د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

حقاني شبكه له ځايي خلكو سره ښكېله شوه

شاه ولي
25.04.2012

اسلام عليكم و رحمة الله و بركاة,
په قبايلي سيمه (شمالي وزيرستان) كې حقاني شبكه د وزيرو يوې قبيلې كابلخېل ته وايي چې له دغې سيمې څخه ووځي.
د حقاني شبكې مشر سراج الدين حقاني له ملا ګبهادر وروسته په شوه(شه وا) كې د كابلخېل قبيلي له يوه ستر ټبر يا پښې څخه وړمه ورځ غوښتي چې په دوو ورځو كې يعنې نن دې سيمه پرېږدي او بلې سيمې ته دې له ټول ټبر سره كډه شي.
دوى ويلي كه د ميامي كابل خېل ټبر يې له غوښتنې سره سمه سيمه پرې نه ږدي، نو ټول طالبان به يې پرضد سره يو شي او په زور به يې له سيمې وشړي.
ځايي چارواكي وايي چې عالمانو او څه قبايلي مشرانو له طالبانو سره ليدلي، هڅه كوي چې د كابل خېل او حقاني شبكې ترمنځ لانجه په خبرو اواره كړي، خو طالبان وايي چې د كريم خان په مشرۍ بايد دغه ټبر سيمه پرېږدي، خو دا ټبر له خپلې سيمې سره شا وخوا مورچې جوړوي او له طالبانو سره جګړې ته چمتو كيږي.
له كابل خېل قبيلې سره حكومت هم د كومې مرستې ژمنه نه ده كړې، خو په خيبر، اوركزۍ او نورو سيمو كې يې د وسله والو طالبانو پرضد قومي لښكر جوړ كړى دى.
د حقاني شبكې او كابل خېل ترمنځ هغه وخت بې باوري پيدا شوه چې نږدې شپږ مياشتې مخكې د كريم خان يو زوى وسله والو وتښتاوه او ويې واژه. دې قبيلې دوه اوونۍ وړاندې په ټل كې د حقاني شبكې يو پياوړى قوماندان قادر خان وواژه.
پنځه ورځې مخكې هم په شوا كې حقاني شبكې د كريم خان پر كور بريد وكړ، د دوو ورځو په جګړه كې اووه وسله وال طالبان او د كريم خان درې خوريونه ووژل شول. طالبانو د دې قبيلې دوه كسان تښتولي هم او وروسته يې وژلي دي.
كريم خان د كابل خېل قبيلې د نامتو مشر شاه محمود زوى دى او په سيمه كې پراخ نفوذ لري. كابل خېل قبيله چې په شوا كې اوسي يو يو كور د پكتيا د برمل ولسوالۍ په مرغه كې هم لري.
په لومړيو كې يوازې ګلبهادر ډلې د كابل خېل پرضد جګړه كوله، خو اوس چې دا ډله ماته شوې، حقاني شبكه او د حكيم الله مسعود ډلې هم ور سره يو ځاى شوي دي.
په تېرو اوو اتو كلونو كې وسله والو طالبانو په وزيرستان كې نږدې زر قومي مشران وژلي دي، خو ترواسه چا د كابلخېل په څېر د خپلو كسانو غچ له طالبانو اخستى نه وو. شنونكي وايي، كه كابلخېل ماته نه شي ممكن نور هغه خلك هم د طالبانو پرضد پورته شي چې مشران يې وژل شوي دي.

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more