د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د اونۍ د ورځو پښتو نومونه

محمود سعيد
28.09.2011

سلامونه.
یو ځای وطنمل صیب منځنۍ یا سې شنبې ته دریینۍ ویلې وه. له همدې کبله د اونۍ سوچه پښتو نومونه چې اوس څه ناڅه دود شوي دي دلته راوړم، هیله ده خوښ مو شي.
شنبه - پیلنۍ
یکشنبه - یوه نۍ
دوشنبه - دوه نۍ
سه شنبه - منځنۍ
چهار شنبه - څلنۍ
پنج شنبه - پنځنۍ
جمعه - جمعه لا هماغه جمعه ده، که کوم ښکلی نوم ورته پیدا شو نو خبر راکړئ.


۰
28.09.2011

السلام علیکم!
ښاغلی محمودسعید صیب شه چاري!
الله دي وکړي چي پښتو وده وکړي او ډیره مخکي ولاړه شي خو هسي نه پدي اصلاح کولو کولو يي داسي وشرموئ چي نه بیا تاسو پري پوهیږئ او نه بل څوک!

واي یو سړي ترکاڼ ته د قلبي دژغ لپاره یو د پوخ توت لرګی راوړی وو چي ژغ تري جوړ کړي نو هغه خپل شاګرد ته ورکړ چي دي نه ژغ جوړ کړه نو هغه چي لاسم ترکاڼ نه وو توږه توږه اخر کي لرګي نه یوه وړه ټوټه پاتي شوه نوره په توږلو توږلو کي ختمه شوه نو بزګر چي راغی ویل يي زما ژغ جوړ شو ؟
د ترکاڼ شاګرد چي ډیر ټوکي هم وو ځواب ورکړ چي کاکا ژغ خو تري جوړ نشو او که کربوړی[یو قسم حشره ده] جوړوي نو چي درته جوړه يي کړم!
بیا بزګر په ټوپونو شو چي زما اصیل لرګی دي خراب کړ والله چي تاوان درنه واخلم او او او...
نو زه وایم د پښتو جوړول خو مو پيل کړي خو الله دي خیر کړي چي کربوړي درنه نشي بیا به تاسو او ډکټروطنمل صیب هم ورته حیران يي او خاندی به چي دا مو څه وکړه :)
بي ادبي او تشبث معاف
ستاسو ورور مومندافغان


محمود سعيد
28.09.2011

مومند صیب علیکم سلام او تاسې ته هم (شه چاري)!

[quote:836d78ebf7]اغلی محمودسعید صیب شه چاري![/quote:836d78ebf7]

خیر په ګډه به هڅه کوو ګوندې وي چې څه ترې جوړ شي، په دې نومونو زه هم باوري نه یم خو وايي له نشت نه دا هم ښه دي.
ویل کیږي چې دا هم د پوهاند مجاور احمد زیار صیب نوښت دی.


پتوال
28.09.2011

سعيد صيب مننه ، د پيلنۍ زه هم پلوی کوم ، خو نور ترتيب يې بايد هماغه مخکينی پاتې شي څو په نړيوالو ژبو کې د ورځو له نومونو سره
سمون وخوري ، يعنې :

پيلنۍ = شنبه
يوه نۍ = ١ شنبه
دوه نۍ = ٢شنبه
درې نۍ=٣شنبه
منځنۍ = ٤شنبه
پنځه نۍ=٥شنبه
جمعه
ونۍ = پيلنۍ

په بهرنيو ژبو کې هم د ٤ شنبې له پاره نوم د منځنۍ په معنی ټاکل شوی دی، خو
په دري کې دا نړيوال ارزښت نه دی مراعات شوی .
سر بېره په دې د څلور + نۍ = څلورنۍ سکتګي او اوږودوالی ډير اخلالونکی دی نو د (منځنۍ ) نوم مو له دې ستونزې هم ژغوري !

داچې دا نومونه د مجاور احمد زيار تخليق بلل کيږي پرې ځکه خوښ يم چې هر چا دومره ښه ، اسانه ، پرځای او کوټلي نومونه چې
هر چا هم ټاکلي چې د فارسي له شنبې سره ښه سيالي کولی شي نو خود به يې خلک زيار صاحب ته منسوبوي، ولې زه يې درته په ژمنه موثق وايم چې
دا د زيار صيب زيار او تخليق نه دی ، بلکې ستاسو د ټول افغان د خپلو ليکونکو له ډلې څخه د چا کار دی او بس!


محمود سعيد
29.09.2011

دروند پتوال صیب سلامونه!

[quote:840a7f37d1]خو نور ترتيب يې بايد هماغه مخکينی پاتې شي[/quote:840a7f37d1]
مخکینی ترتیب چیرې او څنګه وو؟
زه خو ترې خبر نه یم.
هیله ده لږ رڼا پرې واچوئ.
[quote:840a7f37d1]په بهرنيو ژبو کې هم د ٤ شنبې له پاره نوم د منځنۍ په معنی ټاکل شوی دی، خو
په دري کې دا نړيوال ارزښت نه دی مراعات شوی .
سر بېره په دې د څلور + نۍ = څلورنۍ سکتګي او اوږودوالی ډير اخلالونکی دی نو د (منځنۍ ) نوم مو له دې ستونزې هم ژغوري ! [/quote:840a7f37d1]
دا چې زموږ او د بهرنیانو د اونیو پیل توپیر لري نو د مینځ ورځ هم خامخا توپیر لري چې زموږ لپاره د سې شنبې ورځ کیدای شي.
ستاسو په نومونو کې د درې نۍ سکتګي د څلورنۍ له سکتګۍ سره ډیر توپیر نه لري او کوم چې ما لیکلي (څلنۍ) بیا له سکتګۍ یا ټکنيتوب خالي ده.
[quote:840a7f37d1]بلکې ستاسو د ټول افغان د خپلو ليکونکو له ډلې څخه د چا کار دی او بس![/quote:840a7f37d1]
دا به خامخا راته ښایاست او سرچینه به ېې هم راکوئ.
هسې هم له ټول افغان څخه زما د خوږو خاطرو تر څنګ یوه ډیره ترخه خاطره د ملګرو مستعار نومونه دي.


پتوال
29.04.2012

دروند او منلي ورور محمود سعید صیب ته سلامونه او نېکې هیلې!
په داسې حال کې چې پیلنۍ ډیر ښکلی بشپړاوی دی، څلنۍ
راته د څلورنۍ په معنی نه ښکاري ، ځکه په څلو د سلو ګمان کیږي نه د څلورو ، د (ر) توری د ویوني په ریښې پورې اړه لري او
حزفول یې ویونی ړنګوي !

د (نۍ ) دغه نوښت د ونۍ د ورځو له پاره ځکه د زیار صیب نشی کېدای چې دا نوښت ما کړي دی نه بل چا .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more