د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

استاد ياسر ساه ورکړه!

محمود سعيد
30.04.2012

طالبان به کله خپل دوست او دښمن پيژني؟
د ناپاکانو د بې شرمانه عملونو په لړ کې دا دی يو بل جنايت. هغوی يوازې افغان وژنه تر هر څه لومړۍ بولي او بس.
الله پاک ېې دې شهاد قبول کړي.
.................
د طالبانو د فرهنګي کميسون پخواني رئيس استاد ياسر د پېښور په يوه کې ساه ورکړې ده. د استاد ياسر کورنۍ وايې چې پرون ماښام د پاکستان حکومتي چارواکو ورته وويل، چې په يوه اونۍ کې دننه به د نوموړي په اړه دقيق مالومات ورکړې. که څه هم طالبان د استاد ياسر د ژوند او مرګ په اړه له څه ويلو ډډه کړې کوي، خو دې ډلې ته نږدې سرچينې وايي، چې استاد ياسر څه موده وړاندې د پېښور په يوه زندان کې په مرموز ډول مړ شوى او جنازه يې د رحمان بابا په هدېره کې خاورو ته سپارل شوې ده. طالبانو ته نږدې سرچينې کابل نېوز ته ويلې، چې د دې ډلې فرهنګي چارو د کميسون پخوانى رئيس استاد محمد ياسر د پېښور ښار په يوه زندان کې له خپلو دوو نورو ملګرو سره يو ځاى په مرموز ډول مړ او درېواړو جنازې د پېښور د هزار خانۍ سيمې د رحمان بابا په مشهوره هدېره کې خاورو ته سپارل شوې دي.
http://spogmainews.com/?p=11407


Re: استاد ياسر ساه ورکړه!

م . ق
30.04.2012

[quote:50c72ab616="محمود سعيد"]طالبان به کله خپل دوست او دښمن پيژني؟
د ناپاکانو د بې شرمانه عملونو په لړ کې دا دی يو بل جنايت. هغوی يوازې افغان وژنه تر هر څه لومړۍ بولي او بس.
الله پاک ېې دې شهاد قبول کړي.
.................
د طالبانو د فرهنګي کميسون پخواني رئيس استاد ياسر د پېښور په يوه کې ساه ورکړې ده. د استاد ياسر کورنۍ وايې چې پرون ماښام د پاکستان حکومتي چارواکو ورته وويل، چې په يوه اونۍ کې دننه به د نوموړي په اړه دقيق مالومات ورکړې. که څه هم طالبان د استاد ياسر د ژوند او مرګ په اړه له څه ويلو ډډه کړې کوي، خو دې ډلې ته نږدې سرچينې وايي، چې استاد ياسر څه موده وړاندې د پېښور په يوه زندان کې په مرموز ډول مړ شوى او جنازه يې د رحمان بابا په هدېره کې خاورو ته سپارل شوې ده. طالبانو ته نږدې سرچينې کابل نېوز ته ويلې، چې د دې ډلې فرهنګي چارو د کميسون پخوانى رئيس استاد محمد ياسر د پېښور ښار په يوه زندان کې له خپلو دوو نورو ملګرو سره يو ځاى په مرموز ډول مړ او درېواړو جنازې د پېښور د هزار خانۍ سيمې د رحمان بابا په مشهوره هدېره کې خاورو ته سپارل شوې دي.
http://spogmainews.com/?p=11407[/quote:50c72ab616]

انالله وانا الیه راجعون، روح دې یې ښاد وي، الله دې شهادت قبول کړي، او عاملینو ته دې سخت دنیوي او اخروي عذاب ورکړي، اللهم آمین.
هغو ته چې اوس هم پنجاب دوست او مسلمان بولي او د هغوي په چوپړ کې دي یو ښه عبرت او نصیحت دی. فاعتبروا یا اولي الالباب


Musaferjan
30.04.2012

تبليغات دي، دروغ دي، تر څو چې د افغانستان اسلامي امارت کومې رسمي
څانګې تأييد کړي نه وي؛ باور پرې نه لرو۰

په درناوی


عادل عادل
01.05.2012

السلام علیکم

د محمود سعید صاحب خبرونه هم بابېځه مه ګڼی،،، د خبرونو مرجع یې نبیل صاب دی هم یې وطندار دی او هم حزبي :wink:


larghonay laraway
01.05.2012

السلام عليکم!
افغانان بايد د استاد ياسر له مرموزې وژنې عبرت واخلي!
پاکستان څه ملانصرالدين نه دی چې په افغانستان کې د اسلامي نظام لپاره خپلې کلدارې مصرف کړي. باور وکړئ چې د پاکستانيانو پيسې دومره خوښې دي لکه د پيشو چې وازده خوښه وي. دا چې پاکستان په چا پانګونه کوي او ملاتړ يې کوي نو خامخا به خپل اهداف لري. يا خو د استاد ياثر ورکړل شوې دنده تمامه شوه، يا يې له خپل ورته ټاکل شوي مسيره کږه پښه ايښې او يا ترې نور کار نه اخيستل کېدو. يوه بله خبره هم شته چې کيدای شي پاکستان استاد ياسر د امريکايانو لپاره دښو ډېرو پيسو په بدل کې وژلی وي. پاکستان ته اسانه ده چې يو بل استاد ياسر جوړ کړي ځکه په پاکستان کې ډېر افغانان دي او لږ سرڅڼه چې ورته وکړي نو سبا به طالب قومندان وي او په افغانستان کې به د امريکا د پايښت او ګټو لپاره ډله جوړه کړي، پلونه پلچکونه او ښوونځي به وران کړي.
يو مرده چې د زنده په قبر ورشي
بس دی دومره نصيحت په دا دنيا
د بابا عبدالرحمن د دې بيت يوه توجيه دا هم کيدلی شي چې د استاد ياسر او د ده د نورو اووه ويشتو ملګرو او نورو لوړه پوړه وژل شويو جهادي قومندانانو او طالبانو له وژنې عبرت واخلي او نور د پاکستان له پاره له سرښندنې تېر شي.
مننه
ستاسو لاروی


م . ق
01.05.2012

د شعله بیان مقرر ویاند او خطیب شهید استاذیاسر رحمه الله په شهادت پورې ملنډې وهل او په قومي او سمتي لحاظ یې وردګو ته د پیغور په شکل یادول چې ګواګې ستاسې وردګ وو مونږ یې څه کوو، نه ورته دعا کوو او نه ورته شهید وایو همدارنګه د غزني د مولوي اسماعیل په شهادت او قربانۍ سترګې پټول او حتی ددغې ظالمانه جنایت یو ادنی قدرې غندنه هم نه کول ددې خبرې ښه غټټټټټټټټټټ ثبوت دی چې دغه ډله یو جنوبي واله سمتي ډله ده چې یوازې خپل سیمیېز خلک ورته د پام وړ دي او دا نور هسې ددوي د قربانۍ ګډوري دي، که داسې نه وی نو ولې یې د ملا عبید الله اخند په شهادت غټې غټې اعلامیې خپرې کړې او په رنګا رنګ القابو یې وستایلو، دعاګانې یې ورته وکړې او غټه ضایعه یې وبلله؟؟؟؟ دا ځکه چې هغه ددوي د قوم ا وسمت څخه وو، او دا نور خواران خو هسې بې وارثه مړي دي چې چیرته وي هلته به پراته وي، نه یې څوک د پوښتنې شته او نه د غمرازۍ .
دداسې جفاکارانه کارونو په ویاړ به دا ډله نوره جنوبي ټلواله یادیږي.

د توجه څخه مو مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more