د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

په کابل کې د بایسکل ځلونکو ترمنځ مسابقه

تيمور
16.05.2012

تاند: ټاکل شوې ده د ارغوان کپ په نوم په کابل کې د بايسکل ځغاستې شپږم پړاو ترسره شي .
د خبري آژانسونو د رارسېدلي راپورونو له مخې د اولمپيک د ملي کميټې د بايسکل ځغلولو د فدراسيون رييس محمدصادق صادقي د دغو سياليو د ترسره کولو هدف د سوريې په سياليو کې د ګډون لپاره، چې يوه مياشت وروسته پيليږي، د غوره څيرو پيژندنه وبلله او ويې ويل چې دغه سيالۍ سبا د شپتو تنو ورزشکارانو په ګډون د اولمپيک د ملي کميټې له مرکز څخه پيليږي اود چاريکارو په ښارکې پاى ته رسيږي. دوی دا هم زياته کړي دي چې دغه ورزشکاران بايد شپيته کيلومتره واټن ووهي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more