د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

زه د ستاسو نوی ملګری یم

اتل
10.05.2012

زه اتل ویاړم چې د خپلو پښتنو وروڼو په لبکو کې ورګډ شوم. د پاک الله نه مې هیله داده چې ددې ویاړلې ټولنې نه څه زده کړم او پدې بهیر کې څه خدمت هم وکړم. مننه.


سلامونه

tandar
11.05.2012

سلامونه
اتل صيب ستړي مشي دا ستاسو خپله ديره ده
پاتي شول زده کول ، يره وروره په حوجره او ديره کي به نور څه زده کړي په غير له چلم تازه کول ،ډکول ،ا و څکول :oops: :oops:
ستار ،منګي او ديارانو د خوږو اوازنو اوريدل
کله کله دشهيد او په وطن او ملت مين ملنګ جان ملنګ شعرونه په کي زمزه زمزه کيږي
بس دا تور توتان له تانه قربان دي
لږ پورته خواته سياسي خوني هم لرو هغلته دوطن له حالاتو سړي يو څه تر لاسه کولاي شي خو دديري په څنګ بيا دګپ او شف خونه ده :oops:

بيا هم تل ښه راغلي قدمونه مو زمونږ په ليمو
تربيا


سلامونه

tandar
11.05.2012

سلامونه
اتل صيب ستاسو دراتلو په خاطر دخوښي يو وړوکي دحوجري مجلس مو جوړ کړو
انشاالله چه که پښتون صيب خبر شو نو د خوښي نه به مجلسونه جوړ کړي

http://www.youtube.com/watch?v=Sk8SqE8FdZE&feature=youtu.be
تربيا


سلامونه

tandar
13.05.2012

سلامونه

[color=darkblue:1b8d173d8a]ښکلي محفل دي راټول شوي عزيزان په کي
.................................. افتخاردي چه نن ناست پښون او اتل خان په کي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
له وطنمل صيب نه

کړمه تپوس ښاغلې عبدالسلام،شاهير،عادل،هڅاند اولاروي مو څه کړل؟
........................................ښاغلې اکرم،تيمور، خيريوسي او قراني موڅه کړل؟
تندر رابللي ښاغلې پتوال ، زوړ پتنګ نوي خوشحال خان په کي :oops:
...............................افتخاردي چه نن ناست پښون او اتل خان په کي [/color:1b8d173d8a]

http://www.youtube.com/watch?v=Sk8SqE8FdZE&feature=youtu.be
تربيا


پښتون:
13.05.2012

سلامونه!
تندر صیب ،مننه کوم چې زه مو یاد کړې یم،او اتل ورور ته هم ښه راغلاست وایم .
تندر صیب دا ستاسو د ویډیو ریکارډول راته ډیر جالبه ښکاري او یا مو دا نوی طریقه د ډاونلوډ لپاره موندلې ده.
که د تلویزیون سره ویډیو ریکارډر وصل کړئ نو ویډیو به مو ډیره ښکلې او صفا راشي.که تاسو ته مشکله وي نو وریرونو ته مې دا کار ډیر اسانه دې،.دا نوی ځوانان او حتې ماشومان د کمپیوټر او تلویزیون په انسټیال او د نورو آلاتو سره د وصلولو لپاره خدایی استادان دي.
دا شعر دې او که دعوتنامه دې لیکلې ده،خو ډیر ښایسته مو لیکلې دې.

ښکلي محفل دي راټول شوي ټول ياران په کي
ښاغلي تندر رابللی هرې خوانه ټول ياران په کي

ښاغلي تندر رابللی له هرې خوا [color=darkblue:354482b802]درانه مشران[/color:354482b802] په کي :oops:
تر بیا له خیره


سلامونه

tandar
13.05.2012

سلامونه
چه وطنمل صيب ګيله ونه کړي :oops:
زما په زړه تل وريږي اخر تري ليکلي سند جوړ شي هههههها
وروره رښتيا واې نن ځوانان ډير پوهيږي نظر بوډاګانو ته ههههههها
زه خپله هم له ځامنو مرسته غواړم
خوبعضي ملي او زما په زړه دخداي بخلي ملنګ جان شعرونه ناڅاپي راپيښږي اوپه مبائيل کي ې زر تري ثبتومه
انتقال ې بيا ځامن راته کوي ،خو خوله، تبصيره،ليکنه زما خپله ده :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: دا له چا نه قرضوم هههههههها
تربيا


پښتون:
13.05.2012

سلامونه ته مو دو لاسه وعلیکم السلام !

هاهاهاهاها
تندر صیب دا خنداګانې دې ولې داسې دي لکه د قاره چې سور او زیړ کیږې.
او دا وطمنمل صیب یی څوک دې،پخوا خو وطنمل وو.
[color=red:a25bb31e73]مطلب مي وطنمل صيب و ،خو خير دعمر سره سترګي هم فقط په ليکلو کي ضعيفه کيږي له توجه او اصلاح نه مو مننه ،تندر،[/color:a25bb31e73]

که پتوال که وطنمل دې که خوږ ژبې شیرزاد دې
دا مشران خو مشران دې هم زمونږه ښه یاران دي
ښاغلي تندر رابللی زړور درانه مشران په کي
د ټول افغان پکښې دټول افغان پکښې

او یاقربان
ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ
ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


سلامونه

tandar
14.05.2012

سلامونه ياره زه او قهر لري خبره ده، خو له اصلاح نه دي مننه
ځوانان دبوډاګانو تل همسا وي :oops: :oops:
داشعر و ،حوجره بلنه نه غواړي ،دهر سړي په مخ خلاصه وي

وساتي نفاق اودرد غم ځني ملت زما
................................راولي اصلاح اواتفاق پښتون زلميانو کي
خوښ زه [color=red:ecaf30f13b]ملنګ جان[/color:ecaf30f13b] يم که هر څو په زړه ازار يمه
...................................دامي ده ارزو که شمه ياد په خادمانو کي
تربيا

يره پښتونه ياره چه دالاندي زم زمه مي ستا په ژوندي بڼه اوريدلي وي ؟ هههههههها
که راسره مخ شوي نو مخکي دسلام پرځاي به سره په [color=red:ecaf30f13b]ډنګ ډه ډنګ[/color:ecaf30f13b] سره شروع کوو خو چه مخکي له مخکي يو ډولچي هم ورته پيدا کړو هههههههههههه داخو بسته بدله ده چه دا دي له کومه کړي ؟ههههههههههها

[color=darkblue:ecaf30f13b]او یاقربان
ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ
ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ [/color:ecaf30f13b]


پښتون:
15.05.2012

هاهاهاها
تندرصیب لکه چې
د ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ
ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ
نه د موبایل فون لپاره رینګټون جوړوئ .
زما په آواز چیرته خوند کوي،هغه د ربابی ټوکه به دې په یاد یی چې ډیر ښه رباب یی وهه ولې آواز یی خراب وو،نو زما غږ هم داسې ونیسه،خو بیا به یو ټرایی وکړم ،داسې نه چې بیا د وهلو نه مې ځغلول ډیر وي.هاهاهاهاها
تندر صیب پورته خو ما ټوکې وکړې ،زه پوه وم چې په لیکلو کې سهوه شوی یی او د وطنمل صیب نوم مو په ډبل میم لیکلې،هغه د چا خبره چې زه خو د فورم د کسانو پوستکې هم پیژنم. :lol: :lol: :lol:
مقصد د قار نه مې هم موخه ټوکه وه ,چې تاسو یی هغه بلاګې د خندا نه بلکې د قار ورکړې دې ,خو په اصل کې خاندۍ. :lol: :lol: :lol:
یاره دا اتل خو لکه چې تورو املوکو پسې لاړ؟؟ :lol: :lol: :lol:


میرویس
31.05.2012

پښتنه وروره اسلام العلېکم. خدا زده چې اتل دې په تورو املوکو پسې لېږلئ او که په تورو نخودو پسې؟ خو ستاسې د د ُعا په برکت زه میرویس ستاسې نوئ ملګرئ حجرې ته راغلم. پاک الله دې اتل صاحب هم په خیر را ستون کړي چې زموږ ډله نوره هم قوي شي.
د ملګرو د اشعارو تبادلې او ټنګ ټکور خورا ښه خوند وکړ. باید ووایم چې دا لیکنې اوداشعارو تبادله بالخصوص د ځوان نسل د پاره ډېره ګټه لري. دا ډېره سالمه هڅه ده چې د پښتو ژبې د بهتره کېدو په لاره کې زیار ایستل کېږي. خو دا هم ضروري ګڼم چې د پښتو ژبې د پوهانو د یوې ډلې په خوښه نوي ټکي او نوي جوړښتونه رواج شي، نه د غیر مسلکي افرادو له خوا، ځکه چې بیایې له درد نه پړسوب زیاتېږي. بله دا چې هر هغه ټکي چې پښتو ته د نورو ژبو نه راغلي دئ، هغه اوس د پښتو ژبې مال دي. د پښتو ‌‌ژبه داتوان لري چې اجنبي کلمې په ځان کې مدغمې کړي. هغه کلېمې چې پښتو ندي او هره ورځ په پښتو کې استعمالېږي اوس هغه هم پښتو ګڼل کېږي، باید د ژبې نه ونه ایستل شي. بالخصوص لکه عربي کلمات، ځکه چې له یوې خوا به په پښتو کې څه پاتې نشي او له بلې خوا به څوک پخوا لیکل شوي کتابونه نشي لوستلي او ضرور به نوئ غیاث الغات ورته جوړوي. پکار دي چې املا هم صحیح شي او هغه کلمات چې معني یې هر چاته معلومه وي، د غلط مفهوم د پاره ونه لیکل شي، لکه چې خدمت ته چوپړ وایي. خدمت مثبت مفهوم رسوي او چوپړ منفي. تاسې ټولو ته د پاک رب څخه خیراو بریالیتوب غواړم.اوس مو پر پروردیګار سپارم.


سلامونه

tandar
31.05.2012

سلامونه
وروره ستړي مشي او ښه راغلي داستاسو ديره ده او په تاسو ښکلي ښکاري
دپښتو په ژبه کي دپرديو کلماتو استعمال په ځايونو پوري تړلي دي
مثال ې کوزه پښتونخوا ده چه هغلته زيات دانګريزي استعمار ترلاندي په خپلو ورځنيو عادي خبرو کي انګريزي کلمات استعمالوي لکه د اور ډبلي ته چه اکثره ماچس واې ، نو [color=red:14ebad2114]ماچس[/color:14ebad2114] پښتو کيدلاي نه شي او داسي نور مثالونه
نو زما په نظر ددغسو پرديو کلماتو پر ځاي چه دخپلو بي سوادو خلکو دپتاوي عادي ژبه چه ګرامري هم غلطه وي استعمال شي، تري ښه ګڼم
ولي بهرنيان زمونږ دژبي بعضي کلمات په خپلو ورځنيو راکړه او ورکړه کي نه استعمالوي ؟
تر ټولو غوره خبره داده چه اول پښتو ژبه په خپله خاوره کي بايد په عملي توګه رسميات پيدا کړي ، ډير واکداران او نور دولتي تحصيل يافته مسئولين اصلا په پښتو ژبه ، نه ليکل او نه لوستل کولا شي اونه پري پوهيږي ،ولي؟
ډير پښتانه چه دکابل شهر نو ته ننوتي په پښتو ژبه شرميږي ،فاړسي واې، ولي ؟
په بهرنيو هيوادو کي ددولت نماينده ګانو دمددي بدله ملي سرود ګرځولي ،ولي ؟
اول بايد هر افغان پښتو ژبه په عمل کي په رسميت وپيژني
چه [color=darkblue:14ebad2114]،،،،مرا سګ خورد،،،، [/color:14ebad2114]سم ترجمه کړي
او ونه واې [color=red:14ebad2114]،،،ما سپې وخوړو ،،،[/color:14ebad2114] هههههها
يوه ګوته چه بل ته نيسو ،ځانته مو ٣ ګوتي نيولي
يعني اصلاح اول بايدله ځانه شروع کړو
دپرديو کلماتو راخپلول دخپلي ژبي دکمښت معني ورکوي
زمونږ ژبه پښتو يوه مکمله ژبه ده تر توانه بايد تقويه شي
دازما نظر دي
تربيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more