندې اوبه ورسمې کړې...

که له کمونستانو څخه مو مطلب شوروی وی نو دا سمه ده خو که له ملتپالونکونکو څخه مطلب افغان ملتیان اخلئ نو دا بالکل
غلطه ده، همداسې غلطه لکه څوک چې له مسلمان څخه صرف د طالب یا کوم تنظیمي مطلب واخلی!
اقتباس:
نن هغوی ټول د روشنفکرانو تر نامه لاندې د افغان ملتيانو سره يو ځای د ښکېلاګ او شمالي ټلوالې په ژرندو اوبه ورسموي،

دا ځکه چې نه پرون خلقیان اوپرچمیان د افغان بچي ګڼل کېدل او نه نن افغان ملتیان د افغان ملت بچي ګڼل کېدای شی!
هغوی د شوروی پرکټی د پرون سیاسی حرامیان وو او دوی د امریکا غولاټی د نن سیاسی ارموني دي! ددوی د اوسنی تړاو بنسټ
صرف همدغه سیاسی حرامیتوب کېداس شی او بس ! نورمال او سالم ماغزه په واقعی ملتپالونکي او وطندوستان هېڅکله
نه په خلق او پرچم او نه په افغانملتیانو ورګډ کړي! نو پوښتنه دا ده چې ددې ډول لړلو او اوبو خړولو تر شا هدف
د کوم ډول ماهیانو نیول دي ؟
آیا هدف خوبه په افغانستان کې د ISI د روانې مداخلی پټول نه وي؟؟؟ که وي آیا تر دې به هم بل ستر
ضد ملي، ضد اسلامي او ضد انساني جنایت وي؟؟؟؟؟
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
khoshalkhan
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 03 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   اپريل   27, 2012 9:44 pm    عنوان   : Reply with quote

اقتباس:
د کوم ډول ماهیانو نیول دي ؟
آیا هدف خوبه په افغانستان کې د ISI د روانې مداخلی پټول نه وي؟؟؟ که وي آیا تر دې به هم بل ستر
ضد ملي، ضد اسلامي او ضد انساني جنایت وي؟؟؟؟؟


داسيناريوخوداسې څېړنه لري اوتعبير يږي :
لاسپوڅي مذور اجنټ دولت چې دcia د اجنټانو،قاتيلينو شماليوالو، خلقي
پرچمي ،شعله يې اوافغاملتيانويوه فاسده مجموعه جوړوي نودخپلودالروچړچو
عيش ،انج منج ،تورو موټرو اونو رو ناروا کارونو داولس سترګې د ISI په
په شعار ړندوي !!
خوخپله دغه فاسده مجموعه له خپلوصليبي بادارانوسره ددې اهليت نلري
چې دISI لاسونه قطعه کړي!! پرځای ددې دشپې چاپې ،وژنه اونورې بې ناموسۍ
له کړېدلي افغان اولس سره کوي !!
هرڅوک چې ماهر وي نوشي جان يې ،چې لوده وي دلودګي غټ دوکان يې !!
په ازاد ساسي بازار کې څوک لوده وي څوک ماهر !!
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
پتوال
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 15 جنوري   2011
ليکنې: 1039

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اپريل   28, 2012 10:39 am    عنوان   : Reply with quote

افغانان خو شوده ګان نه دي چې د حکومت لودګي و نه غندي او د ISI مهارت په نوش جان ویلو سره وستایي !
ولې بده داده چې د حکومت لودګي او د ISI مداخله دواړه له یوې سرچینې اوبه اخلي : ددواړو له بادار امریکا څخه !

افغان ولس په دې پوهیږي چې هم د اشغالګر امریکا باداري منل او هم له پنجابي ISI باداري منل د افغانستان سره دوښمني ده،
نود یوه ( موقتي) بادار ځای له بل (دایمي) بادار سره بدلول حماقت په طاقت د 4 دی ، ځکه له غلامۍ څخه د غلام غلامۍ ته
تیښته له باران څخه د ناوې لاندې درېدل دي اوبس !

پاکستان د غلام د غلامۍ په همدې منطق په افغانستان کې د خپل بادار امریکا پر ضد خپله پوڅي استخباراتي
جګړه پرمخ بیايي چې ورته وایی :

ای امریکا د پاکستان لوی باداره !

ستا باداري په افغانستان کې زما باداري نه ده ،

خو زما باداري په افغانستان کې ستا باداری ده !

ځکه چې زه ستا اخلاصمن او بې شائبې غلام یم !

نو که زما د غلامۍ په اخلاص شک نه لرې نو پرېږده چې زما او

ستا ګډه باداري په دغه اوغان غول ملت جاري شي

او که زما په بندګۍ باندې شک لرې، نو بیا دې شک په یقین بدل او لاس دې هم خلاص ! :

زه تا له پاره د افغانستان د غلامولو په دې تاریخی چانس چې غول طالبانو پلاس راکړی په هېڅ قیمت لاس نه اخلم !

او که نه، ته څه فکر کوې چې د برو غلامانو سره مې نن وي که سبا دا لرغلامان هم له ولکې نه وځي ؟؟؟؟؟
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
larghonay laraway
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 اکتوبر   2008
ليکنې: 1187

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   ميئ   12, 2012 12:01 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام عليکم!
بښنه کوئ چې وروسته درشريک شوم ځکه چې نه وم!
زما په نظر دلته څو موضوعګانې سره ګډې شوې دي چې هره يوه بېله څېړنه او تحليل غواړي خو که په لنډه توګه يې ووايو نو د نيشنليانو غټ کار او ستره توره همدا ده چې لږ تر لږه يې د افغانستان په ورانولو کې برخه نه ده اخيستې او د افغانستان ورانول د ISI ستر هدف دی.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
jamal



دغړيتوب نېټه: 10 فروري   2004
ليکنې: 51
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   ميئ   15, 2012 6:16 am    عنوان   : Reply with quote

داسي څوک شته چي ليکوالانونه پوښتنه وکړي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست MSN Messenger
jamal



دغړيتوب نېټه: 10 فروري   2004
ليکنې: 51
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   ميئ   15, 2012 6:20 am    عنوان   : Reply with quote

زه (پاکستان) تا له پاره د افغانستان د غلامولو په دې تاریخی چانس چې غول طالبانو پلاس راکړی په هېڅ قیمت لاس نه اخلم ! داستاخبره ده !پتوال ستوريه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست MSN Messenger
پتوال
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 15 جنوري   2011
ليکنې: 1039

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   ميئ   16, 2012 11:24 pm    عنوان   : Reply with quote

اقتباس:
زه (پاکستان) تا له پاره د افغانستان د غلامولو په دې تاریخی چانس چې غول طالبانو پلاس راکړی په هېڅ قیمت لاس نه اخلم ! داستاخبره ده !پتواله .

نو جمال خانه په دې کې دې اوس څه شک پیدا کړ چې پاکستان د افغانستان د ښکیلولو له هېڅ چانس څخه لاس نه اخلي ؟؟؟؟
که څوک یې په ناپوهۍ او تیروتنه کې بلاس ورکوي او که په شعوري توګه !

لاروی صیب او لوستونکو ته همدومره یوه یادونه کوم چې له ملتپالو څخه زما مطلب د ټولو وطندوستو او ملت دوستو
افرادو مجموعه ده، نه یو یابل ګوند چې ځانونه ناحقه یاد خلکو د تیر ایستلو له پاره ملتپال ګڼي!
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.