د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د لمر روښنایي د اوباما د خوب لیدو په مخ کې یو خنډ


jamal
14.05.2012

د لمر روښنایي د اوباما د خوب لیدو په مخ کې یو خنډ

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما وروسته له هغه چي د افغانستان د خرڅلاو تړون یې له خپل غلام حامد کرزي سره لاسلیک کړ، په دې ګومان شو چې د دې تاریخي خاورې د خرڅلاو سند یې لاس ته راوړ او نور په مخکې ستونزې او خنډونه نلري ځکه خو یې د یکشنبه په ورځ چې د مې د میاشتې شپږمه نېټه وه، په بیړنی توګه اعلام وکړ چې "مونږ نور خپلو اهدافو ته نږدې کېدونکي یو، د جګړو مسیر په افغانستان کې بدلون موندلی او د طالبانو خوځښت مو مات کړی دی".
سره لدې چې اوس حقایق دومره څرګند دي چې نور ددې خیال هم نشي کېدای چې خلک به بیا هم د یرغلګرو د تزویر او چل په تشو شعارونو باندې تېر وزي، په تېره بیا داسې وخت کې چې د اسلامي امارت باتورو مجاهدینو د دښمن بیلابیل او مستحکم مرکزونه تر خپلو کفر ځپونکو بریدونو لاندې ونیول، خو بیا هم ځنې داسې کسان شته چې د ځان د تسل، غولونې او د غلامی په مسند باندې د پاته کېدو لپاره د اوباما پورته بیان په نیک فال سره نیسي خو د دوی دا فال او خوب له تعبیر مخکې هغه وخت له شرمندګی سره مخ شو چې د امریکا د سنا او نمایندګانو په مجلس کې د استخباراتي کمیټو رییسانو د اوباما له پورته بیان یوه ورځ وروسته پدې ترخه حقیقت اعتراف وکړ چې " طالبان په افغانستان کې د پخوا په نسبت اوس ډېر غښتلي شوي دي".
یادو مشرانو د اوباما له بیان څخه وروسته په لنډ زماني واټن کې د امریکا د نمایندګانو او سنا جرګو ته په مخامخ بیان کې داسې وویل چې "له هغه وروسته چې اوباما په 2010 میلادي کال کې افغانستان ته 33 زره اضافي فوځیان ولیژل، طالبان هلته لا نور هم پیاوړي او منظم شوي دي"
دغه راپورونه چې د دوو سناتورانو له خوا چې یو یې دایین فاینستاین نومیژي او د دیموکرات ګوند غړی دی او بل هم مایک راجرز او د جمهوری غوښتونکو د ګوند غړی دي تیار شوي وو، نوموړي راپورونه له هغه څه سره په غوڅ توپیر کې دي چې صلبیان یې خیال کوي، دوی ګومان کوي چې د 30 زرو اصافي فوځیانو په لیږلو به د جهاد مسیر بدل او بایللې جګړه به په خپله ګټه وڅرخوي.
نوموړو چارواکو چې په دې وروستیو کې یې د حالاتو د ارزونې په هدف افغانستان ته سفر هم کړی دی او له لاسپوڅي کرزي سره یې هم لیده کاته شوي، د یوې مرکې په ترځ کې سي-ان-ان ته داسې وویل: "د هغو خبرو په اړه چې اوباما له خپل سفر وروسته وکړې چندانې ډاډه نه دي"
مېرمن فاینستاین د مجاهدینو انسجام او نظم ته په اشارې سره وویل "سره لدې چې د حامد کرزي په باور به طالبان بیا واکمن نشي خو زه خپله ډاډه نه یم، هغوی (طالبان) یو موازي حاکم اداري سیستم رامنځ ته کړی دی او په ځنو ولایاتو کې والیان لري"
دا ټول اعترافات په داسې حال کې را ښکاره کیژي چې ځینې امریکایان پدې باوري دي چې د دوی نظامي او استخباراتي چارواکي د تیرو لسو کلونو راپدې خوا دوی ته درواغ وایي او د ځمکنیو حقایقو خلاف دوی ته ناسم مالومات ورکوي. په یاد حقیقت باندې پوهېدل بالاخره ددې سبب شوي دي چې امریکایي وولس او سیاست پوهان په خپلو فوځي او استخباراتي بنسټونو باندې بې باوره شي نو ځکه خو هڅه کوی پخپله او یا له نورو لاروچارو څخه ځانونو ته حقیقت مالوم کړي، همدا وجه ده چې نړیوالې رسنی د دوی د داسې بیانونو او اعترافاتو شاهدان دي چې په افغانستان کې د دوی د فوځي مشرانو د ادعاوو خلاف د امریکایي فوځیانو د ماتې او شکست انځور وړاندې کوي.


اکرم
14.05.2012

اجمل خانه ، دا هم واوره !!!
تر هغې چې چټلستان آرام !!!!!!!! شوی نوی دوی به په افغانستان کې له تخریبه لاس برسری نشي !!! چټلستان خپل وجود د افغان په بربادی کې ګوري! !! که ته ددوي مزدور یې ګيله درنه نشته ځکه دنده به تر سره کوي ، خو دا واوره چې افغانان
خپل شرقي، غربي ، لیرې او نژدې دوښمن ټول پیژني!!!!



jamal
14.05.2012

اول سم نوم اخله بيا ليکنه کوه اکرم[color=red:ccc3363e7d]يه مرداره[/color:ccc3363e7d] :

:?: :roll: :roll: :roll: :roll: [/color][size=24:ccc3363e7d][/size:ccc3363e7d][/color]


khoshalkhan
14.05.2012

[quote:56cffc8a03="اکرم"]اجمل خانه ، دا هم واوره !!!
تر هغې چې چټلستان آرام !!!!!!!! شوی نوی دوی به په افغانستان کې له تخریبه لاس برسری نشي !!! چټلستان خپل وجود د افغان په بربادی کې ګوري! !! که ته ددوي مزدور یې ګيله درنه نشته ځکه دنده به تر سره کوي ، خو دا واوره چې افغانان
خپل شرقي، غربي ، لیرې او نژدې دوښمن ټول پیژني!!!![/quote:56cffc8a03]

هر وخت په تاسو نور ملامت وي ! داولې ??
زماهغه ناپوهه بېباکه شاګردان را په يادشي چې درس به يې نشوی سرته رسولی
نو ملامتي په استاد او نورو محيطي شيانو ور اړوله ٠
هر ځای ته چې داسې بېکاره خلک لاړ شي او ناکام شي ملامتي په نورو اچوي اوداسې خلک له ژبې نه ډېر چالاکه هم وي ٠
انډيواله ! تاسوڅه بلا وهلي ياست خو تاسو هم په پاکستان کې اړا و دوړجوړ
جوړ کړۍ ، خو نه انډيواله ! دفاسد دولت واکداران مسلکي خره او يوه مجموعه دغلو ده!

[quote:56cffc8a03]خو دا واوره چې افغانان
خپل شرقي، غربي ، لیرې او نژدې دوښمن ټول پیژني[/quote:56cffc8a03]
نو څه چې پيژني يې !! نوعمل ولې نکوي !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
داوروره زاړه وراسته شعارونه دي ، خپل وخت پرې تېروۍ او دالر وهی !


ډاکتر وطنمل
14.05.2012

[color=red:929357d0e2]ګواښنه :
که څوک شخصی تعرض او سپکاوی بیا پیلوی او مسولین ورته ګوری لیکنه یې نه ړنګوي او نه یې اصلاح کوي نو عواقب به یې
ژر ولیدل شی !
یو تن په بیلابیلو فورمونو کې ۴-۵ ځایه شخصي سپکاوی تکرار کړی ، مخه یې ونه نیول شی بیا دې ګیله هم څوک نه کوي!

والسلام ![/color:929357d0e2]


اکرم
15.05.2012

خوشحال خان لیکلي:
[quote:5b94414ee2]نو څه چې پيژني يې !![/quote:5b94414ee2]
خوشحال خان صاحب، بښنه غواړم زه به مې خپله جمله له سره داسې تکمیله کړم:

خو دا واوره، چې اکثره افغانان خپل شرقي، غربي ، لرې او نژدې دوښمن ټول پیژني،
خو ځیني هم داسې په کې شته چې د ونې سیوري ته خوشحاله وي !!!

اوس راسره موافق یې ؛؛؛


khoshalkhan
15.05.2012

اکرم جانه درسره موافق يم ، له غرمې مخته جملې دې ډېر خوند راکه ، خو اوس دې
بياتغير ورکړی په هرصورت !
وروره ! دونو سيوري يې اوس خواص ګرځېدلي دي ،خلاصون يې څه ?
العادت لا يزول الا بل موت ! اوکه کومه بله لاره ?

[quote:feac0a4351="اکرم"]خوشحال خان لیکلي:
[quote:feac0a4351]نو څه چې پيژني يې !![/quote:feac0a4351]
خوشحال خان صاحب، بښنه غواړم زه به مې خپله جمله له سره داسې تکمیله کړم:

خو دا واوره، چې اکثره افغانان خپل شرقي، غربي ، لرې او نژدې دوښمن ټول پیژني،
خو ځیني هم داسې په کې شته چې د ونې سیوري ته خوشحاله وي !!!

اوس راسره موافق یې ؛؛؛[/quote:feac0a4351]


محمود سعيد
16.05.2012

فکر کوم جمال پاکستان ته د اکرم ورور له خوا د چټلستان نوم په اخستلو غصه شوی دی...
دا دي له افغانستان سره مينه لرونکي کسان!
اکرم ليکي:
[quote:5db5ecabca]
تر هغې چې چټلستان آرام !!!!!!!! شوی نوی دوی به په افغانستان کې له تخریبه لاس برسری نشي !!! چټلستان خپل وجود د افغان په بربادی کې ګوري! !! که ته ددوي مزدور یې [/quote:5db5ecabca]
جمال ليکي:
[quote:5db5ecabca]اول سم نوم اخله بيا ليکنه کوه اکرميه مرداره : [/quote:5db5ecabca]



jamal
17.06.2012

په خپل نوم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more